ممبای

ممبۍ (انګریزي: / mʊmˈbaɪ / ()، مراټي: [əmumbəi]؛ بمبي / bɒmˈbeɪ / - تر ۱۹۹۵ ز کال پورې رسمي نوم) د هند د مهاراشترا ایالت پلازمېنې ښار دی. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، تر ۲۰۱۸ پورې، ممبۍ په هند کې له ډیلي وروسته دویم ډېر نفوس لرونکی ښار دی او د شاوخوا ۲۰  میلیون نفوس سره د نړۍ اووم ترټولو ډیر نفوس لرونکی ښار پېژندل شوی. د هند حکومت د ۲۰۱۱ ز کال نفوس سرشمیرنې سره سم، ممبۍ د هند ترټولو نفوس لرونکی ښار و چې د اټکل شوي ښار مناسب نفوس ۱۲.۵ میلیون وګړو د ممبي ښاروالۍ تر نظر لاندې ژوند کاوه. ممبۍ د ممبۍ سیمې مرکز او د نړۍ په کچه شپږم لوی نفوس لرونکی ښار دی چې ۲۳ میلیون وګړي په کې مېشت دي. ممبۍ د هند په لویدیځ د کانکن په  څنډه کې موقعیت لري او د یوه ژور طبیعي بندر لرونکی دی. په ۲۰۰۸ کال کې ممبۍ د الفا نړیوال ښار په نوم و نومول شو. دغه ښار کې د هند د ټولو ښارونو په پرتله، د دغه هېواد ډېری میلیونران او میلیاردران مېشت دي. ممبۍ د یونسکو د درېو نړیوالو میراثي ځایونو کور دی: د الیفنتا غارونه، د چترپتي شیواجي مهاراج ټرمینس، او د ویکتوریا او ارټ ډیکو ودانیو ځايي ځانګړی جوړښت چې په ۱۹ او ۲۰ پېړیو طراحې شوې دي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د ممبای انځور
د ممبای انځور
د ممبای انځور

د تاسيس نيټه۱۵۰۷[۲]  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ممبای
ممبای

هيوادهند (۱۴ اگسټ ۱۹۴۷–)[۳]
په هند باندې د ختیځ هند د بریتانوي شرکت واکمني (۲۷ مارچ ۱۶۶۸–۲۸ جون ۱۸۵۸)
برېتانوي هند (۲۸ جون ۱۸۵۸–۱۴ اگسټ ۱۹۴۷)  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۴]
پلازمینه د
مهاراشترا (۱ مې ۱۹۶۰–)[۵]  د (P1376) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map
کورډېناټونه: ۱۹°۰۴′۳۳″شمال ۷۲°۵۲′۳۹″ختیځ / 19.075833333333°شمال 72.8775°ختيځ / 19.075833333333; 72.8775 [۶]  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۷]
سيمهمهاراشترا (۱ مې ۱۹۶۰–۱ اکتوبر ۱۹۹۰)[۸]  د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جغرافیائی ځانګړتیاوې
ساحه603 کیلومتره مربع [۹]  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوړوالي14 متر   د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس
ټول نفوس15414288 (۲۰۱۸)  د (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نور معلومات
خورلڼې ښارونه
موټر نمبر پليټ
MH-01
MH-02
MH-03  د (P395) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوسټ کوډ
400001  د (P281) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ټليفون کوډ0022  د (P473) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ویب پاڼهد تاييدولو سرچينه[۱۵]  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جیو کوډ1275339[۱۶]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اوه ټاپوګان چې ممبۍ تشکیلوي په اصل کې د مراټي ژبې د کولي خلکو د ټولنو کور و. د پیړیو لپاره، د بمبۍ اوه ټاپوګان د ځایي واکمنانو تر کنټرول لاندې و چې له هغه وروسته د پرتګالي امپراتورۍ ته وسپارل شو او بیا له هغه وروسته په ۱۶۶۱ز کال کې د ختیځ هند شرکت ته د کاترین براګانزا د مهریې په توګه د انګلستان له چارلس II سره د واده له لارې ورکړل شو.  د اتلسمې پیړۍ په نیمایي کې، بمبۍ د هورنبي ویلارډ پروژې له خوا له سره پلان شو، چې د بحر څخه د اوو ټاپوګانو تر منځ د سیمې بیا رغونه ترسره شوه. د لویو سړکونو او ریل پټلیو جوړولو سره، د بیا رغونې پروژه، چې په ۱۸۴۵ کې بشپړه شوه، بمبۍ د عربي بحیرې په یوه لوی بندر بدله کړه. په نولسمه پیړۍ کې بمبۍ د اقتصادي او تعلیمي پرمختګ مرکز و. د شلمې پیړۍ په لومړیو کې دا د هند د خپلواکۍ غورځنګ لپاره یو پیاوړی مرکز شو. په 1947 کې د هند له خپلواکۍ وروسته دا ښار په بمبي ایالت کې شامل شو. په 1960 کې، د سمیوکت مهاراشترا غورځنګ په تعقیب، د مهاراشترا نوی ایالت د بمبۍ د پلازمینې په توګه رامنځته شو.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

ممبۍ د هند مالي، سوداګریزه او تفریحي پلازمېنه ده. دا د نړیوال مالي جریان له مخې، د نړۍ سوداګرۍ له لسو غوره مرکزونو څخه هم دی چې د هند د نا خالصه تولیداتو ۶.۱۶ سلنه تولیدوي او د صنعتي تولید بیا ۲۵٪  جوړوي او همدا رنګه د هند سمندري سوداګرۍ ۷۰٪ سلنه یې ځانته ځانګړې کړې ده. ممبۍ پورټ ټرسټ او JNPT، د هند اقتصاد ته د پانګې لیږد ۷۰ سلنه را نغاړي. ممبۍ په نړۍ کې د میلیاردرانو د لرلو له امله په اتم ځایګي کې دی. د ممبۍ میلیاردرانو په ۲۰۰۸ ز کال کې د نړۍ د هر ښار په پرتله ترټولو د منځنۍ کچې لوړه شتمني درلوده. دغه ښار، د مهمو مالي مؤسسو او هندي شرکتونو او څو ملیتي شرکتونو درلودونکی دی. دغه ښار د هند د مخکښو ساینسي او اټومي مؤسسو کور هم دی. دغه ښار د بالیووډ او مراټي سینما صنعتونو کور هم دی. د ممبۍ سوداګریز فرصتونه له ټول هند څخه کډوال ور جذبوي.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

ایتمولوژي

د ممبۍ نوم د ممبا یا مها -امبا څخه اخیستل شوی - د اصلي کولی ټولنې د سرپرست خدای (کولادیوتا) ممبادیوي نوم دی او په مراټي ژبه کې د "مور" معنی لري چې د کولي خلکو مورنۍ ژبه او د مهاراشترا ایالت رسمي ژبه ده. د کولي قوم اصلیت د کاتیاوار او مرکزي ګجرات څخه ده او د ځینو سرچینو له مخې دوی خپل خدای مومبا له کاتیاوار (ګجرات) څخه له ځانه سره راوړ، چېرته چې لا اوس یې هم عبادت کېږي. په هرصورت، نورې سرچینې بیا له دې خبرې سره همغږه نه دي چې ګواکې د ممبۍ نوم یې د مومبا له الهې څخه را اخیستل شوی وي.[۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

دغه ښار لپاره تر ټولو پخواني نومونه کاکاموچي او ګالاجنکجا دي. دا نومونه لا اوس هم کارول کېږی. په ۱۵۰۸ ز کال پرتګالي لیکوال ګاسپر کورییا په خپل لینډاس دا انډیا ("د هند افسانې") کې د "بومبیم" نوم کارولی دی. دغه نوم ممکن د ګالیشین - پرتګالي جملې څخه سرچینه اخیستې وي چې معنی یې "ښه کوچنۍ خلیج" ده او بوم بایم لاهم په پرتګالي کې کارول کیږي. په ۱۵۱۶ ز کال کې، پرتګالي سپړونکي Duarte Barbosa د Tana-Maiambu نوم وکارولو. داسې ښکاري چې تانا د تانې ښار ته نږدې ښارګوټی او میامبو ممبادیوي ته اشاره کوي.[۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]

په ۱۶ او ۱۷ پېړیو کې ثبت شوي نور تغییرات دا دي: ممبۍن (1525)، بمبۍ (1538)، بمبۍین (1552)، بمبۍم (1552)، مونبای (1554)، مومبای (1563)، مومبای (1644)، بامبای (1666) ، بومباین (1666)، بومبیي (1676)، بون بي (1690) او بون باهایا.  وروسته له هغې چې انګریزانو په ۱۷ پېړۍ کې د ښار واک ترلاسه کړ، دا پرتګالی نوم د انګریزې په بمبۍ نوم بدل شو. علي محمد خان، د ګجرات ایالت شاهي دیوان یا د عوایدو وزیر و چې په میرات احمدي کې په کال  (۱۷۶۲)  دغه ښار د منبای (Manbai) په نوم یاد کړی دی. [۵۳][۵۴][۵۵][۵۶]

فرانسوي مسافر لوئس روسلیټ چې په ۱۸۶۳ او ۱۸۶۸ کلونو کې له دغه هېواد څخه لیدنه وکړه او په خپل کتاب L'Inde des Rajahs کې چې په لومړي ځل په ۱۸۷۷ ز کال کې خپور شو وايي: "ایتیمولوژیسټانو دغه نوم په غلط ډول د پرتګالي بوا بهیا، یا (فرانسوي: "bonne bai) څخه اخیستی دی. "انګریزي:" Good bay")، نه پوهېدل چې د دې ټاپو ټیټیلر دیوي د لیرې پرتو لرغونو زمانو څخه، بمبا، یا ممبا دیوی او دا چې هغه اوس هم معبد لري".[۵۷]

د شلمې پیړۍ په وروستیو کې دغه ښار په مراټي، کونکني، ګجراتي، کناډا او سندي کې د ممبۍ یا ممبای په نوم او په هندي کې د بامبۍ په نوم یادیږي. د هند حکومت په رسمي ډول د ۱۹۹۵ کال په نومبر میاشت کې د انګریزي نوم ممبۍ ته بدل کړ. دا د مراټي ملتپال شیو سینا ګوند په اصرار کې راغی چې د مهاراشترا ایالت ټاکنې یې ګټلې وې او په ټول هیواد او په ځانګړې توګه په مهاراشترا کې ورته د نوم بدلول یې وښودل. د سلیټ مجلې ته په پام، "دوی استدلال کولو چې 'بمبۍ' د 'ممبۍ' فاسده انګریزي نسخه او د بريټانوي ښکېلاکي واکمنۍ یو ناغوښتل شوی میراث دی." سلیټ دا هم ویلي "د بمبۍ د نوم بدلولو فشار د لوی غورځنګ برخه وه څو د مهاراشترا په سیمه کې د مراټي هویت پیاوړي کړي." په داسې حال کې چې ځینې اوسېدونکي او د نورو سیمو هندیان دغه ښار د ممبۍ په نوم یادوي. د دغه ښار نوم له غیر بمبي سره ذکر شوی چې په پایله کې احساساتي پاڅونونه کله ناکله د تاوتریخوالي سیاسي بڼه غوره کړې ده. [۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲][۶۳][۶۴][۶۵][۶۶]

د ممبۍ خلک

د ممبۍ اوسیدونکو ته په مراټي ژبه کې ممبۍکار ویل کیږي چې په کې د kar وروستاړی د ښار اوسېدونکو په معنی دی. دغه اصطلاح د څه مودې لپاره کارول کېده خو د ممبۍ رسمي نوم له بدلولو وروسته مشهوره شوه. زړې اصطلاح ګانې لکه بمبایټ هم کارول کیږي.[۶۷][۶۸][۶۹]

سرچینې