راجیو ګاندي

راجیو ګاندي (زوکړه: د ۱۹۴۴ زکال د اګست ۲۰ مه – مړینه: د ۱۹۹۱ زکال د مۍ ۲۱ مه) هندي سیاستوال و چې له ۱۹۸۴ زکال څخه یې تر ۱۹۸۹ زکال پورې د هند د شپږم لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. نوموړی په ۱۹۸۴ زکال کې د خپلې مور، لومړۍ وزیرې اندرا ګاندي له ترور وروسته د هند د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو او په دې سره نوموړی د ۴۰ کلنۍ په عمر د هند تر ټولو ځوان لومړی وزیر شو. [۱۶][۱۷][۱۸]

راجیو ګاندي
راجیو ګاندي
راجیو ګاندي

د شخص معلومات
پيدايښت۲۰ اگسټ ۱۹۴۴[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۱][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
ممبای [۱۳]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه21 مې 1991 (47 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۱۳][۸][۹][۱۰][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتهند (۲۶ جنوري ۱۹۵۰–)[۱۴][۱۳]
برېتانوي هند (–۱۴ اگسټ ۱۹۴۷)[۱۳]
د هند اتحاد (۱۵ اگسټ ۱۹۴۷–۲۶ جنوري ۱۹۵۰)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهبهندويزم [۱۳]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
موراندرا ګاندي [۱۳]  د (P25) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
تعلیمد کېمبرېج پوهنتون [۱۳]  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلکسياستوال [۱۴][۱۳]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)هندي [۱۵][۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
 بهارت رتنا (۱۹۹۱)[۱۳]
اندرا ګاندي جایزه (۱۹۹۱)[۱۳]  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
راجیو ګاندي
راجیو ګاندي

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ګاندي په هند کې د نهرو- ګاندي د تر ټولو مخکښې سیاسي کورنۍ غړی و او د هند ملي کانګرس ګوند ته اړوند و. د هغه د ماشومتوب پر مهال د نوموړي مورنی نیکه جواهر لعل نهرو د هند لومړی وزیر و. ګاندي په بریتانیا کې زده کړې وکړې او په ۱۹۶۶ زکال کې هند ته له راګرځېدو وروسته د هند په دولتي هوايي شرکت کې د مسلکي پیلوټ په توګه وګمارل شو. نوموړي په ۱۹۶۸ زکال له سونیا ګاندي سره واده وکړ او له خپلو دوه اولادونو؛ راهول ګاندي او پریانکا ګاندي وادارا سره په ډهلي کې استوګن شو. د ۱۹۷۰مې لسیزې پر مهال د هغه مور اندرا ګاندی د هند لومړۍ وزیره او ورور یې سنجی ګاندی د پارلمان غړی و؛ خو له دې سره بیا هم راجیو له سیاست لرې و. په ۱۹۸۰ زکال کې د یوې هوايي پېښې له امله د سنجي له مړینې وروسته، نوموړی زړه نا زړه د خپلې مور په لارښوونه سیاست ته ننوت. راتلونکی کال هغه له امیټهي ټاکنیزې حوزې څخه خپل ورور ته اړونده څوکۍ خپله کړه او د لوک صباح یا د هند د پارلمان د ولسي جرګې غړیتوب یې ترلاسه کړ. ګاندي د خپلې سیاسي ودې پر مهال د کانګرس عمومي منشي شو او د ۱۹۸۲ زکال د آسیایي لوبو په تنظیم کولو کې یې مهم رول ولوباوه.

د ۱۹۸۴ زکال د اکتوبر په ۳۱ مه د نوموړي مور (لومړۍوزیره اندرا ګاندي) د ساتوانت سېنګ او بینت سېنګ په نومونو د خپلو دوه سک ساتونکو له خوا د هند د پوځ د بلو سټار (آبي ستوري) په نامه هغو عملیاتو په غبرګون کې ووژل شوه چې د مندیر صاحب له طلایي معبد څخه یې سېک جلا غوښتونکي فعالین وویستل. د همدغې ورځې په ناوخته کې ګاندي د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، ځکه د هغو ګوند ته اړوندې منظمې ډلې په ټولنه کې د سېکانو پر وړاندې راپورته شوې او په ډهلي کې یې ګڼ شمېر سېکان ووژل. سرچینې د وژل شوو سېکانو شمېر له ۸۰۰۰ څخه تر ۱۷۰۰۰ تنو پورې ښيي. د همدغه کال په ډسمبر کې کانګرس ملي ګوند د لوک صباح له ۵۴۲ څوکیو څخه ۴۱۱ خپلې کړې او په دې سره یې په لوک صباح کې بشپړ اکثریت تر لاسه کړ. د راجیو ګاندي د لومړي وزارت دوره د یو شمېر جنجالونو شاهده وه؛ تر ټولو مهمې یې هم کېدای شي د بوپال فاجعه، د بوفورس رسوايي او د موهد په نامه د احمد خان پر وړاندې د شاه بانو بېګم قضیه وي. په جامو کشمیر کې د وزیر په توګه د ګل شاه له ټاکلو ډېر ژر وروسته په ۱۹۸۶ زکال کې په کشمېر کې بغاوتونه پیل شول. په ۱۹۸۸ زکال کې هغه د مالدیو کودتا وپاشله او د PLOTE ډلې په څېر یې له تامیل ملیشه ډلو سره څرګند مخالفت وکړ. نوموړي په ۱۹۸۷ زکال کې سرېلانکا ته سوله ساتي ځواکونه ولېږل چې له آزادي غوښتونکو تامیل پرانګانو (LTTE) سره په ښکاره نښته واوښتل. د ۱۹۸۷ زکال په نیمايي کې د بوفورس د فساد رسوايي د هغه ځایګي ته زیان واړوه چې له امله یې د نوموړي ګوند د ۱۹۸۹ زکال ټاکنې وبایللې. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

ګاندي د ۱۹۹۱ زکال د ټاکنو ترمهاله د ملي کانګرس ګوند مشر پاتې شو. په داسې حال کې چې نوموړي د ټاکنو لپاره مبارزه کوله د تامیل پړانګانو د یوځانمرګي برید ګر له خوا ترور کړای شو. د هغه کونډه سونیا په ۱۹۸۸ زکال کې د ګوند مشره شوه او خپل ګوند یې د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۹ زکال په پارلماني ټاکنو کې بریا ته ورساوه. د هغه زوی راهول ګاندي د پارلمان غړی دی او تر ۲۰۱۹ زکال پورې د ملي کانګرس ګوند مشر و. په ۱۹۹۱ زکال کې د هند دولت د نوموړي له مړینې وروسته د بهارت راتنا تر ټولو لوړ ملکي نښان ګاندي ته ورکړ. په ۲۰۰۹ زکال کې د هند د رهبرۍ په کنفرانس کې د هند د معاصر انقلابي رهبر جایزه هم ورکړل شوه. [۲۵]

د هند لومړی وزارت

د ۱۹۸۴ زکال د اکتوبر په ۳۱ مه راجیو ګاندي په لویدیځ بنګال کې و چې مور یې اندرا ګاندي د خپلو دوه ساتونکو ساتوانت سېنګ او بینت سېنګ له خوا د آبي ستوري د عملیاتو پر مهال په طلایي معبد باندې د برید په غبرګون کې ووژل شوه. سردار بوتا سېنګ او ولسمشر زیل سېنګ په راجیو فشار راوړ د خپلې مور له مړینې څخه وروسته د څو ساعتونو په اوږدو کې د لومړي وزیر په توګه د هغې ځای ناستی شي. راجیوګاندي په ډهلي کې د سېکانو ضد په پاڅونونو کې وویل، «هغه مهال چې یوه لویه ونه راچپه کېږي، د هغو لاندې ځمکه به لړزېږي»؛ هغه څرګندونه چې له امله یې پر نوموړي شدیدې نیوکې وشو. د ګوند ګڼ شمېر سیاستوالو یې هغه د تاوتریخوالو په تنظیم کولو تورن کړ. [۲۶][۲۷]

واک ته له رسېدو ډېر ژر وروسته نوموړي له ولسمشر سېنګ څخه وغوښتل پارلمان منحل کړي او نوې ټاکنې ترسره کړي، ځکه چې لوک صباح خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړې وه. ګاندي په رسمي توګه د کانګرس ګوند مشر شو، هغه ګوند چې د هند د پارلمان په تاریخ کې په مطلق اکثریت واک ته ورسېد او په دې سره ګاندي هم پر حکومت بشپړ واک ترلاسه کړ. هغه د خپلې ځوانۍ او همدارنګه د دغه باور له امله چې د فاسد سیاست له صحنې لرې و ډېره ګټه واخیسته. ګاندي د ۱۸۹۴ زکال د ډسمبر په ۳۱مه لوړه وکړه؛ واک ته د رسېدو پر مهال هغه ۴۰ کلنۍ ته رسېدلی و او په دې سره د هند تر ټولو ځوان لومړی وزیر شو. [۲۸][۲۹][۳۰]

بهرنۍ پالیسي

د هند د بهرني سیاست د څېړونکي او د کانګرس ګوند د ایډیالوژي د مفسر راجول کریم لاسکار په خبره؛ د نوي نړیوال نظم اړوند د راجیو ګاندی لیدلوري په نړیوال ډګر کې د هند په مخکښ ځایګي لرلو ټینګار درلود. د لاسکار په خبره، د راجیو ګاندي د بهرني سیاست ټول پام پر دې و چې هند «د یو خپلواک او پر ځان بسیا هېواد په توګه د نړۍ د لومړۍ درجې هېوادونو په کتار کې راولي». د لاسکار په خبره د راجیو ګاندي دیپلماسي « د اړتیا پر مهال روغه خوښوونکې» او همدارنګه « د اړتیا پر مهال قاطعانه» وه. [۳۱]

په ۱۹۸۶ زکال کې ګاندي د سیشل د ولسمشر فرانس آلبرت رنه په غوښتنه د هغه پر ضد د کودتا د مخه نیولو په موخه سیشل ته هندي ځواکونه ولېږل. د هند په مداخلې سره له کودتا مخه ونیول شوه. دغه ماموریت د Operation Flowers are Blooming په نوم پېژندل کېږي. په ۱۹۸۷ زکال کې د راجیو د عملیاتو په نامه پوځي عملیاتو پر مهال هند وکولای شول چې د پاکستان او هند سره په پوله د سیاچین په جنجالي سیمه کې کوایډ پوست بېرته ونیسي. په ۱۹۸۸ زکال کې د مالدیو د کودتا پر مهال د مالدیو ولسمشر مامون عبدالقیوم له ګاندي مرسته وغوښته. هغه ۱۵۰۰ هندي سرتېري ورته ولېږل او کودتاچیان یې وځپل.[۳۲][۳۳][۳۴]

د ۱۹۸۸ زکال د جون په ۹ مه د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتوتو د عمومي اسمبلۍ په پنځلسمه ځانګړې ناسته کې چې په نیویارک کې ترسره شوه، ګاندي له اټومي وسلو څخه د پاکې نړۍ اړوند خپل لیدلوری بیان کړ څو له اټومي وسلو پرته او له تاوتریخوالي څخه پاک نړیوال نظام په پروګرام کې تحقق ومومي. [۳۵][۳۶]

هغه وویل:

افسوس چې اټومي وسلې یوازې د ټولیزې وژنې وسلې نه دي. د ژوندانه په علومو کې نوي علوم د رامنځته کېدو په حال کې دي. د دغو پرمختګونو څخه پوځي ګټنه په چټکۍ سره کولای شي د بیولوژیکي وسلو څخه د پوځي ګټنو اړوند شته کنوانسیونونه کمزوري کړي. زموږ اندېښنې باید د ټولیزې نابودۍ تر ټولو وسایلو پورې پراختیا ومومي.

پاکستان

د ۱۹۸۷ زکال په فبروري میاشت کې د پاکستان ولسمشر ضیاالحق ډهلي ته ولاړ او هلته یې له ګاندي سره ملاقات وکړ څو د راجستان او پنجاب په پوله کې د «هند د ځواکونو د معمولو پوځي تمریناتو» اړوند خبرې وکړي. په همدې توګه ګاندي په ۱۹۸۸ زکال کې اسلام آباد ته ولاړ او د پاکستان له لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو سره له لیدنې وروسته یې د ۱۹۷۲ زکال د شېملا هوکړه تائید کړه. [۳۷]

سرچينې