لئونید برژنف

لئونید ایلیچ برژنف (زوکړه: د ۱۹۰۶ زکال د ډسمبر ۱۹ مه – مړینه: د ۱۹۸۲ زکال د نومبر ۱۰) روسي سیاستوال و چې شوروي اتحاد یې د کمونیست ګوند د عمومي منشي (۱۹۶۴- ۱۹۸۲ زکال) او همدارنګه د شوروي اتحاد د عالي شورا د مشرتابه پلاوي د رئیس په توګه (۱۹۶۰- ۱۹۶۴، ۱۹۷۷- ۱۹۸۲ زکال) رهبري کړ. د عمومي منشي په توګه د هغه د واکمنۍ ۱۸ کلنه دوره د جوزف ستالین له واکمنۍ وروسته له مهالیز پلوه دویم ځایګی لري. د هغه د واکمنۍ موده د تاریخ لیکونکو د بحث موضوع ګرځېدلې؛ په داسې حال کې چې واکمني یې د سیاسي ثبات او خارجي سیاست په برخو کې د بریاو له مخې ځانګړې کېږي، خو له دې سره په کې فساد، د موثریت نشتوالی، اقتصادي ناورین او د لویدیځ د مخ پر ودې تکنالوژۍ څخه په کې شاته والی هم مشخص و. [۱۳]

لئونید برژنف
لئونید برژنف
لئونید برژنف

د شخص معلومات
پيدايښت۱۹ ډيسمبر ۱۹۰۶[۱][۲][۳][۴]
مړینه10 نومبر 1982 (76 کاله)[۵][۶][۷][۸][۹][۲][۳][۱۰][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل
هديره
استوګنځایمسکو   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوندد شوروي اتحاد کمونيست ګوند (۲۴ اکتوبر ۱۹۳۱–۱۰ نومبر ۱۹۸۲)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رکن
ښځه
اولاد
پلار
مور
عملي ژوند
تعلیم
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)روسي [۱۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ځانګړي کړنې
مؤثرولادمير ايليچ لېنين   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداريد شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
برخه
مقام
مشرتوب
جګړه/جګړې
لاسليک
لئونید برژنف
لئونید برژنف

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

برژنف د روسیې سترواکۍ ته اړوند د یکاترینوسلاو ایالت د کامیانسکوی ښار ګوټي (اوس مهال د اوکراین کامیانسکه سیمه ده) په یوه کارګري کورنۍ کې وزېږېد. د اکتوبر د انقلاب د پایلو وروسته چې له امله یې شوروي اتحاد رامنځته شو؛ برژنف په ۱۹۲۳ زکال کې د کمونیست ګوند د ځوانانو له څانګې سره یوځای شو او په ۱۹۲۹ زکال کې یې د ګوند رسمي غړیتوب ترلاسه کړ. هغه مهال چې نازي جرمني د ۱۹۴۱ زکال په جون میاشت کې په شوروي اتحاد برید وکړ، نوموړی د کمیسار په توګه له سره پوځ سره مل او د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې په ډېرې چټکۍ سره تر تورن جنرالۍ رتبې ورسېد. د جګړې له پای ته رسېدو وروسته یې په ۱۹۵۲ زکال کې د ګوند مرکزي کمېټې ته لار ومونده او تر ۱۹۵۷ زکال پورې یې د سیاسي دفتر بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ. په ۱۹۶۴ زکال کې هغه بشپړه وړتیا ومونده څو د شوروي اتحاد په کمونیست ګوند کې د لومړي منشي په توګه د نیکتیا خروشچف ځای چې په هېواد کې تر ټولو پیاوړی ځایګی و، ونیسي.

هغه د خپلې واکمنۍ پر مهال له محافظه کارانه او عملګرا چلن څخه په کار اخیستو په نړیوال ډګر کې د شوروي اتحاد ځایګی لوړ کړ او ورته مهال یې په کور دننه هم د حاکم ګوند ځایګی تثبیت کړ. په داسې حال کې چې خروشچف تر ډېره پوره د سیاسي دفتر له غړو سره له مشورې پرته سیاستونه ټاکل، خو برژنف بیا د اجماع له لارې د پرېکړو په کولو سره هڅه کوله د ګوند په رهبرۍ کې د نظر اختلافات تر ټولو ټیټې کچې ته ورسوي. په داسې حال کې چې نوموړي د سړې جګړې د دوه پیاوړ هېوادونو ترمنځ د اندېښنو په راکمولو فشار راوړ، خو له متحده ایالاتو سره یې د برابرۍ په موخه اټومي وسلو ته لاسرسی وموند او په مرکزي او ختیځه اروپا باندې یې د شوروي اتحاد برلاسۍ ته کار وکړ. ورته مهال د برژنف تر رهبرۍ لاندې په پریمانه کچه وسلې جوړې شوې او همدارنګه یې په پام وړ توګه له هېواده بهر د شوروي اتحاد نفوذ (په ځانګړې توګه په منځني ختیځ او افریقا کې) ته پراختیا ورکړه؛ خو دغه هڅې لګښتنمې وې او په راتلونکو کلونو کې یې د شوروي اتحاد پر اقتصاد فشار راوړ.

برعکس، سیاسي اصلاحاتو ته د برژنف نه پام د ټولنیز زوال د دورې پیل و چې د برژنف د رکود دوره ورته ویل کېږي. د پراخ فساد او اقتصادي ودې له راکمښت سربېره دغه دوره د شوري اتحاد او متحده ایالاتو ترمنځ د مخ پر ودې ټکنالوژیکي درز په رامنځته کېدو سره ځانګړې کېږي. میخایل ګورباچوف په ۱۹۸۵ زکال کې واک ته له رسېدو وروسته د برژنف دولت د هغو د نه موثریت او د لیبرال کېدو په موخه په سیاستونو کې د انعطاف د نه منلو له امله وغانده.

له ۱۹۷۵ زکال وروسته د برژنف روغتیا په چټکۍ سره خرابه شوه او په مخ پر زیاتېدونکي ډول له نړیوالو چارو څخه پر شا شو؛ په داسې حال کې چې ځان یې په واک کې وساته. نوموړی د ۱۹۸۲ زکال د نومبر په ۱۰ مه ومړ او یوري اندروپوف یې پر ځای د ګوند عمومي منشي شو.

بهرني او دفاعي سیاستونه

د شوروي اتحاد د رهبر په توګه د برژنف د واکمنۍ د اتلس کلنې دورې پر مهال د بهرني سیاست په برخه کې د نوموړي پام وړ نوښت د ترینګلیتاو راکمول و. د برژنف بهرنيو سیاستونو په داسې حال چې د خروشچف له خوا د فشار کمولو له دورې سره ورته والی درلود خو له هغو سره یې له دوه اړخونو توپیر درلود. لومړی دا چې موخې یې جامعې او پراخې و چې د وسلو د کنټرول، له ناورین څخه د مخینوي، د لویدیځ او ختیځ د سوداګرۍ، د اروپا د امنیت او بشري حقونو اړوند هوکړې په کې شاملې وې. دویم دا چې دغه سیاستونه له نظامي پلوه د شوروي اتحاد او متحده ایالاتو د مساوي کېدو په موخه و. د برژنف د واکمنۍ پر مهال له ۱۹۶۵ زکال څخه تر ۱۹۷۰ زکال پورې د شوروي اتحاد دفاعي لګښتونو ۴۰ سلنه زیاتوالی وموند او له هغه وروسته یې په کلني ډول هم وده لرله. په ۱۹۸۲ زکال کې د برژنف د مړینې پر مهال د شوروي اتحاد د ناخالصو ملي تولیداتو ۱۲ سلنه په پوځ لګول کېده. [۱۴]

د مسکو ناستې په پایله کې چې په ۱۹۷۲ زکال کې وشوه برژنف او د متحده ایالاتو ولسمشر ریچارډ نکسون د سالټ لومړۍ هوکړه لاسلیک کړه. د دغې هوکړې لومړۍ برخې په دواړو خواوو باندې د اټومي توغندیو په تولید کې یو لړ محدودیتونه ولګول. دویمې برخې یې، یا د بالیستیک ضد توغندیو هوکړې دواړه لوري د داسې سیسټمونو له طراحۍ منع کړل چې توغندي تعقیب او شنډ کړي څو نه متحده ایالات او نه هم شوروي اتحاد دا جرائت وکړي له اټومي برید څخه له ویرې پرته په یو بل ګذار وکړي. [۱۵][۱۶][۱۷]

د ۱۹۷۰ مې لسیزې په نیمايي کې څرګنده شوه چې د شوروي اتحاد پر وړاندې د هنري کیسینجر د اندېښنو له منځه وړونکي سیاستونه له ماتې سره په مخ کېدو دي. دغه سیاستونه په دې فرضیه ولاړ و چې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه اړیکه وموندل شي؛ متحده ایالاتو همدې ته تمه لرله چې د سالټ لومړۍ هوکړه او د شوروي او متحده ایالاتو د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالی به د دریمې نړۍ په هېوادونو کې د کمونېزم تهاجمي وده ودروي. خو دغسې وه نه شول او برژنف په دوامداره توګه له هغو کمونیست چریکانو سره مرسته کوله چې په ویتنام جګړه کې یې د متحده ایالاتو پر وړاندې جګړه کوله. [۱۸]

هغه مهال چې جرالفورډ په ولسمشریزو ټاکنو کې د جیمي کارتر پر وړاندې ماتې وخوړه، د امریکا بهرنيو سیستونو د کلماتو له مخې د شوروي اتحاد او کمونیستي نړۍ پر وړاندې مقابله کوونکی لوری وموند؛ په داسې حال کې چې په متحده ایالاتو کې د ځپونکو کمونیست ضد دولتونو او بنسټونو سره د مالي مرستو د درولو هڅې هم وشوې. ورته مهال د کارتر د ولسمشرۍ په پیل کې د ټولو دفاعي نوښتونو د کمښت غوښتنې شتون درلود خو د ولسمشرۍ په وروستیو کلونو کې یې د متحده ایالاتو د پوځ لګښتونه زیات شول. هغه مهال چې په ۱۹۷۹ زکال کې برژنف په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د برید اجازه ورکړه، کارتر د خپل ملي امنیت د سلاکار زبیګنیو برژینسکي په مشوره دغه برید وغانده او هغه یې له ۱۹۴۵ زکال وروسته د سولې لپاره تر ټولو جدي ګواښ وباله. متحده ایالاتو شوروي اتحاد ته د غلاتو ټول صادرات ودرول او په ۱۹۸۰ زکال کې یې په مسکو کې د اوړي د المپیک سیالۍ تحریم کړې. په غبرګون یې شوروي اتحاد په ۱۹۸۴ زکال کې په لاس انجلس کې ترسره کېدونې د اوړي المپیک سیالۍ تحریم کړې. [۱۹][۱۹][۲۰]

د برژنف د حکومتولۍ پر مهال شوروي اتحاد له متحده ایالاتو سره په اړیکو کې د خپل سیاسي او ستراتیژیک ځواک اوج ته ورسېد. په پایله کې د سالټ د لومړۍ هوکړې له مخې دواړه لوري د لومړي ځل لپاره په سړه جګړه کې د اټومي وسلو برابرۍ ته ورسېدل. له دې سربېره برژنف د هلسینکي د هوکړې په مذاکراتو کې وتوانېد په مرکزي او ختیځه اروپا باندې د شوروي د واکمنۍ مشروعیت تضیمن کړي. ورته مهال د ویتنام د خلکو له پوځ سره د شوروي اتحاد کلونو مرستې هغه مهال نتیجه ورکړه چې په جګړه کې د متحده ایالاتو د ځواکونو روحیه له منځه ولاړه او متحده ایالات اړ شول تر ۱۹۷۳ زکال پورې خپل ټول سرتېري له ویتنام څخه وباسي، په دې ترتیب سره یې دوه کاله وروسته دې ته لار پرانیسته چې ویتنام د شوروي اتحاد تر حاکمیت لاندې راشي. [۲۱][۲۲]

سرچينې