شپاړلسم پاپ بنډیکټ

شپاړلسم پاپ بنډیکټ (اصلي نوم: یوزف آلویس راټسینګر؛ زوکړه: د ۱۹۲۷ زکال د اپرېل ۱۶مه – مړینه: د ۲۰۲۲ زکال د ډسمبر ۳۱مه) د ۲۰۰۵ زکال د اپرېل له ۱۹مې نېټې څخه د ۲۰۱۳ زکال د فبروري په ۲۸مه نېټه د خپلې استعفا تر مهاله د کاتولیکې کلیسا مشر او د واټیکان د ښاري دولت واکمن و. بنډیکټ په ۲۰۰۵ زکال کې د پاپ د ټاکنې په غونډه کې د دویم پاپ جان پل له مړینې وروسته پاپ وټاکل شو. له استعفا وروسته د «متقاعد پاپ» په نوم پېژندل کېده چې دغه لقب یې د ۲۰۲۲ زکال په ډسمبر میاشت کې د خپلې مړینې ترمهاله وساته. [۱][۲]

راټسینګر په ۱۹۵۱ زکال کې په خپل زیږون ځای باواریا کې کشیش وټاکل شو؛ په دې سره د هغه اکاډمیک ژوند پیل شو او د ۱۹۵۰زکال په وروستیو کې یې د یو مخکښ عیسوي الهیات پوه په توګه شهرت وموند. نوموړی د ۳۱ کلونو په عمر په ۱۹۸۵ زکال کې د یو بشپړ ښوونکي په توګه وګمارل شو. د جرمني په بېلابېلو پوهنتونونو کې د الهیاتو د تدریس له اوږد مهالې دورې وروسته د مونیخ او فرایزینګ لوی کشیش وټاکل شو چې بیا په ۱۹۷۷ زکال کې د پاپ شپږم پل له خوا د کاردینال رتبه ورکړل شوه؛ دا د هغه لپاره ډېره غیر معمول ارتقا وه ځکه چې په معنوي چارو کې یې لږ کاري تجربه لرله. په ۱۹۸۱ زکال کې نوموړی د رومي کوریا (د پاپ او عسیوي نړۍ ترمنځ د اړیکو د تنظیم اداري بنسټ دی) عقیدوي دوکتورینو ته د اړوندې مهمې برخې مشر وټاکل شو. نوموړی له ۲۰۰۲ زکال را وروسته تر هغه مهاله چې پاپ وټاکل شو، د کارډینالانو د کالج یا ډلې مشر و. له پاپ کېدو وړاندې نوموړی «د پېړۍ د یوې ربعې لپاره د واټیکان په صحنه کې یو له اصلي شخصیونو څخه و». هغه د پاپ دویم ژان پل د باوري کس په توګه «له نوموړي راوروسته له نورو ټولو زیات د کلیسا د لومړیتوبونو په ټاکلو او د هغو په هدایت کولو» کې پام وړ اغېز درلود.[۳]

بنډیکټ د عیسویت اړوندې ارزښتمنې لیکنې لرلې چې په ټولیزه بڼه یې له کاتولیک سنتي دوکتورینو، ارزښتونو او عباداتو دفاع کوله. نوموړی په اصل کې یو لیبرال الهیات پوه و، خو له ۱۹۶۸ زکال وروسته یې محافظه کار لیدلوری وموند. بنډیکټ د خپل پاپ توب پر مهال په لویدیځ کې د مخ پر زیاتوالي سیکولرایز کېدو پر وړاندې د اساسي عیسوي ارزښتونو له ټینګښت ملاتړ وکړ. نوموړي د عینیت په فلسفې کې له نسبت پالنې او په ځانګړې توګه د اخلاقي حقایقو څخه انکار د یوویشتمې پېړۍ اصلي ستونزه بلله. له دې سربېره یې د لرغونو لاتیني سنتونو (Tridentine Mass) په ګډون ګڼ شمېر لرغوني دودونه بېرته را ژوندي کړل. هغه د کاتولیک کلیسا او هنرونو ترمنځ اړیکه پیاوړې کړې، د لاتیني ژبې څخه یې ګټنه ترویج او د پاپ سنتي لرغونې جامې یې بېرته دود کړې؛ له همدې امله نوموړی د «ښکلا پېژندنې پاپ» بلل کېږي. نوموړی د ۱۹۸۰مې لسیزې له نیمايي را وروسته د «کلیسا د اصلي فکري قوې» په توګه ګڼل کېده. [۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د ۲۰۱۳ زکال د فبروري په ۱۱ مه بنډیکټ خپله استعفا اعلان کړه او د هغو لامل یې د زیات عمر لرلو له امله «د ذهني او جسمي وړتیا» نشتون څرګند کړ. د هغه استعفا په ۱۴۱۵ زکال کې د دولسم ګریګوري له مهال را وروسته د پاپ لومړنۍ استعفا او همدارنګه په ۱۲۹۴ زکال کې د پنځم سلسټین له مهاله د پاپ په خپله خوښه لومړنۍ استعفا وه. فرانسېس د ۲۰۱۳ زکال د مارچ په ۱۳مه د نوموړي ځای ناستی وټاکل شو او خپله بنډیکټ په واټیکان کې د کلیساوو د مور په نامه نوې رغول شوې کلیسا (Mater Ecclesiae Monastery) ته کډه وکړه. بنډیکټ د خپلې مورنۍ جرمني ژبې سربېره تر یوه بریده په فرانسوي، ایټالوي، انګریزي او هسپانوي ژبو هم پوهېد. له دې سربېره په پرتګالي، لاتین، بایبلي عبري او بایبلي یوناني ژبو هم پوهېد. همدارنګه یې د فرانسې د اخلاقي او سیاسي علومو د اکاډمۍ په څېر د یو شمېر ټولنیزو علمي ټولنو غړیتوب درلود. هغه پیانو غږوله چې د موزارت او باچ کمپوزونه یې غوره بلل. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د نورو ادیانو اړوند لیدلوري

یهودیت

هغه مهال چې بنډیکټ پاپ شو، د هغه ټاکنې ته د افترا ضد ټولنې (Anti-Defamation League) له خوا هرکلی وویل شو چې «د یهودو له تاریخ او هولوکاسټ سره یې د هغه زیات حساسیت» ته اشاره کړې وه. ورته مهال د بریتانیا لوی خاخام، جاناتان ساکس د هغه د ټاکنې اړوند محتاطانه غبرګون وښود او هیله یې څرګنده چې بنډیکټ به «د پاپ درویشتم جان او پاپ دویم ژان پل په پله باندې په اقدم اېښودو له یهودانو او د اسرائیلو له دولت سره د اړیکو پیاوړتیا ته دوام ورکړي».[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

اسلام

له اسلامي نړۍ سره د بنډیکټ اړیکې په یو شمېر مهالونو کې ترینګلې وې. د ۲۰۰۶ زکال د سپټمبر په ۱۲مه یې د جرمني په رګنسبورګ پوهنتون کې د اسلام اړوند جنجالي وینا وکړه. نوموړي له پاپ کېدو وړاندې په دغه پوهنتون کې د الهیاتو د ښوونکي په توګه خدمت کړی و او وینا یې هم د «ایمان، عقل او پوهنتون - خاطرات او غبرګونونه» تر عنوان لاندې وه. دغه وینا د ګڼ شمېر سیاسي او مذهبي چارواکو پام وړ وګرځېده. ورته مهال مسلمانو سیاستوالو او مذهبي مشرانو د هغه د دغې وینا اړوند غبرګونونه وښول او هغه یې له سپکاوي ډکه وبلله، هغه په خپله وینا کې د مذهبي تاوتریخوالي په عقلانیت او په دین باندې د هغو پر اغېز ټینګار درلود. مسلمانان په ځانګړې توګه د پاپ له دغې خبرې ډېر وځورېدل چې وه یې ویل: «ماته وښایاست چې محمد(ص) دې څه نوي راوړي وي؛ یوازې دا چې شر او غیر انساني څه ومومۍ د بېلګې په توګه هغه لارښوونه کړې چې ایمان د تورې پر مټ خپور کړۍ» (العیاذ بالله). [۲۳][۲۴]

پاپ د خپلو دغو څرګندونو له امله بخښنه وغوښته؛ د ترکیې هېواد ته یې سفر وکړ چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي او هلته یې د استانبول په سلطان احمد جومات کې دعا وکړه. بنډیکټ د ۲۰۰۸ زکال د مارچ په ۵مه نېټه پلان جوړ کړ چې د ۲۰۰۸ زکال په مني کې له مسلمانو علماوو او مذهبي مشرانو سره په روم کې د کاتولیکانو او مسلمانانو په ګډه غونډه کې وګوري. دغه غونډې د ۲۰۰۸ زکال د نومبر له ۴مې نېټې څخه تر ۶مې نیټې دوام وکړ چې د کاتولیکانو او مسلمانانو ترمنځ د بحث لومړنۍ غونډه وه. له دې وروسته پاپ بنډیکټ د ۲۰۰۹ زکال د مۍ په نهمه د اردن په پلازمېنه عمان ښار کې د شهزاده غازي بن محمد سره یوځای د ملک حسین له جومات څخه لیدنه وکړه. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې