د چین کلتور


د نړۍ یو له پخوانیو کلتورونو نه چینایي کلتور (په ساده چینایي: 中华文化؛ دودیز چینایي: 中華文化؛ پینین: Zhōnghuá wénhuà) دی، چې زرګونه کاله وړاندې رامنځته شوی دی. دا کلتور د ختیځې اسیا په لویې جغرافیايي سیمې کې موقعیت لري او خورا متنوع او توپير لرونکی دی، چې دودونه یې د ولایتونو، ښارونو او ان ښارګوټو ترمنځ هم توپیر لري. د پیړیو په اوږدو کې د «چین» اصطلاحات او د «چین» جغرافیه بدله شوې، لکه څنګه چې په عصري وخت کې د «چین» د نوم له عامېدو دمخه یې نوم لوی کینګ وو. [۱][۲]

د تاریخ له نظره د چين تمدن د ختيځې اسيا يو غالب کلتور ګڼل کيږي. دا چې چين يو له لومړنيو لرغونو تمدنونو نه دی، نو د چين کلتور د اسيا پر فلسفې، فضيلت، اداب او دودونو باندې ژور اغېز ښندي. چينايي حروف، کلالۍ، معمارۍ، موسيقۍ، نڅا، ادبيات، جنګي هنرونه، خواړه، لیدیز هنرونه، فلسفه، سوداګريز اداب، مذهب، سياست او تاريخ په نړيواله کچه اغيزې لري، په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې یې دودونه او جشنونه نمانځل کيږي، جوړيږي او ترسره کېږي.[۳][۴][۵][۶][۷]

پېژندنه یا هویت

د کین له کورنۍ نه تر د چينګ (۲۲۱ ق م – ۱۸۴۰ ع) کورنۍ پورې، د چين حکومت چينايي وګړي په څلورو ډلو ويشلي وو: د ځمکې څښتن، بزګر، کسبګر او سوداګر. د ځمکو خاوندانو او بزګرانو دوه لویې طبقې رامنځته کړې، په داسې حال کې چې سوداګر او کسبګر په دوو کوچنیو طبقو کې سره راټول شوي وو. په تیوریتیکي لحاظ، د امپراتورۍ له موقف نه پرته، هیڅ شی هم میراثي نه و.

هان چينايان، د چين د اکثريت توکميزه ډله ده چې د ختيځې اسيا يو قوم او ملت دی. هغوئ د چین نږدې ۹۲٪ نفوس، د تایوان ۹۵٪ (هان تایوان)، د سینګاپور ۷۶٪، د مالیزیا ۲۳٪، او د نړیوال نفوس شاوخوا ۱۷٪ جوړوي، توکمیز ګروپ، چې شمیر یې له ۱،۳ میلیارد نه ډیر دی د نړۍ ترټولو لوی نفوس جوړوي.[۸][۹][۱۰][۱۱]

ټولنیز جوړښت

د درېیو واکمنانو او پنځو امپراتورانو له دورې راهیسې، ځینې چیني پاچایان تر ټولو اصلي واکمن دي. د تاریخ بېلابېلې دورې په ټولنه کې د بېلابېلو منصبونو لپاره بېلابېل نومونه لري. د مفهوم له مخې هره امپراتوري یا فیوډالي دوره، د حکومت او نظامي چارواکو د لوړې رتبې د سلسله مراتبو په برخه کې سره ورته دي، او پاتې نفوس د چین د منظم قانون تر واک لاندې دي. د ژو کورنۍ له وروستیو (۱۰۴۶- ۲۵۶ مخکې له میلاد) راهیسې، د چین دودیزه ټولنه د ټولنیزو-اقتصادي طبقو په یوې ډلبندۍ کې تنظیم شوې چې د څلورو مسلکونو یا دندو په نوم پیژندل کیږي.[۱۲]

په هرحال، دې سیسټم ټولې ټولنیزې ډلې نه پوښلې، داسې حال کې چې د سونګ (۹۶۰- ۱۲۷۹ وروسته له میلاد) د کورنۍ په وخت کې د چینایي کلتور له سوداګریز کیدو راهیسې د ټولو ډلو ترمنځ توپیرونه تت شوي وو. لرغونې چينايي زده کړې هم اوږده مخینه لري. له سوئي کورنۍ (۵۸۱-۶۱۸ وروسته له میلاد) راهیسې د امپراتورۍ د ازموینو لپاره تحصیل کړي نوماندان چمتو کېدل او د ازموینو فارغین به یې حکومت ته د پوهو اداري مامورینو په توګه وړاندې کول.[۱۳]

ژبه

پخوانی لیکل شوی معیار کلاسیک چینایي و. په زرګونو کلونو ترې کار اخیستل کېده، خو ډیری به د هغو پوهانو او روښان فکرانو له خوا کارول کېده چې د «شي دا فو (士大夫)» په نوم د ټولنې «لوړه» طبقه یې جوړوله. د عادي خلکو لپاره دا ستونزمنه خو ممکنه وه چې د تحریري ازموینې په

تېرولو سره دې ټولګي ته ننوځي. خطاطي وروسته سوداګریزه شوه، او د نامتو هنرمندانو کارونه په قیمتي شتمنیو بدل شوو. چينايي ادبيات اوږده مخینه لري. په چینایي ژبه کې ترټولو پخوانی کلاسیک کار، I Ching یا «د بدلونونو کتاب» ده، چې لرغونوالی یې شاوخوا ۱۰۰۰ کاله مخکې له میلاد ته رسیږي. د جنګیالیو هیوادونو د دورې په بهیر کې د فلسفې وده ددې لامل شوه، چې د کنفیوسیوس انالیکټس او لاوزي تاو ټي چینګ په څیر د پام وړ اثار رامنځته شي. (دا هم وګورئ: چینایي کلاسیک) اکثرا د شاهي کورنیو د تاریخونو لیکل د سیما کیان د لوی تاریخ اصلي ریکارډونو سره پیل کېږي، چې له ۱۰۹ مخکې له میلاد نه تر ۹۱ مخکې له میلاد پورې لیکل شوي دي. د تانګ کورنۍ د شاعرانه پرمختګونو شاهده وه، په داسې حال کې چې د چين د ادبياتو څلور ستر کلاسيک ناولونه د مينګ او چينګ د سترواکیو په بهیر کې ليکل شوي دي.

ادبیات

د ژو کورنۍ ډېری وخت د چين د کلتوري پرمختګ د ازمېښت کاڼي په توګه ګڼل کيږي. هغه مفاهیم چې په چینایي کلاسیکو متنونو کې راغلي دادي: شعر، د نجومو علم، ستورپوهنه او تقویم. د لومړنيو مهمو متنونو په ډله کې I Ching او Shujing هم شامل دي چې په څلورو کتابونو او پنځو کلاسیکو کې یاد شوي دي. د چینګ کورنۍ د واک په پای کې، چیني کلتور د عادي خلکو د لیکلو لپاره د سیمه ییزې ژبې په رامنځته کولو سره یوه نوې دوره پیل کړه. په عصري ادبياتو کې به مخکښان هو شي او لو ژون وي. د چين خلق جمهوريت له جوړېدو وروسته، د چين د عصري ادبياتو مطالعه په تدريجي ډول زياته شوې ده. د معاصرې دورې ادبیاتو د ملت د معاصرو تعبيرونو او د ملي روحيې د رامنځته کولو په برخه کې يو نوی لید رامنځته کړى دى.

موډ یا فیشن او جامې

د چین د موډ یا فیشن تاریخ سلګونه کلونه د ډېرو رنګارنګو او متنوع ترتیبونو سره په برکې نیسي. بېلابېلې ټولنيزې طبقې په بېلا بېلو دورو کې د موډ بېلا بېل دودونه لري، د چین د امپراطورۍ په دوره کې معمولا د امپراتورانو لپاره ځانګړی شوی رنګ ژيړ رنګ و.

موسيقي، سازونه او نڅا

موسیقي او نڅا د چین له لومړیو دورو سره نږدې اړیکې درلودې. د چیني موسيقۍ لرغونوالی د چینایي تمدن له پیل سره تړاو لري، چې د ژو سلطنت (۱۱۲۲ مخکې له میلاد – ۲۵۶ مخکې له میلاد) په پیل کې د پرمختللې موسیقۍ د کلتور په هکله اسناد او اثار د ثبوت په توګه وړاندې کوي. د ژو کورنۍ لومړنۍ موسیقي چې په لرغونو چینایي متنونو کې ثبت شوې د yayue په نوم دودیزه موسیقۍ ده او ښايي هره یوه برخه یې له نڅا سره تړاو ولري. ځینې ​​زړې لیکل شوې موسیقۍ د کنفوسیوس دورې پورې اړه لري. د چيني موسيقۍ لومړی پرمختللی مستند د تانګ کورنۍ په وخت کې د کین (د اوو تارونو الې غږول) وړاندې کول و، که څه هم د هان کورنۍ نه مخکې دغه ساز غږول شوی او پېژندل شوی و.

معمارۍ

د چین معمارۍ چې د پېړیو په اوږدو کې رامنځته شوې د معمارۍ یو سبک دی او د ختیځې اسیا پر معمارۍ باندې یې په پېړیو پېړیو خپل اغېز ساتلی دی. تر ډېره حده د چين د معمارۍ په ساختماني اصولو کې بدلون نه دی راغلی، یوازې یې د تزیین او ښکلا په برخه کې بدلون راغلی دی. د تانګ کورنۍ د پاچاهۍ راهیسې، چینایي معمارۍ د ختیځې اسیا لکه جاپان او کوریا پر معماري سبکونو ځانګړی اغېز درلود. چيني معمارۍ چې د چين د کلتور په شان لرغونې ده او بېلګې چې څه دپاسه ۲۰۰۰ کاله پخوا موندل شوي، له ډېرې مودې راهيسې د چين د کلتور يوه مهمه نښه ده. د چين په معمارۍ کې، پرته له دې چې ځانګړې سيمې او بېلا بېل ولايتونه په پام کې ونيول شي ځينې ځانګړتياوې ګډې دي.[۱۴]

سرچينې