د سینګاپور اقتصاد

د سينګاپور اقتصاد د لوړې کچې پرمختللی د ازاد بازار اقتصاد دی چې د دولت له خوا ارادونکی خصوصيت لري. د سينګاپور اقتصاد په نړۍ کې تر ټولو پرانيستي اقتصاد په توګه درجه بندی شوی، په شريک ډول په څلورمه درجه کم فاسد او تر ټولو زيات د سوداګرۍ پلوی دی. په سينګاپور کې د مالياتو اندازه کمه ده او د پيرودلو ځواک (PPP) ته په کتنې سره يې د سړي سر کورنی ناخالص عايد په ټوله نړۍ کې لوړ دی. د اسيا پيسيفيک اقتصادي همکارۍ (APEC) مرکز په سینګاپور کې دی[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د نړيوالو او سيمه ييزو خصوصي شرکتونو او دولتي شرکتونو د سوداګرۍ لپاره د دوستانه شهرت تر څنګ، د دولت ملکيت ډېرې ملي ادارې د سينګار په اقتصاد کې مهمه ونډه لري. د پانګونې دولتي صندوق « Temasek Holdings» د هېواد په ګڼو سترو اقتصادي شرکتونو، لکه د سينګاپور هوايي ليکې، SingTel, ST Engineering او MediaCorp کې تر ټولو زياتې ونډې لري. نېغ په نېغه بهرنۍ پانګونې (FDI) ته په کتنې سره، سينګار په نړۍ کې د نېغ په نېغه پانګونې يو له بنسټيزو تمويلونکو څخه دی. سربېره پر دې، سينګار د خپل تاريخ په اوږدو کې د پانګونې لپاره د غوره وضعيت او باثباته سياسي چاپېريال له امله له نړیوالو پانګوالو، مالي ادار او ګڼ ملتي شرکتونو (MNCs) څخه له نېغ په نېغه بهرنۍ پانګونې له داخلي جريان څخه ګټه پورته کړې ده.[۹]

سينګاپور د منځګړې سوداګرۍ په يو پراختيايي تصور متکي دی، تر څو د منځګړیتوب سوداګرۍ ته پرمختګ ورکړای شي، په دې ډول چې خام توکي رانيسي او بیا يې د صادرولو لپاره تصفيه کوي، څو وکولای شي د صادراتو په محوريت د خپلو صنعتي کېدو لوړې کچې ته دوام ورکړي، لکه په «ويفر فبریکيشن» صنعت او د تيلو په تصفيه کې. سينګاپور يو ستراتژيک بندر لري، کوم چې دا هېواد د خپلو نورو ډېرو ګاونډيو په پرتله د بندرونو تر منځ د دا ډول فعاليتونو د تر سره کولو لپاره د زیاتې سيالۍ ډګر ګرځولی. له سوداګرۍ څخه تر «جي ډي پي» پورې د سینګاپور تناسب په ټوله نړۍ کې د لوړو په منځ کې شمېرل کېږي، په داسې حال کې چې تر ۲۰۲۰ز کال پورې، دا تناسب ۳۲۰٪ و. د سینګاپور بندر د بار وړلو راوړلو له نظره په نړۍ کې دويم ستر مصروفترين بندر دی او په ټوله نړۍ کې تر ټولو زیات مصروف د نقل او حرکت بندر دی. سينګاپور همدا راز د بېلا بېلو MNCs د مديریت او فعاليتونو لپاره یو سيمه ييز، قاره يي او نړيوال مرکز هم دی، دا ځکه چې د دې هېواد ستراتيژيک موقعيت له نورو اسيايي پسيفيک بازارونو سره نږدې دی، د دې تر څنګ سينګاپور د هوايي ليکو د مرکز او سمندري بندر په توګه پرمختللی اتصال او زېربناوې او د متنوعو موخو، نوري فايبر اړيکې، د نقل او حمل لپاره اغېزناک سرکونه او عام ترانسپورت لري، همدا راز د دې هېواد د کډوالۍ تګلارې د انساني پانګې منونکی دی. سربېره پر دې، سينګار د ډول ډول ګرځندوی لپاره يو منلی نړيوال سياحتي ځای دی، لکه سوداګريز سياحت، MICE (غونډې، هڅونې، کنفرانسونه، نندارتونونه)، ګرځندوی، طبي ګرځندوی او ښاري ګرځندوی.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د هېواد په سترو صادراتو کې برېښنايي وسایل، کيمياوي توکي او خدمات شامل دي. سينګاپور د شتمنۍ د مديريت لپاره سيمه يیز مرکز دی. په سینګار کې اوبه کمې دی او په همدې بنسټ د دې لپاره چې په ناتصفيه شويو واردو شويو اوبو د هېواد تکيه کمه شي، په هايډروليک انجنيرۍ او د تروشو اوبو د خوږولو په برخه کې يې پانګونه کړې. له همدې امله اوبه د يوې ارزښتمنې سرچينې په توګه تعريف شوی دي.  د کوچنۍ او منځنۍ درجې سوداګريزې ادارې (SMEs) د سينګاپور د اقتصادي ليد د ملا تير دی. SMEs  د سينګار په اسمي جي ډي پي کې ۴۰٪ ونډه لري او د سينګاپور د ۳.۳۵ ميلیونه بشري څواک ۷۰٪ ته يې د کار زمينه برابره کړې. سينګاپور کمه کرنيزه ځمکه لري او په همدې بنسټ سينګار د کرنيزو تولیداتو لپاره په عمومي هايډروپونک (د خاورې پر ځای په اوبو کې د بوټو کرل) کروندو په څېر کرنيزو ټيکنالوژيو پارکونو کې پانګونه کړې. د پايلې په توګه سینګاپور د خپلو خوراکونو ۹۰٪ برخه واردوي او د خپل غذايي خونديتابه ته د رسېدو لپاره د بېلا بېلو ډولونو مهيا کونکي هېوادونه لري؛ د سينګاپور شمار د نړۍ تر ټولو زيات خوندي خوراک هېوادونو کې کېږي. دا هېواد په پام کې لري چې د خوراک واردات په داسې یو نوښت سره کم کړی چې تر ۲۰۳۰ز کال پورې خپل ۳۰٪ خوراکونه په سیمه ييزه کچه توليد کړي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د ختيځ او لوېديځ تر منځ د سوداګرۍ پر لاره د خپل ستراتيژيک موقعيت څخه ورهاخوا، سينګارپور کې د مهمو طبيعي سرچينو کمښت دی، په همدې بنسټ انساني سرچينې د سینګاپور د اقتصاد د روغتيا لپاره یوه مهمه مسئله ده؛ د چوپړتياوو او ماشیني جوړونکو توليداتو د برخې يو لوړ روزل شوی او ډېر ماهر «مسلکي، مديريت کونکی، اجرائوي او تخنيکي» (PMET) بشري ځواک ډېر متکي دی. په ۲۰۱۴ز کال کې، د «بايوپولس» د ځانګړتيا تر مخې، د دې هېواد اقتصاد ته په امريکايي ساینسي بايوټيکنالوژۍ کې په ټوليز ډول دويمه درجه ځای ورکړل شوی و. د خپل نړيوال حيثيت د ساتنې او په يوويشتمه پېړۍ کې د خپلې اقتصادي نېکمرغې د پر مخ وړلو لپاره، سینګاپور نويتابه ته د ودې ورکولو، د سوداګريزو چارو د هڅونې او د خپل افرادي ځواک د بيا روزنې لپاره لازم اقدامات کړي دي. د بشري ځواک وزارت (MoM) بنستيزه  دنده دا ده چې د بهرنيو کار کونکو لپاره د کډوالۍ قوانين جوړ کړي، هغوی ځای پر ځای کړي او هغوی پر کار واچوي، تر څو د سيمه ييزو اوسېدونکو لپاره تر ټولو زيات کاري مواقع او د هېواد لپاره تر ټولو زيات اقتصادي پرمختګ غبرګې موخې تر لاسه شي. د سينګاپور د ټولو وګړو نږدې ۲۹٪ غېر مقيم بهرنيان دي، په دوی کې ۲۵۵۸۰۰ يې بهرني کورني کارکونکي (FDWs) دي، څوک چې په سینګاپور کې کار کوي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

تاريخ

د برتانيې نېواک

په ۱۸۱۹ز کال کې، «سټيمفورډ ريفلز»، د هغه مهال د «بينکولن» مرستيال والي په سينګاپور کې يو سوداګريز مرکز جوړ کړ. «ريفلز» د يوې داسې ابادې سیمې په لټون کې و چې دا ځای د برتانوي سترواکۍ د بهرني مرکز په توګه وکاروي. هغه له کلکتې ولاړ، څو د سويل ختيځې اسيا ډېرې سيمې ولټوي. هغه مهال هالنډي سترواکۍ او برتانوي ستوراکۍ نږدې اقتصادي سيالانې وې. نیواک دا دواړه خواوې د دې مدنيتونو پر سرچينو د پراخه واک تر لاسه کولو وړ وګرځولې، د کومو اقتصادي وړتيا چې هغه مهال ډېره پرمختللې نه وه. «ريفلز» د «ملاکا» پر ځای د يوې نوې سيمې په لټه کې و، کومه چې وکولای شي د هالنډي سترواکۍ په وړاندې مهمې اقتصادي ودې وړاندې کړي. لومړی ځای د ويانا د تړون پر مهال هالنډيانو ته وسپارل شو. «ريفلز» سينګاپور يو غوره ځای وموند، کوم چې د «ملاکا» په مستقیمو څنډو کې پروت و، کومه سيمه چې نن سبا د نړۍ يوه له ډېرو مهمو سمندري ليکو شمېرل کېږي. د دې تر څنګ دې سيمې مهمې اقتصادي سرچینې درلودلې چې برتانويانو ته يې ګټه رسولای شوه. په دې ځای کې ډېر لرګی او زياتې خوږې اوبه وې او د ژورو طبيعي اوبو بندر و، کوم چې د برتانوي بېړيو لپاره ګټور ثابتېدای شو. هغه د سينګاپور د سمندر خولې ته ورسېد، چېرته چې کوچنی مالايي کلی اباد و. په داسې يو وخت کې چې «وليام فارهور» يې هم ملګرتیا کوله، «ريفلز» د برتانوي سترواکۍ لاندې د سوداګريز مرکز جوړولو په پلوۍ د خبرو اترو لپاره، د دې کلي د مشر «ټيمنګونګ عبدالرحمن» سره وليدل. د جوهور سلطان ټينګکو رحمن په دې ټاپو واکمني کوله، څوک چې تر ډېره بريده د هالنډيانو او بوګيانو تر اغېز لاندې و. په هرحال، دا سلطنت د خپلو خلکو په منځ کې د ګوندۍ له امله کمزوری شوی و او ټيمينګوګ عبدالرحمن او د هغه مامورين د رحمان د مشر ورور «ټينګکو حسين» (يا ټينګکو لونګ» وفادار وو، چا چې په «رياو» کې د تبعيد ژوند کاوه. د «ټيمينګونګ» په مرسته، «ريفلز» وکولای شول حسين بېرته سينګاپور ته بوځي. هغه حسين ته د جوهر د شرعي سلطان د منلو او هغه ته په کلني ډول د تادياتو ورکولو وړانديز وکړ؛ د دې په بدل کې چې حسين به برتانويانو ته اجازه ورکړي چې په سينګاپور کې يو سوداګريز مرکز جوړ کړي. د ۱۸۱۹ز کال د فبرورۍ په شپږمه نېټه، «رافيلز» په بریاليتوب سره وکولای شول چې دا سيمه په برتانوي سترواکۍ کې د ياد شوي سوداګريز مرکز په توګه شامل کړي. په دې سيمه کې د لومړيو ډېرو راټولو شويو شتمنيو لامل بايد دا وګڼل شي چې دا سیمه د مهمو سمندري مرکزونو څخه د يو مرکز درلودونکې وهنسبت بايد په لمړيو کې راټولې شوې ډيرې شتمنۍ د هغه د کوربه توب د منلو له امله پېژندل کېده، په کومه کې چې د يو مهم بندري مرکز شتون و.[۳۱][۳۲][۳۳]

سرچينې