د جاپان سترواک

د جاپان سترواک د جاپان پاچا او د سلطنتي کورنۍ مشر دی. د جاپان د اساسي قانون پر بنسټ نوموړی د جاپاني دولت او د جاپاني وګړو د یووالي د سمبول په توګه تعریف شوی چې ځایګی یې «د هغو وګړو له ارادې سرچینه اخلي چې پر هغو حاکمیتي واک لري». د سلطنتي کورنۍ قانون د سترواکۍ د ځای ناستوب پر موضوعاتو واکمن دی. سترواک د جاپان د سترې محکمې له خوا د قضايي تعقیب څخه خوندي دی. نوموړی همدارنګه د شینتو مذهب مشر هم دی. په جاپاني ژبه کې سترواک ته ټیننو (天皇، تلفظ: [tennoꜜː]) ویل کېږي چې د «کامي سترواک» یا «آسماني حاکم» په معنی دی. د جاپاني شینتو مذهب له مخې نوموړی د لمر د الهې آماتراسو له مستقیمو لمسیانو ګڼل کېږي. سترواک همدارنګه د جاپان د ټولو افتخاراتو، نښانونو، مډالونو او ملي جوایزو مشر ګڼل کېږي. یو مهال په انګلیسي ژبه کې د سترواک لپاره د میکادو (帝/御門) کلمه کارول دود و، خو اوس مهال دغه کلمه منسوخه شوې ده. [۱][۲][۳][۴]

اوس مهال د جاپان سترواک یوازنی هېواد مشر دی چې تر ټولو لوړ سلطنتي عنوان «سترواک» ورته کارول کېږي. د جاپان سلطنتي کورنۍ چې د خپل نوم یاماتو لړۍ له مخې پېژندل کېږي د نړۍ یو له لرغونو کورنیو څخه ده چې تاریخي ریښه یې له دریمې میلادې پېړۍ څخه تر شپږمې میلادي پېړې د کوفون دورې وروستیو ته اړندېږي. د کوجیکي او نیهون شوکي افسانوي روایتونو ته په پام جاپان له میلاد څخه په وړاندني ۶۶۰ کال کې د سترواک جیمو له خوا تاسیس شو. [۵][۶]

له تاریخي پلوه د جاپان د امپراتور رول تر ډېره له تشریفاتي ډول څخه د سترواکۍ د واقعي حاکم په توګه رول لوبولو پورې متناوب پاتې شوی. په ۱۱۹۹ زکال کې د لومړني شوګانات له تاسیس څخه د جاپان سترواکانو د ډیری لویدیځو پاچاهانو پر خلاف د جګړې په ډګر کې د اعلی قوماندانانو په توګه ډېر کمه ونډه لرلې. د جاپان سترواکي تقریبا د تل لپاره د بهرنیو سیاسي ځواکونو له خوا په مختلفو کچو په کنټرول کې ساتل شوې. د بېلګې په توګه له ۱۱۹۲ زکال څخه تر ۱۸۶۷ زکال پورې په کاماکورا کې شوګانان یا د هغوی شیکن نایب السلطنتان د جاپان بالفعل واکمنان و، په داسې حال کې چې هغوی په اسمي توګه د سترواک له خوا ټاکل کېدل. په ۱۸۶۷ زکال کې له میجي بیارغونې وروسته سترواک په ټول قلمرو کې د واکمن قدرت څرګندويي کوله، هماغه ډول چې د ۱۸۸۹ زکال د میجي په اساسي قانون کې واضحه شوې وه. د ۱۹۴۷ زکال د اساسي قانون له تصویب وروسته د سترواک رول تشریفاتي بڼې ته تنزیل وکړ چې اسمي سیاسي ځواک یې هم نه درلود.

د نوولسمې پېړۍ له نیمايي وروسته د سترواک ماڼۍ ته کیوجو (宮城) او وروسته کوکیو (皇居) ویل کېږي چې د توکیو (د اوسني جاپان پلازمېنه) په زړه کې د ایډو پخوانۍ کلا پر ځای موقعیت لري. له دې وړاندې سترواکان د ۱۱ پېړیو لپاره په کیوتو (لرغونې پلازمېنه) کې استوګن و. د سترواک د زوکړې ورځ (اوس مهال د فبروري ۲۳ مه) ملي رخصتي ده.

ناروهیتو د جاپان اوسنی سترواک دی. نوموړی د ۲۰۱۹ زکال د مۍ په لومړۍ نېټه د خپل پلار سترواک اکی هیتو له ګوښه کېدو وروسته د جاپان د پاچاهۍ پر تخت کښېناست.

مشروطه واکمني

د ډېری مشروطه پاچایانو پر خلاف سترواک آن اسمي اجرایوي مشر هم نه دی. ډیری مشروطه پاچاهۍ په اسمي توګه اجرایوي واک پاچا ته ورکوي، خو پاچا د کنوانسیون پر بنسټ موظف دی څو د کابینې په مشوره ګام واخلي او یا هم د وزیرانو له خوا له خپلو واکونو ګټنه وکړي. په داسې حال کې چې د جاپان د اساسي قانون ۶۵مې مادې په واضحه توګه اجرایوي واک کابینې ته ورکړی چې مشري یې لومړی وزیر کوي. له دې سره سترواک د جاپان د خپلو دفاعي ځواکونو اعلی سرقوماندان هم نه دی. د جاپان د دفاعي ځواکونو د ۱۹۵۴ زکال قانون په واضحه توګه دغه مسئولیت لومړي وزیر ته سپارلی.

د سترواک دندې یوازې تشریفاتي چارو ته محدودې دي. د اساسي قانون څلورمه ماده څرګندوي چې سترواک «یوازې په ایالتي چارو کې ونډه لرلی شي هغه هم په هغو برخو کې چې قانون ورته اجازه ورکړې او د دولت په اړوندو چارو کې کوم واکونه نه لري». نوموړی د سیاسي نظر ورکولو اجازه هم نه لري. همدارنګه د اساسي قانون دریمه ماده څرګندوي چې «په ایالتي چارو کې د سترواک ټول اعمال د وزیرانو د پلاوي سلا مشورې او تائید ته اړتیا لري». له دې سربېره په څلورمه ماده کې دا هم راغلي چې دغه مسئولیتونه د قانون له مخې د سترواک له خوا تفویض کېدای هم شي. [۷]

په داسې حال کې چې سترواک په رسمي توګه لومړی وزیر ګماري، خو د اساسي قانون شپږمې مادې بیا دا اړینه بللې چې د لومړي وزارت څوکۍ ته د ملي شورا له خوا ټاکل شوی نوماند پرته له دې چې سترواک یې د رد کولو حق ولري باید په خپله څوکۍ وګماري.

د جاپان د اساسي قانون شپږمې مادې لاندې تشریفاتي چارې سترواک ته اړوندې بللې دي:

  1. سترواک د ملي شورا له خوا ټاکل شوی لومړی وزیر په دنده ګماري.
  2. د کابینې له خوا د سترې محکمې لپاره ټاکل شوی قاضي القضات په دنده ګماري.

پاچا ته اړوندې نورې چارې د اساسي قانون په اوومه ماده کې راغلي چې څرګندوي، « سترواک د وزیرانو د شورا په مشوره او تائید په ایالتي چارو کې د وګړو په استازیتوب لاندې اقدامات ترسره کولای شي»:

  1. د اساسي قانون د اصلاحاتو، نورو قوانینو، د وزیرانو د لارښوونو او معاهداتو اړوند د توشیح د فرمان صدور.
  2. د دواړو جرګو د ګډې غونډې رابلل.
  3. د استازو د جرګې منحل کول.
  4. د دواړو جرګو د غړو ټاکنې لپاره د ټاکنو اعلان.
  5. د وزیرانو او نورو دولتي چارواکو ټاکل او له دندې ګوښه کول هماغه ډول چې قانون یې وړاندوینه کړې او همدارنګه د سفیرانو او وزیرانو د واکونو او اعتبار لیکنو په تائید کې بشپړ اختیارات.
  6. د عمومي او خصوصي بخښنې تائید، د مجازاتو تخفیف او تعویق او د حقونو اعاده.
  7. د افتخاري نښانونو ویش.
  8. د تصویب شوو او دیپلماتیکو اسنادو تائید په هغه توګه چې قانون یې وړاندوینه کړې.
  9. د بهرنیو سیاسي استازو او سفیرانو منل.
  10. د تشریفاتي دندو ترسره کول.

په عملي توګه ټول دغه مسئولیتونه د وزیرانو د شورا له خوا د الزامي لارښوونو پر بنسټ ترسره کېږي.

د اساسي قانون پر بنسټ د سترواک په منظمو مراسمو کې د توکیو په سلطنتي ماڼۍ کې د لومړي وزیر او قاضي القضات د لوړې مراسم او د وزیرانو شورا او ملي شورا ته د سلطنت له تخت څخه وینا کول شاملېږي. وروستي مراسم د شورا ګانو عادي او اضافي غونډو ته لار پرانېزي. عادي غونډې د هرې جنوري په میاشت کې د ولسي جرګې له نوو ټاکنو وروسته کېږي. اضافي غونډې بیا په معمول ډول د مني په موسم کې پیلېږي چې بیا وروسته له هغو دوام مومي. [۸]

سرچينې