هايدروجن پراکسايد

هايدروجن پراکسايد يو کيماوي مرکب دي او فرمول يې H2O2 دی. دا په خپله سوچه يا خالص بڼه کې خورا زېړبخن اسماني رنګه مايع او د اوبو په پرتله لږ څه زيات سرېښناک يا ټينګ مرکب دی. دا د يو اکسيدايز کونکي مرکب، د سپينونکي يا پاکونکي عامل او مکروب وژونکو درملو په توګه کارول کېږي، چې په عمومي ډول د مصرف کونکي د کاورنې لپاره اوبو کې د اوبلن محلول (د وزن له مخې له ۳ تر ۶ سلنه) په توګه وي او د صنعتي کارونې لپاره د يو څه لوړ غلظت لري. متمرکز يا غليظ هايدروجن پراکسايد يا «د لوړ ازمايښت پراکسايد» هغه وخت د چاودنې په ډول تجزيه کېږي، چې تودوخه ورکول شي او د توغنديو صنعت کې ورڅخه د محرک عامل په توګه کار اخېستل کېږي. [۱][۲]

هايدروجن پراکسايد د اکسېجن له بېرته راګرځېدونکو يا ارتجاعي ډولونو څخه او تر ټولو ساده پراکسايد دی او هغه مرکب دی، چې د اکسېجن او اکسېجن تر منځ يوه اړيکه (رابطه) لري. دا مرکب د رڼا پر وړاندې د راتللو په وخت کې په بطي او د عضوي يا ارتجاعي مرکبونو په شتون کې په چټکۍ سره تجزيه کېږي. نوموړی مرکب په عمومي ډول د هوا د ثابت ساتونکې الې يا سټبلايزر په مرسته، کمزوري اسيدي محلول او تياره بوتل کې ساتل کېږي، چې د رڼا مخه ونيسي. هايدروجن پراکسايد د انسان د بدن په ګډون بيولوژيکي سيستمونو کې موندل کېږي. هغه انزايمونه چې له هايدروجن پراکسايد څخه ګټه اخلي يا يې تجزيه کوي، د پراکسېدايزز په توګه ډلبندي کېږي.

ځانګړتياوې

د H2O2 د جوش ټکی ۱۵۰،۲ سانتي ګرېډ (۳۰۲،۴ فارنهايټ) اټکل شوی دی، چې د اوبو په پرتله نږدې ۵۰ سانتي ګرېډ (۹۰ فارنهاريټ) لوړ دی. که چېرې هايدروجن پراکسايد ته په دې کچه تودوخه ورکړل شي، په عمل کې به په کې ممکن چاودېدونکې حرارتي تجزيه رامنځته شي. دا مرکب ښايي تر سپک فشار لاندې، د تودوخې په ټيټو درجو کې په خوندي ډول وڅڅېږي [تقطير شي]. [۳]

جوړښت

هايدروجن پراکسايد د نغښتل شوي “C2” تناسب يا انډولتوب په درلودلو سره، يو غير سطحي ماليکول دی، چې په لومړي ځل ۱۹۵۰ز کال کې د پاول انټوني ګېګيوري له لورې د ليدلو د سوربخن طيف په کارولو سره ښودل شوی و. که څه د دوه اکسېجنونو تر منځ (O-O) يو ګونې اړيکه يا رابطه ده، مګر دا ماليکول د ترانس بڼې له لارې د ان انتيوميرونو “enantiomers” تر منځ د څرخېدنې لپاره د څرخېدلو يو څه لوړ بريد يا سيمه (386 cm-1 “4,62 kJ/mol) او د “cis” په بڼه د څرخېدلو (2460 cm-1 “29.4 kJ/mol) بريد يا سيمه لري. وړانديز کېږي، چې ياد خنډونه [د څرخېدلو سيمې] د اکسېجن د نږدې اتومونو د يوازينۍ جوړې تر منځ د پورې وهلو [دفعه کولو] او د اکسېجن او هايدروجن (O-H) تر منځ د دوه اړيکو د غير قطبي اغېزو له امله دي. د پرتلنې په توګه، د ايتان د څرخېدلو سيمه (1040 cm-1 “12.4kJ/mol”) ده. [۴][۵][۶]

د اکسېجن او هايدروجن (O-H) د دوه اړيکو تر منځ نږدې ۱۰۰ درجې زاويه “dihedral angle”، ياد ماليکول په خپل ورته ماليکول يا ايون باندې نه تپل کېدونکی “chiral” ګرځوي. دا تر ټولو کوچنی او ساده ماليکول دی، چې د يو پر بل د نه بارېدونکي (enantiomerism) په بڼه څرګندېږي. وړانديز شوی دی، چې د يو غيرانتوميري مشخص تعاملونه ښايي د بل په پرتله، د رېبونيوکليک اسيد د يوې انتيوميري بڼې د پراخېدنې او د همدې له امله د رېبونيوکليک اسيد “RNA” برخه کې د ورته غير انتوميروالي د اصل لامل شوی وي. [۷]

د ګازي او بلورين هايدروجن پراکسايد ماليکولي جوړښتونه يو تر بله د پام وړ توپير لري. دا توپير د هايدروجني اړيکې په اغېزو پورې تړل شوی دی، چې په ګاز حالت کې نه شته. د هايدروجن پراکسايد بلورونه د (D44 يا P41212) فضايي ډلې “space group” په درلودلو سره څلور اړخيزې بڼې لري. [۸][۹]

اوبلن محلول

هايدروجن پراکسايد په اوبلن محلول کې، د اوبو او هايدروجن پراکسايد د ماليکولونو تر منځ د هايدروجني اړيکې د اغېزو له امله، له خالص يا سوچه مادې [حالت] څخه توپير لري. دا مرکب او اوبه يو د لږ تر لږه دوه جامدو جوړونکو برخو ځانګړی مخلوط يا “eutectic” جوړوي او د کنګل کېدلو د ټکي ټيټوالی ۵۶- سانتي ګرېډ ته راټيټوي؛ خالص اوبه په صفر سانتي ګرېډ او خالص هايدروجن پراکسايد په(-0.43) سانتي ګرېډ درجه کې کنګل کېږي. د ورته مرکبونو د جوش ټکی هم د دواړو د جوش ټکو (125.1 سانتي ګرېډ) سره د اړيکې له مخې ټيټ شوی دی. دا [هايدروجن پراکسايد] په ۱۱۴ سانتي ګرېډ کې په جوش راځي. د مرکب د جوش ټکی له خالص اوبو څخه ۱۴ سانتي ګرېډ لوړ او له خالص هايدروجن پر اکسايد څخه ۳۶،۲ سانتي ګرېډ ټيټ دی. [۱۰]

د هايدروجن پر اکسايد د اوبلن محلول  غلظت
هايدروجن پراکسايد

وزن/وزن

غظت

(g/cm3)

د حرارت درجه

(سانتي ګرېډ)

3%1.009515
27%1.1020
35%1.1320
50%1.2020
70%1.2920
75%1.3320
96%1.4220
98%1.4320
100%1.4520

له ورته مرکبونو سره پرتلنه

هايدروجن پراکسايد د (HmX−XHn) د اړيکو ترتيباتو سره (چې اوبه هم د پرتلنې لپاره ښودل شوي دي) بېلابېل جوړښتي ورته والي لري. دا د دې لړۍ تر ټولو لوړ نظرياتي د جوش ټکی (X = O, S, N, P) لري. د دې مرکب د ويلې ټکی هم په مناسب ډول لوړ دی، چې د هايدرازين او اوبو د ويلي کېدلو له ټکو سره د پرتلنې وړ دی، مګر يوازې همدومره چې هايدروجن پر اکسايد د هايدورکسېل امين بلوري کېدل يې د پام وړ خورا چټک دي او په ځانګړي ډول د پياوړې هايدروجني اړيکې ښودونکي دي. ډای فاسفين او هايدروجن ډای سلفايډ مرکبونه يوازې کمزورې هايدروجني اړيکه څرګندوي او له هايدروجن پراکسايد سره لږ کيمياوي ورته والی لري. په جوړښتيز ډول د “H2O2” ورته ټول مرکبونه د نږدې [ګاونډ] يوازينۍ جوړې تر منځ د پورې وهنې له امله، ورته پييلي جوړښتونه لري.

د هايدروجن پراکسايد او د هغه د ورته مرکبونو ځانګړتياوې

هغه قيمتونه چې په * سره په نښه شوي دي؛ له مخې يې پرتلنه شوې ده

فرمولمولر کتله (مولر/ګرام)د ويلي کېدلو ټکی (سانتي ګرېډ)د جوش ټکی (سانتي ګرېډ)نوم
HOH18.020.0099.98اوبه
HOOH34.01−0.43150.2*هايدروجن پراکسايد
HSSH66.15−89.670.7هايدروجن ډای سلفايډ
H2NNH232.052114هايدروزين
NH2OH33.033358*هايدروکسيلامين
H2PPH265.98−9963.5*ډای فاسفېن

موندنه يا کشف

د الکساندر اون هوبولدت “Alexander von Humboldt” په اړه ځيني وختونه ويل کېږي، چې لومړنی شخص دی، چې د باريوم پراکسايد په نوم يې د لومړني جوړ شوي [مصنوعي] پراکسايد راپور ورکړ؛ که څه هم دا لاسته راوړنه د نوموړي د ناڅرګندو الفاظو له امله د بحث وړ ده، مګر هغه په ۱۷۹۹ زکال د هوا د تجزيې په اړه خپلو هڅو کې د فرعي محصول په توګه د باريم پراکسايد په اړه راپور ورکړی و. نولس کالونه وروسته لويس ژاک تينارد وپوهېده، چې دا مرکب د وار له مخه د نامعلوم مرکب د چمتوالي لپاره کارول کېدلی شو، چې نوموړي د “eau oxygenee” (اکسېجن لرونکو اوبو) په توګه روښانه کړ او په پای کې د هايدروجن پراکسايد په نوم وپېژندل شو. نن ورځ د اکسېجنې اوبو اصطلاح ښايي د پرچون خرڅلاو کڅوړو باندې څرګنده شي، چې هغه مخلوطونو ته وايي، چې يا اوبه او هايدروجن پراکسايد لري او يا اوبه او منحل اکسېجن لري. که چېرې کارونکی د دې مخلوطونو په توپير باندې سم پوه نه شي، د هغوی د ژوبلېدلو لامل کېدلی شي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د تينارد د بهير يا پروسس يوې پرمختللې بڼې يا نسخې له هايدروکلوريک اسيد څخه ګټه واخيستله او وروسته يې د باريوم سلفېټ په فرعي توليد کې د برخه اخېستلو په موخه ورسره سلفوريک اسيد ورزيات کړل. دا بهير د ۱۹ پېړۍ له پای څخه د ۲۰ پېړۍ تر نيمايي پورې کارول کېده. [۱۶]

د پراکسايدونو د پاکولو يا سپينولو او پر طبيعي رنګونو باندې يې د مالګو اغېز په ۱۸۲۰ز لسيزه کې د تينارډ له ازمايښتونو راهيسې پېژندل شوی دی، مګر د پراکسايدونو د صنعتي توليد لومړنۍ هڅې بې پايلې شوې. د هايدروجن پراکسايد لومړنی توليدونکی ماشين په ۱۸۷۳ زکال برلين کې جوړ شوی و. له سلفوريک اسيد سره د الکترولايز په واسطه د هايدروجن پراکسايد د جوړښت کشف کولو يو څه زيات ګټور برېښنايي کيمياوي لاره چاره وړاندې کړه. دا په لومړي ځل ۱۹۰۸ز کال کې د اتريش د کارينتيا په ويبينسټين سيمه کې سوداګريز شو. د انتراکوېنون بهير چې لا هم ورڅخه ګټه اخېستل کېږي، د ۱۹۳۰ ز لسيزې پر مهال د ای جي فاربين “IG Farben” نومي الماني کيمياوي توليدونکي شرکت له ولرې لډوېګشافين سيمه کې رامنځته شوی و. د ترکيب مېتودونو برخه کې زياته غوښتنه [تقاضا] او پرمختګونه د هايدروجن پراکسايد د کلني توليد د زياتوالی لامل شول، چې د توليد کچه يې په ۱۹۵۰ زکال کې له ۳۵۰۰۰ ټنو څخه په ۱۹۶۰ز کال کې ۱۰۰۰۰۰ ټنو، ۱۹۷۰ ز کال کې ۳۰۰۰۰۰ ټنو او ۱۹۹۸ زکال کې ۲،۷ ميليون ټنو ته ورسېده. [۱۷]

د سوچه هايدروجن پراکسايد د توليدولو لومړنۍ هڅې بې پايلې شوې. اوبه نه لرونکی هايدروجن پراکسايد په لومړي ځل د زبېښونکي [هوا راښکونکي] څڅېدلو [تقطير] په واسطه تر لاسه شوی و. [۱۸]

سرچينې