د هالند بیتریکس

بیتریکس ویلهلمینا چې د کال ۱۹۳۸ د جنورۍ په ۳۱ زېږېدلې د هالند د شاهي کورنۍ غړې ده چې له کال ۱۹۸۰ څخه یې په کال ۲۰۱۳ کې د هغې تر اسعفا پورې د هالند د ملکې په توګه سلطدت کړی دی. [۱]

بیتریکس د ملکې جولیانا  او دهغې د مېړه د لیپ بیتسر فېلد د شهزاده برنارد مشره لور ده. په کال ۱۹۴۸ کې د هغې د مور د جلوس په مهال هغه د خپلې موراحتمالي وارثه شوه. د دویمې نړیوالې جګړې په مهال هغه په کانادا کې کې یوه دولتي لومړني ښوونځي ته تلله او خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې یې له جګړې وروسته په هالند کې پای ته ورسولې. په کال ۱۹۶۱ کې، هغې په قانون کې خپل سند د لېدېن له پوهنتون څخه ترلاسه کړه. بیتریکس له یوه جرمني دپلومات کلاس وان امسبرګ سره واده وکړ  چې درې ماشوم یې تر درلودل. کله چې د هغې مور د کال ۱۹۸۰ د اپرېل په ۳۰ کې استعفا ورکړه نوبیتریکس دهغې په ځای ملکه شوه.

د بیتریکس د سلطنت په دوره کې، د کارابین ملکیتونه له اروبا څخه د جدایۍ په ترڅ کې دشکل له اړخه تغیر شول او په کال ۱۹۸۶ کې په سلطنت پورې اړوند شول. دا په کال ۲۰۱۰ کې د هالند اندیلیس د انحلال څخه وروسته پېښ شول چې د بونایر، سینت ایوستاتیوس او سبا د نویو ښاروالیو جوړېدو او د کوراکاوو او سنت مارتن  د دوه نویو اړوند هیوادونو د جوړېدو لامل شول.

د کال ۲۰۱۳ د اپرېل په ۳۰ د کونینګینداګ ( د ملکې ورځ) په مهال، بیتریکس د خپل مشر زوی په ګټه استعفا ورکړه. د استعفا په مهال د هغې عمر ۷۵ کاله و او د هالند د هېواد په تاریخ کې خورا زړه سلطنتي پاچا وه. [۲][۳]

د ژوند لومړي وختونه

بیتریکس ویلهلمینا د کال ۱۹۳۸ د جنورۍ په ۳۱ د هالند د بارن د یویستدیک په مانۍ کې د شهزادګې جولیانا او د لیپ بیستر فېلد د شهزاده برنارد د لومړي ماشوم په توګه و زېږېد. بیتریکس ته تعمید غسل د کال ۱۹۳۸ د مې په ۱۲ د هالند په ستره کلیسا کې ورکړل شو. د تعمید دغسل په مهال د هغې تعمیدي والدین د بلژیک پاچا دریم لیوپولد، د اتلون کونتس شهزادګۍ الایس، د اېرباچ سچونبرګ شهزادګۍ الیزابت، د میکلنبرګ دوک ادولف فریدریک او د کونتس الن د کوتزبو ول. د بیتریکس منځني نومونه د هغې د مورنۍ نیا ( پخوانۍ ملکې ویلهلمینا) او دهغې د پلرنۍ نیا ( د سیرستاوروف کرام شهزادګۍ ارمګارد ) څخه جوړ دي. [۴][۵][۶]

کله چې بیتریکس یو کلنه وه نو د هغې وړه خور شهزادګې ارېن په کال ۱۹۳۹ کې وزېږېده. [۷]

د کال ۱۹۴۰ د مې په ۱۰ دویمه نړیواله جګړه هالند ته وغزېده او د مې د میاشتې په ۱۳ د هالند شاهي کورنۍ د برتانیا لندن ته ولېږدول شوه. یوه میاشت وروسته، بیتریکس له خپلې مور جولیانا او خور ایرېن سره د کانادا اوتاوا انتریو ته لاړل ، پلار یې برنارد اومورنۍ نیا ویلهلمینا په لندن کې پاتې شول. د بیتریکس کورنۍ  د کانادا په ستورنوی ریزیدنس ( چې اوس د کانادا پارلمان کې د اپوزیسونو د مشر هستوګنځای دی ) اوسېدل. دې کورنۍ دوبې له ساتونکو او خدمتګارو ښځو سره د کانادا د انتریو په لېک آف بېز کې د بیګوین په میلمستون کې چې هلته څلور خصوصي ډبرینې خونې د هغوی د استراحتځای او خلوت ځای په توګه په پام کې نیول شوې وې. کله چې دوی په بیګوین کې مېشت و، نو د هالند اساسی قانون د بیګوین د میلمستون په یوه مدوره ودانۍ کې په یوه سیف کې ساتل کېده. شهزادګۍ جولیانا او د هغې کورنۍ د هغوی د واقعي صمیمیت، عمومي قدرپېژندنې او د خپل هېواد او خلکو په وړاندې د احترام له امله چې هغوی د خپل هېواد او خلکو په پار له هر ډول تجملاتو څخه د پرهېزله لارې هغوی ته ښوده  په یاد کې ساتل کېدل، هغه تجملات چې میلمنو ته په کانادا کې د دوبې په یو ستر او ګران استراحتځای کې وړاندې کېدل. د لا ډېر خوندیتوب د احساس لپاره، د خوراک په مهال د هغوی شخصي سپارښتنې د آشپزانو او نورو کارکوونکو له خوا په پام کې ساتل کېدې. د هغوی د بېرته ستنېدو څخه وروسته،  د بیګ وین د ملیمستون د موسیقي غږوونکو ارکستر سره راټولیدل او له دویمې نړېوالې جګړې وروسته یې به هره یوه دولتي برنامه کې ویلهلموس ( د هالند ملي سرود)  غږول کېده. له هغه وروسته چې د دې جزیرې استراحتځای وتړل شو او له پامه وغورځول شو نو په شهزادګې پورې اړونده ډپرینې خونې هغې او دهغې کورنۍ ته د درناوي په پار په  غیر رسمي توګه په ښه توګه ساتل کېدې. شهزادګۍ جولیانا  د کانادا حکومت ته په هر پسرلي کې د غاټولو د ګلانو د ورکولو یو دستور رامنځ ته کړ چې د کانا دا د غاټول ګلانو د فیستیوال مرکزې برخه بلل کېږي. [۸][۹]

د بیتریکس دویمه خور شهزادګۍ مارګریت په کال ۱۹۴۳ کې په اوتاوا کې وزېږېده. په کانادا کې دتبعید په مهال، بیتریکس د نرسرۍ او راک کلیف پارک دولتي ښوونځي ته تلله، په دې ښوونځي کې هغه د تریکسیک اورنج په نامه مشهوره شوه. د کال ۱۹۴۵ د مې په ۵ جرمني ځواکونه په هالند کې تسلیم شول او د بیتریکس کورنۍ د همدې کال د اګست په ۲ هالند ته ستنه شوه. بیتریکس په بیلتووین کې د دې ورکپلاتس پرمختللي لومړي ښوونځي کې شامله شوه دا ښوونځۍ د پاسیفیست د ټولینز سمونګرو کیس بوک او بیترایس بویک کادبری له خوا اداره کېده. د بتریکس دریمه خور شهزادګې کریستینا په کال ۱۹۴۷ کې وزېږېده. د کال ۱۹۴۸ د سپتمبر په ۶، د بیتریکس مور د خپلې نیا وېلهلمینا څخه د هالند تخت ترلاسه او ملکه شوه. دا چې په کورنۍ کې د شهزادګې جولیانا او شهزاده برنارد د ځای ناستي په توګه کوم نارینه نه و نو بیتریکس په لس کلنۍ کې د هالند د تخت احتمالي وارثه وبلل شوه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

زده کړې

د کال ۱۹۵۰ د اپرېل په میاشت کې د بارنسچ د ویناوو په سالون کې شامله شوه او هلته یې په کال ۱۹۵۶ کې د ښوونځي د فراغت ازموینې د هنرونو او کلاسیکو علومو په برخه کې په بري سره تېرې کړې. د کال ۱۹۵۱ له اپرېل څخه د هغې ښوونکې ګرترود بورینګ بویکهودت وه چې په کال ۱۹۸۲ کې دهغې تر مړینې د بتریکس ملګرې پاتې شوې وه. [۱۵][۱۶]

په کال ۱۹۵۴ کې، هغه د بارونېس وان راندویک او ټي بوی د واده په مهال د ندیمې ( هغه ښځه چې د ناوې په څنګ کې وي او د اړتیا په مهال له ناوې سره مرسته کوي) په توګه خدمت وکړ.[۱۷]

په کال ۱۹۵۴ کې، بیتریکس خپله د اتلس کلنۍ کلیزه ونمانځله. له همدې نېټې، د هالند د اساسي قانون له مخې هغه  د شاهي وراثت د حق مستحقه ووبلل شوه. په دې وخت کې د هغې مور هغه د دولت په شورا کې وګمارله. [۱۸]

په همدې کال کې هغې خپلې زده کړې د لېدېن په پوهنتون کې پېل کړې. د پوهنتون په لومړي کال کې هغې په ټولنپوهنه، حقوقو، اقتصاد، پارلماني تاریخ او اساسي حقوقو په برخو کې زده کړې وکړې. د خپلو زده کړو په لړ کې، هغه د سورنیم او هالند انتیلیس د کلتورونو، د هالند د شاهي منشور، نړیوالو چارو، نړیوالو قوانینو، تاریخ او اروپایي قانون اړوند موضوعاتو لکچرونو ته حاضریدله. [۱۹]

دې شهزادګۍ په جینوا، ستراسبرګ، پاریس او بروکسل کې مختلفو اروپايي او نړیوالو سازمانونو څخه کتنه وکړه. هغه د لېدېن په پوهنتون کې د ښځینه اتحادیې غړې وه چې اوس  له لیدسچ ستودنتن سره له ادغام وروسته چې یوازې نارینه پکې وه ال. اس. وی مینروا بلل کيږي. د کال ۱۹۵۹ په دوبي کې هغې په قانون کې لومړنۍ ازموینې ورکړې او د کال ۱۹۶۱ په جولای کې یې په قانون کې خپل سند ترلاسه کړ. [۲۰]

سیاسي ښکېلتیا

په کال ۱۹۶۵ کې، بیتریکس له یوه جرمني ارستوکرات دپلومات کلاوس ون امسبرګ سره چې د چرمني د بهرنیو چارو په وزارت کې یې کار کاوه کوژدنه شوه. د کال ۱۹۶۶ د مارچ په ۱۰ چې دهغوی د واده ورځ وه په امستردام کې سترې اعتراضیه مظاهرې د دې د واده په وړاندې تر سره شوې.

سرچينې