سورن کی یرکګارډ

سورن ابي کی یرکیګارډ (/ˈsɒrən ˈkɪərkəɡɑːrd/ SORR-ən KEER-kə-gard,  همدارنګه په امریکايي انګلیسي ژبه /-ɡɔːr/ ګور، په دنمارکي ژبه: [ˈsɶːɐn ˈɔˀˌpyˀ ˈkʰiɐ̯kəˌkɒˀ] (اورېدل )؛ زوکړه د ۱۸۱۳ کال د مې میاشتې ۵مه- مړینه د ۱۸۵۵ کال د نوامبر ۱۱مه) یو ډنمارکی د دینپوهنې پوهاند، فلیسوف، شاعر، ټولنیز کره‌کتونکی او مذهبي لیکوال و، چې په پراخه توګه د لومړني هستي‌پال (اګزیستانسیالیست) فلیسوف په توګه پېژندل کېږي. هغه د منظم مذهب، عیسویت، اخلاقو، چلند، ارواپوهنې او دیني فلسفې په اړه تنقیدي لیکنې وکړې او له استعارې، کنايې او تمثیل سره يې خپل انس څرګند کړ. د هغه ډېری فلسفي کارونه د یو «مجرد فرد» په توګه د ژوند په څرنګوالي بحث کړي او د انسان عیني واقعیت ته تر اجمالي تفکر لومړیتوب ورکوي او د شخصي ژمنتیا او انتخاب ارزښت په نښه کوي. نوموړی د هغه ادبي منتقدانو مخالف و چې د خپل وخت اېډیالیست روښانفکران او فلیسوفان يې ستایل او داسې فکر یې کاوه چې سویډبورګ، هګل، فیشته، شلینګ، شګل او هانس کریسټین انډرسون «پوهانو» په ډېرې چټکۍ پېژندلي وو. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د کی یرکیګارډ د دینپوهنې کار د عیسویت پر اخلاقو، د کلیسا پر بنسټ، د عیسویت د خالصو معقولو شواهدو تر منځ توپیر، د خدای او انسان تر منځ لایتناهي کیفي توپير او له ګاډ-من (العیاذبالله، هغه انسان چې هم د خدای او هم د یو انسان ځانګړنې ولري، ژباړن) عیسی(ع) سره د فرد ذهني اړیکه چې له ایمان څخه ترلاسه کېږي تمرکز لري. د هغه ډېری کارونه په عیسویت کې پر خدايي مینه راڅرخیږي. هغه د ډنمارک کلیسا په څېر د دولت تر کنترول لاندې (سیزارو پاپیزم [د ټولنیز واک او سیاسي سیکولار حکومت د ترکیب اېډیالوژي، ژباړن]) د یو دین په توګه د عیسویت پر اوصولو او کړنو سخته نیوکه لرله. د اروا پوهنې په برخه کې د هغه کار د انسانانو عواطف او احساسات د فرد په ژوند کې د هغه د ژوند له انتخابونو سره ارزوي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په پېچلو خبرو کې د ټاکلو لیدلورو د وړاندې کولو لپاره د کی یرکیګارډ لومړنی کار په مستعار نوم ولیکل شو. هغه پېچلي مسائل په بېلابېلو لیدلورو کې وارزول چې هر یو یې له بېل مستعار نوم سره وړاندې کړ. هغه د جوړوونکې خبرې په نوم اثر په‌خپل اصلي نوم ولیکه او هغه یې یو «مجرد فرد» ته اهدا کړ چې ښايي د هغه د اثارو د کشف غوښتونکی و. هغه ولیکل: «پوهه او ساینس غواړي دا تدریس کړي چې عیني واقعیت ته رسېدل یوه لار ده. عیسویت دا تدریسوي چې د واقعیت عینیت ته د رسېدو لار تابع کېدل دي.» په داسې حال کې چې پوهان د نړۍ په اړه د مشاهداتو/کتنو په‌واسطه زده‌کړه کوي، کی یرکیګارډ په غوڅ ډول دا رد کړه چې کتنې په يوازې ډول د روح د نړۍ داخلي کارونه څرګندولی شي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د کی یرکیګارډ ځینې کلیدي نظريې دا دي: «ذهني او عیني حقایق»، د عقیدې سمونه، د یادولو او تکرار غبرګولي، ډار، لایتناهي کیفي توپیر، ایمان د یوې تلوسې په توګه  او د ژوند په لار کې درې پړاوونه. کی یرکیګارډ په ډنمارکي ژبه لیکل کول او په لومړیو کې یوازې په سکاټلنډي ژبه د هغه د اثارو هرکلی کېده، خو د شلمې پېړۍ په پیل کې د هغه لیکنې په فرانسوي، الماني او نورو اصلي اروپايي ژبو وژباړل شوې. د شلمې پېړۍ په منځنۍ برخه کې د هغه فکر پر فلسفه، دینپوهنې او په ټوله کې د لویدیځ په فرهنګ د پام‌وړ اغېز وکړ.   [۱۸][۱۹][۲۰]

لومړي کلونه (۱۸۱۳-۱۸۳۶)

کی یرکګورد په کپنهاګ کې په یوه سوکاله کورنۍ کې نړۍ ته راغی. مور يې انه سورنسداټر لونډ کی یرکګارډ د هغه له پلار مایکل پډرسن کي یرکګارډ سره تر واده مخکې د دوی په کور کې د خدمې په توګه کار کاوه. هغه یوه متواضع ښځه وه: خاموشه وه او رسمي زده‌کړې يې نه درلودې. دوی ۷ ماشومان لرل. د هغې لمسۍ هنریټ لونډ ولیکل هغې «په خوښۍ همسا په لاس کې واخیسته او [سورن او پیټر] څخه یې داسې ساتنه وکړه لکه یوه چرګه چې د خپلو چورګوړو ساتنه کوي.» هغې همدارنګه ‌خپل بچیان د خپل نفوذ له اغېز برخه‌من کړل، داسې چې وروسته پيټر وویل چې ورور يې په‌خپلو لیکنو کې تر ډېره د خپلې مور خبرې خوندي کړې دي. بل لور ته یې پلارچې د یوټلنډ اوسېدونکی د وړیو سوداګر و. «هغه ډېر ترینګلی سړی و چې په هره بڼه کې وچ او بې مینې و، خو د خپلې «کلیوالې چپنې» چلند کې يې فعال خیالونه رانغاړلي و چې ان د هغه عمر هم نه شوی خنثی کولی». هغه همدارنګه له فلسفې سره مینه لرله او تر ډېره به يې په‌خپل کور کې د روښانفکرانو کوربه‌توب کاوه. هغه ځان د کریسټین وولف عقل‌پاله فلسفې ته وقف کړی و او په پای کې یې ځان تر یوه حده تقاعد کړ تر څو وکولی شي د وولف ډېرې لیکنې وڅاري. کی یرکیګارډ په ماشومتوب کې د خپل پلار باورونه څارل اوپه شدید ډول پر وولفي عقل‌پالنه د مایکل د فداکارۍ تر اغېز لاندې و. هغه د لوډیګ هولبرګ د کمیدي، او د يوهان ګئورګ هامان، ګوتولډ افرایم لسینګ، اېډوارډ یانګ او اپلاتون له لیکنو څخه هم خوند اخیست. کی کیګور د اپلاتون په خبرو کې د سقراط له شخصیت سره مخ شو چې وروسته یې له استعاري او همدارنګه په مکرر ډول د هغه د غیر مستقمیو اړیکو له کارولو سره د فلیسوف پر مینه د پا‌م‌وړ اغېز وکړ.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹] [۳۰]

کی یرکیګارډ په ۱۹مه پېړۍ کې د کوپنهاګ په کږو سړکونو کې له قدم وهلو څخه خوند اخیست، چېرته چې ګاډۍ په ندرت تلله. کی یرکیګارډ په ۱۸۴۸ کال کې ولیکل، «زه په دې فکر کې چې بل موجود نه وی، په کپنهاګ کې یواځې یو سړی موجود وی چې هر بې‌وزله کولی شوی په ازاد ډول پر سړک له هغه سره اړیکه ولري او خبرې ورسره وکړي، له عیسویت څخه په حقیقي ډول راضي وم؛ که بل فرد موجود نه وی، او یواځې یو سړی وی چې په هره ټولنه کې يې ډېر تګ راتګ کولی او له بې‌وزلو سره یې له اړیکو لرې‌والی نه کولی، بلکې له هرې اشنا کنیزې، کاریګر او هر عادي مزدور سره یې سلام کولی». د اور لېډي (زموږ د مېرمنې) کلیسا د ښار په یوه څنډه کې وه، چېرته چې مېنسټر اسقف د انجیل تبلیغ کاوه. د ښار په بله څنډه کې سلطنتي تیاتر و چې فرو هایبرګ به پکې نندارې وړاندې کولې. [۳۱][۳۲]

د کی یرکګارډ د نه خپرو شویو مجلو په ځانګړي ډول د «لویې زلزلې» په نوم د یوې کیسې د لنډې مسودې د داستاني قیاس د تشرېح پر اساس، د کی یرکګارډ  ځینې لومړني پوهان داسې استدلال کوي چې مایکل په دې باور و چې هغه د خدای قهر راپارولی او هېڅ بچی به يې تر هغه ډېر عمر ونه کړي. ویل کېږي چې هغه خپله په دې باور و چې ښايي د سزا د هغه د شخصي ګناهونو لکه په ځوانۍ کې د خدای په نوم لعنت ویل یا له واده پرته د انه د امیندواره کېدلو له امله وي. که څه هم د هغه له ۷ بچیانو څخه ۵ د هغه تر مړینې مخکې مړه شول خو خپله سورن او ورو یې پيټر کرېسټن کیرکګارډ تر هغه ډېر عمر وکړ. پیټر چې له کی یرکګارډ څخه ۷ کاله مشر و، وروسته په البورګ کې اسقف شو. جولیا واټکین داسې فکر کاوه چې له موراویا کلیسا سره د مایکل لومړنۍ مینه به هغه د ګناه د ژورو ویجاړوونکو اغېزو په اړه وپوهوي.   [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

سورن کی یرکګارډ هیله‌من شو چې تر بښل کېدو وروسته هېڅوک بېرته خپلو ګناهونو ته نه ورګرځي او په همدې توګه هر هغه څوک چې واقعاً د ګناه په بښلو باور ولري خپل ژوند د بښنې د موجودیت پر وړاندې د یو اعتراض په توګه نه تېروي. هغه دې ټکې ته په اشاره وویل مخکې له دې چې قیصر د کاتو د بښنې فرصت ولري هغه ځان‌وژنه وکړه. دا د بښنې د نه ترلاسه کولو ډار ویجاړوونکی دی. اډېنا اېچ. هونګ په ۱۹۸۴ کال کې په خپل کتاب کې له کی یرکګارډ څخه نقل قول وکړ او ويې لیکل بښنه یوه اغېزه او همدارنګه یوه مهرباني ده او کی یرکګارډ په ۱۸۴۷ کال کې د بښنې په اړه داسې ولیکل. په ۱۹۵۴ کال کې سمویل باربر د کی یرکګارډ دعا، «جنتي پلاره! زموږ ګناهونه زموږ پر وړاندې مه دروه بلکې موږ زموږ د ګناهونو پر وړاندې ودروه تر څو ستا په فکر کې وو او دا فکر زموږ په روح کې راژوندی کړه او هر کله چې دا فکر په موږ کې راویښيږي موږ ته ستا بښنه رایاده کړي نه هغه خطا چې موږ تر سره کړې او دا چې موږ څه ډول بې لارې شوي وو او تا څه ډول موږ سمې لارې ته هدایت کړو!» ته موسیقي جوړه کړه.  [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

سرچينې