زنک (جست/کوټ)

زنک يو کيمياوي عنصر دی چې نښه يې Zn  او اتومي شمېره يې ۳۰ ده. زنک د يوې خونې د تودوخې درجې په اندازه تر يو بريده ماتېدونکی فلز دی او کله چې اکسيډينشن ورڅخه لېرې شي، نو د دې بڼه ځلېدونکې خړبخونه ښکاري. دا د دوره يي جدول په ۱۲ ګروپ (IIB) کې لومړی عنصر دی. له ځينو اړخونو څخه زنک له کيمياوي پلوه «مګنيشم» ته ورته دی: دواړه عناصر يواځې په يو عادي اکسيډيشن حالت (+2) څرګندوي او Zn2+ او Mg2+ «اينونه» يې د يوې اندازې وي. زنک د ځمکې په پوښ کې څلورويشتمه شمېره تر ټولو زياته اندازه کې موندل کېدونکی عنصر دی او دا پنځه ثابت ايزوتوپونه لري. تر ټولو زيات عام زنک خام مواد سفالرايټ (زنک بلينډ«مخلوط») يو زنک «سلفايډ» کاني مواد دی. تر ټولو زيات د عمل وړ رګونه يې په استراليا، اسيا او متحده ايالاتو کې دي. زنک د خامو موادو په پوکاڼۍ کولو، وريتولو او د برېښنا (په برېښنا صيقل کول) په کارولو  سره د وروستي استخراج په مټ تصفيه کېدای شي.

زنک د انسانانو او نورو ژويو او بوټو او نورو کوچنیو ژونديو موجوداتو لپاره يو کم موندل کېدونکی اړين عنصر دی او له زېږېدو مخکې او وروسته ودې لپاره اړين بلل کېږي. دا له وسپنې وروسته په انسانانو کې په دويم درجه کم موندل کېدونکی فلز دی او دا يواځينی فلز دی چې د «اينزام» په ټولو ډولونو کې راڅرګندېږي. د زنک کمښت په مخ پر وده هېوادونو کې نږدې دوه ميليارده کسان اغېزمن کوي او له ډېرو ناروغيو سره اړيکه لري. په کوچنيانو کې، د زنک کمښت په وده کې خنډ، په جنسي بلوغ کې ځنډ، د ناروغېدو حساسيت او د نس ناستي لامل ګرځي. په غبرګون ښودونکي مرکز کې د زنک اتومونو اينزايمونه په بایو کيميا کې په پراخه کچه موندل کېږي، لکه په انسانو کې د الکولو ډيهايډروجنيز. د زنک زيات استعمال د اټاکسيا (د بدن په حرکت د پوره واک له لاسه ورکول)، سستۍ او د مسو د کمښت لامل ګرځېدای شي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

ژړ (پيتل/يا د مسو او جستو مخلوط)، په مختلف تناسب سره د مسو او زنک يو مرکب، په ايجين سيمه کې او په هغه سيمه کې چېرته چې اوس مهال عراق، متحده عرب امارات، کالميکيا، ترکمنستان او جورجيا پکې شامل دي، له درېيمې مخزېږديزې زريزې کې استعمال شوي وو. په دويمه مخزېږديزه زريزه کې، دا په هغو سيمو کې کارېدل، چېرته چې اوس مهال لويديځ هندوستان، ازبکستان، ايران، سوريه، عراق او اسرائيل موقعيت لري. په هندوستان کې تر دولسمې پېړۍ پورې د زنک فلز په زياته اندازه نه و موندل شوی، خو بيا هم لرغونو او روميانو پېژندلي و. د راجستان کانونو په شپږمه مخزېږديزه پېړۍ کې د زنک د توليد کره ثبوت ورکړی دی. تر نن ورځې، د سوچه زنک تر ټولو لرغونی ثبوت د راجستان د «زاوار» څخه موندل شوی دی، چېرته چې د نهمې زېږديزې پېړۍ تر لومړيو پورې د سوچه زنک د جوړولو لپاره د استخراج کار پلی شوی و. کيمياپوهانو زنک په هوا کې وسوځول، کوم ته چې هغوی د «فلسفيانو وړۍ» يا «سپینه واوره» نوم اخيست.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

غالب باور دا دی چې د دې عنصر نوم کيمياپوه «پيراسيلس» د الماني ټکي Zinke (څوکه، غاښ) نوم ته په نسبت اېښی دی. په ۱۷۴۶ز کال کې د سوچه فلزي زنک د موندلو نسبت الماني کيمياپوه «اينډرياس سيګسمنډ مارګراف» ته کېږي. «لويجي ګالواني» او «الساندرو ولتا» کارونو تر ۱۸۰۰ز کال پورې د زنک د برېښنايي کيمياوي خصوصياتو څخه پرده پورته کړه. د وسپنې د توږل کېدو په وړاندې مقاومت کوونکی زنک اوبه ورکول (ګرم ډوبول ګالوانايزنګ) د زنک تر ټولو ستر استعمال دی. په نورو کارېدنو کې يې برېښنايي بټرۍ، کوچني غېر جوړښتي تويول او د پيتل په څېر مرکبو فلزاتو کې دی. عموماً د زنک د اجزاوو يو ډول څخه کار اخيستل کېږي، لکه زنک کاربونيټ او زنک ګلوکوونيټ (د غذايي مرستندويه خوارکونو په توګه)، زنک کلورايډ (په ډيوډرنټس کې «ډيوډرنټس د بدن د خولو لرې کونکی»)، زنک پايريتيون (د پخو ضد شامپو)، زنک سلفايډ (لومينيسنټ رنګونو کې) او ډايمتايلزنک يا ډايټايلزنک – عضوي لابراتوار کې.

ځانګړتياوې

فزیکي ځانګړتياوې

که څه هم د ډېرو سوداګريزو کاني توکو وروستۍ برخې درجه تته وي، بيا هم زنک يو اسماني رنګه سپين، ځلېدونکی، مقناطيسي فلز دی. دا له وسپنې څه يو څه کم کثافت لري او شپږ ضلعي کرستالي جوړښت لري چې شکل يې خرابه شوی شپږ ضلعي ته نږدې ډلبندی شوي دی، په کوم کې چې هر اتوم په خپله اواره کچه کې له درې سره نږدې ګاونډيانو (په ۲۶۵.۹ pm ) (pm پیکوميټر چې د اتومونو د واټن لپاره کارېږي) کې موجود وي او شپږ نور يې د ۲۹۰.۶ pm څخه په زیات واټن کې موجود وي. دا فلز د تودوخې په لوړه درجه سخت او د ماتېدو وړ وي، خو د ۱۰۰ او ۱۵۰ سانتيګراد تودوخې تر منځ درجه کې نرمېږي. له ۲۱۰ سانتيګراد څخه په پورته تودوخې درجه کې، دا فلز يو ځل بيا د ماتېدو وړ ګرځي او په وهلو سره په پوډر بدلېدای شي. زنګ د برېښنا يو مناسب موصل دی. د يو فلز لپاره، زنک په پرتليز ډول کم ويلې کېدل (۴۱۹.۵ سانتيګراد) او خوټکېدو نقطه يې (۹۰۷ سانتيګراد) سره ده. له مرکري (پاره/سيماب) او «کيډميم» څخه پرته، د ډي بلاک په ټولو فلزاتو کې د ويلې کېدو نقطه يې تر ټولو کمه ده؛ له همدې امله د نورو له منځه زنک، کيډميم او مرکري د ډي بلاک د نورو فلزاتو په څېر لېږدونکي فلزات نه بلل کېږي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ژړو په ګډون ډيری فلزي مرکبات زنک لري. نور فلزات چې له اوږدې مودې راهيسې له زنګ سره په شريکه دوه ګوني مرکباتو جوړولو لپاره پېژندل کېږي، هغه المونيم، اينټيموني، بسمټ، سره زر، وسپنه، سرپ، مرکري، سپین زر، قلعي، مګنيشيم، کوبالټ، نکل، ټيلوريم او سوډيم دي. که څه هم نه زنک او نه زرکونيم فيرومقناطيسي دي، خو بيا هم د هغوی مرکب ZrZn2 فيرومقناطيسي له 35 K څخه کم ښيي.[۲۱][۲۲]

پیدا کېدل

زنک د ځمکې د قشر نږدې ۷۵ ppm (ppm په يو ميلیون کې يو جزء) برخه جوړوي، په دې ډول دا څلوروېشتم شمېره تر ټولو زيات موندل کېدونکی عنصر دی. د زنک د عامې مخيني غلظت په اتموسفير کې « 1 μg/m3» (په يو متر مکعب کې يو مايکروګرام) څخه زيات نه دی؛ په خاوره کې ۳۰۰ملي ګرام/کيلو ګرام؛ په بوټو کې ۱۰۰ ملي ګرام/کيلو ګرام؛ په تازه اوبو کې 20 μg/L (په يو ليتر کې مايکروګرام)، په سمندري اوبو کې 5 μg/L دی. دا عنصر عموماً د نورو بنسټيزو فلزاتو سره يو ځای موندل کېږي، لکه مس او سرپ. زنک یو «چالکوفايل» دی، په دې معنا چې دا عنصر تر ډېره بريده په کاني موادو کې د ګوګړ (سلفر) او نورو درندو کالکوجين سره موندل کېږي، نه د سپکو اکسيجن کالکوجين يا د منفي اليکترونونو د غېر کالکوجين سره لکه هالوجين. سلفايډز د ځمکې په ابتدايي اتموسفير په کمېدونکو حالاتو کې د پياوړي قشر په توګه جوړېږي. سفالريټ، کوم چې د زنک سلفايډ يوه بڼه ده، زنک لرونکی تر ټولو زيات کېندل شوی فلز دی، ځکه چې د دې غلظت کې ۶۰-۶۲٪ پورې زنک موجود وي.[۲۳][۲۴][۲۵]

د زنک لپاره نورو کاني سرچينو کې سمتسونايټ (زنک کارونيټ)، هيميمورفايټ (د زنک سليکيټ)، ورټزايټ (يو بل زنک سلفايډ) او کله کله هايډروزينکايټ (بنسټيز زنک کاربونيټ) شامل دي. له «وورټزايټ» پرته، دا ټول کاني مواد  ابتدايي زنک سلفايډز په موسم کې جوړېږي.[۲۶]

په نړيواله کچه د زنک ټولې پېژندل شوې زېرمې نږدې ۱.۹-۲.۸ ميليارده ټنه پورې دي. سترې زېرمې يې په استراليا، کاناډا او متحده ايالاتو کې دي، په داسې حال کې چې ترټولو سترې زېرمې يې په ايران کې دي. د زنک لپاره د زېرمې د مرکز تر ټولو وروستی اټکل (د شته کان کيندنې او توليد د طريقو په اړوند خاص لږ تر لږ د کم فزيکي معيار سره سمون لري) په ۲۰۰۹ز کال کې شوی و او نږدې ۴۸۰ Mt (ملیون ټنه) محاسبه شوي و. له بلې خوا د زنک زېرمې، د ځمک پېژندنې له پلوه د پېژندل شويو کاني ډبرو اجسام دي د کوم  د تر لاسه کولو لپاره چې د ټاکنې پر مهال (موقعيت، درجه، معيار او مقدار) د هغې مناسب وای تر اقتصاد پورې اړه لري. له دې امله چې موندل او کان کيندنې وده يوه روانه پروسه ده، د زنک د زېرمو مقدار يو ټاکلی شمېر نه دی او د زنک کاري ډبرې د مهيا کول د پايښت اندازه يواځې د اوسمهال د زنک د کانونو د شريکو کانونو ژوند زياتولو پر بنسټ نه شي اټکل کېدای. دا تصور د متحده ايالاتو د ځمک پېژندنې د سروی (USGS) د شمېرو تر مخې ښه تايید شوی دی، کوم چې وايي سره له دې چې د ۱۹۹۰ او ۲۰۱۰ز کلونو تر منځ د زنک توليد کې اتيا سلنه زياتوالی راغلی، بيا هم د زنک لپاره د زېرمې د ژوند وخت کې کوم بدلون نه دی راغلی. تر ۲۰۰۲ز کال پورې، د تاريخ په اوږدو کې نږدې ۳۴۶ ميليونه ټنه راايستل شوي دي او پوهانو اټکل کړی چې نږدې ۱۰۹-۳۰۵ ميليونه ټنه په کار راوړل شوي دي.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سرچينې