د متحده ایالاتو اساسي قانون

د متحده ایالاتو اساسي قانون د متحده ایالاتو غوره قانون دی. دغه بنسټ ایښودونکی سند، په اصل کې اووه مادې لري او د حکومت ملي چوکاټ په نښه کوي. د دې لومړۍ درې مادې د واکونو د جلا کولو مفکوره رانغاړي، په کوم سره چې فدرالي حکومت په درېیو څانګو وېشل شوی دی: مقننه، چې د دوه اړخیز کانګرس نه جوړه ده (لومړۍ ماده)، اجرائیه قوه، د ولسمشر او تابعو افسرانو نهجوړه ده (دویمهماده) او قضایي، چې د سترې محکمې او نورو فدرالي محکمو نه جوړه ده (درېیمه ماده). څلورمه ماده، پنځمه ماده او شپږمه ماده د فدراليزم مفکورې تشرېح کوي، د دولتي حکومتونو حقونه او مسؤلیتونه، د فدرالي حکومت سره په اړیکو کې دولتونه او د اساسي قانون د تعدیل ګډ بهیر بیانوي. اوومه ماده هغه تګلاره ټاکي، چې وروسته د ۱۳ هیوادونو له خوا د تصویب لپاره کارول کېږي. دا تر ټولو زوړ لیکل شوی او نافذ شوی ملي اساسي قانون ګڼل کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د کنفدراسیون مقالې

د کنفدراسیون اصول او دایمي اتحادیه د متحده ایالاتو لومړی اساسي قانون و. دا د ۱۷۷۶ ز له نیمایي نه د ۱۷۷۷ زتر وروستیو پورې د دویم قاره یي کانګرس له خوا مسوده شوی و او د ۱۷۸۱ ز په لومړیو کې د  ټولو ۱۳ ایالتونو له خوا یې تصویب بشپړ شو. د کنفدراسیون مادو مرکزي حکومت ته لږ واک ورکړ. د کنفدراسیون کانګرس پرېکړه کولای شوای، خو د پلي کولو واک یې نه درلود.[۹][۱۰]

تاریخچه

د ۱۷۸۷ ز کال مسوده

د ۱۷۸۷ ز کال د مې په ۱۴مه په ټاکل شوې ورځ کې یوازې د ورجینیا او پنسلوانیا پلاوو شتون درلود او له همدې امله د کنوانسیون پرانیسته غونډه د نصاب د نشتوالي له امله وځنډول شوه. د اووه ایالتونو نصاب پوره شو او بحثونه د مې په ۲۵مه پیل شول. په پای کې د دوولسو ایالتونو استازو شتون درلود، ۷۴ استازي ونومول شول، ۵۵ کسانو ګډون وکړ او ۳۹ کسانو لاسلیک وکړ.[۱۱][۱۲]

د ۱۷۸۸ تصویب

اساسي قانون د کنفدراسیون کانګرس ته لېږدولل شوی و، په نیویارک ښار کې ناسته وشوه، دا د کانګرس په واک کې و چې د وړاندیز شوي اساسي قانون تصویب ګړندی یا بند کړي. د حکومت نوی چوکاټ چې د فلاډیلفیا کنوانسیون وړاندې کړ، تش په نوم بیا کتنه وه، خو په حقیقت کې د کنفدراسیون د اصولو د غونډ پلورنه وه، چې له اصل نه یې یوه کلیمه هم پرې نښوده.[۱۳][۱۴][۱۵]

اصلي چوکاټ

نه هغه کنوانسیون چې د اساسي قانون مسوده یې جوړه کړې وه او نه هم کانګرس چې د ۱۷۸۷ ز په مني کې یې د تصویب لپاره ۱۳ ایالتونو ته لېږلی و، اصلي سرلیک یې ورته ورنه کړ. د دې خلا د ډکولو لپاره، کله چې دا سند د کنوانسیونونو د تصویب او د خلکو د معلوماتو د اسانتیا لپاره چاپېده، نو «د حکومت چوکاټ» تر سرلیک لاندې به چاپېده.[۱۶]

د تایید بندښت

د متحده ایالاتو د اساسي قانون لاسلیک د سپټمبر په ۱۷مه، په  ۱۷۸۷ز کال کې هغه وخت وشو، کله چې د اساسي قانون کنوانسیون ته ۳۹ استازو د کنوانسیون په جریان کې جوړ شوی اساسي قانون تصویب کړ. په لاسلیکونوسربېره، د دې پای تایید کې یوه لنډه اعلامیه شامله وه چې د استازو کار په بریالیتوب سره پای ته رسیدلی او هغه کسان چې لاسلیکونه یې په دې کې ښکاري، په وروستي سند کې به ګډون کوي.[۱۷]

تصویب شوي تعدیلات

په اساسي قانون کې اووه ویشت تعدیلات شتون لري. د جوړښت له پلوه، د اساسي قانون اصلي متن او ټول پخواني تعدیلات لاس نه وروړل شوي پاتې دي. د دې کړنې بېلګه په ۱۷۸۹ ز کې رامنځته شوې، کله چې کانګرس د اساسي قانون لومړني تعدیلات په پام کې ونیول او وړاندیز یې وکړ. له دې ډلې نه، ۱-۱۰ تعدیلات په ټولیز ډول د حقونو د قانون په نوم پېژندل کېږي او ۱۳-۱۵ تعدیلات د بیارغونې تعدیلاتو په نامه پېژندل کېږي.

د خپلواکۍ خونديتوب (تعدیلات ۱، ۲، او ۳)

لومړی تعدیل (۱۷۹۱ز)کانګرس منع کوي چې د ځینو انفرادي آزادیو مخه ونیسي: د مذهب آزادي، د بیان آزادي، د مطبوعاتو آزادي، د غونډې آزادي او د حق غوښتنې ازادي. د دې وړیا تمرین ماده د یوه کس حق تضمینوي چې هره هغه مذهبي عقیده چې لري او غواړي چې په آزاده توګه دا عقیده پر ځای کړي، دوی د هغوی مخه نه نیسي او د دې تاسیس ماده فدرالي حکومت د یوې رسمي ملي کلیسا جوړولو او یا د یوې مذهبي عقیدې برخه پر بلې د غوره ګڼلو مخه نیسي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د عدالت خوندیتوب (تعدیلات ۴، ۵، ۶، ۷، او ۸)

څلورم تعدیل (۱۷۹۱) د حکومتي چارواکو له خوا د غیر معقولو پلټنو او د ځان یا ملکیت نیولو په وړاندې خلک ساتي. پلټنه د هرڅه معنی لرلای شي، لکه د پولیس افسر له خوا پلټنه او یا د وینې د معاینې غوښتنه ان تر دې چې د یوه کس د کور یا موټر پلټل په کې شاملېږي. ناڅاپي نیونه هغه وخت رامنځ ته کېږي، کله چې دولت د یوه کس او یا هغه څه چې د ده په ملکیت کې وي، تر خپل کنټرول لاندې راولي. ډېری وخت هغه توکي چې نیول کېږي، د شواهدو په توګه هغه وخت کارول کېږي، کله چې یو کس په یو جرم تورن وي.[۲۵]

نه تصویب شوي تعدیلات

په ټولیز ډول، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي په عمومي توګه د کانګرس په هره دوه کلنه دوره کې شاوخوا ۱۵۰ تعدیلات وړاندیز کوي. په هرحال، هیڅکله د کانګرس د کمیټو له وړاندیز شویو پرېکړو نه بهر نه ځي او یوازې د هغو کسانو هغه برخه چې د کانګرس د تایید ترلاسه کولو لپاره یې کافي ملاتړ ترلاسه کړی وي، کولای شي د اساسي قانون تصویب پروسې ته لاړ شي.[۲۶]

قضایی بیاکتنه

د اساسي قانون په اړه د پوهې د څرنګوالي د محکمې د پرېکړو، په ځانګړې توګه د سترې محکمې د پرېکړو تر اغېزې لاندې دی. قضایی بیاکتنه د محکمې واک دی چې فدرالي مقننه، فدرالي اجرائیه او د دولت ټولې څانګې وڅېړي، د دوی د اساسي قانوني توب په اړه پریکړه وکړي او که چیرې کوم غیرقانوني څه وموندي، نو په کلکه یې وځپي.

تاسیس

کله چې جان مارشال په ۱۸۰۱ ز کې د سترې محکمې د مشر قاضي په توګه له اولیور ایلسورت نه ملاتړ وکړ، فدرالي قضایه قوه د قضایي قانون له خوا رامنځته شوې وه، خو لږ قضیو شتون درلود او لږ اعتبار یې لاره. «د قضايي بیا کتنې برخلیک په خپله د سترې محکمې په لاس کې و». د ایالتي قوانینو څېړنه او له ایالتي محکمو نه د بیاکتنې غوښتنه هم ومنل شوه، خو د محکمو د واک موده پر ایالتي قوانینو محدوده وه.[۲۷]

ځان ساتنه

د قضایي بیا کتنې واک د اوږدې مودې لپاره په ډیموکراسۍ نظام کې نه شوای ساتل کېدای، پرته له دې چې «د یوه معقوله قضایي محدودیت او لکه څنګه چې ښاغلي دولي وویل: د ټاکنو د راستنېدو په پام کې نیولو سره» پلي شوی وای. په حقیقت کې، سترې محکمې د نظریې او عمل یو سیسټم رامنځته کړی چې د قضایی بیاکتنې واک په خپله محدودوي.[۲۸][۲۹]

په ټولې نړۍ کې نفوذ

د متحده ایالاتو اساسي قانون په ټولې نړۍ کې د حکومتدارۍ لپاره غوره بېلګه ده. د نړیوال نفوذ بېلګې یې په نورو اساسي قوانینو کې د جملو په ورته والي کې او په پور اخیستل شویو عباراتو کې او د قانون حاکمیت، د واکونو جلا کول او د انفرادي حقونو پېژندلو کې موندل کېدای شي.

د اساسي قانون د تعدیلاتو او قضايي بیاکتنې سره د امریکا تجربې په داسې وخت کې د اساسي قانون جوړوونکي هڅولي، کله چې دوی د خپل ولس د راتلونکي لپاره امکانات په پام کې نیولي دي، چې دې د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال یې ابراهام لینکن ته خبر ورکړ، د هغه معاصر او متحد بینټیو جوریز له مکسیکو نه او د نولسمې پېړۍ د اساسي قانون ملتپالو دویم نسل، د فلپین جوس ریزال او سن یات سین له چین نه هم په کې شامل وو. د اسټرالیا د اساسي قانون جوړوونکو د متحده ایالاتو او نورو اساسي قوانینو فدرالي نظریات سره یوځای کړل. [۳۰][۳۱]

ښايي د شلمې پېړۍ په وروستۍ نیمایي کې، د متحده ایالاتو د اساسي قانون نفوذ د کمېدو په حال کې وي، ځکه چې نورو هېوادونو پر خپلو اساسي قوانینو بیاکتنه د نویو اغېزو پر بنسټ کړې ده. [۳۲][۳۳]

سرچینې