سولپالنه


سولپالنه، په فلسفه کې، یو پوهنپوهنیز لیدلوری دی چې په کې «عقل، د پوهې د ازمایښت او اصلي سرچینې په توګه پېژندل کېږي»، یا «هر هغه لیدلوری دی چې عقل ته په توسل کې، هغه د پوهې یا توجېه سرچینه وګڼي». په لا جوت ډول، سولپالنه د داسې میتودپېژندنې یا تیوري په توګه پېژندل کېږي «چې په هغو کې د یوه حقیقت معیار، حسي نه، بلکې فکري او استنتاجي دی».[۱][۲][۳]

سولپالنه، په یوه پخواني لانجمن بحث کې، د تجربه‌پالنې پر وړاندې راڅرګندېږي، چېرې چې سولپالونکي پر دې باور وو چې واقعیت، په ذاتي توګه، منطقي جوړښت لري. له همدې امله، سولپالونکو ادعا وکړه چې ځیني یقیني حقیقتونه شتون لري او عقل کولای شي په مستقیمه توګه، پر دغو حقیقتونو باندې پوه شي. په بله وینا، سولپالونکو څرګنده کړه چې په منطق، ریاضیاتو، اخلاقو او مېتافزیک کې داسې باوري سولیز اصول شتون لري، چې په بنسټیزه توګه، سم دي او له هغو څخه د سرغړونې په پایله کې تناقص رامنځ‌ته کېږي. سولپالونکي پر عقل باندې هومره ډاډمن وو چې د یقیني حقیقتونو د سپيناوي لپاره یې تجربي اثبات او فزیکي شواهد نااړین ګڼل – په بله وینا، «داسې باوري لارې شتون لري چې د هغو په ترڅ کې زموږ جاجونه او پوهه، له حسي تجربې څخه په خپلواکه توګه، ترلاسه کېږي».[۴]

پر دغه میتود یا تیوري باندې د ټینګار بېلابېلې کچې، د سولپالونکو د دریځونو یوه لړۍ رامنځ‌ته کوي؛ د منځني دریځ له مخې، «د پوهې د ترلاسه کولو لارو په کتار کې، عقل لومړیتوب لري» او په خورا کلک دریځ کې، «عقل، د پوهې په لور، ځانتنی یون انګېرل کېږي». د عقل نومهال پوهاوي ته په کتو سره، سولپالنه له فلسفې، د څېړنې سقراطي ژوند، یا د ځواک له هغې ژباړې سره یوشان دی چې د څېړنې ته اړو (شکمنو) بهیرونو له لارې روښانه کېږي (لامل یې هغه د څیزونو په هکله هغه بنسټیز یا جوت حالت دی چې د یقین له لارې مو تر سترګو کېږي). په وروستیو لسیزو کې، لیو ستراوس، د داسې یو لړ اصولو په توګه، د «کلاسیکې سیاسي سولپالنې» د بیا راژوندي کولو په لټه کې ؤ، چې د استدلال دنده په بنسټیزه توګه نه، بلکې د مایوتیک (سقراطي استدلال او زده‌کړې ته اړونده تګلاره) په توګه ونومېري.[۵]

په هالنډ جمهوریت کې، په اوولسمې پېړۍ کې، د لومړنۍ نومهالې سولپالنې راولاړېدنه – په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په یوازېتوب سره، د یوه خورا منظم (سیسټماتیک) فلسفي مکتب په توګه – د «کارتیزینزم» او «سپینوزیزم» تر نامه لاندې د ډیکارت او سپینوزوا د دوو غښتلو سولپاله فلسفي نظامونو په پنځولو سره، په ټولیز ډول، پر لوېدیځ نومهاله تفکر باندې خورا ژوره او پراخه اغېزه وکړه (ډیکارت خپل د زړښت ټول ژوند د هالنډ په متحده ایالتونو کې تېر کړ او خپل ټول ستر اثرونه یې هلته لیکلي دي). د ډیکارت، سپینوزوا او لایبنېتس په څېر نامتو سولپالونکې څېرې، اوولسمې پېړۍ ته د «عقل/منطق پېر» نوم او مقام ورکړی دی. [۶][۷][۸][۹]

مخینه

سولپالنه – د پوهې ترلاسه کولو په موخه بشري عقل ته د توسل په توګه – یو فلسفي تاریخ لري چې د لرغوني پیر راهیسې پیل شوی دی. د ګڼ‌شمېر فلسفي څېړنو شننه‌ییز ماهیت، د ریاضیاتو په څېر د پوهې بدیهي ډګرونو په هکله پوهاوی او عقلاني ځواک (په ټولیز ډول، ردَونه؛ لکه: د مستقیم الهام ردول)  پر مټ د پوهې پر ترلاسه کولو باندې ټینګار، ټولو په ګډه سره د فلسفې په تاریخ کې د سولپالونکو سکالوګانو بهیر روان ساتلی دی. دغه ته په ټولیزه توګه، قاره‌یی سولپالنه ویل کېږي، ځکه چې د اروپا په قاره‌ای مکتبونو کې لاسبرې وه، حال دا چې په برېټانیا کې تجربه‌پالنه پیاوړې وه.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

تاریخ

سولپالونکې فلسفه په لوېدیځ لرغوني پېر کې

که څه هم د سولپالنې ريښه، خپل په اوسنۍ نومهاله بڼه کې، پخواني لرغوني پېر ته رسېږي، فیلسوفانو په لاندې وختونو کې د سولپالنې د بنسټ ستنې ایښې دي. په ځانګړې توګه، د یادونې وړ ده، چې موږ ګواکې یوازې د عقلاني تفکر د کارَونې له لارې د لاسرسۍوړ پوهې په هکله پوهاوی ولرو.

فیثاغورث (۵۷۰ تر ۴۹۵ م‌ز)

فیثاغورث د لومړیو لویدېځو فیلسوفانو له ډلې څخه ؤ چې پر سولپالونکي الواک باندې یې ټینګار درلود. هغه د یوه ستر ریاضي‌پوه او ساینس‌پوه په توګه، د درناوۍوړ دی، خو د هغه نوم ډېرو ته د فیثاغورث قضیې او هغې ریاضیکي اړیکې له لارې اشنا دی، چې هغه په‌کې د عود تارونو د اوږدوالي او د زیر او بم پردو ترمنځ تړاو ښودلی دی. فیثاغورث «پر دې باور ؤ چې دغه هارمونیک جوړښت د واقعیت وروستی ماهیت په‌ډاګه کوي. هغه ضمني مېتافزیکي سولپالنه په یوه عبارت کې رالنډه کړه — واړه څیزونه، عدد دی. دا احتمال شتون لري چې ګنې هغه په ریاضیکي ډول د قوانینو فورمولیزه شوی نړۍ‌شموله سولپالونکی لیدلوری موندلی وي، چې وروسته د ګالیلې له‌خوا (۱۵۶۴ تر ۱۶۴۲ز) مشاهده شو». ویل کېږي چې هغه لومړی کس ؤ چې ځان باندې یې «پر حکمت مین» یا «د حکمت فیلسوف» نوم ایښی دی. [۱۷][۱۸][۱۹]

افلاطون (۴۲۷ تر ۳۴۷ م‌ز)

څرنګه چې د افلاطون په «مینو» او «جمهوریت» اثرونو کې لېدل کېږي، هغه سولپالونکی حکمت یو لوړ معیار ته ورساوه. هغه «د بڼو (جولو) تیوري (یا د مفکورو تیوري)» ښودله، چې ادعا کوي: د د واقعیت تر ټولو بنسټیزه او لوړه بڼه د بدلون مادي نړۍ نه‌ده چې موږ یې د احساس له لارې پېژنو، بلکې د بڼو (یا مفکورو) د نړۍ غیرمادي (خو جوهري) اقتباس دی. د افلاطون په اند، دغه بڼې یوازې د عقل لپاره د موندلو وړ وې، نه د حس لپاره. په حقیقت کې، ویل کېږي چې افلاطون عقل ته، په ځانګړې توګه هندسه کې، تر هغه بریده په درنه سترګه کتل، چې ان د خپلې مدرسې پر ور باندې یې لیکلي وو: «له هندسې بې‌خبره ته د ننوتلو اجازه نشته». [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

ارسطو (۳۸۴ تر ۳۲۲ م‌ز)

په سولپالونکي تفکر کې د ارسطو ستره ونډه، په استدلال کې د قیاسي منطق کارونه وه. ارسطو د قیاس‌پالنې په تعریف کې لیکي چې، «هغه خبرې اترې، چې په‌کې یقیني (ځانګړي) څیزونه مفروض شوي دي، له مفروض شویو څیزونو سره په توپیر کې یو څیز د اړتیا په پایله کې راڅرګندېږي، ځکه چې دغه څیزونه داسې دي». له دغه خورا ټولیز تعریف سره، سره، ارسطو ځان په به درې ډلبندي شویو قیاسونو کې تحدیدوي چې د هغه په اثر – ړومبنۍ شننې (Prior Analytics) – کې له درې ډلبندي شویو قضیو څخه رامنځ‌ته کېږي. دغو قضیو کې د موجهاتو ډلبندي شوي قیاسونه شامل دي.[۲۶][۲۷][۲۸]

منځني پېرونه

که څه هم د یونان درو سترو فیلسوفانو د ځینو ځانګړو ټکو په په هکله سره د نظر اختلاف درلود، خو واړه پر دې موافق وو چې عقلاني تفکر جوته پوهه راڅرګندولای شي – هغه معلومات چې انسانانو ته پرته د عقل له کارونې څخه، د نومېرلو وړ نه‌دي. څرنګه چې د اګوستین، اسلامي فیلسوف-ابن‌سینا، ابن‌رُشد، او یهودي فیلسوف او الهیات‌پوه- موسی بن‌میمون په اثرونو کې لېدل کېږي، د ارسطو له مړینې څخه وروسته، لوېدیځي سولپالونکی تفکر، په ټولیزه توګه، په الهیات‌پوهنه کې پلي کېده. د لوېدیځ د تاریخ په اوږدو کې، د پام‌وړ یوه پېښه، د ټوماس آکوینس فلسفه وه، چې په دیارلسمه پېړۍ کې یې د یوناني سولپالنې او مسیحي مکاشفې سره ګډولو هڅه وکړه. [۲۹][۳۰]

سرچینې