د نفوس وده

د نفوس وده په یو جمیعت کې یا د وګړو په یو تیت او پَرک ګروپ کې د وګړو د شمېر ډېرښت ته ویل کېږي. په نړیواله کچه د انسانانو د نفوس وده هر کال د ۸۳ میلیونو یا د ٪۱.۱ په اندازه زیاتوالی مومي. د نړۍ نفوس په ۱۸۰۰ز کال کې له یو میلیارد څخه تر ۲۰۲۰ز کال پورې ۷.۹ میلیارده ته وده کړې ده. ملګرو ملتونو د نفوس اندازه مخ پر ودې ښودلې ده او د اټکلونو له مخې د ۲۰۳۰مې زېږدیزې لسیزې په نیمايي کې ۸.۶ میلیارده او د ۲۰۵۰مې زېږدیزې لسیزې په نیمايي کې ۹.۸ میلیارده او په ۲۱۰۰ ز کال کې ۱۱.۲ میلیارده ښودل شوې ده. په هر ترتیب، له ملګرو ملتونو څخه بهر ځینو علمي مرکزونو د انسانانو د نفوس داسې موډلونه ترتیب کړي دي چې د نفوس پر ودې د نزولي اضافي فشار ښکارندويي کوي؛ چې له دغې سناریو سره سم به د انسانانو نفوس له ۲۱۰۰ ز کال څخه مخکې خپل اوج ته ورسېږي.[۱][۲][۳][۴]

د نړۍ د انسانانو نفوس د ۱۳۵۰ز کال په شاوخوا کې تور طاعون (Black Death) له پای ته رسېدو څخه راهیسې مخ پر لوړېدو دی. د تکنالوژیکي پرمختګونو یو مخلوط چې زراعتي محصولاتو، نظافت او طبي پرمختګونو ته یې پراختیا ورکړه او د مړینې کچه یې راکمه کړه، د نفوس په وده کې یې لوړوالی راوست. په ځینو جغرافیایي موقعیتونو کې دا وده د نفوس د لېږد په نامه پروسې سره ټکنۍ شوې وه، چېرې چې زیاتره د استوګنې د لوړو معیارونو درلودونکو هېوادونو د خپلو نفوسو په وده کې د پام وړ کمښت تجربه کړی دی. دا د لږ پرمختللو هېوادونو سره په مستقیم تضاد کې دی، چېرې چې د نفوسو وده لا هم روانه ده. په نړیواله کچه، د نفوس د ودې میزان له خپل اوج څخه چې په ۱۹۶۳ز کال کې یې ٪۲.۲ کلنۍ وده تجربه کوله، راښکته شوی دی. په نړیواله کچه د انسانانو نفوس داسې طراحي شوی دی چې د ۲۱مې زېږدیزې پېړۍ په نیمايي کې به خپل اوج ته او په ۲۱۰۰ کال کې به نزولي سیر غوره کوي.[۵][۶][۷][۸]

د ډېرېدونکي مصرف په څنګ کې د نفوس وده د انسانانو په پرمختګ کې د مصرفېدونکو سرچینو له کبله د چاپېریالي اندېښنو لکه د استوګنې د تنوع له منځه تللو، او اقلیمي بدلون یو عمده عامل ګڼل کېږي. نړیواله پالیسي چې د انسانانو د نفوس د ودې پر اغېزې باندې متمرکزه ده د پایدارې پراختیا موخو ته یې خپل پوره پام ور اړولی دی، کومه چې د ژوند د ستندردونو د پراختیا او په څنګ کې یې په چاپېریال باندې د ټولنې د اغېزو د کمولو هڅه کوي.[۹]

تاریخچه

د نړۍ نفوس د ۱۳۵۰ز کال په شاوخوا کې د تور طاعون (Black Death) په پای ته رسېدو سره په دوامداره توګه مخ پر ودې روان دی. نفوس په لوېديځه نړۍ کې د صنعتي انقلاب په بهیر کې په چټکۍ سره وده پیل کړه. د نړۍ په نفوس کې تر ټولو د پام وړ ډېروالی له ۱۹۵۰مې زېږدیزې لسیزې څخه د طبي پرمختګونو او د زراعتي محصولاتو د حاصلخېزۍ له کبله راغلی دی.[۱۰][۱۱][۱۲]

د هابر پروسه

د هابر پروسې چې د خپلو مخترعینو له منځه یې د یو څخه چې جرمني کېمیا پوه فریتز هابر دی خپل نوم اخیستی دی، د خوراکي توکو په وده باندې د هغې د ژور اغېز له امله، د"د نفوس د انفجار د اورلګیت" په توګه عمل کړی دی، چې د نړۍ نفوس ته یې په ۱۹۰۰ز کال کې له ۱.۶ میلیارده څخه د ۲۰۱۹ز کال په نومبر کې ۷.۷ میلیارده ته د ډېرېدو زمینه برابره کړې ده.[۱۳]

د توماس مک کیون فرضیې

"د نفوس د عصري ډېرېدو" ځیني دلایل په ځانګړې بڼه د برتانوي روغتیایي ساینس پوه توماس مک کیون (زوکړه ۱۹۱۲ز کال ــ مړینه ۱۹۸۸ز کال) له لوري څېړل شوي وو. د نوموړي په تالیفاتو کې، هغه د نفوس د ودې په اړه څلور نظریې تر مناقشې لاندې نیولې دي:[۱۴]

  1. مک کیون ویلي دي چې د لوېدیځ د نفوس وده چې په ځانګړي ډول په ۱۹مه زېږدیزه پېړۍ کې خپلې هسکې څوکې ته ختلې وه، تر ډېره د میندوارۍ د زیاتېدو له کبله نه، بلکې د مړینې د راښکته کېدو له کبله چې په ځانګړې توګه  د ماشومتوب د دورې د مړینې او ور پسې د نویو زېږېدلیو ماشومانو د مړینې د را ښکته کېدو له کبله وه،[۱۵][۱۶]
  2. د مړینې راټيټېدلو ته تر ډېرې کچې پورې د ژوند د جګېدونکو ستندردونو سره تړاو ورکول کېدای شي، لکه څنګه چې مک کیون خپل ډېر ټینګار په پرمختللي تغذیوي وضعیت باندي کړی دی.
  3. د نوموړي تر ټولو متناقضه مفکوره یا لږ تر لږه د هغه تر ټولو د بحث وړ نظریه دا وه چې نوموړي د عامې روغتیا اړوند په حفظ الصحې (د ناروغیو د خپرېدو په مخنیوي) کې د اصلاحاتو، واکسینېشن، او قرنطین په ګډون اقداماتو اغېزمنتیا تر پوښتنې لاندې راوسته،[۱۷]
  4. د نوموړي کله ناکله سختو مناقشو چې د نوموړي لیکنو د "د مک کیون د قضیو" په اړه یې راوپارولې دي د هغه ډېر مهم او له اعتراضونو څخه تش استدلال یې چې د معالجوي درملنې د اقداماتو رول یې د مړینې په راښکته کولو کې کوچینی باله، نه یواځې د شلمې زېږدیزې پېړۍ له نیمایي څخه مخکې بلکې همداراز د شلمې پېړۍ په بهیر کې، تر سیوري لاندې راوستی دي.[۱۸][۱۹]

که څه هم د مک کیون  قضیه په ژوره بڼه ننګول شوې ده، خو وروستیو مطالعو د نوموړي د مفکورو د ارزښت تایید کړی دی. د هغه کار د نفوس د ودې، د زېږون د کنترول، عامې روغتیا او طبي پاملرنې په اړه د نن ورځې د تفکر لپاره ډېر مهم دی، مک کیون د نفوس په زیات شمېر څېړونکو باندې لکه په روغتیايي اقتصاد پوهانو او د نوبل د جایزې په ګټونکو رابرټ ډبلیو فوګل (د ۱۹۳۳ز کال د نوبل جایزې ګټونکی) او انګوس ډيټون (د ۲۰۱۵ز کال د نوبل جایزې ګټونکی) په لوړه پیمانه اغېز درلود. له دوی څخه وروستني یې مک کیون د "ټولنیز طب بنسټګر" باله.[۲۰][۲۱]

د ودې د میزان موډلونه

د "نفوس د ودې میزان یا نرخ" هغه میزان دی په کوم کې چې د یو جمیعت  د وګړو شمېر په یوه زماني محدوده کې زیاتوالی مومي، چې د لومړني نفوس د یو کسر په توګه ښودل کېږي. په ځانګړې بڼه، د نفوس د ودې میزان د زماني دورې په یو واحد کې په نفوس کې بدلون راتلو ته ویل کېږي، چې کله د هماغې دورې په پیل کې د نوموړي جمیعت د وګړو د شمېر له سلنې سره ښودل کېږي. یاد میزان کولی شو د لاندیني فارمول په بڼه ولیکو، چې صرف د وخت د یو ډېر کوچیني انټروال لپاره صدق کوي:

د نفوس د ودې میزان  =

د ودې یو مثبت میزان د دې ښودنه کوي چې نفوس زیاتېږي، حال دا چې د ودې یو منفي میزان د نفوس د کمېدو ښودنه کوي. د ودې د نسبت صفر قېمت دا ښیي چې د یادې زماني دورې یا مودې له پیل څخه تر پایه پورې د وګړو یو شان شمېر موجود دی ـــ د ودې میزان ښایي د دواړو وختونو تر منځ د زېږون په کچو، د مړینې په کچو، د مهاجرتونو په کچو او وګړو تر منځ په سني توزېع کې له پام وړ بدلونونو سره سره هم صفر وي.[۲۲]

یوه اړونده اندازه د مثل د تولید خالص میزان یا نرخ دی. د مهاجرتونو په نشتوالي کې، که د مثل د تولید خالص میزان له یو څخه زیات وي، دا په ګوته کوي چې د ښځینه وو نفوس مخ پر زیاتېدو دی، په داسې حال کې چې که د مثل د تولید خالص میزان له یو څخه لږ وي (د ځایناستېدو له کچې ټیټه میندواري) د دې ښودنه کوي چې د ښځینه وو نفوس مخ پر کمېدو دی.

اکثره جمیعتونه په تصاعدي بڼه وده نه کوي، بلکې لُجستیک تابع یا منحني تعقیبوي. کله چې نفوس خپل د منلو وړ ظرفیت ته ورسېږي، ځان به ثابت حالت ته وروړي او نمايي منحني به ځان له منلو وړ ظرفیت سره برابر کړي، کوم چې معمولاً هغه وخت دی چې یو جمیعت خپلې زیاتره طبیعي سرچینې تشې کړې وي. د نړۍ د انسانانو د نفوس ودې په څو وروستیو لسیزو کې یو خطي میلان یا رجحان تعقیب کړی دی.[۲۳][۲۴]

لُجستیک معادله

د نفوس وده ځینې وختونه د لُجستیک معادلې په واسطه طرح کېدای شي.[۲۵]

په داسې توګه چې:

  • P(t) = له t وخت څخه وروسته نفوس
  • t = هغه وخت چې نفوس پکې وده کوي
  • r = د نسبي ودې د میزان ضریب  دی
  • K = د نفوس د منلو وړ ظرفیت، چې د چاپېریال پوهانو له خوا د نفوس د هغې اندازې په توګه تعریف شوی دی چې یو ځانګړی ژواک چاپېریال یې زغملی شي.[۲۶]

څرنګه چې دغه یوه د تفکیک وړ تفاضلي معادله ده، نفوس ښایې په ضمني بڼې سره حل کړای شي چې یوه لُجستیکي تابع تولیدوي:

چېرې چې: 

د نفوس د ودې میزان

د نړۍ د نفوس د ودې کچه یا میزان په ۱۹۶۳ز کال کې له ٪۲.۲ کلنۍ ودې سره خپلې جګې څوکې ته ورسېد او ورپسې په چټکۍ سره په راښکته کېدو شو. په ۲۰۱۷ز کال کې، د ودې کلنۍ اټکلي کچه ٪۱.۱ وه. د امریکا د مرکزي استخباراتو اړوند د نړۍ د حقایقو کتاب (CIA World Factbook) د نړۍ د کلني زېږون  کچه، د مړینې کچه، او د ودې کچه په ترتیب سره ٪۱.۸۶، ٪۰.۷۸ او ٪۱.۰۸ ښیي. په وروستیو ۱۰۰ کلونو کې د طبي، پرمختګونو، د مړينې ټيټو کچو، او د شنه انقلاب (Green Revolution) په واسطه د ممکنې شوې زراعتي حاصلخېزۍ په ډېروالي موندلو سره د نړۍ نفوس په پراخې کچې سره څلور چنده شوی دی.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې