د روسیې ارتودوکس کلیسا

د روسیې ارتودوکس کلیسا (ROC; Russian: Ру́сская правосла́вная це́рковь, romanized: Rússkaya pravoslávnaya tsérkov)، په متناوب او قانوني توګه د مسکو د سرپرست په توګه پېژندل کېږي. (Russian: Моско́вский патриарха́т, romanized: Moskóvskiy patriarkhát)د ختیځ ارتودوکس لویه خپلواکه عیسوي کلیسا ده. دا په روسیه کې دننه ۱۹۴ کلیسايي مشران لري. د ROCمشر د مسکو او ټول روس سرپرست دی.  همداراز ROCخپله هم مشر لري. د یوناني ارتودوکس کلیسا تر څلورو پخوانیو سرپرستانو ( قسطنطنیه الکساندریا، انټیوچ او یروشلم) لاندې د ختیځ ارتودوکس په ترتیب کې په رسمي ډول پنځم ځای لري.[۱][۲][۳]

د کیوان روس عیسوي کول، چې په پراخه توګه د ROC د زېږون په توګه لیدل کېږي، داسې انګېرل کېږي، چې په ۹۸۸ کې د روسیې د شهزاده ولادیمیر د بپتسما او د هغه د خلکوپه وسیله د اکومینیکل د پادریانو د روحانیونوله خوارامنځته شوی، چې اساسي برخه یېROC پاتې شوه. په داسې حال کې چې په راتلونکو شپږو پېړیو کې د کیف ښار او ټوله روسیه تر ۱۶۸۶ز کال پورې د ایکومینیکل سرپرست په واک کې پاتې شوي دي.

ROCاوس مهال د ختیځ ارتودوکس پر عیسویانو د هغوی له توکمیز شالید پرته د ځانګړي صلاحیت ادعا کوي، چې له جورجیا پرته د شوروي اتحاد په پخوانیو غړو جمهوریتونو کې ژوند کوي. ROC د جاپان خپلواکه کلیسا او د چین ارتودوکس کلیسا هم رامنځته کړه. پر دې سربېره چې د رسمي مذهبي خپلواکۍ وضعیت لنډ دی، په بیلاروس او لاتویا کې د ROC سلطنتونه په ۱۹۹۰ لسیزه کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو راهیسې د خپل حکومت له بېلابېلو درجو خوند اخلي.

ROC باید له روسیې نه بهر د روسیې له ارتودوکس کلیسا سره هم ګډوډ نه شي (یا ROCOR چې په بهر کې د روسي ارتودوکس کلیسا په نوم هم پېژندل کېږي) چې مرکزي دفتر یې په متحده ایالاتو کې دی. ROCOR په ۱۹۲۰ لسیزه کې له شوروي اتحاد نه بهر د روسي ټولنو له خوا تاسیس شوی و، چې د مسکو د سرپرست واک له رسمیت پېژندلو یې انکار کړی و، چې په حقیقت کې د میټروپولیټان سرګیوس سټراګورډسکي له خوا رهبري کېده. د ۲۰۱۷ کال د می په ۱۷مه دوه کلیساګانې تطبیق شوې؛ ROCOR اوس د روسیې د ارتودوکس کلیسا یوه خپلواکه برخه ده.

تاریخ

کیوان روس

عیسوي ټولنه چې اوس د روسیې د ارتودوکس کلیسا په نوم پېژندل کېږي، په دودیز ډول ویل کېږي، چې د رسول انډریو له خوا تاسیس شوې، چې فکر کېږي د تور سمندر په شمالي ساحل کې یې له سیتیا او یوناني استعمار نه لیدنه کړې ده. د یوې افسانې له مخې انډریو د کیف راتلونکي ځای ته ورسېد او د یو لوی مسیحي ښار د بنسټ ایښودلو وړاندوینه یې وکړه. هغه ځای چې د راپور له مخې یې هلته یو صلیب جوړ کړی اوس د سینټ انډریو کلیسا په وسیله په نښه شوې ده.[۴][۵]

مسکو ته د لید لېږد؛ په حقیقت کې د مسکو د کلیسا خپلواکي

څرنګه چې کیف د مغولو د یرغل له امله خپل سیاسي، کلتوري او اقتصادي ارزښت له لاسه ورکړی و، میټروپولیټین ماکسیموس په ۱۲۹۹ز کال کې ولادیمیر ته لاړ. د هغه ځای ناستی، میټروپولیټان پیټر په ۱۳۲۵ کې مسکو ته خپل استوګنځي ته لاړ.

په ۱۴۳۹ ز کال کې د فلورېنس په شورا کې له بیزانس او همدارنګه له میټروپولیټان اسیدور نه یو شمېر ارتودوکس لوړ پوړو غړو، چې د روسیې د کلیسا استازیتوب یې کاوه، د روم له کلیسا سره یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې ختیځ کلیسا د پاپ لومړیتوب په رسمیت وپېژني. په هر حال، د مسکو شهزاده دویم واسیلي د فلورنس د شورا هغه عمل رد کړ، چې ۱۴۴۱ ز کال په مارچ کې د اسیدور له خوا مسکو ته راوړل شوی و. اسیدور په ورته کال کې د مرتد په توګه له خپل موقف نه لرې شو او له مسکو نه وشړل شو. د روسیې ښارګوټی د راتلونکو څو کلونو لپاره په اغېزناکه توګه خالي پاتې شو، ځکه چې په لویه کچه په قسطنطنیه کې د متحدینو واکمني وه. د ۱۴۴۸ ز کال په ډسمبر کې جانس یو روسی بشپ په مسکو کې د روسیې د بشپانو د شورا له خوا دقسطنطنیې له خوښې پرته د کیف او ټولې روسیې د میټروپولیټان په توګه(په مسکو کې له دایمي استوګنې سره) وګومارل شو. دا په ۱۴۵۳ ز کال کې د قسطنطنیې له سقوط نه پنځه کاله مخکې پېښ شوي او په غیرارادي ډول د روسیې کلیسا په مسکو (شمال ختیځه روسیه) کې د اغېزناکې خپلواکې کلیسا د جوړښت پیل په نښه کوي. وروسته په مسکو کې یوه تیوري رامنځته شوه، چې مسکو یې د درېیم روم، د قسطنطنیې د مشروع ځایناستي او د مسکو کلیسا یې د روسیې د ټولو کلیساګانو د لومړي مشر په توګه ولیده. په ورته وخت کې په ۱۴۵۸ ز کال کې د روسیې نوي رامنځته شويارتودوکس (په پیل کې متحد) په کیف کې میټروپولیټانیټ (د لیتوانیا په ګران دوچی کې او بیا وروسته د پولنډ – لیتوانیا ګډ دولت) د مسیحي لید تر ۱۶۸۶ز کال پورې دوام درلود، کله چې دا په لنډمهاله توګه د مسکو واک ته لیږدول شوی و.[۶]

خپلواکه کلیسا او اختلاف

د لومړي سترواک فیودور د واکمنۍ پر مهال د هغه اوښي بوریس ګوډونوف، د قسطنطنیې له ایکومینیک پادري سره اړیکه ونیوله، چې «د بودیجې د نشتوالي له امله ډېر شرمنده و».[۷]

د پیریاسلاو شورا څو کاله وروسته (۱۶۵۴) چې د روسیې په تساردوم کې د پولنډ - لیتوانیا ګډ دولت د ختیځو سیمو د یوځای کېدو خبر ورکړ، د کیف د میټروپولیټان سیمه او ټول روس د مسکو سرپرست دولت ته لیږدول شوی و (۱۶۸۶) .

لوی پېټر

لوی پیټر (۱۶۸۲-۱۷۲۵) پلان درلود، چې د روسیې حکومت، اردو، جامې او اداب په بنسټیز ډول عصري کړي. هغه له روسیې یو پیاوړی سیاسي ځواک جوړ کړ. پیټر مذهبي نه و او کلیسا ته یې کم درناوی درلود، نو کلیسا یې له سخت حکومتي کنټرول لاندې راوسته. هغه د پادریارک ځای له سپڅلي کلیسايي شورا سره بدل کړ، چې هغه به کنټرولوو. سترواک ټول بشپان وټاکل. د دیني مسلک یوه لاره نه وه، چې د لوړې طبقې ټولنې له خوا غوره شوې وه. د سیمې ډېری پادریان د پادریانو زامن وو، کم سواد او کم معاش یې درلود. په خانقاه کې راهبانو یو څه لوړ حیثیت درلود؛ دوی ته د واده اجازه نه وه. په سیاسي لحاظ کلیسا بې کفایته وه. وروسته په ۱۸مه پېړۍ کې کاترین لویې د کلیسا ډېرې ځمکې ونیولې او پادریانو ته یې لږ معاش ورکړ، چې د تعمید غسل او واده په څېر د خدماتو فیسونه یې ضمیمه کړل.[۸]

له روسیې بهر د روسي ارتودوکس کلیسا (ROCOR)

د روسیې کلیسا د بلشویک انقلاب د پایلو له امله ویجاړه شوې وه. یو اغېز یې له روسیې نه متحده ایالاتو، کاناډا او اروپا ته د کډوالو تګ و. د ۱۹۱۸ ز کال انقلاب د روسیې د کلیسا لویې برخې په امریکا، جاپان او مانچوریا کې ډیوسیسونه، او همدارنګه په اروپا کې کډوال له اصلي کلیسا سره له منظمو اړیکو جلا کړل.

د ۲۰۰۶ ز کال د ډسمبر په ۲۸مه په رسمي توګه اعلان وشو، چې د قانوني ګډون لایحه په پای کې د ROC او ROCOR ترمنځ لاسلیک شي. لاسلیک د ۲۰۰۷ ز کال د مې په ۱۷مه نېټه وشو، له هغه وروسته چې د مسکو له سرپرست سره د ټولنې بشپړه بیا رغونه وشوه، په مسکو کې د مسیح په ژغورونکې کلیسا کې د الهی عبادت له خوا ونمانځل شوه، چې په هغه کې د لومړي ځل لپاره د مسکو سرپرست او د ټولې روسیې دویم الیکسیس او د ROCOR لومړی روحاني مشر د دعا لپاره یوځای شول. [۹][۱۰]

سرچينې