د کوزوو جګړه

د کوزوو جګړه په کوزوو کې وسله واله جګړه وه چې د ۱۹۹۸ زکال د فبروري له ۲۸مې نېټې څخه یې د ۱۹۹۹ زکال د جون تر ۱۱مې نېټې پورې دوام وموند. دغه جګړه د یوګوسلاویا د فدرال جمهوریت (صربیا او مونټینګرو) د ځواکونو چې له جګړې وړاندې یې د کوزوو کنټرول په واک کې درلود او همدارنګه د کوزوو د البانیايي یاغي ډلې ترمنځ وشوه چې وروسته یې د کوزوو د آزادي غوښتونکي پوځ (KLA) په نامه شهرت وموند. دغه جګړه د ۱۹۹۹ زکال په مارچ میاشت کې د شمالي اتلانتیک تړون د سازمان (ناټو) په مداخلې او د هغو د هوایي بریدونو په پیلېدو سره پای ته ورسېده چې له امله یې یوګوسلاویايي ځواکونه له کوزوو څخه ووتل. [۱][۲][۳]

آزادي غوښتونکی پوځ د ۱۹۹۰مې لسیزې په لومړیو کې د البانیايي وګړو پر وړاندې د قومي تبعیض او همدارنګه د صربي چارواکو له خوا د خپلو البانیایي سیاسي مخالفینو د ځپلو له امله جوړ او په ۱۹۸۹ زکال کې یې د صربي مشر اسلوبودان میلوشوېچ له خوا د کوزوو د کورواکۍ په ځپلو سره په فعالیت پیل وکړ. دغه پوځ خپل لومړني فعالیتونه په ۱۹۹۵ زکال کې پیل کړل، هغه مهال چې د کوزوو قضیه د ډایټون هوکړې څخه وویستل شوه او څرګنده شوه چې د ولسمشر روګووا د سوله ئیز مقاومت ستراتیژي نه شي کولای، کوزوو د نړیوالو بحثونو په اجنډا کې شامله کړي. د ۱۹۹۶ زکال په جون میاشت کې دغه ډلې د کوزوو د پاڅون پر مهال د هغو ورانکارو چارو مسئولیت پر غاړه واخیست په کومو کې چې دوی د کوزوو د پولیسو پوستې په نښه کړې وې. دغه پوځ په ۱۹۹۷ زکال کې له هغه پاڅون وروسته چې پر مټ یې د پولیسو او پوځ له پوستو څخه وسلې لوټ کړې او همدارنګه یې البانیا څخه د وسلو په قاچاق؛ پریمانه وسلو ته لاسرسی وموند. د ۱۹۹۸ زکال په لومړیو کې په کوزوو کې د یوګوسلاویايي چارواکو د په نښه کولو په موخه د ازادي غوښتونکي پوځ بریدونه په کوزوو کې د صربي ملیشه او منظمو ځواکونو د زیاتوالي لامل وګرځېدل چې د یاد پوځ او خپلو سیاسي مخالفینو پر وړاندې یې غچ اخیستونکي عملیات پیل کړل؛ دغه پوځي اقدامات د ۱۹۹۹ زکال تر مارچ میاشتې پورې د کوزوو د آزادي غوښتونکي پوځ د ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ ملکي او پوځي غړو د مړینې لامل وګرځېدل او همدارنګه یې له امله د کوزوو البانیايي قوم ته اړوند ۳۷۰۰۰۰ وګړي بې ځایه شول. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د ۱۹۹۹ زکال د مارچ میاشتې په ۲۰مه نېټه وروسته له هغه چې یوګوسلاویا د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان ته اړوند د کوزوو د تائید کوونکي ماموریت څخه ووته او همدارنګه رامبویه وړاندیز شوې هوکړه له ماتې سره مخ شوه؛ یوګوسلاویايي ځواکونو له کوزوو څخه د البانیایي وګړو د شړلو او د هغوی د ځپلو پراخه عملیات پیل کړل. د دغې چارې په غبرګون کې ناټو مداخلې ته مخه کړه او د مارچ په ۲۴مه نېټه یې هوايي بمباري پیل کړه؛ دوی خپله مداخله د «بشرپالونکې جګړې» په نامه توجیه کړه. دغه جګړه د جون په ۹مه نېټه د کومانوو هوکړې په لاسلیک کېدو پای ته ورسېده چې له مخې یې یوګوسلاویايي او صربي ځواکونو هوکړه وکړه چې له کوزوو څخه به ووزي او نړیوالو ځواکونو ته به لار پرانېزي. ناټو ځواکونه د جون په ۱۲مه نېټه کوزوو ته دننه شول. له دې سره لا هم د ناټو د بمباریو عملیات د بحثونو موضوع جوړوي. دغه عملیاتو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تائید نه درلود او همدارنګه یې له امله ۴۸۸ ملکي یوګوسلاویايي وګړي ووژل شول چې ګڼ شمېر یې د کوزوو څخه راتښتېدلي کډوال وو.  [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

په ۲۰۰۱ زکال کې په کوزوو کې د ملګرو ملتونو تر مدیریت لاندې یوې عالي محکمې وموندله چې دلته «د وژنو، تښتوونو، اور اچونو او شدیده ناوړه چلنونو په ګډون د ترور سیستماتیکو عملیاتو» شتون درلود او یوګوسلاویايي ځواکونو د دې پر ځای چې په دغه هېواد کې البانیايي وګړي وځپي، تر ډېره یې د هغوی د له منځه وړو هڅه کړې ده. له جګړې وروسته داسې یو نوملړ چمتو کړای شو چې ښووله یې د دغه دوه کلنې جګړې پر مهال له ۱۳۵۰۰ تنو څخه زیات کسان مړه او یا هم ورک شوي دي. ورته مهال یوګوسلاویايي او صربي ځواکونه البانیايي قوم ته د اړوندو ۱.۲ میلیونو څخه تر ۱.۴۵ میلیونه کوزوویي وګړو د بې ځایه کېدو لامل وګرځېدل. له جګړې وروسته شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ صربیان، رومانیایان او نورو غیرالبانیایي وګړي له کوزوو څخه وتښتېدل او همدارنګه پاتې ګڼ شمېر ملکي وګړي له بېلابېلو ډولونو تاوتریخوالو او شکنجو سره مخ شول. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د کوزوو آزادي غوښتونکی پوځ له ځنډ پرته منحل شو؛ د دغه پوځ یو شمېر غړو یې بیا په پرشوسکا دره کې د پرشوسکا، مدودا او بوجانوواچ د آزادي غوښتونکي پوځ په ګټه جګړه وکړه او یو شمېر نور یې بیا د مقدونیې د وسله والې قومې شخړې پر مهال د ملي آزادي غوښتونکي پوځ او د البانیا د ملي پوځ په کتارونو کې ورګډ شول؛ همدارنګه پاتې نورو یې بیا د کوزوو د پولیسو جوړښت رامنځته کړ. [۲۹][۳۰][۳۱]

د پخوانۍ یوګوسلاویا لپاره د جرمونو نړیوالې محکمې هم شپږ صربي/یوګوسلاویايي چارواکي او یو البانیايي قوماندان د جنګي جرمونو په ترسره کولو محکوم کړل.

مخینه

د معاصرې البانیايي او صربي شخړې ریښه د ۱۸۷۷ – ۱۸۷۸ زکال پر مهال له هغو سیمو څخه د البانیايي وګړو له شړلو سره اړوند ده چې د صربستان په شهزاده نشینه قلمرو کې ادغام شوې وې او له امله یې دوی په کوزوو کې استوګن شوي وو. دغو البانیايي وګړو له ۱۸۷۶ زکال څخه یې تر ۱۸۷۸ زکال پورې په صربیانو یو لړ بریدونه وکړل او همدارنګه یې په ۱۹۰۱ زکال کې د کوزوو د صربیانو په عامه وژنه لاس پورې کړ. [۳۲][۳۳]

ورته مهال د شلمې پېړۍ په اوږدو کې په کوزوو کې د البانيایي او صربي وګړو ترمنځ ترینګلتیاوو یو ځل بیا زور واخیست چې له امله یې په ځانګړې توګه د بالکان د لومړۍ جګړې (۱۹۱۲ – ۱۹۱۳ زکال)، لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴ – ۱۹۱۸ زکال) او دویمې نړیوالې جګړې (۱۹۳۹ – ۱۹۴۵ زکال) پر مهال د دواړو لورو له خوا له شدیدو تاوتریخوالو څخه کار واخیستل شو. په ۱۹۱۲ زکال کې د کوزوو د البانیایي وګړو پاڅون لامل وګرځېد چې عثماني سترواکي د یو البانیايي ولایت له رامنځته کېدو سره هوکړه وکړي، خو عثماني ځواکونه د فرصت غوښتونکو بلغاریايي، صربستاني او مونټینګرویي ځواکونو له خوا له سیمې وشړل شول. له هغو څخه وروسته د بالکان په جګړو کې لږه ۵۰ زره د کوزوو البانیايي وګړي د صربستان د منظم پوځ او نامنظمو کومیتاجي ملیشه ځواکونو له خوا وړاندې له دې چې په ۱۹۱۲ – ۱۹۱۳ زکال کې د لندن د کنفرانس پر مټ د البانیا پولې په رسمیت وپېژندل شي د نفوسو په شمېر کې د لاسوهنې په موخه وروسته له هغه ووژل شول چې دغه کنفرانس د قومي شمېر پر بنسټ د البانیا د پولو د ترسیم وړاندیز وکړ. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته کوزوو د البانیايي ټولنې د غوښتنې سربېره چې غوښتل یې کوزوو له البانیا سره یوځای شي، د صربیانو تر کنټرول لاندې یوګوسلاویا سره یوځای شوه. البانیايي یاغیانو په درنیکا – دوکاجین کې پاڅون وکړ چې د ۱۹۲۴ زکال په ډسمبر میاشت کې په البانیا کې د فن نولي د دولت په سقوط او ورپسې د ولسمشر زوګ له خوا د کوزوو د ملي دفاع له کمېټې څخه د ملاتړ په پای ته رسولو پای ته ورسېد. له ۱۹۱۸ زکال څخه تر ۱۹۳۹ زکال پورې یوګوسلاویا په سلګونو زره البانیایي وګړي له کوزوو وشړل او په سیمه کې یې تر ډېره د صربي مستعمره چیانو استوګنې ته لار برابره کړه، په داسې حال کې چې په ښوونځیو کې یې هم البانیايي ژبه منع کړه. په ۱۹۴۱ زکال کې په یوګوسلاویا باندې د محور ځواکونو له برید وروسته د کوزوو ډیری برخه د ایټالیا تر کنټرول لاندې البانیا او پاتې نوره برخه یې هم د جرمني او بلغاریا تر کنټرول لاندې راغله. د اشغال پر مهال البانیايي متحدینو صربي او مونټینګرویي کډوال شدید شکنجه کړل، د دوی په زرګونو کسان یې ووژل او همدارنګه یې له ۷۰ زرو څخه تر ۱۰۰ زرو پورې نور له کوزوو وشړل او یا یې هم د اجباري کار کمپونو ته ولېږل څو دغه ولایت په بشپړه توګه البانیايي کړي. [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

تلفات

ملکي تلفات

د ۲۰۰۰ زکال په جون میاشت کې د سره صلیب کمېټې راپور خپور کړ چې ۳۳۶۸ ملکي وګړي (تر ډېره البانيایي او یوازې څو سوه تنه یې صربي او رومي قومونو ته اړوند دي) له جګړې څخه د یو کال په تېرېدو لا هم ورک دي او له امله یې دوی دا پایله وړاندې کړه چې کېدای شي مړه وي. [۴۴]

د متحده ایالاتو د جورجیا ایالت په اتلانتا کې د ناروغیو د کنټرول او له هغو څخه د مخینوي د مرکز د څېړونکو یوه راپور چې په ۲۰۰۰ زکال کې په لنسېټ طبي ژورنال کې خپور شو اټکل کړی چې د دغه سیمې د ټولو مړو شوو وګړو څخه ۱۲۰۰۰ تنه یې کولای شو جګړې ته اړوند وبولو. [۴۵][۴۶]

د ناټو په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو تلفات

یوګوسلاویايي چارواکو څرګنده کړه چې د ناټو په بریدونو کې د ملکي وګړو تلفات له ۱۲۰۰ څخه تر ۵۷۰۰ تنو پورې دي. د ناټو عمومي منشي لارډ رابرټسون له جګړې وروسته ولیکل چې «د انساني ژوندانه د واقعي تلفاتو کچه هېڅکله په کره توګه نه شي څرګندېدلی»، خو وروسته یې د بشري حقونو د څار ډلې په راپور کې وړاندې شوي ارقام د یو معقول اټکل په توګه وړاندې کړل. دغه راپور د ناټو په ۹۰ جلا بریدونو کې د مړو شوو ملکي وګړو شمېر له ۴۸۸ څخه تر ۵۲۷ تنو ښوولی و (چې له ۹۰ تر ۱۰۰ تنو پورې یې د خوشه یي بمونو د کارونې له امله وژل شوي وو).[۴۷]

سرچينې