د چین تاریخ

د چين د تاريخ تر ټولو لومړني پېژندل شوي ليکلي اثار ۱۲۵۰ مخزېږد لومړيو کلونو، د شانګ شاهي سلسلې (۱۶۰۰ – ۱۰۴۶ مخزېږد) اړوند وو ډينګ (Wu Ding) پادشاه د دورې وخت ته، چې د شانګ خاندان د یوویشتم شاه په توګه هم ياد شوی، رسېږي. لرغوني تاریخي متنونه لکه د اسنادو کتاب (لومړي څپرکي، ۱۱مه مخزېږد پېړۍ)، د بامبو تاریخ (شاوخوا ۲۹۶ مخزېږد) او د ستر تاریخپوه اثار (شاوخوا ۹۱ مخزېږد) له شانګ (Shang) وړاندې د ژیا یا شیا (Xia) په نوم یوې سلسلې (شاوخوا ۲۰۷۰ – ۱۶۰۰ مخزېږد) یادونه او تشریح کړې ده، مګر د دغې دورې بیا هېڅ لیکلي اثار نشته، او د شانګ لیکلي اثار بیا د شیا سلسلې شتون نه څرګندوي. شانګ د ژېړ سيند په دره کې واکمني کوله، چې معمولا د چين د تمدن زانګو بلل کېږي. سره له دې چې د نیولیتیک یا نوو ډبرو (Neolithic) تمدن د ژېړ سیند او یانګزي سیند دواړو په اوږدو کې په بېلابېلو کلتوري مرکزونو کې رامنځته شوی. دغه د ژېړ سيند او يانګزي تمدنونه له شانګ څخه څو زریزې وړاندې تېر شوي دي. له زرګونو کلونو پرله پسې تاريخ سره، چين د نړۍ له تر ټولو لرغونو تمدنونو څخه دی او د تمدن یوه زانګو بلل کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د ژو (Zhou) سلسله (۱۰۴۶ – ۲۵۶ مخزېږد) د شانګ شاهي سلسلې ځایناستې شوه، او د خپلې واکمنۍ د توجیه کولو لپاره یې د جنت د ماموریت مفهوم خپور کړ. د ژو مرکزي حکومت په ۸مه مخزېږده پېړۍ کې د بهرنيو او کورنیو فشارونو له امله کمزوری شو او دغه هېواد بالاخره د پسرلي او مني دورې په پېر کې پر کوچنيو دولتونو ووېشل شو. دا دولتونه خپلواک شول او د جنګېدونکو یا متخاصمو دولتونو په ورپسې دوره کې له یو بل سره وجنګېدل. زياتره دودیز چیني کلتور، ادب او فلسفه د لومړي ځل لپاره په همدغو کړکېچنو وختونو کې رامنځته شول.

په ۲۲۱ مخزېږد کال کې، چين شي هوانګ (Qin Shi Huang) بېلابېل جنګ ځپلي هېوادونه فتح کړل او د ځان لپاره يې د هوانګدي (Huangdi) يا د چين د امپراتور لقب جوړ کړ، چې د امپراتوري چين پیل هم بلل کېږي. که څه هم، دغه ستمګر حکومت د هغه له مړینې سملاسي وروسته ړنګ شو، او اوږدمهالې هان سلسلې یې (۲۰۶ مخزېږد څخه تر ۲۲۰ زیږديز پورې) ځای ونیوه. ځایناستو شاهیو بیوروکراټیک سیستمونه رامنځته کړل او امپراتور ته یې شونې کړه چې نېغ په نېغه پراخې سیمې کنټرول کړي. له ۲۰۶ مخزېږد کال څخه تر ۱۹۱۲ زېږدیز کال پورې ۲۱ پېړیو کې، معمولې اداري دندې د پوهانو-چارواکو د ځانګړو نخبه ګانو له خوا مخته وړل کېدې. ځوانان چې په خطاطۍ، تاریخ، ادبیاتو او فلسفه کې یې ښه مهارت درلود، د سختو دولتي ازموینو له لارې په خورا دقت سره انتخابېدل. د چین وروستی شاهي خاندان د چینګ (Qing) شاهي سلسله (۱۶۴۴-۱۹۱۲) وه، چې په ۱۹۱۲ کال کې د چین پر جمهوریت بدله شوه او هغه بیا په ۱۹۴۹ کال کې د چین په اصلي ټاټوبي کې د چین د خلکو پر جمهوریت بدل شو. د چین جمهوریت په ۱۹۴۹ کال کې د تایوان ټاپو ته وګرځېد. د چین د خلکو جمهوریت (PRC) او د چین جمهوریت (ROC) دواړه اوسمهال د چین د یوازېني مشروع حکومت ادعا کوي، چې پایله یې اوسنۍ روانه شخړه ده او ان وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو سازمان د چین د خلکو جمهوریت په ۱۹۷۱ کال کې د ملګرو ملتونو په ټولو کنفرانسونو کې د چین استازیتوب کولو لپاره د دغه هېواد د حکومت په توګه په رسمیت هم وپېژانده، دا شخړه لا دوام لري. هانګ کانګ او ماکاو بیا په ۱۹۹۷ او ۱۹۹۹ کلونو کې په ترتیب سره له انګلستان او پرتګال څخه حاکمیت چین ته ولېږداوه او په دې توګه د چین د خلکو جمهوریت پر ځانګړو اداري سیمو (SARs) بدلې شوې.

د چین تاریخ د سیاسي یووالي او سولې د دورو، او د جګړې او ناکام دولت د دورو ترمنځ بدلون موندلی – چې ترټولو وروستۍ جګړه پکې د چین کورنۍ جګړه (۱۹۲۷-۱۹۴۹) ده. چین کله ناکله د بېدیا مېشتو خلکو تر کنټرول لاندې هم راغلی، چې ډېری یې بیا بالاخره په هان چینایي کلتور او نفوس کې جذب شوي دي. د څو پادشاهیو او جنګ سالارۍ د دورو په منځ کې، چینایي شاهیو د چین پر ځینو برخو یا ټوله خاوره واکمني کړې ده، چې په ځینو دورو کې یې کنټرول تر سینکیانګ، تبت او داخلي مغولستان پورې پراخ و، لکه څنګه چې په اوسني وخت کې دی. دودیز کلتور او د اسيا او لويديځې نړۍ له نورو برخو څخه اغېزې (چې د کډوالۍ د څپو، کلتوري جذب، پراختیا او بهرنیو اړیکو په وسیله رامنځته شوې) د چين د عصري کلتور بنسټ جوړوي.

لرغونی چین

د شیا شاهي سلسله (۲۰۷۰ – ۱۶۰۰ مخزېږد)

د چين د ژیا یا شيا شاهي سلسله (له شاوخوا ۲۰۷۰ تر شاوخوا ۱۶۰۰ مخزېږد کلونو پورې) لومړنۍ شاهي سلسله ده چې په لرغونو تاريخي اثارو کې بيان شوې، لکه د سيما چیان په ستر تاریخپبوه اثارو او بامبو تاریخ کې. دا شاهي سلسله د تاریخ پوهانو لخوا افسانوي ګڼل کېده تر دې چې ساینسي کیندنو په ۱۹۵۹ کال کې د هینان ایالت په ایرلیتو کلتور کې د برونزو د دورې د لومړیو وختونو ځایونه وموندل. له څو داسې روښانه اثارو سره سره چې د شانګ له هډوکو سره سمون خوري، دا لا څرګنده نه ده چې آیا دا ځایونه د شیا سلسلې پاتې شوني دي او که د هماغې دورې د کوم بل کلتور پاتې شوني دي. هغه کیندنې چې د شیا د ادعا شوې دورې له پېر سره تداخل لري، له کلتوري پلوه له خانیو سره ورته ګروپ بندیو یو ډول څرګندوي. د دې دورې لومړنۍ نښې نښانې، چې په لوښو او کاسو یا صدفونو کې موندل  شوې دي، ګومان کېږي چې د عصري چینايي حروفو اجدادي توري دي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د لرغونو اثارو له مخې، دا شاهي سلسله په شاوخوا ۱۶۰۰ مخزېږدو کلونو کې د مینګتیاو د جګړې په پایله کې پای ته ورسېده.

د شانګ شاهي سلسله (۱۶۰۰ – ۱۰۴۶ مخزېږد)

د لرغون پېژندنې موندنې، چې د شانګ سلسلې (شاوخوا ۱۶۰۰ – ۱۰۴۶ مخزېږد) د شتون لپاره شواهد وړاندې کوي، پر دوو برخو وېشل شوې دي. لومړۍ مجموعه یې د شانګ دورې د لومړیو وختونو د دورې ده چې د ژېنګژوا ښار د ایرلیګنګ تمدن، او همدا راز شینګچینګ سرچینو څخه ریښه اخلي. دویمه مجموعه د شانګ یا ین (殷) دورې د وروستیو وختونو ده، چې د اوسمهال د هینان ایالت له انیانګ ښارګوټي څخه، چې د شانګ د نهو پلازمېنو د وروستۍ هغې په توګه تایید شوی، ترلاسه شوې (له ۱۳۰۰ تر ۱۰۴۶ مخزېږد کلونو پورې). د انیانګ په موندنو کې د چینایانو تر ټولو لومړني هغه لیکل شوي اثار شامل دي چې تر اوسه کشف شوي دي: د حیواناتو پر هډوکو یا پوستونو په لرغونې چینايي لیکبڼه د پېشګویۍ اړوندو اثارو ډبرلیکونه یا کتیبې – "اورکل هډوکي" چې تاریخ یې شاوخوا ۱۲۵۰ مخزېږد یا قبل المیلاد ته رسېږي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د ژو سلسله (۱۰۴۶ – ۲۵۶ مخزېږد)

د ژاو یا ژو شاهي سلسله (له ۱۰۴۶ مخزېږد څخه تر شاوخوا ۲۵۶ مخزېږد پورې) د چین په تاریخ کې ترټولو اوږده شاهي لړۍ ده. د دویمې مخزېږدې پېړۍ په پای کې، د ژېړ سيند په دره کې د ژو شاهي سلسله راڅرګنده شوه او د شانګ سيمې يې ونيولې. داسې بریښي چې د ژو سلسلې پادشاهانو تر نیمه فیوډالي سیستم لاندې خپله واکمني پیل کړې. ژو د شانګ په لويديځ کې اوسېده او د ژو مشر یا رهبر د شانګ له خوا د لويديځ ساتونکی ټاکل شووی و. د ژو لومړی واکمن، چې شاه وو (King Wu) نومېده د خپل ورور ژو دوک (Duke of Zhou) په مرسته، چې د پادشاه نایب و، پر دې وتوانېد چې د موی په جګړه کې شانګ ته ماتې ورکړي.[۱۸]

عصري چین

د چين لنډمهالی حکومت د ۱۹۱۲ کال د مارچ پر ۱۲مه نېټه په نان کينګ (Nanking ) کې جوړ شو. سن یات سېن (Sun Yat-sen) د چين د جمهوريت ولسمشر شو، خو واک يې يوان شيکای (Yuan Shikai) ته وسپاره، چې هغه مهال یې د نوي پوځ مشري کوله. په راتلونکو څو کلونو کې بیا يوان د ملي او ولايتي شوراګانو لغوه کولو ته دوام ورکړ او د ١٩١٥ کال په وروستيو کې يې ځان د چين د امپراتورۍ د امپراتور په توګه اعلان کړ. د یوان امپراتوریزې هیلې او جاه طلبۍ د هغه د ماتحتانو له کلک مخالفت سره مخ وې. د بغاوتونو له شونتیا سره د مخ کېدو له کبله، هغه د ۱۹۱۶ کال په مارچ کې استعفا ورکړه او په جون میاشت کې پر طبیعي مرګ ومړ.

په ۱۹۱۶ کال کې د یوان مړینې د واک تشه رامنځته کړه. جمهوري دولت ټول ړنګ شو. دغه وضعیت د جنګسالارۍ دورې ته لاره پرانستله، په کوم کې چې د چین ډېره برخه د سیالو ولایتي نظامي مشرانو د بدلېدونکو اېتلافونو او د بییانګ حکومت له لوري اداره کېده. روڼ اندو او پوهانو، چې د جمهوریت له ناکامۍ څخه نهیلي شوي وو، د نوي کلتور غورځنګ پیل کړ.[۱۹]

سرچينې