د جنتیک انجنیري


د جنتیک انجنیري (په انګلیسي: Genetic Engineering)، چې د جنتیک سمون یا د جنتیک لاس‌وهنې په توګه هم پېژندل کېږي، د ټکنالوجي په کارولو او لاس‌وهنې سره د یوه ژوندي موجود د جېنونو سمون یا تنظیمول دي. دغه انجنیري د یو لړ ټکنالوجیکي تخنیکونو ټولګه ده چې، د پرمختللو یا نویو اورګانیزمونو د تولید په موخه د نوعو ترمنځ او د هغو د پولو په اوږدو کې د نویو جېنونو د لېږدولو په شمول، د حجرو په جنتیکي جوړښت کې د بدلون راوستلو په موخه کارول کېږي. نوې DNA د بیاترکیب شوې DNA مېتودونو په کارولو سره یا د DNA مصنوعي سنتیز کولو په واسطه، د ټاکلې جنتیکي مادې له جلا کولو یا کاپي کولو له‌لارې ترلاسه کېږي. په ټولیزه توګه، یو جوړښت رامنځ‌ته کېږي او کوربه ژوندي موجود ته د دغه DNA دننه کولو لپاره ورڅخه ګټه اخېستل کېږي.د لومړۍ بیاترکیب شوې DNA مالیکول په ۱۹۷۲ز کال کې د پاول بېرګ له‌خوا، د لمدا ویروس او د بیزو SV40 ویروس یوځای کولو له‌لارې رامنځ ته شو. د جېنونو پر دننه کولو سربېره، دغه بهیر د جېنونو لېرې کولو یا «پرزولو» په موخه هم کارېدلای شي. نوې DNA کېدای شي په تصادفي توګه دننه شي، یا د جېنوم یوې ځانګړې برخې لپاره په پام کې ونیول شي.[۱]

هغه اورګانیزم چې د جنتیک انجنیرۍ له‌لارې تولیدېږي، په جنتیکي ډول اصلاح شوي (GM) اورګانیزم په توګه انګېرل کېږي او ترلاسه شوی موجود «په جنتیکي توګه اصلاح شوی اورګانیزم یا GMO» دی. لومړنی GMO، په ۱۹۷۳ز کال کې د هربرت بایر او ستانلي کوهېن له‌خوا تولید شوی باکتریوم ؤ. په ۱۹۷۴ز کال کې، رودولف یانش یوه موږک ته د یوې بهرنۍ DNA دننه کولو پر مهال لومړنی GM ژوی رامنځ‌ته کړ. «جننتېک (Genentech)» لومړۍ کمپنۍ وه چې د جنتیک انجنیرۍ ته یې مخه کړه؛ دغه کمپنۍ په ۱۹۷۶ز کال کې تاسیس شوه او د انساني پروټینونو په تولید یې پیل وکړ. په جنتیکي توګه اصلاح شوي انساني انسولین په ۱۹۷۸ز کال کې تولید شو او د انسولین تولیدوونکې باکتریا سوداګري په ۱۹۸۲ز کال کې پیل شوه. په جنتیکي توګه د اصلاح شویو خوراکي توکو پلورل له ۱۹۹۴ز کال څخه د Flavr Savr رومي بانجانو په رااېستلو سره پیل شول. Flavr Savr داسې طرحه شوي وو چې په پلورنځیو کې تر ډېره دوام وکړي، خو اوسني GM محصولات، د حشرو او د بوټو وژونکو موادو پر وړاندې د مقاومت زیاتولو په موخه اصلاح شوي دي. GloFish لومړنی طرح شوی کورنی ژوی ؤ چې د ۲۰۰۳ز کال په ډسمبر کې، په متحده ایالاتو کې وپلورل شو. په ۲۰۱۶ز کال کې د Salmon (ګلماهي) سوداګري پیل شوه، چې دغه کب د ودې هورمون له پلوه اصلاح شوی ؤ.

د جنتیک انجنیري، د څېړنې، طب، صنعتي بیوټکنالوجي او کرنې په شمول، په بېلابېلو برخو کې کارَونې لري. په څېړنو کې، GMOګان، د کارکړنې له لاس ورکولو، د کارکړنې پرمختیا، څارنې، او د بیان ازمایښتونو له‌لارې د جېن کارکړنې او بیان د مطالعه لپاره کارول کېږي. د ځانګړو حالتونو لپاره د اړینو او دنده لرونکو جېنونو په پرزولو سره، کېدای شي د انساني ناروغیو د حیواني موډل اورګانیزمونه رامنځ‌ته شي. د هورمونونو، واکسینونو او نورو درملو د تولیدولو ترڅنګ، د جنتیک انجنیري د جېن درملنې له‌لارې د جنتیکي ناروغیو د معالجې وړتیا لري. د درملو د تولید لپاره کارېدونکي ورته تخنیکونه کېدای شي صنعتي کارَونې هم ولري؛ لکه: د جامو مینځلو موادو، پنیر او نورو محصولاتو لپاره د انزایمونو تولید.

په جنتیکي توګه د سوداګریزو اصلاح شویو محصولاتو له پیدایښت سره سم، په بېلابېلو هېوادونو کې کروندګرو ډېره اقتصادي او مالي ګټه وکړه، خو لا هم د دغې ټکنالوجۍ په تړاو د تودو او لانجمنو بحثونو سرچینه ده. دغه لانجې د اصلاح شویو توکو له لومړنۍ استفادې راهیسې شتون لري؛ لومړني ساحوي ازمايښتونه د ضد GM فعالانو له‌خوا له‌منځه لاړل. که څه هم د یوه علمي عمومي توافق له‌مخې، له GM محصولاتو څخه اوسني ترلاسه کېدونکي خوراکي مواد د معمولي خوراکي توکو په پرتله د انسان روغتیا لپاره لا لوی خطر نه‌لري، خو بیا هم منتقدین د GM خوراکي توکو خوندیتوب یوه ستره اندېښنه ګڼي. د جېن لېږدېدنه، پر غیرهدفي اورګانیزمونه باندې اغېزښندنه، د خوراکي توکو د تامینولو کنټرول او د فکري ملکیت حقونه هم د غټو مسایلو په توګه راولاړ شوي دي. د دغو اندېښنو له‌امله د څارنې یو چوکاټ رامنځ‌ته شو چې له ۱۹۷۵ز کال راهیسي پلي کېږي. په پایله کې «د بیولوجیکي خوندیتوب په تړاو د کارتاخنا پروتوکول» تر نامه لاندې یوه نړیواله معاهده په ۲۰۰۰ز کال کې تصویب شوه. بېلابېلو هېوادونو د GMOګانو په هکله ځان ته جلا د څارنې سیسټمونه جوړ کړل، چې تر ټولو زیات توپیرونه د متحده ایالاتو او اروپا د سیسټمونو ترمنځ تر سترګو کېږي.

ټولیزه کتنه

د جنتیک انجنیري داسې یو بهیر دی چې د DNA په لېرې کولو یا دننه کولو، یا په ځایي جنتیکي مادې کې د بدلون په راوستلو سره د یوه ژوندي موجود جنتیکي جوړښت بدلوي. په دودیز ډول د ژویو او بوټو د اصلاح کولو پر خلاف، چې په هغو کې څوګوني پیوندونه ترسره کېدل او وروسته بیا د ژوندي موجود لپاره د خوښې وړ فینوټایپ ټاکل کېده، په جنتیک انجنیري کې جېن له یوه ژوندي موجود څخه په مستقیمه توګه اخېستل کېږي او بل موجود ته ورکول کېږي. دغه بهیر خورا ګړندی دی، کېدای شي له هر ژوندي موجود څخه هر ډول جېن بل موجود ته ورکړل شي (ان له بېلابېلو ټولګو څخه) او د نورو نامطلوبو جېنونو له اضافه کېدلو څخه مخنیوی کوي.[۲]

د جنتیک انجنیري په مرسته کېدای شي د تخریب شوي جېن لېرې کولو او په ځای یې د فعال جېن په کېښودلو سره، په بالقوه توګه، د انسانانو د شدیدو جنتیکي اختلاطاتو درملنه وشي. دغه انجنیري په څېړنو کې ډېر اهمیت لري چې د ځانګړو جېنونو د کارکړنې مطالعه کولو زمینه برابروي. د تولید شویو درملو، واکسینونو او نور محصولاتو د تولید لپاره تنظیم شوي جېنونه له ژوندي موجوداتو څخه اخېستل شوي دي. ځیني داسې محصولاتو ته پراختیا ورکړل شوې چې د ګټورتیا، تغذیوي ارزښت او د چاپېریال شرایطو ته د انعطاف‌مننې کچې په لوړولو سره یې د خوراکي توکو خوندیتوب ته خورا مرسته کړې ده.[۳][۴][۵][۶]

DNA کېدای شي په مستقیمه توګه کوربه اورګانیزم یا حجرې ته وردننه کړل شي چې وروسته له کوربه اورګانیزم سره ترکیب یا هایبرېد شي. دغه، ارثي جنتیکي مادې د نویو ترکیبونو رامنځ‌ته کولو لپاره د بیاترکیب شوي نوکلوییک اسید تخنیکونو پورې اړه لري، چې وروسته له هغو، نوموړې ماده د یوه وکتور سیسټم له‌لارې په غیرمستقیمه توګه او یا د میکروانجکشن، مکروانجکشن یا میکروانکپسولېشن له‌لارې مستقیمه توګه ځای نیسي.[۷][۸]

په معمول ډول، په جنتیک انجنیري کې دودیز اصلاح کول، مصنوعي القاح، پولي‌پلوییدي القا، موتاجنیزس او د حجروي ترکیب تخنیکونه (چې په هغو کې له بیاترکیب شویو نوکلوییک اسیدونو یا په جنتیکي توګه اصلاح شوي اورګانیزم څخه کار نه‌اخېستل کېږي) نه‌شاملېږي. سره له‌دې، د جنتیک انجنیرۍ په ځینو پراخو تعریفونو کې انتخابي نسل‌اخېستنه هم شاملېږي. د تکثیر او اصلي حجرې څېړنه، که څه هم د جنتیک انجنیري په توګه په پام کې نه‌نیول کېږي، خو سره نږدې اړیکې لري او کېدای شي په هغو کې له جنتیک انجنیرۍ څخه کار واخېستل شي. مصنوعي بیولوجي یوه نوې پيدا شوې څانګه ده چې یوه اورګانیزم ته د مصنوعي سنتیز شوې مادې په دننه کولو سره د جنتیک انجنیرۍ ډګر لا پراخوي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

هغو نباتاتو، ژویو یا میکرواورګانیزمونو ته چې د جنتیک انجنیرۍ له‌لارې یې بدلون موندلی، د «په جنتیکي توګه اصلاح شوي اورګانیزمونه» یا GMO ګړنه کارول کېږي. که چېرې جنتیکي ماده له بلې نوعې څخه کوربه اورګانیزم ته ورکړل شوې وي، ترلاسه شوي اورګانیزم ته «ترانس‌جېني»؛ که چېرې جنتیکي ماده له ورته نوعې یا هغې نوعې څخه وي چې له کوربه اورګانیزم سره په طبیعي توګه نسل‌اخېستنه ترسره کولای شي، ترلاسه شوي اورګانیزم ته «سیس‌جېني»؛ او که چېرې د جنتیک انجنیري، له یوه اورګانیزم څخه د یوې جنتیکي مادې لېرې کولو لپاره کارول شوې وي، ترلاسه شوي اورګانیزم ته «پرزېدلی اورګانیزم» ویل کېږي. په اروپا کې، د جنتیک انجنیري مترادفه بڼه «جنتیکي اصلاح» ده، په داسې حال کې چې په متحده ایالاتو او کاناډا کې «جنتیکي اصلاح» کېدای شي د نسل‌اخېستنې لا دودیزو مېتودونو لپاره وکارول شي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې