منطق (استدلال)

په منطق او فلسفه کې استدلال، د ویناوو (په طبیعي ژبه کې) چې د منطقي فرضیو په نوم یادېږي یوه لړۍ ده او موخه یې له بل نظر څخه د حقیقت، یعنې د پایلې تشخیص دی. په طبیعي ژبه کې د استدلال منطقي بڼه، په سمبولیکه رسمي ژبه کې ښودل کېږي اوله طبیعي ژبې څخه په خپلواکه توګه رسمي تعریف شوی "منطق" په ریاضي او کمپیوتر ساینس کې را منځ ته کېدای شي.  [۱][۲][۳][۴][۵]

منطق په جراوبحث کې د تعقل یا استدلال د ډولونو څېړنه او د یوې مسئلې د ارزولو لپاره د معیارونو را منځ ته کول دي. په تعليلي استدلال یا له جز څخه کل ته استدلال کېدای شي، یا معتبر یا صحیح وي. په معتبر استدلال کې، منطقي فرضیې په پایله باندې ټینګار کوي، حتی که یوه یا څو منطقي فرضیې غلطې وي، نو پایله غلطه ده؛ په صحیح استدلال کې، صحیح منطقي فرضيې په صحیح پایله باندې ټینګار کوي.   [۶][۷][۸][۹] 

رېښه پېژندنه

د دې لغت لاتین رېښه arguere  (چې د روښانه کولو، پېژندلو، ثبوت کولو او داسې نورو په معنا ده) د هند-اروپایي کلمې argu-yo- یوه بڼه ده چې د arg پسوند ډول دی او د (روڼ یا سپین) په معنی دی. [۱۰]

رسمي او نا رسمي

نارسمي منطق یا استدلال،ګ لکه څنګه چې په غیر رسمي منطق کې تر څېړنې لاندې نیول کېږي، په عادي ژبه کې وړاندې کیږي او د ورځنیو خبرو اترو لپاره کارول کېږي. رسمي منطق یا استدلال په رسمي منطق کې تر څېړنې لاندې نیول کېږي (چې په تاریخي توګه هغه ته سمبولیک منطق ویل کېږي او اوس مهال هغه ته په عام ډول ریاضیکي منطق هم ویل کېږي) او د ژبې په رسمي بڼه کې وړاندې کېږي. نا رسمي منطق، د منطق په څېړنه ټینګار کوي؛ حال دا چې، رسمي منطق په منطقي پایله او استنباط ټینګار کوي. نا رسمي منطق، کله ناکله په ضمني بڼه وي. منطقي جوړښت، د ادعاوو، منطقي فرضیو، توجیو، د منطیقي پایلو اړیکې، او نتیجه - تل نه څرګندېږي او په سملاسي توګه نه معلومېږي او له همدې امله، باید د ارزونې له لارې روښانه شي.    

د ډولونو معیارونه

په منطق کې څو ډوله جراوبحث یا استدلال شته، چې تر ټولو نامتو یې "له جز څخه کل ته" او "له کل څخه جز ته" دي. یو جراوبحث، یوه یا څو منطقي فرضیې لري، خو یوازې یوه پایله لري. هره منطقي فرضیه او پایله، د حقیقت بیانوونکي یا "د حقیقت موندونکې" وي، چې هر یوه یې کېدای شي، صحیح یا غلطه وي (مګر دواړه نه). دا حقیقتونه، د هغو اصطلاحاتو په بڼې پورې اړه لري، چې په منطق کې ترې کار اخستل شوی وي.  

له جز څخه کل ته استدلال

  • له جز څخه کل ته استدلال بیانوي چې: د پایلې حقیقت د منطقي فرضیو یوه منطقي لړۍ ده. د منطقي فرضیو په بنسټ، پایله خامخا (د باور) پر لور روانه وي. د مثال په توګه: فرض کړئ چې، A=B سره او ‌B=C سره مساوي دي، نو پایله به هرومرو دا وي چې، A=C سره مساوي ده. له جز څخه کل ته استدلال، کله نا کله " د حقیقت ساتونکي" مطق په نامه هم یادېږي.
  • له جز څخه کل ته استدلال کېدای شي، معتبر یا نا معتبر وي. کله چې په یوه ځای کې یو کس حقیقي فرضیه په نظر کې ونیسي (د هغوی د حقیقت رښتیني ارزښتونه په نظر کې و نه نیسي)، ایا پایله د یقین پر لور ځوځېدلی شي؟ که چېرې ته هو ووایي، نو دا منطق معتبر دی. که چېرې نه ووایي، دا منطق نا معتبردی. د اعتبار په تشخیص کولو کې، د جراو بحث جوړښت د تشخیص لپاره اړین دی، نه رښتیني حقیقي ارزښتونه. د بېلګې په توګه: دا خبره په نظر کې ونیسئ چې، ټول اسمان څکالي الوتی شي (فرضیه = حقیقت)، او ټول الوتونکي مخلوقات مرغان دي (فرضیه = غلط)، له همدې امله، اسمان څکالي مرغان دي (نتیجه = غلط). که ووایو چې فرضیه حقیقت دي، نو پایله هرو مرو په همدې لور ځي او دا یو معتبرمنطق بلل کېږي.
  • که چېرې ته له جز څخه کل ته استدلال معتبر وي او د هغه فرضیه هم حقیقت وي، نو دې ته صحیح استدلال ویل کېږی. له دې پرته، غیر صحیح دی، لکه اسمان څکالي مرغان دي.
  • که چېرته له جز څخه کل ته د یوې معتبرې مسئلې فرضیې صحیح وي، نو د هغې پایله باید حقیقت وي. په دې حال کې نا ممکنه ده چې پایله غلطه وي، په دې شرط چې، د هغې فرضیې صحیح وي.

له کل څخه جز ته استدلال

  • له کل څخه جز ته استدلال بیانوي چې، د پایلې حقیقت د فرضیو د احتمال پر بنسټ ولاړ دی. د بېلګې په توګه: فرض کړئ چې، د متحده ایالاتو پوځي بودیجه، د نړۍ په کچه تر ټولو ډېره ده (فرضیه = حقیقت)، نو په دې بنسټ کېدای چې، دا حالت تر لسو راتلونکو کلونو پورې دوام وکړي (پایله = حقیقت). هغه شخړې چې د وړاندوینو پر بنسټ وي، له کل څخه جز ته دي، ځکه چې را تلونکی غیر یقیني دی.
  • له کل څخه جزته استدلال په دوه دوله دی: پیاوړی( قوي) او کمزوری(ضعیف) دی. که چېرې ته له کل څخه جز ته د استدلال فرضیې حقیقت په نظر کې ونیول شي، ایا کېدای شي چې، پایله حقیقت وي؟ که چېرې ته هو و وایي، نو استدلال قوي دی. که چېرته نه ووایي، نو استدلال کمزوری دی.
  • که چېرې ته ټولې فرضيې حقیقت وبولې، نو یو پیاوړی استدلال، قانع کوونکي بلل کېږي. له دې پرته، غیر قانع کوونکې ګڼل کېږي. د پوځي بودیجې د نمونې استدلال، پیاوړی او قانع کوونکی استدلال بلل کېږي.

سرچينې او ياداښتونه