د سپین پوستو غوره والی

د سپین پوستو د غوره والي نظریه په دې باور ده، چې سپین پوستي تر نورو توکمونو غوره دي او په دې توګه دوی باید واکمن واوسي. دا عقیده د سپین پوستو د هر ډول ځواک او امتیازاتو ساتنه او دفاع کوي. د سپین پوستو غوره والی په علمي توکمپالنه کې رېښه لري، چې اوسمهال بې باوره شوې او د اروپایي ښکېلاک لپاره یوه کلیدي توجیه وه. دا د معاصرو خوځښتونو یوه برخه ده، چې نیو کنفیډریټس، نیو نازیزم او د عیسویانو په نامه خوځښت په کې شامل دی. [۱]

د سپین پوستو د غوره والي لپاره بېلابېل ډولونه او مفکورې وړاندې کېږي، چې څوک سپین ګڼي، خو ښکاره بېلګه یې روښانه پوستکی، ژېړ وېښتان او شنې سترګې دي او دا ځانګړنې د اروپا په شمالي برخه کې ډېرې تر سترګو کېږي، په علمي لحاظ د آریایي توکم د یوې برخې په توګه ګڼل کېږي. د سپین پوستو د غوره والي بېلابېلې ډلې توکمیز، قومي او مذهبي دښمنان راپېژني، چې زیاتره د فرعي سهارا افریقایي توکم، د امریکا او اقیانوسیې اصلي وګړي، اسیایان، څو توکمه وګړي، د منځني ختیځ وګړي، یهودیان او مسلمانان په کې شامل دي.[۲]

د یوې سیاسي ایډیالوژۍ له مخې، دغه کلتوري، ټولنیز، سیاسي، تاریخي او بنسټیز واک، د سپین پوستو او د نا سپین پوستو د ملاتړو له خوا تحمیل او ساتل کېږي. دا ایډیالوژي د ټولنیزو، اقتصادي او حقوقي جوړښتونو،لکه: د اتلانتیکي غلام سوداګري، په امریکا کې د جیم کرو قوانین، له ۱۸۹۰ز لسیزې نه تر د ۱۹۷۰ ز لسیزې پورې د سپینې اسټرالیا تګلارې او په سویلي افریقا کې د توکمپالنې له لارې پلي شوې. پر دې سربېره، دغه ایډیالوژي په ټولنیز خوځښت (سپین ځواک) کې شامله ده. د سپین ځواک خوځښت د امریکا د حکومت د نسکورولو او د نیمه پوځي تاکتیکونو په کارولو سره د سپین پوستو توکم رامنځته کولو ته ژمن دی.[۳][۴][۵]

په اکاډمیک ډول، په ځانګړې توګه په انتقادي توکمیزې نظریې یا متقابلیت کې «د سپین پوستو غوره والی» کولای شي، یو ټولنیز سیسټم ته اشاره وکړي، چې په کې سپین پوستي د نورو توکمیزو ډلو په پرتله او په ډله ییز او انفرادي ډول له رسمي قانوني مساواتو پرته له امتیازاتو ګټه اخلي.

تاریخچه

د سپین پوستو غوره والی ایډیالوژیک بنسټونه لري، چې د ۱۷مې پېړۍ علمي توکمپالنې پورې اړه لري، د بشري توپیر اصلي کړني، چې د روښانتیا دورې له وروستیو نه تر د ۲۰مې پېړۍ وروستیو پورې د نړیوالو اړیکو او توکمیزو تګلارو په جوړولو کې یې مرسته وکړه «په ۱۹۹۱ز کال کې په سویلي افریقا کې د استعمار او اپارټایډ له منځه وړل په نښه شول او وروسته په ۱۹۹۴ز کال کې د دغه هېواد لومړۍ څو اړخیزې ټولټاکنې ترسره شوې».

متحده ایالات

د سپین پوستو د غوره والي تګلاره، د امریکا تر کورنۍ جګړې مخکې او هم وروسته په متحده ایالاتو کې واکمنه وه او د بیا رغونې له دورې وروسته یې د لسیزو لپاره دوام وکړ، دا له جګړې مخکې په سویل کې په غلامۍ کې د افریقایي الاصله امریکایانو ساتل څرګندوي، چې په دوی کې څلور میلیونه وګړي له آزادۍ نه محروم وو. د کورنیو جګړو پیل د دې لامل شو، چې د سپین پوستو د غوره والي د تګلارې ساتلو ته تمایل پیدا شي، ترڅو دا د ایالت د بېلېدو او د امریکا د کنفډراسیون د جوړولو لامل شي. د فرانک باون په نامه لیکوال په ۱۸۹۰ز کال کې په خپله یوه مقاله کې د اصلي امریکایانو او د امریکا د سور پوستو په اړه لیکلي: «سپین پوستي د سوبې د قانون او د عدالت د تمدن له مخې د امریکا د وچې مالکان دي همدارنګه د سرحد د امنیت ساتونکي دي او د ډېرو لږو سور پوستو وګړو له منځه وړلو سره به خوندي شي». [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د رسنیو اغېز

د سپین پوستو غوره والی په موزیک، ویډیوګانو، فلمونو، مستندونو، د مجلو په لیکنو او په ټولنیزو رسنیو کې ښودل کېږي. د ۲۰۱۵ز کال خاموشه ډرامه فلم د یوه ملت توکمیز، اقتصادي، سیاسي او جغرافیایي کړکېچونه تعقیبول، چې د آزادۍ او د سویلي بیا رغونې دوران ته یې لار هواره کړه او د کوکلاکس کلان د پیدایښت لامل شو.[۱۳]

د پخواني کوکلاکس کلان جادوګر ډیويډ دوک پر دې باور و، چې «انټرنیټ به د توکم په اړه غبرګونونه رامنځته کړي او نړۍ به ولړزوي».  له CUNY-Hunter کالج نه جسي دانیلز وویل چې: توکمپالې ډلې د خپلو ایډیالوژیوو د پراخولو، پر نورو یې اغېز او د ملاتړو د جلبولو لپاره یوازینۍ لار انټرنیټ ګڼي. حقوقي څېړونکی ریچارد هاسن د ټولنیزو رسنیو تور اړخ بیانوي: [۱۴]

له انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو نه مخکې د کرکې ډلې وې، خو له ټولنیزو رسنیو سره د وګړو لپاره د خبرونو خپرول اسانه کېږي، چې پوه شي، چې چېرې باید لاړ شي. دا ښایي د پیسو د راټولولو لپاره وي یا ښایي د ټولنیزو رسنیو په بریدونو کې د ښکېلتیا لپاره وي. ځینې فعالیتونه مجازي دي او ځینې یې په فزیکي مکان کې دي. ټولنیزو رسنیو د ټولنیز چار ستونزې راکمې کړې دي. تاسې لیدلی شئ، چې دلته ستاسې په څېر خلک شته دي، چې همدې ته د ټولنیزو رسنیو تیاره اړخ وایي.[۱۵]

اوکراین

ډیموکراټیک استازي جان کانیرسان او د هغه جمهوري غوښتونکي ټیډ یوهو د ۲۰۱۵ز کال په جون کې، د دوه اړخیزو تعدیلاتو وړاندیز وکړ، چې اوکرایني لوا دې د متحده ایالاتو د پوځي روزنې مخه ونیسي، چې دا د کانیرز او یوهو له خوا د نیو نازي پوځي ډوله ملیشې بلل کېږي، خو د لوا ځینې غړي په ښکاره ډول د سپین پوستو د غوره والي ملاتړي دي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د دغې اصطلاح اکاډمیک استعمال

د سپین پوستو د غوره والي اصطلاح په ځینو اکاډمیکو مطالعاتو کې د توکمیز ځواک د جوړښت یا د ټولنیزې توکمپالنې سیسټم په ګوته کوي، چې د توکمیزې کرکې له شتون یا نه شتون پرته سپین پوستو ته پر نورو امتیازات ورکوي. د دغه پیژند له مخې، د سپین پوستو ګټې په ډله ییزه او انفرادي توګه هم رامنځته کېږي، د بېلګې په توګه: وګړي پرته له دې چې قومیت یې توپیر وکړي، سره پرتله کېږي. حقوقي څېړونکی فرانسس لي انسلي دغه پېژند داسې بیانوي:

د سپین پوستو له غوره والي نه زما مطلب د سپین پوستو توکمپالنه نه ده. زه د دې پر ځای یوه سیاسي، اقتصادي او کلتوري سیسټم ته اشاره کوم، چې سپین پوستي په کې د واک او مادي سرچینو پراخ کنټرول لري. د سپین پوستو د غوره والي شعوري او ناشعوري افکار هم په پراخ ډول شته دي. [۲۰][۲۱]

دا او ورته نور تعریفونه د چارلس ډبلیو ملز، بیل هوکس، ډیویډ ګیلبورن، جیسي ډینیل او نیلي فلر جون له خوا منل شوي او وړاندیز شوي دي، چې په انتقادي توکمیزه او انتقالي فیمینیستي نظریه کې په پراخه کچه کارول کېږي.[۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې