له ۲۰۱۹ نه تر ۲۰۲۲ ز کال پورې د فارس خلیج کړکېچ

له ۲۰۱۹ ز کال نه تر ۲۰۲۲ ز کال پورې د فارس خلیج کړکېچ، د فارس خلیج په سیمه کې د ایران د اسلامي جمهوریت او د امریکا د متحده ایالاتو او د هغو د متحدینو ترمنځ د پوځي ګواښونو د زیاتوالي پرله پسې حالت دی. دغه کړکېچ د ۲۰۱۹ ز کال د مۍ میاشتې په لومړیو کې هغه مهال پیل شو چې متحده ایالاتو په سیمه کې د خپل نظامي موجودیت په زیاتوالي پیل وکړ، څو په فارس خلیج او عراق کې د متحده ایالاتو په ځواکونو او ګټو باندې د ایران او د هغو د غیر دولتي متحدینو له خوا د ادعا شوې مبارزې د بریدونو مخه ونیسي. دغه کړکېچ د ټرمپ د مدیریت پر مهال د دواړو هېوادونو (ایران او امریکا) ترمنځ له هغو سیاسي اندېښنو سرچینه اخیسته، چې د ګډو جامعو ګامونو له طرحې (برجام)((JCPOA نه د امریکا وتل، د ایران پر وړانډې د نوو بندیزونو لګول او په ترهګریزو سازمانونو کې د ایران د اسلامي انقلاب د ځواکونو (سپاه پاسداران) شاملول په کې شاملېږي. ایران د دغې چارې په ځواب کې د متحده ایالاتو د ځواکونو مرکزي قومانداني ترهګریز سازمان وباله. دغه کړکېچ د سمندري امنیت لپاره یوه اندېښنه ده، ځکه د جګړې د ګواښونو زیاتوالی د سوداګریزې بېړۍ چلونې پر وړاندې ستونزې رامنځته کوي.[۱]

په فارس خلیج کې د ۲۰۱۹ ز کال د مۍ او جون میاشتو د دوو پېښو له امله څو سوداګریزو بېړیو زیان ولید. لویدیځو هېوادونو ایران پړ کړ، په داسې حال کې چې ایران په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړل. د ۲۰۱۹ ز کال په جون میاشت کې ایران په هرمز تنګي باندې الوتونکې RQ-4A جاسوسي بې پیلوټه الوتکه را وغورځوله، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې کړکېچ زیات کړ او ان نږدې و چې د وسله والې جګړې لامل وګرځي. د ۲۰۱۹ ز کال په جولای میاشت کې، په جبل الطارق تنګي کې بریتانویانو د نفتو ایراني بېړۍ له دې امله چې د اروپايي اتحادیې د بندیزونو پر خلاف یې سوریې ته نفت لېږدول ودروله. له دې وروسته ایران په فارس خلیج کې بریتانوي د نفتو بېړۍ او د هغو خدمه کسان ونیول. ایران او بریتانیا دواړو وروسته د یوبل بېړۍ خوشې کړې. په ورته مهال، متحده ایالاتو د نړیوال سمندریز امنیت جوړښت ((IMSC رامنځته کړ، چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په وینا :«د منځني ختیځ د اوبو په مهمو لارو کې د ټولیز امنیت او څارنې» په موخه دی.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

دغه کړکېچ د ۲۰۱۹ ز کال په پای او د ۲۰۲۰ ز کال په لومړیو کې وروسته له هغې نور هم زور واخیست، چې د کتائب حزب الله ملیشه ډلې په ادعا د عراق د حشد الشعبي ځواکونو یوې ډلې د امریکايي پرسونل په کوربه یوه اډه باندې په برید کې یو امریکايي قراردادي وواژه. په ځواب کې متحده ایالاتو د کتائب حزب الله په مرکزونو باندې په عراق او سوریه کې برید وکړ چې له امله یې د دغې ډلې ۲۵ ملیشه ځواکونه ووژل شول. کتائب حزب الله په بغداد کې د متحده ایالاتو په سفارت باندې په برید کولو ځواب ورکړ، چې د دې لامل وګرځېد  چې متحده ایالات خپل نوي په سلګونو ځواکونه منځني ختیځ ته ولېږدوي او اعلان یې وکړچې په عراق کې به د ایران «نیابتي جګړه کوونکي» په نښه کړي. څو ورځې وروسته د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د قدس ځواک اعلی قوماندان قاسم سلیماني او د کتائب حزب الله ملیشه ډلې قوماندان ابومهدي المهندس دواړه د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شول، چې له امله یې د ایران رهبر علي خامنه ای ژمنه وکړه چې له امریکايي ځواکونو نه به یې غچ واخلي. متحده ایالاتو نږدې ۴۰۰۰ سرتېري د دغه ګواښ له امله د تیارسئ په حالت کې کړل او اسرائیلو هم خپل پوځي احضارات لوړ کړل. د ۲۰۲۰ ز کال په جنوري میاشت کې ایران په برجام کې له خپلو هستوي ژمنو لاس واخیست او د عراق پارلمان له خپلې خاورې نه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو نه بدلېدونکې پریکړه وکړه.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

متحده ایالات او ایران د ۲۰۲۰ ز کال د جنوري په اتمه نېټه هغه مهال چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د سلیماني د وژنې په غچ کې په عراق کې د امریکايي ځواکونو په دوو اډو د بالستیک توغندیونو برید ترسره کړ، نږدې مخامخ جګړې ته ننوتل، دا د ایران له خوا په متحده ایالاتو باندې یوه بې ساری مستقیم برید و چې نږدې و په وروستۍ لسیزو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مخامخ جګړې لامل وګرځي. په دغو بریدونو کې متحده ایالاتو ته د ځاني تلفاتو د نه پېښېدو اړوند لومړنیو څېړنو وروسته، د ټرامپ دولت دغه تاوتریخوالي د نوو بندیزونو په لګولو او د مستقیمې پوځي جګړې په رد کولو را کم کړل. وروسته څرګنده شوه چې له سلو نه زیات امریکايي ځواکونه په دغو بریدونو کې ټپیان شوي وو. د دغه کړکېچ پر مهال د اوکراین د نړیوال هوايي شرکت ۷۵۲ شمېره الوتکه د تهران د امام خمیني له نړیوال هوايي ډګر نه له پرواز وروسته رانسکوره شوه، لویدیځو چارواکو وویل چې: دغه الوتکه د ایران د SA-15 له ځمکې هوا ته توغندي لګېدلو له امله راغورځېدلې. د ۲۰۲۰ ز کال د جنوري په ۱۱ مه نېټه ایراني ځواکونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ومنله، چې د انساني تېروتنې له امله دغه الوتکه وېشتل شوې ده.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

دغه کړکېچ د ۲۰۲۱ ز کال په جولای میاشت کې بیا زور واخیست. کله چې د درېیم ځل لپاره یوه سوداګریزه بېړۍ په نښه شوه چې په کې د دغې بېړۍ درې کارکوونکي ووژل شول. ورپسې د Asphalt Princess په نامه د نفتو لېږدونکې بېړۍ وتښتول شوه چې له څو ساعتونو وروسته بېرته خوشې شوه.[۱۸]

مخینه

د ۲۰۱۸ ز کال په مۍ میاشت کې، متحده ایالات د هستوي چارو اړوند ګډو ګامونو له جامعې طرحې (برجام) نه ووتل او په ایران یې بیاځلي بندیزونه ولګول. د دغو بندیزونو له امله د ایران د نفتو د تولید کچه په تاریخي بڼه تر ټولې ټیټې کچې ته ورسېده. د ۲۰۱۹ ز کال په اپریل میاشت کې د بي بي سي د راپور له مخې د ایران پر وړاندې د متحده ایالاتو بندیزونه «د ایران د اقتصاد د چټکې کمزورتیا، د پولي واحد د ارزښت د لوېدو، د کلني پړسوب په کچه کې د څلور ځلي زیاتوالي، بهرنیو پانګوالو د وتو او لاریونونو د رامنځته کېدو لامل وګرځېدل». ایراني چارواکو بیا متحده ایالات د دغه هېواد پر وړاندې د ترکیبي(هایبردي) جګړې په طرح کولو تورن کړل.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ اندېښنو د ۲۰۱۹ ز کال په مۍ میاشت کې هغه مهال زور واخیست، چې متحده ایالتونو د ایران او د هغو د نیابتي جنګیالیو له خوا په امریکايي ځواکونو او په هرمز تنګي کې د تېلو په بېړیو د برید اړوند استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته په فارس خلیج کې ګڼ شمېر پوځي تجهیزات ځای پر ځای کړل. امریکايي چارواکو په هغو استخباراتي معلوماتو تکیه لرله چې په فارس خلیج کې په کوچنیو کښتیو او بادبانونو باندې د نصب شوو توغندیو انځورونه په کې شامل و و، چې په اغلب ګمان د ایراني ملیشه ځواکونو له خوا ځای پر ځای شوي وو. متحده ایالات له دې وېرېدل چې دغه توغندي کېدای شي، د هغوی سمندري ځواکونه په نښه کړي.[۲۴][۲۵][۲۶]

د ۲۰۲۰ ز کال د جنوري شلمه

د قاسم سلیماني وژنه او د هستوي چارو اړوند ژمنو کمښت

د دغه کړکېچ زیاتونکې تر ټولو مهمه پېښه د ۲۰۲۰ ز کال د جنوري په ۳ مه نېټه ترسره شوه، هغه مهال چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بغداد کې د سردار قاسم سلیماني هدفي وژنه تايید کړه. د بې پیلوټه الوتکې په دغوبریدونو کې د عراق د کتائب حزب الله ملیشه ځواکونو مشر ابو مهدي المهندس په ګډون د سپاه پاسدارانو او عراقي ملیشې ځواکونو ګڼ شمېر کسان ووژل شول.

له برید لږ وروسته، متحده ایالاتو په منځني ختیځ کې ۳۰۰۰ نور اضافي ځواکونه ځای پر ځای کړل، په داسې حال کې چې ۱۴۰۰۰ نور ځواکونه د تېر کال په مۍ میاشت کې هلته لا له وخته ځای پر ځای و. ولسمشر ټرمپ له دغه ګام نه دفاع وکړه او د فاکس نیو چینل په The Ingraham Angle خپرونه کې یې ادعا وکړه چې جنرال سلیماني په منځني ختیځ کې د امریکا د متحده ایالاتو په نورو سفارتونو باندې د برید طرح لرله. وروسته دغه موضوع د امریکا دفاع وزیر مارک سپر د سي بي اس چینل سره په Face the Nation خپرونه او له سي ان ان چینل سره په State of the Union خپرونه کې د مرکې پر مهال وګواښوله او ادعا یې وکړه چې ولسمشر ټرمپ د ایران ګواښ نه تزئین کوي، خو د امریکا د متحده ایالاتو د سفارتخونو اړوند د ایران د ګواښونو هېڅ شواهد یې تر اوسه نه دي لیدلی.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

سرچینې