ملکه وېکټوريا

وېکتوریا (الکساندرینا وېکتوریا د ۱۸۱۹ ز کال د می له ۲۴ مې – د ۱۹۰۱ز کال د جنوري تر ۲۲ مې پورې) د ۱۸۳۷ ز کال د جون له ۲۰ مې نه تر ۱۹۰۱ ز کال پورې تر خپلې مړینې پورې د بریتانیا او آیرلنډ ملکه وه. د نوموړې ۶۳ کاله او ۷ میاشتې واکمني چې د وېکتوریا د دورې په نامه یادېږي، د ټولو پخوانيو بریتانوي پاچایانو د دورو په پرتله اوږده دوره ګڼل کېږي. په انګلستان کې دا دوره د صنعتي، سیاسي، ساینسي او پوځي بدلونونو دوره وه او د بریتانوي سترواکۍ د لویې پراختیا نښه وه. د بریتانیا پارلمان، نوموړې ته په ۱۸۷۶ز کال کې د هند د سترواکۍ د بل لقب لپاره هم رایه ورکړه.

ملکه ویکتوریا
ملکه وېکټوريا
ملکه وېکټوريا

د بریتانیا ملکه
دوره20 June 1837 – 22 January 1901
تاج پر سرونه 28 June 1838
Prime MinistersSee list
Empress of India
فعاليت1 May 1876 – 22 January 1901
تاريخ التتويج1 January 1877
ViceroysSee list
د شخص معلومات
زیږون نوم
اصلي نومAlexandrina Victoria
پيدايښت۲۴ مې ۱۸۱۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه۲۲ جنوري ۱۹۰۱ (۸۱ کال کلنۍ کي)
تاریخ دفن4 February 1901
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد142.24 سانتي متره [۱۱]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولادسلطنتي شاهزادګۍ، ویکټوریا [۱۲]
اوم اېډوارډ [۱۲]
د متحدې پاچاهۍ شهزادګۍ آلیس [۱۲]
د متحدې پاچاهۍ شاهزادګۍ هېلېنا [۱۳]
شهزادګۍ لویس د ارجیل دوچېس [۱۴][۱۲]
بیترایس د برتانیا شهزادګۍ [۱۳]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورPrincess Victoria of Saxe-Coburg-Saalfeld
کورنۍHouse of Hanover
ځايناستی
  • Victoria, Princess Royal, German Empress
  • Edward VII
  • Princess Alice, Grand Duchess of Hesse
  • Alfred, Duke of Saxe-Coburg and Gotha
  • Helena, Princess Christian of Schleswig-Holstein
  • Princess Louise, Duchess of Argyll
  • Prince Arthur, Duke of Connaught
  • Prince Leopold, Duke of Albany
  • Beatrice, Princess Henry of Battenberg
آخري معلومات
کار/مسلکپاچا
ليکوال [۱۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي
آلماني ژبه
فرانسوي
ایټالیایي ژبه
لاتين ژبه
اوردو ژبه [۱۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ملکه وېکټوريا
ملکه وېکټوريا

ويبپاڼه
انټرنیټ فلم ډیټابېسمخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

وېکتوریا د شهزاده اېډوارډ، د کېنټ او سټراټرین د ډوک (د پاچا درېیم جورج څلورم زوی) او د ساکس-کوبرګ-سالفیلډ د شهزادګۍ وېکتوریا لور وه. نوموړې په ۱۸۲۰ز کال کې د خپل پلار او نیکه له مړینې وروسته، د خپلې مور او څارونکي جان کونروي تر  نږدې څارنې لاندې لویه شوه. نوموړې په ۱۸ کلنۍ کې هغه وخت تخت په میراث یووړ چې د پلار دری مشران وروڼه یې د مشروع وارث له پرېښودو نه پرته مړه شول. وېکتوریا د مشروطه پاچا په توګه له شخصې لارې هڅه وکړه چې د حکومت سیاست د وزیرانو د ګومارنې په برخه کې تر اغېز لاندې راولي، خو په عامه توګه  د یوې ولسي بېلګې په توګه را څرګنده شوه چې، د شخصي اخلاقو د سختو معیارونو په درلودلو یې شهرت درلود.  

په ۱۸۴۰ ز کال کې وېکتوریا د خپل تره له زوی، د ساکس-کوبرګ او ګوتا شهزاده البرت سره واده وکړ. د دوی ماشومانو د اروپا په وچه کې په شاهي او اشرافي کورنیو کې ودونه وکړل، چې وېکتوریا ته یې د "اروپا د انا" لقب ورکړ او هیموفیلیا (د وینې توېدنې ناورغي) یې په اروپا کې شاهي کورنیو ته ورسوله. وېکتوریا په ۱۸۶۱ز کال کې د البرټ له مړینې وروسته په ژور ویر کې ډوبه شوه او د عامه وګړو پر وړاندې له څرګندېدو یې ډډه وکړه. د نوموړې د ګوښه توب له امله د بریتانیا جمهوریت پالونکي په لنډمهاله توګه ځواکمن شول، خو د واکمنۍ په وروستۍ نیمه کې یې شهرت بېرته ورغېد. د نوموړي سور، زرین او الماس څرکي جشنونه د عامه لمانځنې لپاره ځانګړي شوي وو. هغه په ۱۹۰۱ ز کال کې د وایټ په ټاپو کې له نړۍ سترګې پټې کړې. د نوموړې په مړینې سره د هانور د کورنۍ د ورستي پاچا ځایناستی د نوموړې زوی اوم دېډوارد، د ساکس-کوبرګ او ګوتا له کورنۍ نه شو.  

ځوانه ملکه ویکتوریا

زېږون او کورنۍ

د وېکتوریا پلار شهزاده اېډوارډ، د کېنت او ستراتین ډوک، د انګلستان د پاچا، درېیم جورج څلورم زوی و. تر ۱۸۱۷ ز کال پورې، د اېډوارډ ورېره شارلوت، د ویلز شهزادګۍ، د درېیم جورج یوازینی مشروع لمسۍ وه. په ۱۸۱۷ ز کال کې د نوموړې مرګ د ځایناستۍ کرکېچ را پورته کړ چې د کېنت ډوک او د هغه مجرد وروڼه یې اړل کړل چې واده وکړي او ماشومان ولري. نوموړي په ۱۸۱۸ ز کال کې د ساکس-کوبرګ-سالفیلډ له شهزادګۍ وېکتوریا سره واده وکړ چې یو جرمنۍ کونډه شهزادګۍ وه چې د لینینګین د دویم شهزاده ایمیچ کارل سره یې د لوموړي واده نه د کارل (۱۸۰۴ – ۱۸۵۶ز) او فیودورا (۱۸۰۷ – ۱۸۷۲ز) په نومونو دوه ماشومان درلودل. د نوموړې ورور لیوپولد، د شهزادګۍ شارلوت کونډ مېړه و. وېکتوریا چې د کېنت د ډوک او دوچیس یوازینۍ ماشومه وه، د ۱۹۱۸ ز کال د می په ۲۴ مه د سهار په ۴:۱۵ بجو د لندن په کینسینګټان ماڼۍ کې نړۍ ته پښه کېښوده.  [۱۷]

ملکه وېکټوريا د برتانيې امپراتوره

د وېکتوریا د کانټربېري د روحاني چارلس مینرز-سټون له خوا په شخصي توګه د ۱۸۱۹ ز کال د  جون په ۲۴ مه په کینسنګټان ماڼۍ کې د کپولا په خونه کې د تعمید غسل ترلاسه کړ. د تعمید په وخت کې په هغه د الکساندرینا نوم کېښودل شو چې د نوموړې د نیکه، د روسیې تزار لوموړی الکساندر له نامه نه و. وېکتوریا د نوموړې د مور له نامه نه اخیستل شوی و. د مور او پلار له خوا یې نور وړاندیز شوي نومونه جورجینا (یا جورجیانا)، شارلوت او اګوسټا وو چې د کېنت د مشر ورور، جورج، شهزاده ریجنټ په لارښوونو لرې شول.  [۱۸]

وېکتوریا د زېږون په مهال د درېیم جورج له څلورو لویو زامنو: شهزاده ریجنټ (وروسته څلورم جورج)، د یارک ډوک فریډریک، د کلیرنس ډوک وېلیم، (وروسته څلورم وېلیم) او د وېکتوریا پلار، د کېنت ډوک اېډوارډ، نه وروسته د ځایناستۍ په لیکه کې پنځمه وه.  شهزاده ریجنټ کوم ژوندی ماشومان نه درلود او د یارک ډوک هېڅ اولاد نه درلود. دوی دواړه له خپلو مېرمنو نه جلا شوي وو، چې دواړو د ماشوم زېږون له عمر نه تېر شوي وو. نو له همدې امله د دواړو مشرانو وروڼو له خوا د مشروع اولاد درلودل ناشوني وو. په ۱۸۱۸ ز کال کې وېلیم او اېډوارډ په ورته ورځ ودونه وکړل، خو د وېلیم دواړو مشروع لورانې په ماشتوب کې  مړه شوې، چې لومړۍ یې شهزادګۍ شارلوت وه، چې د وېکتوریا له زېږېدو دوه میاشتې مخکې د ۱۸۱۹ ز کال د مارچ په ۲۷مه نېټه زېږېدلې او مړه شوې وه. د وېکتوریا پلار د ۱۸۲۰ ز کال په جنوري کې له نړۍ سترګې پټې کړې وې، چې په دې وخت کې د وېکتوریا عمر له یو کال نه کم و. یوه اونۍ وروسته د هغې نیکه هم له ژوند سره مخه ښه وکړه او مشر زوی یې، څلورم جورج د هغه ځایناستی شو. په دې وخت کې وېکتوریا د فریډریک او وېلیم نه وروسته د تخت په لړۍ کې درېیم ځای درلود. د وېلیم دهمې لور، د کلیرنس شهزادګۍ، الیزابت د ۱۸۲۰ ز کال د ډسمبرله ۱۰ مې نه  د ۱۸۲۱ ز کال د مارچ تر ۴ مې پورې دوولس اونۍ ژوند وکړ، چې په دې وخت کې وېکتوریا د تخت په لړۍ کې په څلورم ځای کې وه.  [۱۹][۲۰]

په ۱۸۲۷ ز کال کې د یارک ډوک مړ شو، ورپسې په ۱۸۳۰ ز کال کې څلورم جورج مړ شو. تخت د دوی ژوندي ورور وېلیم ته پاتې شو او وېکتوریا یې وارثه شوه. د ۱۸۳۰ ز کال د سلطنت د نیابت قانون د وېکتوریا د مور لپاره ځانګړي احکام را منځ ته کړل چې د وېلیم د مړینې په حالت کې، چې وېکتوریا لا کوچنۍ وه، د سلطنت د نائب په توګه کار وکړي. پاچا وېلیم د نیابت لپاره د دوچیس په وړتیا باور نه درلود او په ۱۸۳۶ ز کال کې نوموړي د هغې په شتون کې څرګنده کړه، چې هغه غواړي د وېکتوریا تر ۱۸ کلنۍ پورې ژوندی پاتې شي، ترڅو د سلطنت د نیابت ستونزه حل شي.  [۲۱][۲۲]

سرچینې