سلووانيا

په منځنۍ اروپا کې يو هېواد
(له سلووانیا نه مخ گرځېدلی)

سلووانیا یاهم (سلوانیا) په سلوانیایي ژبه Slovenija) چې رسمي نوم یې د سلوانیا ولسمشریزه ده د مرکزي اروپا په سویل کې پروت یو هیواد دی چې پلازمېنه او لوی ښار یې د لیوبلیانا ده.

سلوانیا، په رسمي ډول د سلوانیا جمهوریت په مرکزي اروپا کې یو هېواد دی. له لویدیځ لوري څخه له ایټالیا، له شمال څخه له اطریش، له شمال ختیځ څخه له هنګري، له سوېل ختیځ څخه له کرواسیا او له سویل لویدیځ لوري له ادریاتیک سمندرګي سره ګاونډی دی. سلوانیا تر ډېره غرنی او ځنګلي هېواد دی چې د ۲۰۲۷۱ کیلومتر مربع (۷۸۲۷ مایل مربع) مساحت په لرلو سره ۲.۱ میلیونه (۲۱۰۸۷۰۸ تنه) وګړي لري. سلوانیايي وګړي (سلواني نژاد لرونکي) د دغه هېواد ۸۰ سلنه وګړي جوړوي. سلواني او سوېلی سلاوي ژبې یې رسمي ژبې دي. سلوانیا، د سلواني د سواحلو او دیناریک الپ غرونو پرته په غالبه توګه  قاره يي اقلیم لري. مدیترانه يي هوا د دیناریک الپ غرونو په امتداد د دغه هېواد په شمال لویدیځ – سوېل ختیځ لوري کې چلېږي. په شمال لویدیځ کې بیا جولیان الپ غرونه آلپي اقلیم لري. د دغه هېواد پلازمېنه او لوی ښار لیوبلیانا دی چې نږدې د دغه هېواد په مرکز کې موقعیت لري.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

سلوانیا له تاریخي پلوه د سلاوي، جرمني او رومانس ژبو او کلتورونو د یوځای کېدو ځای و. د دغه هېواد قلمرو د ګڼ شمېر واکمنیو، لکه: د روم د سترواکۍ، د بیزانس سترواکۍ، کارولینژ سترواکۍ، د سپېڅلي روم د سترواکۍ، د هنګري د پاچاهۍ، د وینیز د جمهوریت، د فرانسې د لومړنۍ ناپلیوني سترواکۍ د ایالتونو، د اطریش د سترواکۍ او د اطریش-هنګري د سترواکۍ برخه و. د ۱۹۱۸ ز کال په اکتوبر میاشت کې سلواني وګړو د سلوانیا، کرواسیا او صربیا دولت رامنځته کړ. د ۱۹۱۸ ز کال په ډسمبر میاشت کې دوی د صربستان د پاچهۍ د برخې په توګه د یوګوسلاویا له پاچهۍ سره ادغام شول. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال جرمني، ایټالیا او هنګري سلوانیا و نیوله او له ځان سره یې الحاق کړه، په داسې حال کې چې یوه ډېره کوچنۍ برخه یې کرواسیا ته پاتې شوه او په کې د نازي لاس پوڅي دولت رامنځته شو. په ۱۹۴۵ ز کال کې دغه هېواد د یوګوسلاویا په بنسټ اېښودونکي غړي واوښت. له جګړې وروسته، یوګوسلاویا له ختیځ بلاک سره مل شوه، خو په ۱۹۴۸ ز کال کې له تیتو-ستالین جلاوالي وروسته، هېڅکله له وراسا تړون سره یوځای نه شوه او په ۱۹۶۱ ز کال کې د بې پلوي خوځښت یو له بنسټګړو غړو څخه وګرځېده. د ۱۹۹۱ ز کال په جون میاشت کې سلوانیا لومړنی جمهوریت و چې له یوګوسلاویا جلا شو او په یوه خپلواک ملي حاکمیت لرونکي هېواد واوښت. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سلوانیا یو له پرمختللو هېوادونو څخه دی چې لوړ عاید لرونکی اقتصاد او د انساني ودې د شاخص له مخې لوړ ځایګی لري. د جیني شاخص له مخې د عاید د نابرابرۍ په برخه کې په نړۍ کې په تر ټولو ټیټه کچه نابرابر عاید لرونکو هېوادونو کې راځي. دغه هېواد د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، یورو زون، شنګن سیمې، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان، د اقتصادي پراختیا او همکاریو د سازمان، اروپایي شورا او ناټو غړیتوب لري.[۲۰][۲۱]

دولت او سیاسي نظام

سلوانیا د څوګوندي سیسټم په لرلو سره د پارلماني دیموکراسي جمهوري نظام لري. ولسمشر د دولت رئیس دی، د عامو رایو پر بنسټ ټاکل کېږي چې د دولت د قواوو ترمنځ د یو موټي توب په برخه کې تر ټولو مهم رول لري. ولسمشر د پنځه کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي چې کولای شي، د دوو پرله پسې دورو لپاره ولسمشري وکړي. ولسمشر د استازي رول لري او د سلوانیا د وسله والو ځواکونو اعلی قوماندان هم دی.[۲۲][۲۳]

د سلوانیا د حکومت (Vlada Republike Slovenije) اجرائیوي او اداري واک د لومړي وزیر او د کابینې یا د وزیرانو د شورا په واک کې دی چې د ولسي جرګې  (Državni zbor Republike Slovenije) له خوا ټاکل کېږي. د قانون جوړونې واک بیا د سلوانیا د دوو جرګې لرونکي پارلمان په لاس کې دی. د واک ډېره برخه د ملي اسمبلۍ په واک کې ده چې ۹۰ غړي لري. له دغو څخه ۸۸ یې د ټولو وګړو له خوا د تناسبي استازولۍ په سیسټم ټاکل کېږي او پاتې دوه نور بیا د هنګري او ایټالوي لږه کیو د ثبت شوو غړو له خوا ټاکل کېږي. ټاکنې په هرو څلورو کلونو کې یوځل ترسره کېږي. ملي شورا (Državni svet Republike Slovenije) څلوېښت غړي لري چې د ټولنیزو، اقتصادي، حرفوي، او سیمه ئیزو پانګوالو ډلو په استازیتوب ټاکل کېږي او د مشوري ورکولو او واک د کنټرول په برخه کې لږ واک لري. له ۱۹۹۲ ز کال څخه تر ۲۰۰۴ ز کال پورې د لیبرال دیموکراسۍ تر ولکې لاندې دوره په تدریجي ډول له تئتویستي اقتصاد څخه کپیټلیسټي اقتصاد ته د دغه هېواد د اقتصاد د بدلون مسئولیت پر غاړه لري. د لیبرال دیموکرات ګوند مشر یانزدرنوشک، چې له ۱۹۹۲ ز کال څخه یې تر ۲۰۰۲ ز کال پورې د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ، په ۱۹۹۰ مه لسیزه کې د دغه هېواد د ولسمشر میلان کوچان (چې د ۱۹۹۰ ز کال څخه یې تر ۲۰۰۲ ز کال پورې ولسمشري وکړه) په خوا کې د سلوانیا یو له اغېزمنو سیاستوالو ګڼل کېږي.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

قضایه قوه

په سلوانیا کې قضایه قوه، د هغو قاضیانو په واک کې ده چې د ولسي رګې له خوا ټاکل کېږي. قضایه واک د عمومي مسئولیت لرونکو محاکمو او ځانګړو محاکمو له لوري چې د ځانګړو قانوني حوزو چارو ته اړوندې دي؛ کارول کېږي. د دولتي څارنوال چوکۍ یوه خپلواکه دولتي چوکۍ ده چې په جنایي جرمونو باندې د تورونو کسانو د دوسیو څېړلو مسئولیت پر غاړه لري. د اساسي قانون محکمه له ۹ قاضیانو جوړه ده چې د ۹ کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي او له اساسي قانون سره د نورو قوانینو د سمون اړوند پرېکړې کوي. په دغه هېواد کې ټول قوانین او مقررات باید د نړیوالو قوانینو او تصویب شوو هوکړه لیکونو له عمومي اصولو سره مطابقت ولري.[۲۹]

پوځ

د سلوانیا وسله وال ځواکونه په خپلواک ډول، یا د نړیوالو هوکړو پر بنسټ له کوم اتحاد پرته دفاعي چارې ترسره کوي. وروسته له هغه چې په ۲۰۰۳ ز کال کې اجباري خدمت کول لغو شول، دغه هېواد یو بشپړ حرفوي پیاوړی ځواک جوړ کړ. د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان د سلوانیا د جمهوریت ولسمشر دی، په داسې حال کې چې د عملیاتي برخې مشري یې د سلوانیا د پوځ د لوی درستیز پر غاړه ده. په ۲۰۱۶ ز کال کې د دغه هېواد نظامي لګښتونه د داخلي ناخالصو تولیداتو نږدې  ۰.۹۱ سلنه برخې ته رسېدل. وروسته له هغې چې د ناټو غړیتوب یې ترلاسه کړ، د سلوانیا وسله والو ځواکونو د نړیوالې سولې په ملاتړیزو چارو کې فعاله ونډه لرلې. دوی د سولې د ملاتړ په عملیاتو او بشرپالو چارو کې ونډه اخیستې. د سلوانیا سرتېرو په بوسنیا او هرزګوینا، کوسوو او افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د برخې په توګه خدمت کړی.[۳۰][۳۱]

اداري وېش

ښاروالۍ

په رسمي ډول سلوانیا په ۲۱۲ ښاروالیو وېشل شوې (دوولس هغه یې د ښاري ښاروالیو په حالت کې دي). ښاروالۍ په سلوانیا کې یوازني خپلواک سیمه يیز بنسټونه دي. هره ښاروالۍ د یوه ښاروال (župan) له خوا چې د عامه رایو پر بنسټ د هرو څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي او د ښاري شورا (občinski svet) له خوا اداره کېږي. په ګڼ شمېر ښاروالیو کې، ښاري شورا د تناسبي استازولۍ د سیسټم له مخې ټاکل کېږي؛ یوازې ډېر کم شمېر ښاروالۍ د عامه رایو له سیسټم کار اخلي. په ښاري ښاروالیو کې، ښاري شورا ته د ښار یا ښارګوټي شورا ویل کېږي. هره ښاروالي یو اداري رئیس (načelnik občinske uprave) هم لري؛ چې د ښاروال له خوا ټاکل کېږي.[۳۲]

دین

له دویمې نړیوالې جګړې وړاندې، د دغه هېواد ۹۷ سلنه وګړو خپل ځانونه کاتولیک (د رومي آئین)، نږدې ۲.۵ سلنه لوتري او ۰.۵ سلنه نورو هم ځان د نورو فرقو پیروان ګڼل. په ۲۰۱۸ ز کال کې د ایروبارومتر شمېرې ښيي چې ۷۳.۴ سلنه وګړي یې کاتولیک دي چې دغه کچه په ۲۰۱۹ ز کال کې ۷۲.۱ سلنه ته راټیټه شوه. د کاتولیک کلیسا د شمېرو له مخې په ۲۰۰۹ ز کال کې له ۷۸.۰۴ سلنه کاتولیک وګړو څخه دغه شمېره په ۲۰۱۹ ز کال کې ۷۲.۱۱ سلنه ته راټیټه شوې. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

اقتصاد

جغرافیه

کلتور

اداري ویش