موټر

موټر (یا اتوموبیل) یوه څرخ لرونکې نقلیه وسیله ده چې د لېږد رالېږد لپاره کارول کېږي. د موټرونو په ډېری تعریفونو کې راځي چې موټرونه پر سړکونو حرکت کوي، له یوه تر اته کسان ځایوي، څلور ټایرونه لري او تر ډېره د توکو پر ځای خلک لېږدوي.[۱][۲]

موټر
څنګزنې وېشنيزېmotor vehicle، multi-track vehicle، road vehicle
برخه دroad transport
Has usemotorized private transport، taxi، لېږدچارې، passenger transportation
Has effectcar collision، سفر، convenience
Discoverer or inventorFerdinand Verbiest
د موندلو وخت۱ی جنوري ۱۸۸۴
Contributing factor ofد شنو خونو ګاز توليد، د هوا ککړتيا
Physically interacts withواټ، pedestrian
Designed to carrymotor vehicle driver، passenger، cargo
په وېب ادرس کې سپيناویhttps://neal.fun/earth-reviews/cars
Hashtagcar
کاروونکیmotor vehicle driver
کارونېد داخلي احتراق انجن، الکتریکي موتور
Less thantruck، بس
Maintenance methodauto maintenance

په نړیواله کچه له موټرونه استفاده د شلمې پېړۍ په جریان کې وشوه او پرمختللي اقتصادونه پرې تکیه دي. په ۱۸۸۶ ز کال کې د موټرونو د رامنځته کېدو کال ګڼل کېږي، ځکه په دغه کال جرمني مخترع «کارل بېنز» د «بېنز پېټېنټ-موټورواګن» په نامه د خپلې اختراع حق ثبت کړ. موټرونه د شلمې پېړۍ په لومړیو کې په پراخه کچه تولید شول. د لومړنیو هغو موټرونو په ډله کې چې د ټولو لپاره د لاسرسي وړ وو، «T1908» ماډل موټر و چې «فورډ امریکايي شرکت» جوړ کړی و. موټرونو په چټکۍ سره په متحدو ایالتونو کې وده وکړه او د حیواناتو په مرسته د کشېدونکو بګیو ځای یې ونیو. په اروپا او نوره نړۍ کې د موټرونو لپاره غوښتنه، تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته ډېره شوه.[۳][۴][۵][۶]

د موټرونو کارول ځینې لګښتونه او ګټې لري. د فرد اړوند لګښتونه یې موټر اخیستل، جوړول او ساتل، د تېلو لګښت، استهلاک، د موټر چلولو وخت، د پارکېنګ لګښت، مالیه او بیمه دي. د ټولنو په اړوندو لګښتونو کې یې د سړکونو ساتنه، د ځمکې کارول، پر  سړکونو ګڼه ګوڼه، د هوا ککړتیا، عامه روغتیا، روغتیا ساتنه او په پای کې د موټر تخریب شاملېږي. ترافیکي پېښې په ټوله نړۍ کې د مړینې او ټپي کېدو ستر لامل دی.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

په شخصي ګټو کې یې لېږد رالېږد، خوځښت، خپلواکي او اسانتیا شامل دي. په ټولنیزو ګټو کې یې اقتصادي ګټې شاملېږي؛ مثلاً د موټرونو د صنعت په مرسته کار او شتمني رامنځته کېږي، د لېږد رالېږد خدمتونه وړاندې کېږي، د تفریح او سفر له لارې ټولنه هوسا کېږي او له مالیاتو څخه عواید ترلاسه کېږي. له یوه ځایه بل ځای ته د خلکو سفرونه د ټولنو پر ماهیت پراخې اغېزې لري. په ټوله نړۍ کې شاوخوا یو میلیارد موټرونه کارېږي. په چین، هند او نورو تازه صنعتي شویو هېوادونو کې د موټرونو استفاده په چټکۍ سره مخ پر ډېرېدو ده.[۱۳][۱۴][۱۵]

تاریخچه

د بخار په مرسته چلېدونکې لومړنۍ نقلیه وسیله په چین کې د «جیوسېټ ماموریت» یوه غړي «فرډينانډ وربېسټ» په شاوخوا ۱۶۷۲ ز کال کې ډیزاین او جوړه کړه. دا د سترواک «کانګ‌شي» لپاره د ۶۵ سانتي مترو (۲۶ اېنچ) په اندازه یوه جوړه شوې لوبتکه وه چې د چلوونکي یا بل کس د لېږد وړتیا یې نه لرله. پوره څرګنده نه ده چې ایا دا ماډل په بریالي ډول جوړ اوعملي شو که نه.[۱۶][۱۷][۱۸]

نیکولاس-جوزېف کاګوناټ ته په ۱۷۶۹ ز کال کې د لومړنۍ بشپړې په خپله تلونکې نقلیه وسیلې د جوړولو امتیاز ورکول کېږي، ښاعلي نیکولاس داسې نقلیه وسیله جوړه کړه چې د بخار په مرسته یې حرکت کاوه او درې ټایرونه یې لرل. ده د فرانسې د پوځ لپاره دوه بخاري ټراکټورونه هم جوړ کړل چې یو یې د فرانسې د ملي هنرونو او لاسي صنایعو په مرکز کې ساتل کېږي. د ده اختراعات له دې امله نیمګړي وو چې د اوبو رسولو او بخاري فشار د ساتلو په برخه کې يې ستونزې لرلې. په ۱۸۰۱ ز کال کې «ریچارډ ټریویټېک» د «پوفېنګ ډيویل» په نامه د اورګاډي لومړنی ماشین جوړ او نندارې ته وړاندې کړ، د ډېرو په باور دا لومړنۍ بخاري نقلیه وسیله ده چې جوړه شوې ده. دغې وسیلې هم د پوره وخت لپاره د بخار فشار نه شوای ساتلی او عملي استفاده یې کمه وه.[۱۹][۲۰]

د ۱۸۸۱ ز کال په نومبر میاشت کې فرانسوي مخترع «ګوسټاو ټروو» د پاریس د برېښنا په نړیوال نندارتون کې خپل لومړنی (درې ټایره) برقي موټر نندارې ته وړاندې کړ. کابو په همدغه مهال ګڼو نورو جرمني انجنیرانو (ګوتلیب ډایملر، ویلهلم میباخ او سیګفریډ مارکس)  هم پر دې ستونزه کار کاوه. په ۱۸۸۶ز کال، د موټرونو د رامنځته کېدو کال ګڼل کېږي او دا هغه مهال و چې جرمني انجنیر «کارل بېنز» د «بېنز موټرواګن» په نامه خپله اختراع ثبت کړه. نوموړی په ټولیز ډول د موټر مخترع بلل کېږي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

په ۱۸۷۹ ز کال کې بېنز ته د هغه ماشین یا انجن د اختراع د ثبتولو حق ورکړل شو چې یو کال وړاندې یې ډیزاین کړی و. د ښاغلي بېنز ګڼو نورو اختراعاتو د نقلیه وسایلو د چلولو لپاره د داخلي احتراق د موتور استفاده شونې کړه. د ده لومړنی موټورواګن په ۱۸۸۵ ز کال کې د جرمني په «ماناهیم» ښار کې جوړ شو. ښاغلي بېنز ته د ۱۸۸۶ ز کال د جنورۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه (د خپل ستر شرکت «بېنز انډ سای» تر څارنې لاندې چې په ۱۸۸۳ ز کال کې یې جوړ کړی و) د اختراع د ثبت حق ورکړل شو. بېنز د ۱۸۸۶ ز کال د جولای میاشتې په ۳یمه نېټه، د خپل موټر لپاره تبلیغات پیل کړل او د ۱۸۸۸ او ۱۸۹۳ ز کلونو تر منځ یې شاوخوا ۲۵ بېنز موټرونه وپلورل. فرانسوي «امیل راجر» چې مخکې یې بېنز موټرونه د یوه جواز له مخې تولیدول، دا مهال یې بېنز موټر خپلو تولیداتو ته ور اضافه کړ. دا چې فرانسه د لومړنیو موټرونو لپاره پرانیستی ځای و، په لومړیو کې بېنز موټرونه تر ډېره په جرمني کې جوړ او وپلورل شول. د ۱۸۸۸ ز کال په اګسټ میاشت کې د کارل بېنز مېرمنې «برټا بېنر» د موټر په مرسته پر سړک لومړنی سفر وکړ، تر څو د خپل خاوند د اختراع ارزښت ثابت کړي.

په ۱۸۹۲ ز کال کې جرمني انجنیر «روډولف ډیزل» ته د «نوي منطقي احتراق موتور» د اختراع د ثبتولو حق ورکړل شو. ده په ۱۸۹۷ ز کال کې لومړنی ډيزلي انجن جوړ کړ. بخاري، برېښنايي او پېټرولي موټرو د څو لسیزو لپاره سیالي وکړه او په ۱۹۱۰مو ز کلونو کې، هغو موټرونو تر نورو ډېر مخکې شول چې انجن یې پېټرول سوځول. [۲۵]

په ټولیز ډول داسې اټکل کېږي چې د عصري موټرونو او موټر سایکلونو د جوړېدو لپاره د اختراعاتو څه باندې یو لک حقونه ثبت شوي دي.[۲۶]

د سون‌توکو او محرکه قوې ټېکنالوژۍ

د ترانسپورتي وسایلو سکتور، د هوا په ککړوالي، غږیز ککړوالي او اقلیمي بدلون کې ستره ونډه لري.[۲۷]

د ۲۰۲۰ ز کال په لومړیو کې ډېری کارېدونکي موټرونه پېټرولي وو. د موټرو د تولیدوونکو نړیواله اداره وايي: په کومو هېوادونو کې چې د کم‌سلفره پېټرولو استفاده جبري ده، هلته (د یورو-۶ په څېر) هغه پېټرولي موټرونه چې د ۲۰۱۰مو ز کلونو له وروستیو معیارونو سره سم جوړ شوي دي، د هوا په ککړتیا کې کمه ونډه لري. په ځينو ښارونو کې پر پخوانيو پېټرولي موټرونو بندیز لګېدلی او ځينې هېوادونه غواړي چې په راتلونکي کې د دا ډول موټرونو پلور منعه کړي. د چاپېریال‌ساتنې ځینې فعالې ډلې وايي چې: د اقلیمي بدلون د محدودولو لپاره باید د فوسیلي سون‌توکو سوځوونکي موټرونه ورو ورو له منځه لاړ شي. په ۲۰۱۷ ز کال کې د پېټرول سوځوونکو موټرونو تولید اوج ته رسېدلی و. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

وزن

د شلمې پېړۍ په وروستیو او د یووېشتمې پېړۍ په لومړیو کې د موټرونو وزن د بېټریو، د خوندیتوب د عصري اوسپنیزو پنجرو، د قلف ضد برېکونو، ایربګونو او ډېرو قوي انجونونو له امله زیات شو او تر ۲۰۱۹ ز کال پورې په معمولي ډول د موټر وزن له ۱ تر ۳ ټنو زیات و. درانه موټرونه د ټکر پر مهال د موټر چلوونکي لپاره خوندي دي، خو د نورو موټرونو او د سړک پر سر د تېرېدونکو اشخاصو لپاره خطرناک دي. د موټر وزن د تېلو پر مصرف او فعالیت اغېز کوي، ډېر وزن د موټر د تېلو مصرف لوړوي او فعالیت یې کموي.[۳۲][۳۳][۳۴]

سرچينې