ویاچسلاو مولوتف

ویاچسلاو میخائلوویچ مولوتف (۹ مارچ ۱۸۹۰- ۸ نومبر ۱۹۸۶ زکال) روسي سیاستوال او دیپلمات، پخوانی بلشویک او له ۱۹۲۰ مې لسیزې راهیسې په شوروي دولت کې یو له مخکښو څېرو څخه و. هغه له ۱۹۳۰ زکال څخه تر ۱۹۴۱ ز کال پورې د خلکو د کمیسارانو د شورا د مشر او له ۱۹۳۹ – ۱۹۴۹ ز کال پورې او بیا ځلي له ۱۹۵۳-۱۹۵۶ ز کال پورې یې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه خدمت وکړ. [۱۵]

ویاچسلاو مولوتف
ویاچسلاو مولوتف
ویاچسلاو مولوتف

د شخص معلومات
پيدايښت۲۵ فبروري ۱۸۹۰[۱] او ۹ مارچ ۱۸۹۰[۲]
مړینه8 نومبر 1986 (96 کاله)[۱][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مسکو [۱۰]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لاملالزایمر   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتد شوروي اتحاد
روسي سترواکي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوندد شوروي اتحاد کمونيست ګوند (۸ مارچ ۱۹۱۸–)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلکسياستوال [۲]
ډیپلوماټ [۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)روسي [۱۱][۱۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګهسياست [۱۳]
ديپلوماسي   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ځانګړي کړنېد مولوتوف – ریبنتروپ تړون [۱۴]  د (P800) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړېختیځه جبهه (دویمه نړیواله جګړه)   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ویاچسلاو مولوتف
ویاچسلاو مولوتف

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د ۱۹۳۰ مې لسیزې وروسته، هغه د شوري اتحاد په مشرتابه کې له ژوزف ستالین وروسته دویم ځایګی درلود، ځکه نوموړي هغه ته له ۳۰ کالو څخه زیاتې مودې لپاره په ډېرې وفادارۍ کار وکړ؛ د ستالین له مړینې وروسته هغه له خپل ځایګي دفاع وکړه، ځکه هغه هم د ستالین په ټولو ناوړه چارو لکه په ۱۹۳۰ مه لسیزه کې په زور سره د بزګرانو د راغونډولو او د لویې تصفیې په عملیاتو کې چې هغه په اعدام باندې د محکومو ۳۷۳ تنو اعدام لاسلیک کړ، پراخه ونډه لرله.

د ۱۹۳۹ زکال په اګست میاشت کې د بهرنیو چارو لپاره د خلکو کمیسار مولوتف، د آلمان – شوروي ترمنځ د جګړې نه کولو د هوکړې چې د مولوتف – ریبنتروپ په هوکړه هم پېژندل کېږي، اصلي لاسلیک کوونکی شو. هغه د شوروي د یو پیاوړي دیپلمات او سیاستوال په توګه خپل ځایګی د ۱۹۴۹ زکال تر مارچ میاشتې پورې وساته، دا هغه مهال و چې هغه د ستالین پام له لاسه ورکړ او ستالین هم اندری ویشینسکي د هغه پر ځای د بهرنیو چارو وزیر وټاکه. له ستالین سره د مولوتف اړیکه خرابه شوه او ستالین هم د ګوند په ۱۹م کانګرس کې په هغه نیوکه وکړه.

مولوتف د ستالین له مړینې وروسته یو ځل بیا په ۱۹۵۳ زکال کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو، خو په کلکه سره یې د نیکیتا خرشچوف د ستالین ضد پالیسیو مخالفت وکړ چې له امله یې نوموړي له ټولو دولتي منصبونو څخه ګوښه او همدارنګه یې په ۱۹۶۱ زکال کې له ګوند څخه هم ویوست. مولوتف په ۱۹۸۶ ز کال کې تر خپلې مړینې پورې د ستالین له سیاستونو او میراثونو دفاع کوله او په کلکه سره یې د هغه په ځای ناستو په ځانګړې توګه په خرشچوف نیوکې کولې.

د مولوتف کوکټیل په نوم مشهوره اور اچونکې په لاس جوړه وسله هم د هغه په نوم نومول شوې.[۱۶]

لومړنی ژوند او مسلک

د سوداګر زوی مولوتف، د ویاچسلاو میخائیلووېچ سکریابین په اصلي نوم د ویاتکا دولت د یرانسک سیمې په کروکا کلي (اوس مهال د کیروف سیمې، سوستوک) وزېږید. د معمولې تېروتنې پر خلاف، هغه له کمپوز جوړونکي الکساندر سکریابین سره کومه اړیکه نه لرله.[۱۷]

د نوې ځوانۍ په عمر کې هغه د یو «شرمېدونکي» او «خاموش» هلک په توګه بلل کېده چې تل به یې له خپل پلار سره د هغه په سوداګرۍ کې مرسته کوله. هغه د کازان په منځني ښوونځي کې زده کړې وکړې، په ۱۹۰۶ زکال کې د روسي سوسیال دیموکرات کارګر ګوند سره یوځای شو او ډېر ژر یې د دغه ګوند له راډیکال بلشویک څانګې سره چې د ولادمیر لینین له خوا یې مشري کېده لیوالتیا پیدا کړه. [۱۸]

سکریابین خپل مستعار نوم «مولوتف» له روسي کلیمې مولوت (مساوي دواړه خواووې لرونکې چکش (sledge hammer)) څخه واخیست ځکه هغه مهال ده باور درلود چې دغه نوم د ده لپاره صنعتي او پرولتاري ریښه لري. هغه په ۱۹۰۹ ز کال کې ونیول شو او دوه کاله یې په ولوګدا کې په تبعید کې تېر کړل. [۱۸]

په ۱۹۱۱ زکال کې یې د سن پترزبرګ په پلتخنیک انستیتیوت کې نوم ثبتونه وکړه. مولوتف د پروډا په نوم پټې بلشویکي ورځپاڼې د لیکونکو په ډله کې غړیتوب ترلاسه کړ او د لومړي ځل لپاره یې د دغې ورځپاڼې اړوند له ژوزف ستالین سره ولیدل. له دې سره د دغو دوه شوروي مشرانو ترمنځ لیدنه لنډه وه او یې نه شو کولای د چټکې نږدې سیاسي اړیکې د رامنځته کېدو لامل وګرځي.

مولوتف د څو کلونو لپاره د یو «حرفوي انقلابي» په توګه کار وکړ، د خپل ګوند د نشریې لپاره یې لیکنې وکړ او هڅه یې وکړه دغه بنسټ ته د یو ځمکې لاندې ګوند په توګه وده ورکړي. د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل کېدو سره هغه په ۱۹۱۴ زکال له سن پترزبرګ څخه مسکو ته وکوچید. نوموړی په مسکو کې و چې بیا ځلي د خپلو ګوندي فعالیتونو له امله ونیول شو او دا ځل د ختیځې سایبریا ایرکوتسک ته تبعید شو. په ۱۹۱۶ ز کال کې هغه له خپل سایبریايي تبعید وتښتېد او پلازمینې ته چې نوم یې د تزاري رژیم له خوا پتروګراد ته له دې امله اړول شوی و چې پر باور یې پخوانی نوم یې تر ډېره جرمنی و، راوګرځېد. [۱۹]

مولوتف په ۱۹۱۶ زکال کې په پتروګراد کې د بلشویک ګوند غړی شو. هغه مهال چې د ۱۹۱۷ زکال د فبروري میاشتې انقلاب وشو، هغه یو له څو کمو هغو بلشویکانو څخه و چې په پلازمېنه کې یې شتون درلود. د هغه تر هدایت لاندې پروډا له انقلاب وروسته لنډ مهالي حکومت پر وړاندې مخالف کیڼ لوری ونیو. کله چې ژوزف ستالین پلازمینې ته راوګرځېد مولوتف یې پر شاه کړ، خو کله چې لینن راورسېد، هغه ستالین له واکه وغورځاوه. له دې سره مولوتف د ستالین یو له نږدې همکارانو او ملاتړو څخه شو، هغه اتحاد چې خپل راتلونکی شهرت یې د هغه له برکته باله. مولوتف د پوځي انقلابي شورا غړیتوب ترلاسه کړ، چې د اکتوبر انقلاب یې طراحي کړ او په اغېزمنه توګه یې بلشویکان واک ته ورسول.[۱۹]

په ۱۹۱۸ زکال کې مولوتف اوکراین ته ولېږل شو، څو د روسیې په کورنۍ جګړه کې برخه واخلي، چې ماته یې وخوړه. له دې امله چې هغه یو پوځي کس نه و، هغه په جګړه کې برخه وا نه خیستله. په ۱۹۲۰ ز کال کې هغه د اوکراین د بلشویک ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي شو او له شوروي سیاستوالې پولینا ژمچوژینا سره یې واده وکړ. لینن هغه په ۱۹۲۱ زکال کې بېرته مسکو ته راوغوښت، هغه ته یې د مرکزي کمېټې او د مرکزي کمېټې د اداره کوونکې ډلې (ارګبرو) بشپړ غړیتوب ورکړ، همدارنګه یې هغه ته د ګوند سکرتریت هم وسپاره. مولوتف په ۱۹۲۱ زکال کې د سیاسي کمېټې (پولیټبرو) د بې رایه غړي په توګه وټاکل شو او د مسئول سکرتریت چوکۍ یې خپله کړه. [۲۰][۲۱][۲۲]

مولوتف د لینین او لیون تروتسکی له نیوکو سره مخامخ شو، چې لینین د هغه «د شرم وړ کاغذ پرانۍ» او احمقانه چلند ته نغوته کوله. د مولوتف او نیکولای بوخارین په مشوره، مرکزي کمېټې پرېکړه وکړه چې د لینین کاري ساعتونه را کم کړي. په ۱۹۲۲ ز کال کې ستالین د د بولشویک ګوند عمومي منشي شو او مولوتف ورسره په خوا کې په ډي فکټو یا عملي توګه دویم منشي و. د یو ځوان پیرو په توګه مولوتف د ستالین ستاینه کوله، خو په هغه له نیوکو یې هم هېڅکله دریغ نه کاوه. د ستالین د ملاتړ له امله، مولوتف په ۱۹۲۶ زکال کې د سیاسي کمیټې غړیتوب ترلاسه کړ. [۲۳]

د لینین له مړینې وروسته په ۱۹۲۴ ز کال کې د واک پر سر له شخړو را وروسته مولوتف د خپلو سیالانو لکه په پیل کې د لئون تروتسکي، وروسته د لو کامنف او ګریګوري زینوویف او په پایله کې د نیکولای بخارین په پرتله د ستالین یو له وفاداره ملاتړو پاتې شو. په ۱۹۲۸ ز کال کې مولوتف د نیکولای اوګلانوف پر ځای د مسکو د کمونیست ګوند د لومړي سکرتر په توګه وګمارل شو او دغه ځایګی یې د ۱۹۲۹ زکال د اګست تر ۱۵ نیټې وساته. [۲۲][۲۴][۲۵][۲۶]

د ژوند وروستۍ دوره

په ۱۹۶۸ زکال کې یونایټد پرس انټرنشنال راپور وکړ، چې مولوتف خپل خاطرات بشپړ کړي، خو دا شونې ده چې هېڅکله به هم خپاره نه شي. د لئوند برژنف د واکمنۍ پر مهال د مولوتف د بیا سیاسي ژوندي کېدو نښې هغه مهال راښکاره شوې، کله چې د هغه اړوندو معلوماتو یو ځل بیا د شوري اتحاد په پوهنغونډونو کې ځای وموند. د ۱۹۷۳ او ۱۹۷۴ ز کلونو په ترڅ کې خپاره شوو پوهنغونډونو کې له ګوند ضد ډلې سره د هغه اړیکو، ملاتړ او کار ته نغوته وشوه، خو د ۱۹۷۰ مې لسیزې په وروستیو کې یوځل بیا دغه معلومات له منځه لاړل. وروسته بیا شوري مشر کنستانتین چرنینکو مولوتف یوځل بیا را ژوندی کړ. په ۱۹۸۴ زکال کې هغه اجازه ترلاسه کړه څو یو ځل بیا د کمونیست ګوند غړیتوب ترلاسه کړي. له ۱۹۸۵ ز کال وروسته له مولوتف سره د مرکو یوه ټولګه د «کریملین په سیاستونو کې دننه» تر نامه لاندې په ۱۹۹۴ زکال کې د فیلیکس چوئف له خوا د مولوتف د یادښتونو په توګه خپره شوه. [۲۷][۲۸][۲۹]

د ۱۹۸۶ زکال په جون میاشت کې مولوتف د مسکو په کونتسوو روغتون کې بستري شو، چېرې چې بالاخره د ۱۹۸۶ ز کال د نومبر پر ۸ مه نېټه هغه مهال چې میخایل ګورباچوف په واک کې و ، مړ شو. هغه د خپل ژوندانه پر مهال اووه ځله د زړه سکته تجربه کړې وه، خو تر ۹۶ کلنۍ پورې یې ژوند وکړ. د هغه د مړینې پر مهال هغه د ۱۹۱۷ زکال د پېښو یوازنی ژوندی شاهد و. نوموړی د مسکو په نوودویچي هدیره کې خښ کړای شو. [۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې