سام دوښمني (يهود مخالفت)

سام دوښمني (يهود مخالفت) له يهودو سره دوښمني، د هغوی په وړاندې تعصب يا تبعيض دی. هغه څوک چې داسې دريځونه لري يهود ضد بلل کېږي. يهود ضديت د توکمپالنې يوه بڼه بلل کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵]

د یهودو دوښمني په بېلا بېلو بڼو راڅرګندېدای شي، د انفردي يهوديانو په وړاندې د کرکې يا توپيري چلند له ښودلو څخه نيولې، د ډېرو خلکو يا پوليس ځواکونو له خوا تر منظمې ټولوژنې پورې، يا په ټولو يهودي کليو باندې د پوځي بريدونو په کولو سره. که څه هم دا اصطلاح تر نولسمې پېړۍ پورې عامه نه کارول کېده، بيا هم دا اصطلاح په پخوانيو او وروستیو يهودي ضد پېښو عملي کېږي. د ظلم په يادولو وړ بېلګو کې يې دا پېښې شاملې دي:  په ۱۰۹۶ز کال کې له لومړۍ صليبي جګړې مخکې د «راين لينډ» ټولوژنه، په ۱۲۹۰ز کال کې له انګلستان څخه د تبعيد حکم، د تورې وژنې پر مهال په  ۱۳۴۸-۱۳۵۱ کلونو کې پر يهوديانو ظلم، په ۱۳۹۱ز کال کې د اسپانوي يهوديانو ټولوژنه، د اسپانوي څېړنې ظلم او ستم، په ۱۴۹۲ز کال کې له اسپانيې څخه تبعيد، له ۱۶۴۸ څخه تر ۱۶۵۷ز کال پورې په يوکراين کې د «کوساک» ټولوژنه، د ۱۸۲۱ او ۱۹۰۶ کلونو تر منځ په روسي سترواکۍ کې د يهوديانو ضد ګڼ پروګرامونه، په فرانسه کې د ۱۸۹۴-۱۹۰۶ د «ډرايفوس» معامله، د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د المانيانو له خوا په نيول شوې اروپا کې د هالوکاسټ پېښه او د شوروي اتحاد يهود ضد تګلارې. که څه هم له تاريخي اړخه د يهودو ضد ډېرې پېښې په عيسايي اروپا کې منځ ته راغلي، د شلمې پېړۍ له لومړيو راهيسې په منځني ختيځ کې هم د يهوديانو مخالفت زيات شوی.

اصلي ټکی «Semite » دا ناسمه معنا ورکوي چې ګوندې سام دوښمني د ټولو سامي خلکو په وړاندې ده، لکه عربان، اشوريان او اراميان. مرکب ټکی «Antisemitismus» ('antisemitism') په لومړي ځل په ۱۸۷۹ز کال کې په المان کې د چاپ په بڼه کارول شوی و، دا د يوې علمي اصطلاح لپاره کارېدونکې معنا وه، يعنې «Judenhass » (او معنا يې وه له يهودو کرکه) او له هماغه وخته يې تر اوسه همدا عامه کارونه ده.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

اصليت او کارېدنه

د نوم لغوي رېښې

د «ايرنسټ رينن» د نظرياتو په اړه د «مورټيز سټينشنايډر» په ځوابونو کې د «يهودو ضد» اصطلاحاتو اصليت موندل کېږي. لکه چې «اليکس بين» ليکلي دي: «داسې برېښي چې ساميت ضد مرکب ټکی په لومړي ځل «سټينشنايډر» کارولی و، چا چې «رينن» د هغه د يهودو ضد تعصباتو له امله ننګولی و [ځکه چې هغه د يو توکم په توګه د يهوديانو سپکاوی کاوه]. په ورته توګه «اونر فالک» دا ډول ليکلي: «د « antisemitisch» الماني ټکی په لومړي ځل د اتريشي يهودي عالم «مورټيز سټينشنايډر» (۱۸۱۶-۱۹۰۷) له خوا په ۱۸۶۰ز کال کې په دې جمله کې کارول شوی و چې antisemitische Vorurteile (يعنې د يهودو ضد تعصب). «شټينشنايډر» دا جمله د فرانسوي فيلسوف «ايرنيسټ رينن» د ناسمو نظرياتو د ښودلو لپاره کارولې وه چې ولې يهودي نسلونه له اريايي نسلونو څخه بې اهميته يا کمتر دي». [۱۲][۱۳]

د نولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې، د توکم، مدنيت او پرمختګ په اړوند په اروپا کې تر ډېره بريده د «سيوډو ساينسي» (علم ته ورته اندونه) تيوريانې خپرې شوې، په ځانګړي ډول څنګه چې پروشييايي ملتپال تاريخ پوه «هينرکوون ټريشکي» د توکم پالنې دې بڼې ته د ودې ورکولو لپاره ډېر څه وکړل. هغه دا جمله جوړه کړه چې «يهوديت زموږ بدمرغي ده»، کومه به چې وروسته د نازيانو له خوا په پراخه کچه کارېده. د «اونر فولک» په وينا، « Treitschke» د « Semitic» ټکی نژدې د «يهودي» سره يو شان کارولی دی، د «رينن» له خوا د دې د کارولو په خلاف چې هغه په دې ټکي سره ټولو خلکو ته اشاره کوي، کوم چې عموماً په ژبني معيار ولاړ دی.[۱۴][۱۵][۱۶]

د «جوناتن ايم. هيس» په باور، دا اصطلاح په اصل کې د هغو ليکوالانو له خوا جوړه شوې وه، چا چې «د خپلو يهود دوښمنو او د يهودو او يهوديت په وړاندې د دوښمنۍ د لومړيو بڼو تر منځ پر بنسټيز توپير ټينګار وکړ».[۱۷]

په ۱۸۷۹ز کال کې، الماني ژورنالست «ولهيلم مار» يوه رساله خپره کړه چې عنوان يې و « Der Sieg des Judenthums über das Germanenthum. Vom nicht confessionellen Standpunkt aus betrachtet » (د المانۍ اروا په وړاندې د یهودي اروا بريا. له يو غېر مذهبي اند څخه کتنه) په کومه ليکنه کې چې هغه د يهوديانو (په ټوليز ډول د يهوديانو) او يهوديت (دا ظرفيت چې يو څوک يهودي شي، يا د يهوديت جذبه) د ښودلو لپاره د «جوډينټم Judentum» ټکی پر ځای د «سيميټيسيوم Semitismus » ټکی کارولی دی. [۱۸][۱۹][۲۰]

په دې ډول د «سيميټزم» ټکي له استعمال وروسته د «انټي سميټزم» ټکی جوړ شو، کوم چې د دې لپاره کارول کېدو چې د خلکو په توګه د يهوديانو سره مخالفت او د يهودي اروا سره مخالفت وښودل شي، کوم چې «مار» د نفوذ کونکي الماني کلتور په توګه تفسير کړی. د هغه بله رساله د « Der Weg zum Siege des Germanenthums über das Judenthum» (پر يهودي اروا/جذبې د الماني اروا/جذبې د بريا لاره، ۱۸۸۰) په نوم وه، دا رساله د «مار» د اندونو د لا زيات پرمختګ ښودنه کوي او شونې ده چې په لومړي ځل د الماني ټکي « Antisemitismus» (يعنې يهوديت ضد) د خپاره شوي استعمال څرګندونه وکړي. 

دا رساله ډېره مشهوره شوه او په همدې کال نوموړي د « Antisemiten-Liga» (يهود ضد تړون) بنسټ کېښود، په څرګند ډول داسې ښکاري چې دا نوم يې د دې لپاره اېښي چې « Anti-Kanzler-Liga» (د چانسلر ضد تړون) پيروي وکړي. دا تړون لومړی المانی سازمان و چې په ځانګړي ډول د هغو ګواښونو مقابلې ته ژمن و، کوم ګواښونه چې المان او الماني کلتور ته د يهوديانو او د هغوی د اغېز له امله متوجه وو او په زوره يې له هېواده د دوی د شړلو ملاتړ کاوه.[۲۱][۲۲]

تر اوسه دا کره کېدای شي چې دا ټکی په لومړي ځل په ۱۸۸۱ز کال کې چاپ شوی و، دا هغه مهال و کله چې «مار» د  « Zwanglose Antisemitische Hefte» په عنوان مقاله کې او «ولهليم سکيرير» د «Neue Freie Presse» په نوم ورځپاڼې د جنورۍ مياشتې په ګڼه کې د « Antisemiten» ټکی کارولی و.

يهودي دايرة المعارف خبر ورکوي چې «د ۱۸۸۱ز کال د فبرورۍ په مياشت کې د «Allgemeine Zeitung des Judentums» يو همکار د «يهوديت ضد» په اړه په دې ډول خبرې کوي چې دا ټکی په وروستيو کې د يو لقب په توګه ټاکل شوی دی ("Allg. Zeit. d. Jud." 1881, p. 138) (دا یوه يوه يهود پلوه المانۍ مجله وه چې نوم يې و: Allgemeine Zeitung des Judentums). د ۱۸۸۲ز کال د جولای په نولسمه نېټه مدير وايي، تر يو بريده دا وروستی يهوديت ضد په سختۍ سره درې کاله زوړ دی».[۲۳]

د « anti-Semitism» (يهوديت ضد/سامي ضد) ټکی په ۱۸۸۱ز کال کې انګليسي ژبې له الماني ژبې څخه پور کړی دی. د اکسفرډ انګليسي قاموس سمونکي «جيمز موری» ليکلي چې دا ټکی په لومړۍ ګڼه کې نه و شامل کړای شوی، ځکه چې احتمالاً هغه مهال د « Anti-Semite» او  د دې کورنۍ نور غړي الفاظ په انګليسي استعمال کې ډېر نوي وو او داسې نه بلل کېدل چې امکان دې ولري له تېرېدونکو ټکو زيات حه دې هم وي...  ايا « anti-Semitism» ټکی له يو ځغلنده او تېرېدونکي حالت څخه زيات څه نه و!» له دې سره اړوند ټکی «philosemitism» تر ۱۸۸۱ز کال پورې کارول شوی و.[۲۴][۲۵]

استعمال

له پيل راهيسې د يهوديت ضد اصطلاح (anti-Semitism) ځانګړې توکميزې اړيکې لري او په ځانګړي ډول ځينې د يهودو پر ضد د تعصب معنا اخستی. دا اصطلاح مغشوشونکې (ګډوډونکې) ده، په دې ډول چې په نوي استعمال کې د « Semitic» اصطلاح د يوې ژبنۍ ډلې ټاکنه کوي، نه د يو توکم. په دې معنا سره، دا يو بد نوم دی، ځکه چې په سامي ژبه ډېر خلک خبرې کوي (لکه عربان، ايتوپيايان او اراميان)، څوک چې د يهوديت ضد تعصب موخه نه دي، په داسې حال کې چې ډېر داسې يهوديان شته، کوم چې په عبري ژبه خبرې نه کوي، کومه چې يوه سامي ژبه ده. که څه هم يهوديت ضد داسې تعبيريدای شي چې د هغو خلکو په وړاندې تعصب دی، څوک چې په نورو سامي ژبو خبرې کوي، خو دا صطلاح په عام ډول په دې ډول نه ده کارول شوې.[۲۶][۱۰][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

په انګليسي ژبه کې دا اصطلاح د اتصال د نښې سره او له هغې پرته دواړو بڼو ليکل کېدای شي (يعنې anti-Semitism او په anti-Semitism بڼه). ډيری پوهان او ادارې يې د اتصال نښې پرته ليکل غوره بولي. «شمويل الموګ» استدال کړی چې «که د اتصال نښې لرونکې بڼه يې وکاروې، نو ته د « Semitism»، « Semite»، « Semitic» ټکي څه معنا اخلې... په يهوديت ضديت « antisemitic» خبرو اترو کې د « Semites» معنا په حقيقت کې يهوديان دي، يواځې همدومره». [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

سرچينې