سوله غوښتنه

سوله غوښتنه د جګړې، پوځي ګرایي (د عسکري خدمت او همدارنګه د جبري خدمت په ګډون) یا تاوتریخوالي پر وړاندې مخالفت یا مقاومت دی. سوله غوښتونکي تل د عادلانه جګړې نظریې رد کوي. د سولې غوښتنې (pacifism) کلمه د سولې لپاره د فرانسوي مبارز امیل ارنو له خوا ابداع شوه چې بیا په ۱۹۰۱ زکال کې په ګلاسکو کې د نړیوالې سولې په لسم کانګرس کې د سولې په برخه کې د نورو فعالینو له خوا هم ومنل شوه. دغې اصطلاح ته ورته بله اصطلاح آهیمسا (ahimsa) ده چې په هېڅ وجه چاته د زیان نه اړولو په معنی ده چې د هندي ادیانو لکه د هندوئېزم، بودېزم او جینېزم یو له اصلي فلسفو څخه ده. په داسې حال کې چې په دې اړوند معاصر مفاهیم نوي دي او د ۱۹مې پېړۍ راوروسته توضیح شوي، خو ګڼ شمېر لرغوني ارجاعات لري. [۱]

په معاصر پېر کې له دغې موضوع سره لیوالتیا د لئو تولستوی له خوا په خپلو وروستیو آثارو په ځانګړې توګه، د خدای پاچاهي په تا کې دننه ده (The Kingdom of God Is Within You) تر عنوان لاندې اثر کې بېرته راوپارول شوه. مهاتما ګاندي هم د تاوتریخوالي نه کوونکي ثابت قدمه اپوزیسیون د چارو د ترسره کولو لارښوونه وکړه چې ده ورته «ساتیاګراها» ویل او د هند د خپلواکۍ په خوځښت کې یې مهمه ونډه لرله. د دغه چارو اغېزې مارتین لوترکینګ جونیر، جیمز لاوسون، مري او چارلز بیرډ، جیمز بیول، ټیچ نات ان او د مدني حقونو د خوځښت ډیری نورو غړو ته الهام بخښونکې وې. [۲][۳]

تعریف

سوله غوښتنه د نظریاتو پراخه طیف رانغاړي؛ له دې ډلې؛ دغه باور چې کېدلای شي نړیوال اختلافات په سوله ئیز ډول حل شي، د جګړې او پوځ د هر ډول بنسټونو د له منځه وړو غوښتنه، د هر ډول ټولنیز بنسټ (انارشیستي یا آزاد خیاله سوله غوښتونکي) پر وړاندې د دولتي ځواک له کارولو سره مخالفت، سیاسي، اقتصادي یا ټولنیزو اهدافو ته د رسېدو په موخه له فزیکي تاوتریخوالي څخه نه ګټنه، د زور ویلو له منځه وړل او په هر ډول شرایطو آن له ځان او نورو څخه د دفاع په موخه له تاوتریخوالي سره مخالفت، په کې شاملېږي. د سولې غوښتنې په برخه کې تاریخ لیکونکي پیټربروک او توماس پل سوکنات سوله غوښتنه (pacifism) «د هغې معنې له مخې چې عموما په انګلیسي ژب ویونکې سیمو کې منل شوې» له قید او شرط پرته د جګړې د ټولو ډولونو د رد په توګه تعریف کوي. فیلسوف جني تیچمن د سولې غوښتنې (pacifism) اصلي معنی «له جګړې پالنې سره مخالفت» بولي او هغه د جګړې د ټولو ډولونو د رد په توګه تعریف کوي. د تیچمن عقاید د برایان اورن له خوا په داسې توګه خلاصه شوي: «... یو سوله غوښتونکی جګړه رد کوي او باور پر دې لري چې هېڅ داسې اخلاقي دلیل شتون نه لري چې وکولای شي جګړې ته توسل دې توجیه کړي. د یو سوله غوښتونکي لپاره جګړه تل یوه غلطه چاره ده». د دغې معنی له مخې دغه فلسفه پر دې بنسټ ده چې هدف، وسیله نه شي توجیه کولای. د پاسفیک کلمه (pacific) پر مصالحې دلالت کوي. [۴][۵][۶][۷]

اخلاقي ملاحظات

سوله غوښتنه کېدای شي په اخلاقي اصولو (اخلاقي الزامي لیدلوري) یا هم په پراګماتېزم (نتیجه پالونکي لیدلوري) تکیه ولري. اصولي سوله غوښتنه په دې باور ده چې د لید له یوه ټکي څخه له جګړې څخه رانیولې د شخصي فزیکي تاوتریخوالي تر طیف پورې ټول تاوتریخوالي له اخلاقي پلوه ناسم دی. پراګماتیکه سوله غوښتنه باوري ده چې د جګړې او بین فردي تاوتریخوالو لګښت دومره زیات دی چې باید پر ځای یې د اختلافاتو د حل او فصل لپاره نورې غوره لارې چارې وپلټل شي.

عدم تشدد

یو شمېر سوله غوښتونکي د عدم تشدد له اصولو پیروي کوي، دوی باوري دي چې له تاوتریخوالي خالي اقدام له اخلاقي پلوه غوره او یا تر ټولو اغېزمن دی. ورته مهال یو شمېر پلویان یې بیا له فزیکي تاوتریخوالي څخه د ځان او نورو څخه د بېړنۍ دفاع په برخه کې ملاتړ کوي. یو شمېر نور بیا په دغه ډول بېړنیو حالاتو کې د مقاومت له یو شمېر سمبولیکو چارو لکه د پوځي بنسټونو بهر د سره رنګ په تویې کولو سره د وینې د ښودو او یا هم د هوايي ځواک مرکزونو ته په ننوتو په جنګي الوتکو باندې له ګذار کولو ملاتړ کوي.

عدم تشدد ته اړوند ټول مقاومتونه (چې ځینې وختونه ورته مدني مقاومت هم ویل کېږي) په هر ډول شرایطو کې د تاوتریخوالي د بشپر رد پر بنسټ نه دي. په دغه ډول خوځښتونو کې ډېری رهبران او ګډون کوونکي په ځانګړو شرایطو کې له تاوتریخوالي څخه پرته لارې چارې مهمې ګڼي او مطلق سوله غوښتونکي نه دي. ځینې وختونه لکه په ۱۹۶۵ زکال کې له سلما څخه مونټګومري ته د بشري حقونو د خوځښت لاریون له ځانه د مسلحانه ساتنې غوښتنه وکړه. د مدني مقاومت او د قوې د فکتورونو ترمنځ ارتباطات پریمانه او ډېر زیات پېچلي دي. [۸]

ډولونه

مطلقه سوله غوښتنه

بي بي سي یو مطلق سوله غوښتونکی د داسې کس په توګه توصیف کوي چې باوری وي د انسان ژوند دومره اهمیت لري چې هېڅکله باید یو انسان وه نه وژل شي او یا هم هېڅکله جګړه وه نه شي، آن که د ځان څخه د دفاع په موخه وي. د دغه اصل مراعات کول ستونزمنه چاره ده، ځکه چې تاوترایخوالی د مرستې د وسیلې په توګه د هغه کس لپاره چې زیان یې لیدلی یا هم وژل شوی شتون نه لري. همدارنګه ادعا کېږي چې په سوله غوښتنه کې دغه منطقي استدلال کېدای شي چې تاوتریخوالي ته مخه کول د نه تاوتریخوالي پر نسبت د ناوړه پایلو لامل ګرځي. [۹]

د شرایطو پر بنسټ سوله غوښتنه

د عادلانه جګړې له تیوري څخه په ګټنې د شرایطو پر بنسټ سوله غوښتنه د هغه دریځ څرګندويي کوي چې د مطلقې سولې غوښتنې له دریځ څخه توپیر لري. د مشروطې سولې غوښتنې ډول رایجه سوله غوښتنه ده چې کېدای شي له ځانه دفاع مجاز وبولي خو له وخته وړاندې دفاع یا مداخلې څخه بیا ملاتړ نه کوي. [۱۰]

ملي آزادي او د پولیسو اقدامات

په داسې حال کې چې ټول سوله غوښتونکي د ملي دولتونو ترمنځ د جګړې مخالف دي، خو داسې موارد شتون لري چې دوی د کورنۍ جګړې یا انقلاب پر وړاندې له پوځي چارو ملاتړ کړی. د بېلګې په توګه د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال د امریکا د سولې بنسټ او د عددم تشدد د بنسټ یو شمېر پخوانیو غړو د اتحادیې له پوځي عملیاتو ملاتړ وکړ او استدلال یې کاوه چې دوی د کنفدراسیون پر وړاندې د یو «پولیسي» اقدام په ترسره کولو بوخت و او د جنایتکارو په توګه یې د هغوی پر وړاندې غبرګون جلا و. د هسپانیا د کورنۍ جګړې له پیلېدو وروسته فرانسوي سوله غوښتونکي رنه ژرین د هسپانیا له جمهوریت څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه. هغه استدلال وکړ چې هسپانوي ملت پالنه «د فردي دښمن سره د پرتلې وړ ده» او د جمهوریت هڅې هم د جنایاتو په ځپلو کې د پولیسو د ځواکونو له اقداماتو سره یو شان دي. [۱۱][۱۲][۱۳]

په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې نوي کیڼ اړخ ته اړوند اصلاح غوښتونکو د ملي آزادۍ غوښتونکو په جګړو کې د یو شمېر ډلو لکه ویټ کونګ او الجزایري اف ال ان (FLN) څخه ملاتړ وکړ؛ دوی استدلال کاوه چې د دغه ډول هېوادونو د آزادولو لپاره نورې سوله ئیزې هڅې نتیجه نه ورکوي او جګړه یوازنۍ پاتې حل لار ده. [۱۴]

مذهبي لیدلوري

عیسویت

سوله غوښتونکې کلیساوې

په عیسویت کې سوله غوښتونکې کلیساوې هغه عیسوي ډلو ته اړوندېږي چې په مستقیمه توګه له سولې غوښتنې ملاتړ کوي. د «سولې د تاریخي کلیساو» اصطلاح په ځانګړې توګه د کلیسا دغو دریو لرغونو ډولونو ته نغوته کوي: بریترین کلیسا، منونیتان (او نور اناباپتیستان لکه آمیشان، هوتریتان او حواریوني عیسوي کلیساوې) او همدارنګه کواکران (د ملګرو مذهبي ټولنه). د سولې تاریخي کلیساوو د خپل پیدایښت له وخت څخه تر ۱۶مې پېړۍ پورې دا دریځ درلود چې عیسی خپله یو سوله غوښتنونکی و چې د سولې لارښوونې یې کړي او هغه یې ترسره کړي نو له همدې امله پیروان یې هم باید دغه هغه پر لار لاړ شي. [۱۵]

اسلام

د تاریخ په اوږدو کې ګڼ شمېر مسلمانو خوځښتونو سوله غوښتنه له اسلامي الهیاتو سره اړونده بللې. ورته مهال د حضرت محمد(ص) له مهاله جګړه د اسلامي تاریخ نه جلا کېدونې برخه ده چې هم له ځانه د دفاع او هم د اسلامي عقیدې د خپرولو په موخه ترې ګټنه شوې. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سوله د اسلام په مبارک دین کې ځانګړی ځایګی لري او مسلمانان تل د خپلو ټولو ستونزو د هواري په موخه سولې او سوله ئیزو لارو چارو ته هڅول شوي دي. [۲۴]

سرچينې