زبرځواک

زبرځواک د واکمن درېځ لرونکی هېواد دی چې په نړيواله کچه د اغېز د واردولو او يا ځواک عملي کولو، د پراخې وړتيا لرلو په ځانګړتيا سره پېژندل کېږي. دا چاره په ګډه سره د اقتصادي، پوځي، ټيکنالوژيکي، سياسي او کلتوري ځواک په مټ تر سره کيږي او د ديپلوماتيکو او نرم ځواک د اغېز له لارې. په دوديز ډول، زبرځواکونه، د سترو ځواکونو په منځ کې مخکښ دي.

په لومړي ځل دا اصطلاح د دویمې نړيوالې جګړې پر مهال په ۱۹۴۴ز کال کې متحده ايالاتو، بریتانيې او شوروي اتحاد ته کارول شوې وه. د سړې جګړې پر مهال، بریتانوي سترواکي له منځه ولاړه او يوازې متحده ايالات او شوروي اتحاد پر نړيوالو چارو واکمن پاتې شول. د سړې جګړې په پای ته رسېدو او په ۱۹۹۱ز کال کې د شوروي اتحاد په ړنګېدو سره، متحده ايالات د نړۍ يوازیڼی زبرځواک شو.[۱][۲][۳][۴]

مصطلحات او بنسټ

د زبرځواک متفق عليه تعريف نه شته او بېلا بېلې سرچينې يې بيلا بېلا تعريفونه کوي، خو يوه بنسټيزه ځانګړتيا چې د زبرځواک له ټولو تعريفونو سره برابره ده، دا ده چې : زبرځواک هغه ملت يا هېواد دی چې پر اوو دولتي قواوو واکمن وي چې هغه دا دي: جغرافيه، نفوس، اقتصاد، سرچينې، پوځ، ديپلوماسي او ملي پېژندګلوي.[۵][۶]

دا اصطلاح، په لومړي ځل په ۱۹۴۴ز کال کې د هغو هېوادونو لپاره کارېده، چې له سترو ځواکونو نه هم ستر ځواک وي، خو له دويمې نړيوالې جګړې وروسته دا نوم په ځآنګړي ډول يوازې د متحده ايالاتو او تر يو بريده د شوروي اتحاد لپاره کارول کېده. دا له دې امله چې متحده ايالاتو او شوروي اتحاد ثابته کړې وه چې دوی په نړيوال سياست د ستر اغېز اچولو وړتيا او پوځي واکمني لري. دا اصطلاح په اوسنۍ سياسي معنا سره د هالنډي امريکايي جيوستراتيژيست نيکولاس سپيکمن له خوا په ۱۹۴۳ز کال کې له جګړې وروسته د نوې نړۍ د بالقوه نظم د بڼې په اړوند د يو لړ ويناوو پر مهال رامنځ ته شوه. دا «د سولې جغرافيه» په نوم د کتاب لپاره بنسټ وګرځېد، کوم چې د بریتانيې او متحده ايالاتو بې سارې سمندري نړيواله پياوړتيا د نړيوال امنيت او نېکمرغۍ لپاره اړينه وبلله. 

یو کال وروسته په ۱۹۴۴ز کال کې، د امريکا د بهرنۍ تګلارې يوه پروفيسر « William T. R. Fox» د «زبرځواکونه: متحده ايالات، بریتانيا او شوروي اتحاد- د سولې لپاره د دوی مسئوليت په نامه کتاب کې دا تصور لا زيات روښانه کړ، په کوم کې چې د يوه زبرځواک د نړيوالې پراختيا په اړه بحث شوی دی. فاکس د زبرځواک ویي کاراوه، تر څو د ځواک د نوې ډلې يادونه وکړي، کوم چې په نړۍ کې تر ټولو د برلاسي حيثيت تر لاسه کولو وړتيا لري، په کوم کې چې، لکه چې د هغه مهال په جګړه کې روښانه شوې وه، هېوادونه په نړيواله کچه يو بل ګواښلي او يو له بل سره جنګېدلی شي، چې هغه متحده ايالات، بریتانيا او شوروي اتحاد دي. بریتانوي سترواکي، د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو پراخه سترواکي وه او ترټولو ستر ځواک بلل کېده چې د نړۍ په پنځه وېشت سلنه نفوس يې واکمني کوله او د نړۍ نږدې پنځه وېشت سلنه ځمکه يې په واک کې و ه، په داسې حال کې چې متحده ايالات او شوروي اتحاد د دويمې نړيوالې جګړې نه مخکې او پر مهال ځواک تر لاسه کړ. له دويمې نړيوالې جګړې وروسته، انګلستان د سختو سياسي، مالي او استعماري ستونزو سره مخامخ شو، چې له امله يې انګلستان د شوروي او امريکايي ځواک سره د مقابلې له وړتيا وغورځېد. د شلمې پېړۍ په اوږدو کې بالاخره بریتانوي سترواکي کرار کرار ونړېده او په دې ډول په تېزۍ سره يې نړيوال ځواک راښکته شو.  [۷][۸]

د لايمن ميلر په وينا: «د زبرځواک د قدرت د بنسټيزو جوړښتونو اندازه، د ځواک په څلورو محورونو کې ممکنه ده: پوځي، اقتصادي، سياسي او کلتوري (يا هغه څه چې سياسي پوهاند جوزف نی دې ته د«نرم ځواک» نوم ورکړی دی.[۹]

په کاناډا کې د کوينز پوهنتون د «کيم ريچارډ نوسل» په باور: «په ټوليز ډول په دې اصطلاح سره هغې سياسي ټولنې ته اشاره کېږي، چې د يوې لويې وچې په اندازه ځمکه يې نيولې وي، (لږ تر لږه د نورو سترو ځواکونو په پرتله) د پام وړ نفوس ولري، لوړه اقتصادي وړتيا ولري، تر څنګ يې د خوراکي توکو او طبيعي سرچينو پوره اصلي سرچينې ولري، په نړيوالو اړيکو کې د لوړې درجې خپلواکي ولري او تر ټولو مهم يې دا چ،ې ښه پرمختللې هستوي وړتيا ولري (په پايله کې د دويمې ضربې د وړتيا په توګه پېژندل کېږي)[۱۰]

د پال ډوکس په باور: «زبرځواک بايد د نړۍ د منځه وړلو په ګډون نړيواله ستراتيژي پر مخ يوسي، د پراخ اقتصادي بالقوه نفوذ لرونکی وي او يوه نړيواله ايډيالوژي وړاندې کړي».که څه هم«په دې بنسټيز تعريف کې ډېر بدلونونه شونې دي». د جان توفل دراير په وينا: «يو زبرځواک بايد په نړيواله کچه د خپل نرم او سخت قوت ښودلو وړتيا ولري». د ايروايشيا د ډلې رئيس ډاکټر يان برمر په خپل کتاب «زبرځواک: په نړۍ کې د امريکا له لپاره درې مسئوليتونه» کې استدلال کړی دی چې: يو زبرځواک هغه هېواد دی، کوم چې د نړۍ په هره سيمه کې ملتونه د داسې مهمو کارونو لپاره د قانع کولو په موخه پوره پوځي، سياسي او اقتصادي ځواک کارولای شي، چې له دې پرته دې ملتونو دا کړنې نه تر سره کولې».[۱۱][۱۲][۱۳]

له دويمې نړيوالې جګړې وروسته، د مهمو هېوادونو له خوا د دې په عام تعبير سربېره، په عام ډول د زبرځواک اصطلاح، د ځينو ليکوالانو له خوا د ګڼو لرغونو سترو سترواکيو يا د منځنيو پېړيو د سترو ځواکونو لپاره کارول شوې، لکه د بریتانيې د پنځم چينل مستند فلم «روم: د نړۍ لومړی زبرځواک» يا د نوي کمبرج د منځنيو پېړيو په تاریخ کې «ساساني پارس، يو بل زبرځواک» ته اشاره کول.  [۱۴]

تاريخچه

تاریخ پوهانو داسې ډېرې هڅې کړې دي چې، د زبرځواک اصطلاح په تېره زمانه کې وکاروي، کله نا کله داسې هڅې د تېرې زمانې د ځينو هستو لپاره ډېرې کمزورې وې. د تاریخ پوهانو له خوا پخواني دولتونه، د زبرځواکونو په  توګه پېژندل شونې ده چې د هغو دولتونو له خوا د بېلا بېلو برلاسو ځانګړتياوو پر ښودلو تمرکز ولري. د دې لرغونو يا تاریخي زبرځواکونو په بېلګو کې بریتانوي سترواکي، لرغونی مصر، هايتي سترواکي، هخامنشي سترواکي، د سترسکندر لينستي سترواکي، رومي سترواکي، ساساني سترواکي، موريا سترواکي، د مغولو سترواکي، روسي سترواکي، ټانګ سترواکي، اموي خلافت، د مغولو سترواکي، عثماني سترواکي، فرانسوي نيواګره سترواکي، هسپانوي سترواکي او د ناپيليون لومړۍ فرانسوي سترواکي شاملې دي. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د OECD له خوا د شويو تاریخي شمېرنو او څېړنو له مخې، د موډرن پړاو تر لومړيو پورې، د نړۍ ⅔ ناخالص کورنی توليد د لوېديځې اروپا، چين او هندوستان و.

سړه جګړه

د ۱۹۵۶ز کال د سويس کړکېچ وښودله چې، بریتانيا د دوو نړيوالو جګړو له امله، له مالي اړخه کمزورې شوې، د تګلارې د مرکزي موخې په توګه د خپلې خوندي دودپيسې د بدلولو له قرباني ورکولو پرته نه شي کولای ،له نویو زبرځواکونو سره په برابرۍ کې د خپلې بهرنۍ تګلارې موخې تعقيب کړي. له دې امله چې دويمه نړيواله جګړه د متحده ايالاتو له ملي پولو نه لرې تر سره شوې وه،  امریکا صنعتي زيان او ستره ملکي مرګ ژوبله ونه لیدله، کوم حالت چې د جګړې پر مهال په اروپايي او اسيايي هېوادونو کې رامنځ ته شوی و.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سرچینې