د مصر اهرام

مصري اهرام لرغونې ډبرینې ودانۍ دي چې په مصر کې موقعیت لري. سرچینې لږ تر لږه د ۱۱۸ پېژندل شوو هرمونو روایت کوي. نږدې ۸۰ هرمونه  چې په اوسني سوډان هېواد کې پراته دي، د کوش د ټولواکۍ پر مهال ودان شوي وو. د هغو هرمونو له جملې څخه چې په اوسني مصر کې پراته دي، زیاتره یې د زړې او منځنۍ دورې د ټولواکیو په بهیر کې د دې هېواد د فرعونانو او د هغوی د مېرمنو د مقبرو په توګه ودان شوي دي.[۱][۲][۳][۴][۵]

د مصر تر ټولو لومړني هرمونه د ممفس ښار په سقره سیمه کې موندل شوي دي، که څه هم چې په سقره کې د زینه ډوله هرم په څېر یو جوړښت موندل شوی دی چې تاریخ یې لومړنۍ سلسلې ته رسېږي: مصطبه ۳۸۰۸، د کومې نسبت چې انجېب فرعون ته ورکول کېږي، او د نوموړي د دورې څخه په ډبره لیکل شوې کتیبه او د ځمکپوهنې اړوند نور پاتې شوني ورسره موندل شوي دي چې د نورو دغه ډول جوړښتونو د شتون وړاندوینه کوي. له یاد احتمال پرته د نوموړو هرمونو په منځ کې تر ټولو لرغونی یې د زوسر هرم دی چې په شاوخوا ۲۶۳۰-۲۶۱۰م.ز کې د دریمې سلسلې په بهیر کې جوړ شوی دی. دغه هرم او د هغه چاپېره احاطه عموماً د نړۍ تر ټولو زاړه یادګاري ساختمانونه دي چې د د تیږې د نازکې نما (dressed masonry) په واسطه جوړ شوي دي.[۶][۷][۸]

د مصر له اهرامو څخه تر ټولو مشهور یې هغه هرمونه دي چې د قاهرې په څنډو کې  په جیزه کې موندل شوي دي.  د جیزې څو هرمونه د هغو لویو ابادیو څخه شمېرل کېږي چې تر اوسه جوړې شوې دي. د خوفویا خئوپس هرم د مصر تر ټولو لوی هرم دی. نوموړی هرم د نړۍ د اووه ګونو عجایبو څخه یوازینی هغه دی چې تر اوسه موجود دی، سره له دې چې د ۲۰۰۰ کلونو په عمر سره د عجایبو په منځ کې تر ټولو زوړ هم دی.[۹][۱۰]

نوم

په مصري کې هرم د مېر (په انګلیسي تلفظ: myr) په نامه بلل کېږي چې د ګارډنر د نښانو په لېست کې له O24 علامې سره ښودل کېږي. مېر پخوا د دریو نورو نښو په واسطه د فونېټیک په توګه ښودل کېده. د مېر معنا څرګنده نه ده، ځکه چې یواځې جوړ شوي شي ته راجع کېږي. په پرتلیز ډول، د ورته جوړښتونو معماري لکه ، پېر-کا 'معبد' د 'کور' او د 'روح' یو ترکیب دی. داسې انګېرل کېږي چې مېر د کلیمو له یوې مجموعې سره تړاو لري لکه دجېد او انخ، کوم چې هغه څیزونو ته راجع کېږي کوم چې مخکې له هغې چې مصري ژبه له افریقایي-آسیایي ژبو څخه جلا شي، موجود وو. د مېر یوه معموله معنا د 'لوړ ځای' په توګه یاده شوې ده. د ګرافیکي تحلیل پر بنسټ، د مېر لپاره د بن بن په څېر عین نښانه، O24 کارول کېږي. بن بن د پایښت هغه تپه ده چې د مصر د خلقت افسانه کې د راهبې په نامه وادي څخه رامنځته شوې ده. د مېر او بن بن تر منځ اړیکه د اهرامو او څلیو (اُبِلیسکونو) د تبۍ ډبرې د معمارۍ له عنصر سره لا واضح شوې ده، کومه چې د بن بن د تانیث په توګه د بن بنېت په نامه یاده شوه.

تاریخي پراختیا

د مصر د اهرامو طرح، په ځانګړې توګه د تر ټولو زړو اهرامو زینه ډوله طرح ( په سقره کې د زوسر طرح چې تاریخ یې ۲۶۰م.ز ته رسېږي) ښایي په بین النهرین کې د زیګوراتونو له بڼې څخه چې لرغونتیا یې له ۴۰۰۰م.ز -۳۵۰۰م.ز ته رسېږي، تکامل کړی وي.[۱۱][۱۲]

له دې څخه مخکې ښایي د نایجېریا په ساحاران سیمه کې د صحرا، د قبرونو پُښتې (tumuli ) د مېګالایتیکو (لویو تخته ډول ډبرو) یادګاري بناوو سره ان په ۴۷۰۰م.ز کال کې رامنځته شوې وي. دا هم ممکنه ده چې د نایجېریا په صحرایي سیمه  او ختیځه صحرا کې یادې مېګالایتیکې یادګاري بناوې د مصطبه ګانو او د لرغوني مصر د اهرامو لپاره یوه مخینه وي. د سلسلو له دورې څخه په مخکې مصر کې، د قبرونو پُښتې په بېلابېلو موقعیتونو (لکه، نقاده او حلوان)  کې موجودې وې.[۱۳]

د لومړنۍ سلسله یې دورې له وخته (شاوخوا له ۲۶۸۶م.زڅخه تر ۳۱۵۰م.ز کال پورې) مصریان په پوره معنا سره د یو مېز په څېر جوړښتونو کې چې مصطبه بلل کېدل، ښخېدل. په سقره کې ۳۸۰۸ شمېره مصطبه چې تاریخ یې د لومړنۍ سلسلې وروستیو ته رسېږي، په مستقله بڼه د جوړ شوي یو لوی زینه ډوله هرم  جوړښت یې درلود چې د مصطبې د بهرنۍ نما په واسطه چاپېر شوی و. د لرغون پوهنې پاتې شوني او کتیبې وړاندوینه کوي چې ښایي له دغې دورې سره تړلې نورې بناوې هم شتون ولري. [۱۴][۱۵][۱۶]

په تاریخي لحاظ د دریمې سلسلې فرعون زوسر ته د مصر پېژندونکو له خوا د لومړني مستند شوي مصري هرم په توګه، نسبت کېږي. که څه هم مصر پېژندونکي د نوموړي فرعون وزیر امحوتپ د دغو بناوو معمار ګڼي، په داسې حال کې چې د سلسلې اړوند مصریان پخپله په هماغه وخت کې یا د وروسته دورو په لیکنو کې نوموړي شخصیت ته د زوسر د هرم یا د تیږو د معمارۍ د اختراع نسبت نه کوي. د زوسر هرم د لومړي ځل لپاره د یوې مصطبې په څېر د مربعي جوړښت په بڼه جوړ شوی و، کومې چې د اصولو له مخې په معمول ډول مستطیل ډوله جوړېدې، او څو څو ځله د یوې لړۍ لایه یي لوړولو په واسطه پراختیا ورکړل شوې ده تر څو د هغه زینه یي هرم بڼه غوره کړي چې موږ یې اوس وینو. مصر پېژندونکي په دې باور دي چې دغه ډیزاین د یوې داسې لویې زینه یي لارې په توګه عمل کاوه د کومې په واسطه چې د مړ شوي فرعون روح کولی شوای تر څو اسمانونو ته وخېژي.[۱۷][۱۸][۱۹]

که څه هم چې نورو اهرامو ته له زوسر نه وروسته له دریمې سلسلې سره تړاو ورکړل شوی دی، خو هرمونو له زینه یي بڼې څخه د هرمونو سمې بڼې ته په څلورمه سلسله کې لېږد موندلی دی، په کومه کې چې مېدوم، دهشور او جېزه هرمونو ظهور وکړ. د څلورمې سلسلې وروستی فرعون سپسکاف کوم هرم جوړ نکړ او د پنځمې سلسلې له پیل سره، د بېلابېلو دلایلو له کبله، د ودانولو دقت او لوی مقیاس په د پام وړ توګه راښکته شو چې ورسره دغه وروستني هرمونه کوچیني، او له ودانیز پلوه کمزوري شول او د جوړولو وخت یې راکم شو. د شپږمې سلسلې په پای کې، د هرم جوړول تر ډېره پای ته رسېدلي وو تر هغې پورې چې منځنۍ ټولواکي پورې لوی اهرام بیا جوړ شول، که څه هم په دې دوره کې د تیږې پر ځای د خټو خښتې اصلي ساختماني مواد ګڼل کېدل.[۲۰]

د مصر د خپلې هرم جوړونې له دورې څخه ډېر را په دې خوا، وروسته له هغې چې د مصر زیاته برخه چې هغه وخت په ناپاتا کې مستقره وه د کوش د ټولواکۍ تر واکمنۍ لاندې راغله، په هغه سیمه کې چې اوسنی سوډان دی د هرم جوړولو په برخه کې په اصطلاح یو انفجار رامنځته شو. ناپاتایي واکمني چې د ۲۵مې سلسلې په نامه مشهوره وه، له ۷۵۰م.ز څخه تر ۶۶۴ م.ز پورې پای ته ورسېده. هغه وخت چې د یادې ټولواکۍ پلازمېنه مرواه وه (تقریباً د ۳۰۰م.ز او ۳۰۰ز کلونو تر منځ)، د کوشیانو د تاریخ مرواهي دورې د هرم جوړولو پوره احیا تجربه کړه، په داسې توګه چې له مصر څخه د الهام اخیستل شویو ۱۸۰ ځايي سلطنتي هرمي شکله قبرونو شاهده وه چې د ټولواکۍ پلازمېنو ښارونو ته څېرمه جوړ شوي وو.[۲۱]

د صلاح الدین ایوبي د ودورې د مصر دویم ټولواک العزیز عثمان (له ۱۱۷۱-۱۱۹۸ز کال پورې) هڅه وکړه تر څو د جیزې د هرمونو مجموعه ونړوي. نوموړی یوازې د منکور هرم له ورانولو وروسته له دې کار څخه منصرف شو ځکه دا کار ورته یو ډېر لوی کار ثابت شو. [۲۲]

د نښو په واسطه د اهرامو افاده کول

داسې انګېرل کېږي چې د مصر د اهرامو بڼه د هغې لومړنۍ تپې ښودنه کوي له کومې څخه چې د مصریانو په عقیده ځمکه پیدا شوې ده. د یو هرم د شکل په اړه داسې انګېرنه هم کېږي چې د لمر د راښکته کېدونکو وړانګو ښودنه د وکړي، او زیاتره هرمونو ته د پالش شوې ډېرې انعکاسي سپینې چونې نما ورکړل شوې وه، تر څو له یو واټن څخه ورته د کتلو پر مهال ځلاند وبرېښي. اهرامو ته کله نا کله داسې نومونه ورکولو کېدل چې د لمر ځلاندوالي ته اشاره وه. د بېلګې په توګه، په دهشور کې کوږ هرم سوېلي ځلاند هرم، او په اللاهون کې دویم سنوسریت هغه سنوسریت ځلا بلل کېده.[۲۳]

سرچينې