د متحده ایالاتو د خپلواکۍ اعلامیه

د متحده ایالاتو د خپلواکۍ اعلامیه په رسمی توګه د امریکا د ديارلس متحدو ايالتونو متفقه اعلاميه، هغه اعلاميه او بنسټګر سند دی چې د ۱۷۷۶ کال د جولای په ۴ د پنسلوانيا په فلاډلفيا کې د دوهم براعظمي کانګريس په غونډه کې تصویب شوه. یاده اعلامیه چې د امریکایي انقلاب په ترڅ کې وضع شوه، توضېح کوي چې ولې دیارلس مستعمرو د لویې بریتانیې پاچاهي سره په جګړه کې ځانونه دیارلس خپلواک هېوادونه وګڼل، چې نور د برېتانیې تر واکمنۍ لاندې نه دي. د دې اعلامیې پر بنسټ نوموړو نویو ایالتونو د امریکا متحده ایالاتو د رامنځته کولو لپاره لومړی ټولیز ګام واخیست. اعلامیه د امریکا د ۵۶ بنسټ ایښودونکو پلرونو، د نیو همپشایر، د ماساچوسټ خلیج، روډ آیلنډ او پروویډنس پلانټیشن، کانیکټیکټ، نیویارک، نیو جرسي، پنسلوانیا، مریلینډ، ډیلاویر، ویرجینیا، شمالي کارولینا، سوېلي کارولینا او د جیورجیا څخه د کانګرېس استازو له لوري لاسلیک شوه. یاده اعلامیه د متحده ایالاتو په لومړني تاریخ کې یوه له ډېرو خپاره شوو او زیاتو بیاچاپ شوو اسنادو څخه وه.  

کانګرس د جولای په ۲ نېټه د رایو په اتفاق د خپلواکۍ لپاره د لي پرېکړه لیک (Lee Resolution) تصویب کړ. پنځه کسیزې کمېټې اعلامیه ترتیب کړې وه ترڅو خپلواکۍ ته د کانګرس د رایو ورکولو پرمهال چمتو وي. جان آډمز چې د خپلواکۍ لپاره د هڅو یو مشر و، کمېټه وهڅوله چې توماس جیفرسن وټاکي، ترڅو د سند هغه اصلي مسوده چې کانګرس اډېټ کړې وه، ترتیب کړي. دا اعلامیه یوه رسمي توضېح وه چې ولې کانګرس د امریکا د انقلابي جګړې له پیلېدو څه باندې یو کال وروسته له لویې بریتانیې څخه د خپلواکۍ اعلانولو ته رایه ورکړه.  

وروسته له هغه چې د جولای په ۴ نېټه متن تصویب شو، کانګرس په څو بېلګو کې د خپلواکۍ اعلامیه صادره کړه. اعلامیه په پیل کې د ډنلاپ په چاپ شوې اعلامیه ییزه ورقه (Dunlap broadside) کې خپره شو چې په پراخه کچه توزېع شوه او خلکو ته ولوستل شوه. د جیفرسن اصلي مسوده د کانګرس په کتابتون کې ساتل کېږي، چې د جان آډمز او د بنیامین فرانکلین بدلونونه او همدارنګه د کانګرس د بدلونونو په اړه د جیفرسن یادښتونه په کې شته. د اعلامیې ترټولو مشهوره نسخه یوه لاسلیک شوې نسخه ده چې د واشنګټن ډي سي کې په ملي آرشیف کې نندارې ته اېښودل شوې او دا اعلامیه عموماً رسمي سند ګڼل کېږي. دا نسخه په لویو تورو لیکل شوې وه چې کانګریس یې د جولای په ۱۹ سپارښتنه وکړه او اصلاً د اګست په ۲ لاسلیک شوه.   [۱][۲]

د اعلامیې سرچینې او تفسیر د ډېرو علمي څېړنو موضوع وه. دې اعلامیې د پاچا دریم جورج په وړاندې د ۲۷ استعماري شکایتونو په لیست کولو او د انقلاب حق په ګډون په ځینو طبیعي او قانوني حقونو باندې په تاکید سره د متحده ایالاتو خپلواکي ته قانوني پلمه برابره کړه. اصلي موخه یې د خپلواکۍ اعلانول وو او په راتلونکو کلونو کې د اعلامیې د متن لپاره سرچینې کې کمې وې. ابراهام لېنکن یاده اعلامیه د خپلو پالیسیو او بیانونو لکه د ۱۸۶۳ کال په ګیتسبرګ وینا کې اصلي برخه وګرځوله. له هغه وخت راهیسې دا اعلامیه د بشري حقونو په اړه یوه نامتو بیانیه ګړځېدلې، په ځانګړې توګه دوهمه جمله یې: "موږ دا حقایق په ډاګه ګڼو، چې ټول انسانان برابر نړۍ ته راغلي او دوی ته د خپل خالق له لوري د نه اخیستلو وړ حقونه ورکړل شوي، چې له دې جملې څخه ژوند، آزادي او د خوښۍ لټول دي."   [۳]

اعلامیه د دې لپاره جوړه شوې وه چې هر چا لپاره مساوي حقونه د تضمین کړي او که موخه یې یوازې د خلکو یوه ځانګړې برخه وی، کانګرس به د "انګریزانو حقونو" په توګه پرېښودلې وی. سټیفن لوکاس دا جمله په انګلیسي ژبه کې یوه له نامتو جملو څخه وبله، د جوزف ایلیس په خبره، " دا علامیه د امریکا په تاریخ کې ترټولو پیاوړې او مهمې کلمې" لري. دا متن اخلاقي معیار وړاندې کوي چې متحده ایالات باید هغې ته د رسېدلې لپاره ډېره هڅه وکړي. دې نظر ته لېنکن د پام وړ وده ورکړه، هغه دا اعلامیه د خپلې سیاسي فلسفې بنسټ وګاڼه او استدلال یې وکړ چې دا اعلامیه د اصولو هغه بیانیه ده چې په وسیله یې باید د متحده ایالاتو اساسي قانون تفسیر شي.   [۴][۵][۶][۷]

د خپلواکۍ دې اعلامیې په نورو هېوادونو کې زیات ورته سندونه وهڅول، چې لومړۍ یې د ۱۷۸۹ کال د بلجیم متحده ایالاتو اعلامیه وه، چې د اتریش په هالنډ کې د برابانټ انقلاب په ترڅ کې صادره شوه. دا اعلامیه د ۱۹ پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې په اروپا او لاتین امریکا او همدارنګه په افریقا (لیبریا) او اوقیانوسیه (نیوزیلنډ) کې د خپلواکۍ زیات شمېر اعلامیو لپاره د لومړنۍ بېلګې په توګه هم وکارول شوه.   [۸]

سرچينې