فاکس نیوز

فاکس خبري چینل یا فاکس نیوز چینل (په انګریزي: Fox News Channel) چې تر ډېره د فاکس نیوز په نامه پیژندل کېږي امریکایي څو ملیتي محافظه کاره خبري او سیاسي تبصره کوونکی تلویزیوني چینل او ویب سایټ دی چې مرکزي دفتر یې په نیویارک ښار کې موقعیت لري. دغه رسنۍ فاکس نیوز میډیا ته اړوند ده چې دا هم په خپل نوبت سره د فاکس کارپورېشن په نامه شرکت ته اړوندېږي. دغه رسنۍ په متحده ایالاتو کې تر ټولو زیاته کتل کېدونکې کیبلي رسنۍ ده چې په ۲۰۲۳ زکال کې یې د مالیاتو له حساب پرته د خپل بنسټګر شرکت نږدې ۷۰٪ ګټه تولید کړې. د دغه چینل خپرونې تر ډېره په مېډټاون منهتن کې د نیوز کورپ ودانۍ (1211 Avenue of the Americas) له سټوډیوګانو څخه کېږي. فاکس نیوز ۸۶ هېوادونو او قلمروونو ته نشرات لري، چې د خپلو نړیوالو نشراتو په تبلیغاتي دمو کې د فاکس ایسکټرا سیګمنټ ځانګړنې خپروي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

دغه چینل د رسنیو په برخه کې د مخکښ اسټرالیايي الاصله امریکايي سوداګر روپرټ مرداک له خوا په ۱۹۹۶ زکال کې جوړ شو څو محافظه کاره مخاطبین جلب کړي، همداو چې هغه د جمهوري غوښتونکي ګوند پخوانی رسنیز سلاکار او د سي ان بي سي (CNBC) ټلویزیون اجرایوي مدیر راجر ایلز د دغه چینل د بنسټګر اجرایوي مدیر په توګه وټاکه. دغه رسنۍ خپلې خپرونې د ۱۹۹۶ زکال د اکتوبر په ۷مه د کېبل ۱۷ میلیونو ګډون کوونکو ته پیل کړې. فاکس نیوز د ۱۹۹۰مې لسیزې په وروستیو او ۲۰۰۰مه لسیزه کې د متحده ایالاتو د کیبلي خبري شبکو په مخکښه شبکه واوښت. د ۲۰۱۸ زکال په سپټمبر میاشت کې د متحده ایالاتو ۸۷ میلیونه کورنیو (د تلویزیوني شبکو د ګډون کوونکو ۹۱٪ برخه) فاکس نیوز ته لاسرسی درلود. دغه رسنۍ په ۲۰۱۹ زکال کې د کیبلي شبکې له مخکښو رسنیو څخه شوه چې د تلویزیون په زیات لیدونکي مهال کې یې په اوسط کچه ۲.۵ میلیونه لیدونکي لرل. د ۲۰۱۶ زکال راوروسته د ۲۰۲۲ زکال تر اپرېل میاشتې پورې مرداک د دغې رسنۍ اجرایوي مشر و او سوزان سکاټ یې هم له ۲۰۱۸ زکال راهیسې اجرایوي مدیریت کاوه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د فاکس نیوز اړوند په جنجالي بحثونو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند، د هغو د سیاستوالو او همدارنګه د دغه ګوند د محافظه کارو اهدافو په ګټه راپورونه شامل و، په داسې حال کې چې له دیموکرات ګوند څخه یې منفي انځور وړاندې کاوه. منتقدین یې استدلال کوي چې دغه تلویزوني چینل په ټولیزه بڼه د خبرونو سموالي ته زیان اړوي. په ۲۰۰۹ زکال کې دغه چینل په خپلو راپورونو کې پلویتوب رد کړ. د دغې رسنۍ رسمي دریځ دا دی چې له ژورنالېزم څخه به د خپل لیدلوري پر مټ په خپلواکه بڼه راپورونه خپروي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

وروسته له هغه چې د ډومینیون ووټېنګ سیسټم په نامه شرکت د ۲۰۲۰ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د فاکس پر ضد د افترا په تور دوسیه پرانیسته، د فاکس داخلي اړیکې رابرسېره شوې چې د دغې رسنۍ کارکوونکو او لوړ پوړو مدیرانو په شخصي بڼه ټاکنې غلا شوې ګڼلې وې، په داسې حال کې چې فاکس د دغه ډول ادعاوو خپرولو ته هم دوام ورکاوه. نورو اړیکو یې وښووله چې د فاکس اجرایوي مدیرې سوزان سکاټ څرګنده کړې وه چې د دغه ډول ادعاوو د واقعیت څېړنه د فاکس لیدونکي پردي کوي. فاکس په ۲۰۲۳ زکال کې دغه شرکت ته ۷۸۷.۵ میلیونه ډالر جریمه ورکړه او همدارنګه یې د محکمې دغه حکم هم تصدیق کړ چې دوی د ډومینیون شرکت اړوند ناسم مطالب خپاره کړي او په دې سره دغه دعوا پای ته ورسېده. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د پیو څېړنیز مرکز د راپور له مخې په ۲۰۱۹ زکال کې ۶۵ سلنه جمهوري غوښتونکي او هغه کسان چې د جمهوري غوښتونکو ملاتړ یې کاوه، په فاکس نیوز (د فاکس نیوز په خبرونو) یې باور درلود. [۳۴]

تاریخچه

د ۱۹۸۵ زکال په مۍ میاشت کې اسټرالیايي خپرندوی روپرت مرداک اعلان وکړ چې له امریکايي صنعتګر او بشرپالونکي ماروین ډیویس سره یوځای هوډ لري «د بازاریابۍ د څلورمې قوې په توګه یوه خپلواکه شبکه» رامنځته کړي چې وکولای شي په مستقیمه توګه له سي بي اس (CBS)، ان بي سي (NBC) او اې بي سي (ABC) تلویزیونو سره سیالي وکړي او د دغه چارې لپاره به د میټرومېډیا (Metromedia) شپږ تلویزیوني سټېشنونه وپېري. د ۱۹۸۵ زکال د جولای په میاشت کې د ۲۰مې پېړۍ فاکس (20th Century Fox) اعلان وکړ چې مرداک د فاکس فلم کارپورېشن د مخکښ شرکت فاکس فلم اینټرټینمېنټ (Fox Filmed Entertainment) ۵۰٪ اسهام پېرلي. [۳۵][۳۶]

وړاندې له دې چې فاکس نیوز تاسیس شي مرداک د ۲۴ ساعته خبرونو د خپرولو په برخه کې کافي تجربه خپله کړې وه ځکه چې د ۱۹۸۹ زکال پر مهال یې په بریتیا کې د سکای نیوز په نامه د اروپا لومړنی ۲۴ ساعته خبری چینل جوړ کړ. مرداک د هغو تجربو پر مټ چې له سکای نیوز او د ۲۰مې پېړۍ د فاکس په نامه شرکت د نشراتي ډولونو د بدلون له امله یې ترلاسه کړې وې، په متحده ایالاتو کې یې د یوې تلویزیوني شبکې په توګه د فاکس د تاسیس کولو په موخه د هڅو په بریالي کېدو د ۱۹۹۶ زکال د جنوري په ۳۰مه نېټه اعلان وکړ چې نیوز کورپ به په متحده ایالاتو کې د کېبل او سټلایټ پر مټ د فاکس پروګرامېنګ لپاره د نیوز کورپ د «نړیوال پلټفارم» د برخې په توګه ۲۴ ساعته خبري چینل پیل کړي.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

وروسته له هغه چې د ۱۹۹۶ زکال په فبروری میاشت کې د متحده ایالاتو د جمهوري غوښتونکي ګوند پخواني سیاسي ستراتیژي جوړونکي او د ان بي سي تلویزیون اجرایوي مدیر راجر ایلز د امریکا ټاکېنګ (America's Talking؛ اوس مهال MSNBC) په نامه کیبلي تلویزیوني چینل پرېښود، مرداک له هغه وغوښتل څو فاکس نیوز خبري چینل پیل کړي. ایلز وړاندیز وکړ، وړاندې له دې چې د ۱۹۹۶ زکال د اکتوبر په ۷مه دغه نوی چینل خپلې اصلي خپرونې پیل کړي د ۵ میاشتو لپاره به د ورځې ۱۴ ساعته ازمایښتي خپرونې وړاندې کړي. [۴۱]

۱۷ میلیونه کورنیو وشو کولای د دغه تلویزیون لومړنۍ خپرونې وګوري، خو له دې سره هم په نیویارک او لاس انجلس کې د متحده ایالاتو په لوی رسنیز بازار کې دغه چینل غایب و. د ورځې پر مهال په خبري پوښښ کې یې ۲۰ دقیقه یي یو موضوعي خپرونو لکه جرایمو او سیاست ته اړوندو خپرونو (Fox on Crime؛ Fox on Politics) چې خبري عناوین یې لرل شتون درلود. د مرکې مهم ټکي او د میلمه اړوند معلومات به د صفحې په لاندې کې لیکل کېدل. [۴۲]

د لا زیاتو لیدونکو د موندنې په موخه فاکس نیوز کیبلي شرکتونو ته د هر لیدونکی پر سر تر ۱۱ ډالرو ورکول. دغه چاره د معمولې کړنلارې پرخلاف وه ځکه چې کیبلي شرکتونو به تلویزیوني چینلونو ته د هغو له نشراتو څخه د ګټنې فیس ورکاوه. هغه مهال چې ټایم وارنر، ټېډ ټرنر ته اړوند د ټرنر خپرندویه سیسټم وپېره، د انحصار ضد یو فدرال حکم ټایمر وارنر مکلف وباله چې د خپل سي ان ان چینل سربېره باید یو بل خبري چینل هم په خپل کېبلي سیسټم کې اضافه کړي. ټایم وارنر د فاکس نیوز پر ځای د ام اس ان بی سي (MSNBC) خبري چینل په خپل کیبلي سیسټم کې اضافه کړ. فاکس نیوز ادعا وکړه چې دغه چاره د فاکس نیوز د خپرولو اړوند هوکړه نقض کوي. نیوز کارپورېشن پر خپلې هوکړې باندې په استناد هڅه وکړه چې خپل مرکزي دفتر په متحده ایالاتو او خپلې لویې سټوډیو ګانې په نیویارک ښار کې وساتي، یاد شرکت د ښاروال روډولف جولیاني د ادارې پر مټ په ټایم وارنر کیبلي شرکت (په ښار کې د دوه کیبلي شرکتونو څخه یو و) فشار راووړ چې فاکس نیوز په خپلو کیبلي نشراتو کې ورګډ کړي. چارواکو ګواښ وکړ چې که داسې ونکړي د ټایم وارنر پر ضد به یو لړ اغېزمن ګامونه اوچت کړي. [۴۳][۴۴][۴۵]

د ۲۰۱۱ زکال د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د بریدونو پر مهال، فاکس نیوز لومړنی خبری چینل و چې د خپلې صفحې په پای کې یې د تازه معلوماتو په موخه یوه کرښه زیاته کړه. دغه کرښه پاتې شوه او لیدونکو ته یې هغه اضافي معلومات وړاندې کول چې د خبریالانو له خوا به نه تکرار کېدل او همدارنګه به یې د ورځې نور مهم خبرونه هم په کې لیکل؛ چې په دې سره یې د لیدونکو ترمنځ خپل محبوبیت زیات کړ. د ۲۰۰۲ زکال په جنوري میاشت کې فاکس نیوز د لومړي ځل لپاره د خبر رسونې په برخه کې له سي ان ان څخه مخکښ وګڼل شو. [۴۶][۴۷]

سیاسي اړوندتیاوې

فاکس نیوز د جمهوري غوښتونکي ګوند، د جورج ډبلیو بوش او ډونالډ ټرمپ د ادارو او همدارنګه د محافظه کارو اهدافو په ګټه د ګوندي راپورونو د خپرونکي په توګه توصیف شوی دی، په داسې حال کې چې دیموکرات ګوند منفي انځوروي. منتقدین یې استدلال کوي چې دغه خبري چینل په ټولیزه بڼه د خبرونو سموالي ته زیان اړوي. فاکس نیوز په خپلو خبرونو کې پلویتوب رد کوي او رسمي دریځ یې دا دی چې له ژورنالېزم څخه د خپل لیدلوري له مخې په خپلواکه بڼه راپورونه خپاره کړي. د دغه چینل څښتن روپرټ مرداک اعتراف کړی چې د فاکس چلوونکو د ټاکنو اړوند د محافظه کارانه توطئو له نظریاتو څخه ګټنه کړې. [۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]

په ۲۰۰۴ زکال کې د اوټ فاکسډ (Outfoxed) په نامه یو مستند کې څلور تنه د فاکس نیوز د پخوانیو خبریالانو په توګه معرفي شول او څرګنده یې کړه چې فاکس نیوز هغوی اړ کړي و چې «د محافظه کارانو په ګټه خبرونه جوړ کړي». فاکس نیوز بیا څرګنده کړه چې په دغه مستند کې د دغو کارکوونکو استخدام په ناسمه توګه بیان شوی. [۵۴][۵۵]

سرچينې