ياروسلاف سېفرت
ياروسلاف سېفرت (په چېکي: Jaroslav_Seifert)د چکوسلواکيا ملک الشعراء گڼل کېده، چې په ادبياتو کې يې د نوبل جايزه هم اخيستې ده. نوموړى د شاعرۍ تر څنگ خبريال هم و. په ١٩٢٠ز کال کې سېفرت د يوې کمونيستي مهالنۍ خپرونې اډيټېر و، خو د لسيزې په پاى کې نوموړى د خپلو افکارو له لامله دې گوند څخه وايستل شو. په هغه وخت کې نوموړى د هنر په برخه کې په چک کې زيات مشهور و، په ځانگړي توگه د اوانگار هنر. تر ١٩٤٩ز کاله پورې نوموړي د سوشيل ډيموکراتيکو پلويانو ورځپاڼو او مجلو ته ليکنې کولې، وروسته يې يوازې شاعرۍ ته مخه کړه. دی ډېر پياوړى شاعر و، د ده هنر ډېر خلک حيران کړي ول. د ده ځينې ټولگې (بلبل په خوارۍ سندره بولي ١٩٢٦ز)، (څراغونه مړه کړه ١٩٣٨ز)، (گلورينه خولۍ ١٩٤٥ز)، (مور ١٩٥٤ز)، (د نړۍ ټولې ښکلاوې ١٩٨١) نومېږي. نوموړي ته د نوبل جايزه په ١٩٨٤ز ورکړل شوه.
🔥 Top keywords: لومړی مخماري انتوانېتځانگړی:زما خبرې اترېځانگړی:پلټنهدويمه نړېواله جګړهمطالعهلارښود:منځپانګهسمندري انجینريويکيپېډيا:جرګهويکيپېډيا:له موږ سره اړيکهتانبه:مېنځپانگه/تانبېويکيپېډيا:تازه پېښېويکيپېډيا:د پوهنغونډ په اړهکارن:Af420/common.cssويکيپېډياافغانستانکونړ ولايتپښتوويکيپېډيا:General disclaimerمحمد (ص) په اسلام کېويکيپېډيا:دوتنه پورته کولننګرهار ولایتد افغانستان ولايتونهتوماس اډیسوناحمد شاه درانیښوونځیځانگړی:اوسني بدلونونهد ښځې تناسلي آلهسردار محمد يوسف خانانګلیسيد افغانستان سيندونهسل سوالونهپوهنهد امریکا متحده آیالاتونهد پښتو ژبدودويکيپېډيا:بنډارځایويکيپېډيا:مخګرځکينډۍ:AF420/ډاټادوتنه:LAGUNA ARCOIRIS P.N. CONGUILLIO.jpg