سانسور

سانسور د وینا، عامه اړیکو، او نورو معلوماتو منع کولو یا حذف کولو ته ويل کېږي. دا ممکن له دې امله ترسره شي چې دا ډول معلومات کېدای شي تر نیوکې لاندې، مضر، حساس یا "ځوروونکي" وي. سانسور کېدای شي د حکومت، خصوصي بنسټونو، یا نورو کنترول کوونکو اشخاصو له خوا په لار واچول شي. [۱][۲][۳][۴]

کېدای شي حکومتونه  او خصوصي بنسټونه سانسور وکړي. نورې ډلې یا بنسټونه کولای شي د سانسور لپاره وړاندیز او غوښتنې وکړي. کله چې یو فرد یا لیکوال خپل کارونه یا ویناوې سانسور کړي، دې ته خپل-سانسور وایي. عمومي سانسور لکه د وینا، کتاب، موسیقي، فلمونو او نورو هنري کارونو، مطبوعاتو، رادیو، تلویزیون او انټرنیټ په بېلابېلو رسنیو کې واقع کېږي، لکه ملي امنیت، د فحشا کنترول، د ماشومانو د فحشا کنترول، او د کرکې وینا، څو د ماشومانو یا نورې زیان منوونکې ډلي خوندي، سیاسي یا دیني نظریاتو رواجولو یا محدودلو، او له تهمت او سپکاوي څخه مخنیوی وکړي.  [۵]

مستقیم سانسور ممکن قانوني بڼه ولري یا نه، خو دا په دا ډول، موقعیت او منځپانګه پورې اړه لري. ډېری هېوادونه د قانون پر بنسټ د سانسور پروړاندې پراخ خوندیتوب منځ ته راوړي، خو دغه خوندیتوبونه هېڅ یو په مطلق ډول نه پلی کېږي او په پرلپسې ډول د اړتیا په صورت کې د متضادو حقوقو تر منځ انډول لپاره غوښتل کېږي، څو معلومه شي چې کوم شی باید سانسور او کوم نشي. د خپل-سانسور پروړاندې هېڅ قانون  نشته.

تاریخچه

له میلاد مخکې په 399 کال کې یوناني فیلسوف سقراط، په داسې حال کې چې د یوناني دولت له خوا د هغه د فلسفي زدکړو سانسور کولو هڅو په مقابل کې  سرغړونه کوله، د اتن ځوانانو په فساد تورن کړ او  د هملاک hemlock زهرو څښلو سره په مرګ محکوم شو.  

د سقراط د محکومیت جزئیات د افلاطون له خوا په لاندې ډول لیکل شوي دي. سقراط له میلاد مخکې په ۳۹۹ کال کې محکمې ته یوړل شو او وروسته د اتن د ځوانانو ذهنونو فاسدولو او بې ایمانۍ (اسبیه، asebeia"د دولت په خدایانو عقیده نه درلودلو") له امله  مجرم وګڼل شو او د هیملاک لرونکي مخلوط د څښلو په واسطه د مرګ په سزا محکوم شو. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

افلاطون چې د سقراط شاګرد و د جمهوریت په اړه په خپله مقاله کې د سانسور ملاتړ کړی ؤ چې د ولسواکۍ له شتون سره مخالف و. یوناني ډرامه لیکونکي یوریپایدز (۴۸۰ – ۴۰۶ کلونو تر منځ مخکې له میلاد نه) د افلاطون برعکس د آزاد زیږېدونکو نارینه او په آزاده توګه د خبرو کولو له حق څخه دفاع وکړه. سویډن په ۱۷۶۶ کال کې لومړی هېواد شو چې سانسور یې د قانون په بنسټ لغوه کړ. [۱۳]

منطق او نیوکه  

سانسور د نامناسبې کړنې په توګه او د پرمختګ پر وړاندې د خنډ کېدو له امله د تاریخ په اوږدو کې تر نیوکې لاندې راغلی. ، ټولنیز تبصره کوونکی مایکل لینډېر په ۱۹۹۷ ز کال کې د انټرنېټ د سانسور په اړه په یوې مقالې کې ادعا وکړه چې سانسور د مولدیت خنډ دی ځکه چې سانسور د دې لامل کېږي چې یوه موضوع له بحث څخه پاتې شي. لیندیر د دې ادعا سره خپل استدلال پراخوي او وایي، هغه څوک چې سانسور پلي کوي باید دا په پام کې ونیسي چې سانسور اړین دی او که نه؛ ځکه هغه کسان چې ځانونه سم ګڼي باید له هغه فرصت څخه چې مخالف لیدلوری کسانو د ردولو لپاره یې لري، هرکلی وکړي. [۱۴]

په ټولنه کې سانسور ډېری د اخلاقي ارزښتونو د پلي کولو لپاره کارول کېږي لکه، د هغو موادو سانسور کې چې فحش ګنل کېږي. انګریزي ناول لیکوونکی اي ام فورستر د فحش یا غیر اخلاقي موادو د سانسورسخت مخالف و، هغه د اخلاقو د شخصی توب او د اخلاقی ارزښتونو د دوامداره بدلون موضوع راپورته کړه. کله چې د ۱۹۲۹ ز کال د (لیډي چاتلرلي مینه) ناول په ۱۹۶۰ ز کال کې محکمې ته وړاندې شو، فورستر لیکي:  [۱۵]

د (لیډي چاتلرلي مینه) ارښتناکه ادبی کار ... زه فکر نه کوم چې دا به فحش وي، خو دلته له دې امله په مشکل کې یم چې زه هېڅکله  نه یم توانېدلې چې د فحشا په قانوني تعریف پوه شم. قانون ماته وایي چې فحشاء ممکن یو کس بدلمن او بدنام کړي خو تر هغه ځایه چې زه پوهېږم، دا هیڅ کله د فساد او بدلمنۍ تعریف نشي کېدلی.  

د سانسورشویو معلوماتو پلویان هڅه کوي چې  د توجیه لپاره یې بېلابېل دلیلونه راوړي:

  • اخلاقي سانسور د هغو موادو حذف دی چې فحش وي یا له اخلاقي اړخه په بل ډول تر پوښتنې لاندې راشي. د بېلګې په ډول فحش فلمونه ډېری د دې منطق پر بنسټ سانسور کېږي چې په ځانګړي توګه د ماشومانو فحشا فلمونه د نړۍ په ډېری قضایي نظامونو کې ناقانونه او سانسور دي.  [۱۶][۱۷]
  • پوځي سانسور له دښمنڅخه د پوځي استخباراتو او تاکتیکونو محرم او لرې ساتل دي. دا ډول سانسور د جاسوسۍ د مخنیوي لپاره کارول کېږي.
  • سیاسي سانسور د حکومتونو له خوا له خپلو اتباعو څخه د معلوماتو د محرم ساتلو په و خت کې پېښېږي. دا ډول سانسور ډېری وخت د خلکو د کنټرول لپاره کېږي او د هغه ازاد بیان مخه نیسي چې ممکن بغاوت رامنځ ته کړي.  
  • د دیني سانسور پر بنسټ هغه مواد چې د یو ځانګړي دین له خوا د نیوکې وړ ګڼل کېږي له منځه وړل کېږي. په دې ډول سانسور کې ډېری وختونه یو مسلط دين په یو غیر مسلط دین محدودیتونه راولي. په بله وینا، یو دین د بل دین کارونه ممکن له دې امله  محدود کړي چې فکر وکړي دا ډول منځپانګې د هغه دین لپاره مناسبې نه دي. 
  • شرکتي سانسور هغه بهیر دی چې له مخې یې ایډیټوران یا تصحیح کوونکي په سازماني رسنۍ کي لاس وهنه کوي څو د هغو معلوماتو خپرول محدود کړي چې د دوی سوداګرۍ یا سوداګریزو شریکانو په اړه منفي وي، یا له دې امله لاس وهنه کوي چې خلکو ته د بدیلو وړاندیزونو د رسولو مخنیوی وکړي.[۱۸][۱۹][۲۰]

ډولونه

سیاسي

د دولت رازونه او د پام اړولو مخنیوی

ښکاره سانسور د جګړې په وخت کې د هغو معلوماتو د خپریدو مخنیوي لپاره ترسره کېږي چې ممکن دښمن ته ګټور وي. معمولاُ په دې کې د وخت یا ځایونو پټ ساتل، یا د معلوماتو خپرولو ځنډول (د مثال په توګه یوه عملیاتي موخه ) تر هغې چې د دښمن د ځواکونو لپاره نور د کارونې وړ نه وي، شامل دي. په دې ډول سانسور کې ډېری اخلاقي مسایل په یو څه توپیرسره لیدل کېږي، ځکه چې د دې ډول سانسور پلویان استدلال کوي چې د تاکتیکي معلوماتو خپرول د ځواکونو ترمنځ د تلفاتو لوی ګواښ را منځ ته کوي او ممکن د جبهې د له لاسه ورکولو لامل شي.   

د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترځ کې د بريټانوي سرتېرو لیکونه باید سانسور شوي وای. په دې کې د افسرانو یو ډله ګمارل شوې وه چې لیکونه یې تور مارکر چک کول او هر هغه شی یې خط وهل چې ممکن د لیک له استولو مخکې د عملیاتو محرمیت له ګواښ سره مخ کړي. د دویمې نړیوالې جګړې شعار "Loose lips sink ships" د رسمي جګړې پرمهال د سانسور کولو لپاره کارول کېده او یو کس دې ته هڅېده چې د ممکنه حساسو معلوماتو د شریکولو پرمهال پټه خوله پاتې شي.  [۲۱][۲۲]

د "حذف" یوه پالیسي چې د ستالین په وخت کې او په پخواني شوروي اتحاد کې حاکمه وه د هغو خلکو عکس بدلول وو چې د ستالین له خوا په اعدام محکوم شوي وو. که څه هم اصلي انځورونه په یاد پاتې یا پټ ساتل شوي وو، خو د خلکو په ذهنونو کې د تاریخ دا قصدي بدلون د ستالین د مکتب او د هغه وخت د استبداد یو له مهمو تګلارو څخه و.

سانسور کله ناکله له چارواکو سره د مرستې یا د یو فرد ساتنې لپاره ترسره کېږي لکه، د ځینې تښتونو په وخت کې کله چې د قربانیانو او رسنیز پوښښ زیان اړوونکې وي. [۲۳]

سرچينې او ياداښتونه