د روسیې او ګرجستان جګړه

په ۲۰۰۸ زکال کې د روسیې او ګرجستان جګړه د روسیې او د روسیې د ملاتړ لرونکو خپله بللو جمهوریتونو سویلي اوستیا او آبخازیا له خوا له ګرجستان سره جګړه وه. دغه جګړه د ۲۰۰۸ زکال په اګست میاشت کې د روسیې او ګرجستان ترمنځ له دیپلماتیک کړکېچ څخه رامنځته شوه؛ په داسې حال کې چې دواړه هېوادونه یو مهال د شوروي اتحاد غړي وو. دغه جګړه د سویلي قفقاز په مهمه ستراتیژیکه برخه کې وشوه چې په ۲۱مه پېړۍ کې لومړنۍ اروپايي جګړه بلل کېږي. [۱]

د ګرجستان جمهوریت د ۱۹۹۱ زکال په مارچ میاشت کې د شوروي اتحاد د پاشل کېدو پر مهال د خپلواکۍ اعلان وکړ. ورته مهال د ګرجستان او جلا غوښتونکو ترمنځ جګړې د سویلي اوستیا د کورواکه ایالت یو شمېر برخې په عملي ډول د هغو جلاغوښتونکو تر کنټرول لاندې راوړې چې روسیې یې ملاتړ کاوه خو په نړیواله کچه بیا په رسمیت نه پېژندل شوي جلاغوښتونکي وو. په ۱۹۹۲ زکال کې د ګرجستان، روسیې او اوستیا له ځواکونو څخه جوړ یو سوله ساتی پوځ په دغه قلمرو کې ځای پر ځای کړای شو. دغه مهال ورته کړکېچ په آبخازیا سیمه کې رامنځته شو چېرې چې د آبخازیا جلا غوښتونکو له ۱۹۹۲ زکال څخه تر ۱۹۹۳ زکال پورې جګړه وکړه. د ۲۰۰۰ زکال پر مهال په روسیه کې واک ته د ولادمیر پوتین په رسېدو او همدارنګه د ۲۰۰۳ زکال پر مهال په ګرجستان کې د لویدیځ پلوه حکومت په رامنځته کېدو سره د روسیې او ګرجستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د ۲۰۰۸ زکال تر اپرېل میاشتې پورې په بشپړ دیپلماتیک کړکېچ واوښتې، هغه مهال چې ناټو ژمنه وکړه په دغه سازمان کې به د ګرجستان د غړیتوب غوښتنه په پام کې ونیسي.  [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د ۲۰۰۸ زکال د اګست په لومړۍ نېټه د روسیې تر ملاتړ لاندې د سویلي اوستیا ځواکونو په سیمه کې د سوله ساتو ګرجستاني ځواکونو د خال خال ډزو په غبرګون کې د ګرجستاني کلیو په ویشتلو پیل وکړ. د سویلي اوستیا د جلاغوښتونکو له خوا د ګڼ شمېر توپونو په ویشتلو سره د ۱۹۹۲ زکال اوربند مات شو. د دغو بریدونو د له منځه وړو په موخه د ګرجستان پوځونه د اګست په ۷مه نېټه د سویلي اوستیا جنګي سیمې ته ولېږل شول چې د څو ساعتونو په ترڅ کې یې د جلا غوښتونکو د اصلي مرکز، تسخینوالي په ګډون ډیری برخې تر خپل کنټرول لاندې راوړې. ورته مهال یو شمېر هغه روسي ځواکونه چې په ناقانونه توګه د ګرجستان او روسیې په پوله کې د روکي تونل څخه تېر شوي و؛ د اګست په اوومه نېټه یې د ګرجستاني ځواکونو له پوځي عملیاتو وړاندې ځانونه د سویلي اوستیا د جګړې ډګر ته ورسول. روسیې په دروغو سره ګرجستان په «عام وژنې» او «په سویلي اوستیا باندې په تېري» تورن کړ او د اګست په ۸مه نېټه یې له جګړې بهر سیمو څخه په ګرجستان بشپړ ځمکنی، هوايي او سمندري برید پیل کړ او په خپل دغه برید باندې یې د «سوله ساتو عملیاتو» نوم کېښود. د روسیې او سویلي اوستیا ځواکونو د سویلي اوستیا دننه او د هغو په چاپېر کې د څو ورځو لپاره د ګرجستاني ځواکونو پر وړاندې جګړه وکړه، تر دې چې ګرجستاني ځواکونه شاتګ ته اړ شول. بل پلو د روسیې او آبخازیا ځواکونو په کودوري درې باندې په برید کولو سره چې د ګرجستان په لاس کې وه، دویمه جبهه جوړه کړه. دغه مهال د روسیې سمندري ځواکونو د ګرجستان د تور سمندرګي ساحلي کرښې کلابندې کړې. هوايي ځواکونو یې هم د نښتې په سیمه او د هغو څخه بهر یو لړ اهداف په نښه کړل. دا په تاریخ کې لومړنۍ جګړه وه چې په هغو کې سایبري جګړه له پوځي اقداماتو سره هم مهاله وه. سربېره پر دې د جګړې پر مهال او له هغو وروسته هم استخباراتي جګړې دوام درلود. د دغې جګړې د اوربند په موخه خپله د فرانسې ولسمشر، نیکولا سارکوزي د اګست په ۱۲مه نېټه مذاکره وکړه. [۱۷]

د روسیې ځواکونو په لنډ مهالې توګه د ګرجستان زوګدیدي، سناکي، پوتي او ګوري ښارونه اشغال کړل او له اوربند وروسته یې هم د لنډ مهال لپاره وساتل. د سویلي اوستیا ځواکونو په سویلي اوستیا کې ګرجي قوم ته د اړوندو وګړو ډېری کلي ړنګ کړل او د ګرجیانو په قومي تصفیې یې لاس پورې کړ. روسیې د اګست په ۲۶مه نېټه له ګرجستان څخه د آبخازیا او سویلي اوستیا خپلواکي په رسمیت وپېژنده او په دې سره ګرجستان له روسیې سره خپلې دیپلماتیکې اړیکې پرې کړې. سربېره پر دې روسیې د اکتوبر په ۸مه نېټه د ګرجستان له غیرجنجالي سیمو څخه خپل سرتېري په بشپړه توګه وویستل. له دې ټولو چارو سره هم په نړیوال ډګر کې د روسیې اړیکو ته چندان زیان وه نه رسېد. دغه جګړه د ۱۹۲۰۰۰ کسانو د بې ځایه کېدو لامل وګرځېده. په داسې حال کې چې ډېری وګړي له جګړې وروسته خپلو کورونو ته وګرځېدل خو بیا هم تر ۲۰۱۴ زکال پورې ۲۰۲۷۲ تنه چې ډېری یې ګرجیان و خپلو سیمو ته را وه نه ګرځېدل. په ۲۰۲۱ زکال کې د اروپا د بشري حقونو محکمې حکم ورکړ چې روسیې په جلا غوښتونکو سیمو باندې «مستقیم کنټرول» ساتلی او هلته د بشري حقونو څخه د پام وړ سرغړونو مسئولیت یې پر غاړه دی. په ۲۰۲۲ زکال کې نړیوالې جنایي محکمې د دغې جګړې په اوږدو کې د جنګي جرمونو له امله د درې تنو روسي وګړو د نیولو حکم صادر کړ. [۱۸][۱۹]

بشري اغېز او جنګي جرمونه

د بشري حقونو څار ډله څرګندوي چې په جګړه کې ښکېلو ټولو غاړو په جدي بڼه په جګړه باندې له حاکمو نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کړې او له امله یې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغې ډلې راپور ورکړی چې په ملکي وګړو باندې د ګرجستاني سرتېرو د قصدي بریدونو هېڅ شواهد نه دي موندل شوي. د سویلي اوستیا ځواکونو او داوطلبو ملېشه وسله والو بیا د سویلي اوستیا پارلمان، څو ښوونځي او وړکتونونه د پوځي اډو په توګه کارول چې بیا د ګرجستاني ځواکونو د توپونو پر مټ په نښه شول. ګرجستان اعلان وکړ چې د دغه هېواد د بریدونو موخه «د هغو سنګرونو له منځه وړل و چې له هغو څخه ګرجستاني ځواکونه په نښه شوي وو». د بشري حقونو څار ډلې له ملکي تاسیساتو او وسایلو څخه د سویلي اوستیا د جنګیالیو ګټنه مستنده کړې ده. دغه ډول ګټنې ملکي تاسیسات په نظامي اهدافو اړولي و او د بشري حقونو څار ډله دې پایلې ته ورسېده چې د سویلي اوستیا جنګیاليو په ملکي تاسیساتو کې دننه او هغو ته څېرمه د پوځي سنګرونو په جوړولو سره ملکي وګړي له ګواښونو سره مخ کړي وو. ورته مهال ګرجستان هم په ملکي سیمو کې له ناسمو او خطرناکو وسلو څخه د پوځي اهدافو د په نښه کولو مسئول ګڼل کېږي. [۲۰][۲۱][۲۲]

روسیې هم په قصدي ډول په سویلي اوستیا او د ګرجستان په ګوري سیمه کې د تېښتې په حالت کې ملکي وګړو بریدونه وکړل. ورته مهال یې جنګي الوتکو په ګرجستان کې ملکي مراکز او همدارنګه په سویلي اوستیا کې د ګرجیانو کلي بمبارد کړل. ملیشه وسله والو هم په لوټ، سوزولو او سړي تښتونو کې لاس درلود. له دې سربېره د ملیشه وسله والو بریدونو هم ګرجي ملکي وګړي تېښتې ته اړ کړل. [۲۳]

د دې ټولو په خوا کې د ګرجستان له خوا د M85S خوشه یي بمونو او د روسانو له خوا هم د RBK 250 خوشه یي بمونو کارونې پریمانه ملکي تلفات واړول. د راپورونو له مخې ګرجستان دوه ځلې په هغو ملکي وګړو باندې له خوشه یي بمونو څخه کار واخیست چې له دزارا مهمې لارې څخه د تېښتې په حالت کې و، په داسې حال کې چې بیا یې وروسته څرګنده کړه چې د دغو خوشه یي بمونو موخه د روکي تونل ته څېرمه روسي ځواکونه وو. روسیې بیا د خوشه یي بمونو له ګټنې انکار وکړ. [۲۴][۲۵]

روسیې ګرجستان په سویلي اوستیا کې په «نسل وژنې» تورن کړ. روسي چارواکو په پیل کې ادعا وکړه چې په تسخینوالي کې له ۲۰۰۰ څخه زیات ملکي اوستیايي وګړي د ګرجستاني ځواکونو له خوا وژل شوي. د روسیې په خبره دوی هم د همدغه زیاتو تلفاتو له امله په جګړه کې مداخله وکړه. د اوستیايي وګړو ترمنځ عامه افکار هم د زیاتو تلفاتو د ادعاوو تر اغېز لاندې و. د بشري حقونو د څار ډلې د راپور له مخې یو شمېر اوستیايي ملکي وګړو په خپلو خبرو کې ویلي و چې دوی وروسته له هغه د ګرجستاني کلیو سوزولو او لوټ کولو ته مخه کړه چې د روسیې له تلویزیون څخه یې «په سویلي اوستیا کې د زرګونو ملکي وګړو د وژنې راپورونه واورېدل». د ۲۰۰۸ زکال په ډسمبر میاشت کې د سویلي اوستیا د وژل شویو کسانو شمېره د روسیې د فدراسیون د لویې څارنوالۍ د څېړنیزې کمېټې له خوا ۱۶۲ تنو ته راکمه شوه. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

ورته مهال ګرجستان او سویلي اوستیا دواړو د ادعا شوو جنګي جنایاتو اړوند شکایتونه د نړیوالې جنایي محکمې، د عدالت د نړیوالې محکمې او د بشري حقونو د اروپايي محکمې په ګډون نړیوالو محکمو ته وړاندې کړل. [۳۱]

سرچينې