رونالډ ریګن

رونالډ وېلسن ریګن (فبروری ۶ مه ۱۹۱۱ – د جون ۵ مه، ۲۰۰۴ ز) امریکایي سیاستوال و، چې له ۱۹۸۱ ز کال څخه یې  تر ۱۹۸۹ ز کال پورې د امریکا د څلوېښتم ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه. نوموړی د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی و چې په هالیووډ کې یې د هنرمند (اکټور) په توګه له رول لوبولو او د اتحادیې له مشرتابه وروسته، له ۱۹۶۷ ز کال څخه یې ۱۹۷۵ ز کال پورې د کالیفورنیا ایالت د ۳۳ م والي په توګه دنده ترسره کړه.

رونالډ ریګن
رونالډ ریګن
رونالډ ریګن

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت۶ فبروري ۱۹۱۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
مړینه5 جون 2004 (93 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۹][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاس انجلس [۱۸]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لاملسینه بغل [۱۹]
الزایمر [۲۰]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتد امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد71 اينچ [۲۱]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوندجمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) (۱۹۶۲–۲۰۰۴)
ديموکراتيک ګوند (–۱۹۶۲)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیتالزایمر (۱ اگسټ ۱۹۹۴–)[۲۲]  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځهنانسي ريګن (۴ مارچ ۱۹۵۲–۵ جون ۲۰۰۴)[۲۳][۱۸]  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلکتلویزیون ستوري
فلم لوبګر
سياستوال [۲۴][۱۸]
سکرين ليکوال
پوځي افسر (۱۹ اپرېل ۱۹۴۲–۹ ډيسمبر ۱۹۴۵)[۲۵]
لوبگر (۱ جون ۱۹۳۷–۳۱ مې ۱۹۶۰)[۲۶][۲۷][۱۸]
غږ ورکونکی ستوری   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبهامریکايي انګرېزي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)امریکايي انګرېزي [۲]
انگليسي [۲۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداريد امریکا متحده ایالات   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړېدويمه نړېواله جګړه
امریکایي ټیاتر (دویمه نړیواله جګړه)   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
رونالډ ریګن
رونالډ ریګن

ويبپاڼه
ويبپاڼهد تاييدولو سرچينه (امریکايي انګرېزي ) (–)
د تاييدولو سرچينه (امریکايي انګرېزي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ریګن، د ایلیانوس په ټامپیکو (Tampico, Illinois) کې په کم عاید لرونکې کورنۍ کې وزېږېد. وروسته له هغه چې په ۱۹۳۲ ز کال کې له ایریکا (Eureka) کالج څخه فارغ شو، په لوا (Iowa) کې یې د راډیو د سپورت برخې د تبصره کوونکي په توګه دنده پیل کړه. په ۱۹۳۷ ز کال کې هغه کالیفورنیا ته وکوچېد، چېرې یې چې د هنرمند (اکټور) په توګه دنده پیدا کړه. هغه په یو شمېر مشهورو آثارو کې رول ولوباوه. له ۱۹۴۷ ز کال څخه یې تر ۱۹۵۲ ز کال پورې، د سینماګرانو د اتحادیې (Screen Actors Guild) د مشر په توګه دنده ترسره کړه، چې په اتحادیه کې یې د کمونیستي اغېز د ادعا د له منځه وړلو په موخه کاروکړ. په ۱۹۵۰ مه لسیزه کې یې تلویزیوني مسلک ته مخه کړه او د جنرال الکتریک ویاند شو. له ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۶۰ ز کال پورې یې، یوځل بیا د سینماګرانو د اتحادیې مشري وکړه. په ۱۹۶۴ ز کال کې یې د جمهوري غوښتونکي ګوند د نوماند باري ګولډ واټر(Barry Goldwater) څخه د ملاتړ په موخه "د ټاکلو لپاره مهال" (A Time for Choosing) تر عنوان لاندې ویناوکړه – چې د یوې نوې محافظه کارې څېرې په توګه ورته په ملي کچه پام واوښت. د ملاتړو د شبکې په جوړولو سره، ریګن په ۱۹۶۶ ز کال کې د کالیفورنیا ایالت د والي په توګه وګومارل شو. هغه د خپل ولایت پر مهال، مالیات (ټکس) لوړ کړل، د بودیجې کمښت یې په زیاتوالي واړوه، په یوسي بېرکلي (UC Berkeley) پوهنتون کې یې معترضان و ګواښول او د اعتراضي خوځښتونو پر مهال یې د ملي ګارد ځواکونه وکارول.

د ۱۹۷۹ ز کال په نومبر کې، ریګن اعلان وکړ چې غواړي د ۱۹۸۰ ز کال کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو ګوند په نوماند ټاکلو بهیر کې خپل ځان نوماند کړي. هغه دیموکرات نوماند جیمي کارتر ته په ماتې ورکولوسره ټاکنې وګټلې. ریګن د خپلې لومړۍ لوړې پر مهال ۶۹ کاله او ۳۴۹ ورځې عمر درلود، چې د امریکا د ولسمشر په توګه تر ټولو ډېر عمر لرونکی کس و چې وټاکل شو. ریګن په ۱۹۸۴ ز کال کې په دویم ځلي ټاکنو کې د دیموکرات ګوند نوماند والټر مونډېل (Walter Mondale) ته چې وړاندې له هغې یې د ولسمشر کارتر د مرستیال په توګه خدمت کړی و، ماته ورکړه. رېګان هغه ته په لویه کچه ماتې ورکړه، چې د امریکا د هر ولسمشر په پرتله یې تر ټولو ډېرې الکترال رایې خپلې کړې: ۵۲۵ رایې (د الکترال کالج له ۵۳۸ رایو څخه ۹۷.۶٪). د امریکا په تاریخ کې دا تر ټولو بې پلوه ټاکنې وې.[۲۹]

رېګان د خپلې ولسمشرۍ په پیل کې د نوو سیاسي او اقتصادي طرحو په پلي کولو پیل وکړ. د هغه د تولید ملاتړ کوونکي اقتصاد پالیسۍ – چې د "رېګانومېکس" (Reaganomics) په نوم یادېدې – د اقتصادي ودې په موخه یې د مالیاتو د کچې له راټیټولو، په اقتصاد باندې یې د دولتي مقرارتو د راکمولو او د دولتي مصارفو له کمولو ملاتړ وکړ. هغه د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ترور له یوه بریده روغ ووت، د نشه یي توکو پر وړاندې یې مبارزه وکړه، په ګرېناډا یې برید وکړ او د عامه خدمتونو په برخه کې یې د کاریګري اتحادیو پر وړاندې مبارزه وکړه. د هغه په دوه کاري دورو کې، د امریکا اقتصاد له ۱۲.۵٪ پړسوب (انفلاسیون) څخه ۴.۴٪ ته د را کمېدو او د نا خالصه ملي تولیداتو په برخه کې هر کال په منځنۍ کچه د ۳.۶ سلنې ودې شاهد و. ریګن د داخلي لګښتونو او مالیاتو راکمول او د پوځي بودیجې زیاتوالی تصویب کړ، چې په ټولیز ډول د فدرال بودیجې د پورونو د زیاتوالي لامل وګرځېد. د ولسمشرۍ په دویم پړاو کې نوموړی ترډېره د بهرنیو اړیکو اړوند موضوعاتو شاهد و، چې په کې په لیبیا بمونه غورځول، د ایران او عراق جګړه، ایران – کنټرا افیر(Iran–Contra affair) چې له بندیزونو سره، له ایران سره د امریکا د وسلو پټه معامله وه او روانه سړه جګړه شاملېدل. ریګن څلور کاله وروسته له هغه چې شوروي اتحاد یې "د شیطاني سترواکي" په نوم یاد کړی و، د ۱۹۸۷ زکال په جون میاشت کې په برنډنبرګ ګېټ (Brandenburg Gate) کې د وینا پر مهال د شوروي اتحاد عمومي منشي میخایل ګورباچوف وګواښاوه چې، د برلین دیوال پرانیزي. هغه په داسې حال کې چې له شوروي اتحاد سره د وسلو سیالۍ بوخت و، له ګورباچوف سره په خبرو یې ، د سړې جګړې سیاست له کړکېچ جوړولو څخه په شاتګ ته بدل کړ. خبرې دې پایلې ته ورسېدې، څو د منځنۍ کچې واټن ویشتونکو اټومي توغندیو د تولید د بندولو هوکړه (INF Treaty) لاسلیک شي. ریګن هغه مهال خپله ولسمشري پیل کړه، چې شوروي اتحاد د زوال په حالت کې و، هغه چې د ده د ولسمشرۍ له پوره کېدو درې کاله وروسته وپاشل شو.

کله چې ریګن، په ۱۹۸۹ ز.کال کې دفتر پرېښود، د هغه د محبوبیت کچه ۶۸ سلنه وه، چې له ولسمشرۍ څخه له ګوښه کېدو وروسته د فرانکلن روزولت او په اوسني پېر کې د بېل کلېنټن د محبوبیت له کچې سره برابر و. له دې سره چې ریګن له ولسمشرۍ وروسته هم ځانته فعال پلان برابر کړی و، خو د ۱۹۹۴ زکال په نومبر کې یې څرګنده کړه چې: د همدغه کال په پیل کې په الزایمر ناروغۍ اخته شوی دی. د ناروغۍ په زیاتوالي سره په عامه ډګر کې د هغه څرګندېدل کم شول. هغه د ۲۰۰۴ ز کال د جون په ۵ مه په لاس انجلس ښار کې په خپل کور کې مړ شو. د ده واکمني په امریکا کې د محافظه کاره سیاستونو له کچې سره په موازي ډول برابره وه، چې له امله یې هغه د یوې محافظه کارې بېلګې په توګه یادېږي. د تاریخ پوهانو او عامو وګړو ترمنځ د ارزونو له مخې، نوموړی د امریکا د لوړ ځایګي لرونکي ولسمشر په توګه پېژندل کېږي.[۳۰]

واده او ماشومان

په ۱۹۳۸ز کال کې، ریګن په (Brother Rat) فلم کې له جین وایمن (۱۹۱۷ز کال-۲۰۰۷ز کال) سینمایي لوبغاړې سره ګډ کار وکړ. دوی د شیکاګو تیاتر کې خپله کوژده اعلان کړه او د ۱۹۴۰ز کال د جنورۍ په ۲۶مه یې د کالیفورنیا په ګلینډیل سیمه کې د هیدر په کلیسا کې واده وکړ. دوۍ دوه لوڼې د مورین او کریسټین په نوم درلودې او د مایکل په نوم یو ماشوم یې په زوی ولي اخیستې و، خو وروسته له هغه نه، چې وایمن د ریګن له سیاسي هیلو سره مخالفت وکړ، وایمن په ۱۹۴۸ز کال کې د طلاق غوښتنه وکړه او په ۱۹۴۹ز کال کې یې له ریګن څخه طلاق واخیست. وایمن، چې یو جمهوري غوښتونکی و، وویل: د دوی جلا کېدل په سیاست کې د توپیر له امله و (ریګن په هغه وخت کې یو ډیموکراټ و). کله چې ریګن ۳۲ کاله وروسته ولسمشر شو، هغه لومړنی طلاق شوی کس شو، چې د هېواد ترټولو لوړ مقام یې تر لاسه کړ. ریګن او وایمن تر مرګه پورې ملګري وو. وایمن په  دواړو پړاوونو کې ریګن ته رایه ورکړه او د هغه په ​​مرګ یې وویل:«امریکا یو لوی ولسمشر او یو لوی، مهربان او د نرم زړه سړی له لاسه ورکړ».[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷] ریګن په ۱۹۴۹ز کال کې له سینمایې لوبغاړې نانسي ډیوس (۱۹۲۱ز- ۲۰۱۶زکلونه) سره ولیدل. دوی په لاس انجلس کې د چیسن په رستورانت کې کوژده وکړه او د ۱۹۵۲ز کال د مارچ په ۴مه یې د سان فرناندو دره کې په براون کلیسا کې واده وکړ. دوی دوه ماشومان د پیټي او رونالد رون په نوم درلودل. نانسي د ۲۰۱۶ز کال د مارچ په ۶مه د ۹۴ کلونو په عمر مړه شوه.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

ولسمشري (۱۹۸۱ – ۱۹۸۹ ز)

ریګن د خپلې ولسمشرۍ پر مهال، هغه پالیسۍ او سیاستونه پلي کړل، چې د فردي آزادیو په برخه کې یې د ده باورونه منعکسول، اقتصادي بدلونونه یې رامنځته کړل، پوځ یې زیات کړ او د سړې جګړې په پای کې یې خپله ونډه واخیسته. د هغه ولسمشري، چې د ریګن د انقلاب "Reagan Revolution" په نوم هم یادېږي، د امریکایانو مورال لوړ، د امریکا د متحده ایالاتو اقتصاد یې پیاوړی او په دولت یې د خلکو تکیه راکمه کړه. د ولسمشر په توګه هغه له ځان سره د خاطراتو یوه کتابچه لرله، چې د ورځې موضوعات او د هغو اړوند خپل نظریات به یې په کې لیکل، د ده د خاطراتو کتابچه، د ۲۰۰۷ ز کال په مۍ میاشت کې د The Reagan Diaries په نوم چاپ شوه، چې یو له ډېرو پلورل شوو کتابونو څخه و.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

لومړۍ دوره

ریګن د ۶۹ کلونو او ۳۴۹ ورځې عمر په درلودو سره  د ۱۹۸۱ز کال  جنورۍ په ۲۰مه د خپلې لومړۍ دورې لپاره لوړه وکړه، چې د هغه وخت تر ټولو زوړ ولسمشر شو. دا توپیر تر هغه وخت پورې و، کله چې د ۲۰۱۷ز کال کې ډونالډ ټرمپ د ۷۰ کلونو او ۲۲۰ ورځو په عمر کې ولسمشر وټاکل شو، په داسې حال کې چې ریګن د دویمې دورې د لوړې کولو پر مهال عمر زیات و. په خپله پرانیستونکې وینا کې یې د هېواد اقتصادي ناخوالې ته په اشارې سره وویل: په دې اوسني بحران کې حکومت زموږ د ستونزو حل نه دی، ځکه حکومت په خپله په ستونزه کې ده.[۴۷][۴۸]

دویمه دوره

ریګن د دویم ځل لپاره د ۱۹۸۵ز کال د جنورۍ په ۲۰مه په سپینه ماڼۍ کې په خصوصي مراسمو کې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. د دویمې پرانیستغونډې پر مهال ریګن د ۷۳ کلونو عمر په درلودو سره ترټولو زوړ کس و چې د ولسمشرۍ لوړه یې وکړه، دا ریکارډ وروسته د جو بایډن له خوا چې په ۲۰۲۱ز کال کې د خپلې لوړې پر مهال ۷۸ کلن و، مات شو.[۴۹][۵۰]

د ولسمشر ریګن د ترور هڅه

د ۱۹۸۰ ز کال د مارچ په ۳۰ مه، ریګن د هغه مطبوعاتي ویاند جیمز براډي (James Brady)، د واشنګټن د پولیسو مشر توماس دلاهانتی (Thomas Delahanty) او د استخباراتوغړی ټیم مک کارټي (Tim McCarthy) د واشنګټن هېلټون (Washington Hilton) هوټل په بهر کې د جان هېنکلي جی آر (John Hinckley Jr) په نامه ترور کوونکي له خوا وویشتل شول. په داسې حال کې چې هغه مهال چې نوموړی یې د جورج واشنګټن پوهنتون روغتون ته ورساوه  "مرګ ته نږدې" و، خو په عاجله خونه کې وروسته له هغې چې عملیات یې وشو، حالت یې لږ ښه شو. هغه روغ او د اپریل په ۱۱ مه، له روغتون څخه رخصت کړای شو. نوموړی د امریکا لومړی ولسمشر و چې د ترور له بریده ژوندی پاتې شو. برید د خلکو ترمنځ د هغه پر ګرانښت ډېر اغېز وکړ، د ټول پوښتنو له مخې، د هغه د ګرانښت کچه نږدې ۷۳ سلنه ته ورسېده. ریګن باور درلود، چې خدای (ج) بېرته د دې لپاره ژوند وربښلی، څو لوړو موخو ته ورسېږي.[۵۱][۵۲][۵۳]

د سړې جګړې زور اخیستل

ریګن سړې جګړې ته زور ورکړ، هغه له ډیټنټې دیپلماسي (détente) څخه په کار اخیستو کړکېچ زیاتونکی سیاست، چې د کارتر د ادارې پر مهال په افغانستان کې د غوایي له انقلاب او د شوروي د لاسوهنې له امله رامنځ ته شوی و راکم کړ. هغه په لویه کچه، د امریکا د متحده ایالاتو د وسله وال پوځ د جوړولو امر ورکړ او داسې سیاستونه یې وکارول ،چې شوروي اتحاد ته اړوند کېدل؛ هغه د B-1 Lancer پروګرام په پیلولوسره چې، د کارتر د واکمنۍ پر مهال لغو شوی و، MX توغندي تولید کړل. د شوروي اتحاد د SS-20 توغندیو د نصب کولو په ځواب کې، ریګن په لویدیځ المان کې د ناټو د پېرشېنګ (Pershing) توغندیو پر نصبولو پام درلود. په ۱۹۸۲ ز کال کې ریګن هڅه وکړه چې، لویدیځې اروپا ته د مسکو  له خوا د وړاندیز شوې غازو نل لیکې له غځېدو سره په مخالفت کې احتیاطي اسعارو (hard currency) ته د مسکو لاسرسی لنډ کړي. له دې سره چې د روسیې اقتصاد یې زیانمن کړ، خو په اروپا کې د امریکا د متحده ایالاتو د متحدینو ترمنځ ، چې په دغه عاید لاسته راوړو یې ټینګار درلود، بد اغېز وکړ. ریګن هم، له دې امله له خپل دریځ نه پرشا شو.[۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹]

تړلې لیکنې

امریکا