د چین اوجاپان لومړۍ جګړه

د چين او جاپان لومړۍ جګړه ( ۲۵ جولای ۱۸۹۴- ۱۷ اپرېل ۱۸۹۵) د کوینګ د نسب ( دا د شمال شرقي آسیا خلک وه چې چې ځانونه یې مانچوس بلل دهغوی ژبه، کلتور هویت، تاریخ د چين له خلکو جلا و چې چين یې هغه وخت ونیو چې چين د داخلې یاغیګریو له امله کمزوری شوی و)  د لړۍ او د جاپان د سترواکۍ تر منځ په پېل کې په کوریا باندې د نفوذ تر لاسه کولو لپاره را منځ ته شوه. له شپږو میاشتو څخه د ډېرې مودې لپاره د جاپان  له خوا په ځمکه او سمندر کې د ماتېدونکې  بریاوې اود کینګ له خوا  د ویهایوي د بندر له لاسه ورکولو د کینګ حکومت دې ته اړ کړ چې د کال ۱۸۹۵ د فبرورۍ په میاشت کې سولي لپاره غوښتنه وکړي.    [۱]

جګړې د کینګ له خوا د پوځ د عصري کولو او له خپل تمامیت څخه په دفاع کې ماته ثابته کړه په تېره کله چې دا ماته د جاپان له خوا د میجي  ( د میجی اعاده یوه سیاسی پېښه وه چې له مخې یې په عملي توګه قدرت د جاپان امپراطورۍ ته چې مشري یې میجې کوله ولېږدول شو) د بریالۍ بیا اعادې سره پرتله شي. په شرقي آسیا کې دا لومړۍ ځل و چې سیمه ایز تسلط له چين څخه جاپان ته ولېږدېد او د کینګ د سلسلې حیثییت  په چېن کې له کلاسیک سنت سره یوځای ستره ضربه وزغمله. د تابع دولت په توګه د کوریا له لاسه ورکول بې سابقه عمومي اعتراض راوپاراوه.او په چین کې دا ماته د یوشمېر سیاسی تحولاتو چې مشري یې سنیات سن ( چینایي انقلابي سیاست وال )  او کانګ یووی ( د کینګ په سلطنتي لړی کې سیاسی متفکر او سمونپال) کوله لامل شوچې دکال ۱۹۱۱ په انقلاب کې اوج ته ورسېدل او په پای کې د کینګ دسلسلي د تسلط د پای لامل شو.     [۲]

دا جګړه په چېن کې  معمولا د جیاوو د جګړې په نامه یادېږي او کال ۱۸۹۴ ته  چې د کلونو د ستني جنسیت سیستم د نومول کېدو په اساس اشاره شوې ده.   په جاپان کې د جاپان او کینګ جګړې په نامه او په کوریا کې د کینګ جاپان جګړې په نامه یادېږي. 

مخینه

له دوو پېړیو وروسته د ایدو په دوره کې د شوګن په نامه نظامیانو تر تسلط لاندې د جاپان له خوا د انزوا پالیسي هغه وخت پای ته ورسېده چې په کال ۱۸۵۴ کې د کاناګاوا د کنوانسوین په واسطه جاپن سره تجارت پرانستل شو. په راتلونکې کلونو کې د میجې له بیا اعادې ( د میجی اعاده یوه سیاسی پېښه وه چې له مخې یې په عملي توګه قدرت د جاپان امپراطورۍ ته چې مشري یې میجې کوله ولېږدول شو) او د شوګونت ( دجاپان نظامي حکومت)  له زوال څخه وروسته چې  په کال ۱۸۶۸ کې را منځ ته شول د میجې نوی جوړ شوي حکومت په سمونو پیل وکړ  چې موخه یې د جاپان عصری کول او د حکومت مرکزي کول و. جاپانیانو ټولې نړۍ ته استاذي او زده کوونکې په دې موخه  ولېږل تر څو غربي علوم  اوهنرونه زده کړي او جاپان د غربې قدرتونو په څېر یو قدرت کړي. دې سمونونو جاپان له یو فیودالي حالت څخه  یو عصري صنعتي دولت ته واړاوه. په همدې موده کې د کینګ شاهي لړۍ هم د سیاسي او نظامي نظریو په اساس سمونونه پیل کړل خو بریالیتوب یې کم و.  [۳][۴]

په کوریا کې سیاست

د کال ۱۸۶۴ په جنورۍ میاشت کې پا چا چولیونګ په داسې حال کې مړ شو چې کوم نارینه وارث یې نه درلود او د کوریا دسلطنت د وراثت د پروتوکول له مخې پاچا ګوجونګ په دولس کلنۍ کې تخت ته ورسېد . که څه هم پاچا ګوجونک د حکومت کولو لپاره خورا کوچنی وه خو د نوي پاچا پلار ها اونګ  (داونګن )یا د سترې محکمې رئیس شو او په کوریا یې د خپل زوی په نامه د نایب السلطنه په توګه یې واک چلاوه. په اصل کې  د داونګن اصطلاح هغه شخص ته کارول کېږي چې چې په واقعیت کې پا چا نه وي خو زوی یې تخت ته تر لاسه کړی وي. د قدرت له ترلاسه کولو وروسته داوېنګون په یو شمېر سمونونو پیل وکړ چې موخه یې د د یانګبان طبقې  په لګښت د سلطنت تقویه کول و. هغه همدا راز د انزوا غوښتنې پالیسي غوره کړه او مصمم و چې سلطنت له هرډول بهرنیو مفکورو څخه چې په ملت کې یې نفوذ کړی و پاک کړي. د کوریا په تاریخ کې  د پاچا نسبي خپلوانو ستر قدرت څخه خوند اخیست، په پایله کې داوینګون پوه شو چې هره راتلونکې نګور ( د زوی میرمن) به دهغه واک تهدید کړي، نو هغه هڅه وکړه چې خپلې واکمنۍ ته ممکنه ګواښ له پېښېدو څخه د خپل زوې لپاره د یوې نوې ملکې د ټاکلو له لارې چې هغه یوه یتیمه نجلی وه او د یونګ مین قبیلې پورې یې چې قدرت لرونکې سیاسي اړیکې یې نه درلودې مخنیوی وکړي.له ملکې مین  سره چې د ده نګور ( د زوی میرمن )  او شاهي میرمن وه داوینګون خپل قدرت په امن کې حس کړ. که څه هم کله چې هغه ملکه شوه نو خپل ټول خپلوان یې د پاچا په نامه  په نفوذ لرونکو موقفونو کې وګمارل. ملکې د داوینګن له سیاسي دښمنانو سره ځان متحد کړ او د کال ۱۸۷۳ تر وروستیو پورې هغې بشپړ نفوذ چمتو کړ او داوینګون یې د قدرت له ګدۍ لرې کړ. د کال ۱۸۷۳ په اکتوبر کې چې کله  د چیولک هیون  په نامه یو کانفیوشن عالم ( کانفیوشنیزم د چين د خلکو مفکوره وه چې یو څوک باید خپلې کورنۍ، ملګرو او واکمنانو ته ژمن و اوسئ تر څو تاسو سره همداسې عمل وشي) پاچا ګوجونګ ته یو یاداښت وړاندې کړ او ټینګار یې وکړ چې د خپل حق په اساس حکومت وکړي، ملکې مین له دې فرصت څخه استفاده وکړه او خپل خسر یې دې ته اړ کړ چې د نایب السلطنه له چوکۍ استعفا وکړي. د داونګون لرې کېدل د دې لامل شول چې کوریا د انزوا غوښتنې له پالیسۍ څخه لاس په سر شي.  [۵][۶][۷][۸]

د کوریا پرانستل

د کال ۱۸۷۶ د فبرورۍ په ۲۶ د جاپانیانو او او کوریایانو تر منځ تر تقابل وروسته د ګانګهوا تړون لاسلیک شو چې کوریا یې د جاپان د تجارت لپاره پرانستله. په کال ۱۸۸۰ کې پاچا جاپان ته یوهیئت ولېږه چې مشري یې کیم هانګ جیپ چې د هغو اصلاحاتو څارونکی وه چې په جاپان کې رامنځ ته کېدل. په داسې حال کې په جاپان کې چینایي دپلومات هوانګ زونزین ته د (( د کوریا لپاره یوه ستراتيژي)) په نامه څېړنه وړاندې کړه. دې دپلومات کوریا له هغه ګواښ څخه خبره کړه چې روسانو له خوا کوریا ته متوجه و او سپارښتنه یې وکړه چې کوریا باید له جاپان سره دوستانه روابط وساتي چې په هغه وخت له اقتصادي اړخه  له دې ضعیف و چې فوری ګواښ به وي ، له چین سره هم له نژدې کار وکړي او له امریکا سره د روسیې د یوه رقیب په توګه ائتلاف جوړولو په لټه کې شي.  [۹][۱۰][۱۱]

په کال ۱۸۸۰ کې، د چين له توصیې په پېروۍ او رسومو سره له پريکون وروسته، پاچا ګوجونګ پرېکړه وکړه چې له امریکا سره دپلوماتيکې اړيکې جوړې کړي. له مذاکراتو وروسته چې  د چين د منځګړیتوب له لارې په تیانجین کې تر سره شول، د سولې، ښواړیکو، سوداګرۍ او بیړۍ چلیدنې یوتړون په رسمی توګه د کوریا او امریکا تر منځ  کال ۱۸۸۲ د مې په ۲۲ لاسلیک شو. دې تړون دوه مهم موضوعات را برسېره کړل چې لومړی یې په کوریا پورې دیوه مستقل ملت په توګه اړوند کېده. له امریکایانو سره د خبرو په مهال، چینایانو ټینګار کاوه چې تړون داسې یوه ماده لري چې کوریا په چېن پورې تړلی یو هیواد دی او د ډېر وخت لپاره د چين یو تابع هیواد و. خو امریکایانو په ټینګه له دې مادې سره مخالفت کاوه او استدلال یې کاوه چې له کوریا سره تړون باید د ګانګوا د تړون په اساس وي چې په هغه کې کوریا د یوه مستقل دولت په توګه  تصریح  شوی دی. بلاخره یوه جوړه رامنځ ته شوه چې له مخې یې شوفلیدت ( چینایی سیساتول)  او لي ( د کینګ د سلطتنی لړی یو سیاستوال) موافقه وکړه چې د کوریا پاچا به د امریکا ولسمشر د یوه لیک په واسطه خبروی چې کوریا د چین ته د یوه تابع دولت حیثیت لري. د امریکا او کوریا ترمنځ تړون د کوریا او نورو غربي دولتونو لپاره یو ماډل وګرځېد. کوریا له دې وروسته له برتانیا او جرمني سره ورته د سوداګرۍ او تجارت تړونونه د کال ۱۸۸۳ ، له روسیې او ايټالیا سره په کال  ۱۸۸۴ او له فرانسې سره په کال ۱۸۸۶ کې لاسلیک کړل او بلاخره له نورو اروپایي هیوادونو سره  هم تجارتي تړونونه عقد شول.  [۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې