پتریس لومومبا

پتریس ایمري لومومبا (زوکړه د ۱۹۲۵ کال د جولای ۲ – مړینه د ۱۹۶۱ کال د جنوري ۱۷) یو کانګویي سیاست پوه او د خپلواکۍ مشر و چې د ۱۹۶۰ کال له جون څخه تر سپټمبر پورې یې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت (چې وروسته د کانګو جمهوریت شو) د لومړي وزیر په توګه دنده پر مخ یوړه. نوموړی چې د کانګو د ملي غورځنګ (MNC) غړی و، له ۱۹۵۸ کال څخه، د ۱۹۶۱ کال په جنوري کې تر وژنې پورې د MNC مشري کوله. نوموړی چې د ایډیالوژیکي پلوه یو افریقایي ملتپال او پان افریقا د خوځښت پلوی و، له بلجیمي مستعمېرې څخه یو خپلواک جمهوریت ته یې د کانګو په بدلون کې رغنده وڼده ولوبوله. [۱۲]

پتریس لومومبا
پتریس لومومبا
پتریس لومومبا

د شخص معلومات
پيدايښت۲ جولای ۱۹۲۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه17 جنوري 1961 (36 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۸][۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل
تابعیت
ګوند
ښځه
اولاد
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)فرانسوي [۱۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړېد کانګو کړکېچ   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

په ۱۹۶۰ کال کې د کانګو له خپلواکۍ لږ وروسته، په پوځ کې بغاوت پیل شو، چې د کانګو د ناورین پیل و. لومومبا له متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو د مرستې غوښتنه وکړه ترڅو د بلجیم په ملاتړ د مویز تشومبي تر مشرۍ لاندې کتنګان بېلتون غوښتونکو وځپي. دواړو د لوېدیځو خاوو د شکونو له امله چې ګواکي لومومبا په مبهم ډول کمونیست پلوه لیدلوری لري انکار وکړ. دا شکونه هغه وخت ژور شول چې لومومبا د مرستې لپاره شوروي اتحاد ته مخ واړو، چې دې ته سي آی اې د "کلاسیک کمونیستي کنټرول" نوم ورکړ. دا کار له ولسمشر جوزف کاسا-وبو او لوی درستیز جوزف ډیسري موبوتو سره او همدارنګه د متحده ایالاتو او بلجیم سره چې په سړه جګړه کې یې د شوروي اتحاد مخالفت کاوه د اختلافاتو د زیاتېدو لامل شو. [۱۳]

د موبوتو له پوځي کودتا وروسته، لومومبا هڅه وکړه چې ستنلیوېل ته وتښتي ترڅو د خپلو ملاتړو سره یوځای شي چې د کانګو د آزاد جمهوریت تر نوم لاندې یې د موبوتو ضد نوي سیال دولت رامنځ ته کړی و. لومومبا د موبوتو تر واک لاندې د دولتي چارواکو له لوري په لاره کې ونیول شو او زنداني شو. هغه د کاتانګان چارواکو ته وسپارل شو، او د کتانګان او بلجیم چارواکو او افسرانو په وړاندې اعدام شو. د نوموړی جسد په یو سطحي قبر کې وغورځول شو، خو وروسته وکیندل او ویجاړ شو. د نوموړی تر وژنې وروسته، په ​​پراخه کچه د پان افریقایي غورځنګ لپاره د شهید په توګه انګېرل کېده. د کلونو په اوږدو کې، پوښتنو د لومومبا د مړینې په اړوند پېښو، په ځانګړې توګه، د بلجیم او متحده ایالاتو په ونډه رڼا واچوله. بلجیم په ۲۰۰۲ کال کې په رسمي توګه په وژنه کې د خپلې ونډې له امله بښنه وغوښته. [۱۴][۱۵][۱۶]

لومړی ژوند او مسلک

پاتریس لومومبا د ۱۹۲۵ کال د جولای په ۳ نېټه د بلجیمي کانګو د کاسای ولایت په کاتاکوکومبې سیمه کې د اونالوا په ښار کې د جولین واماتو لومینجا او د هغې د مېړه، فرانسوا تولینگا اوتیشیما په کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. نوموړی د تېتېلا قومي ډلې غړی و او د الیاس اوکیت آسومبو په نوم زیږېدلی و. د هغه اصلي تخلص د "لعنت شوي کس وارث" معنی لري او له تېتېلا okitá/okitɔ́  کلمو څخه اخیستل شوی دې چې معنی یې (وارث یا ځایناستی) دی او اسومبو د (لعنت شوی یا جادو شوی کس ته ویل کېږي چې ژر به مړه شي). نوموړي دری وروڼه (چارلس لوکولونګا، ایمیل کلیما، او لویز اونیما پینی لومومبا) او یو ناسکه ورور (ژان تولینګا) درلودل. هغه چې په یوه کاتولیکه کورنۍ کې لوی شوی، د پروتستانت لومړني ښوونځي، د کاتولیک د تبلیغ په ښوونځي، او په پای کې د دولتي پوست دفتر په روزنیز ښوونځي کې زده کړې کړې وې، چې په کې نوموړي یوه کلنه په په غوره امتیاز پای ته ورسوه. هغه د ږغوال، ځیرک ځوان په توګه پېژندل کېده، چې هر کله یې د خپلو ملګرو په مخ کې د خپلو استادانو تېروتنې په ګوته کولې، زیاتره وختونه د دوی خپګان سبب کېده. دې سپین ویونکي طبعیت د هغه ژوند او مسلک تعریف کړي. لومومبا په تېتېلا، فرانسوي، لینګالا، سواهیلي او شلوبا ژبو خبرې کولې. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

لومومبا د خپلو منظمو مطالعاتو تر څنګ د ژان ژاک روسو او والتیر د روښانتیا له نظریاتو سره مینه درلوده. هغه د مولییر او ویکتور هوګو مینه وال هم و. نوموړي شعرونه لیکل او د هغه زیاتره اثارو د امپریالیزم ضد محتوا درلوده. هغه په ​​لیوپولډویل کې د ګرځنده بیر پلورونکي په توګه او د ستنلي ویل په پوستخانه کې یوولس کاله د پوست د کاتب په توګه کار وکړ. په ۱۹۵۱ کال کې یې له پاولین اوپنګو سره واده وکړ. د دوهمې نړیوالې جګړې څخه په وروسته دوره کې، په ټوله افریقا کې ځوانو مشرانو په پراخه کچه د ملي موخو او د استعماري قدرتونو څخه د خپلواکۍ لپاره کار کاوه. نوموړي په ۱۹۵۲ کال کې د فرانسوي ټولنپوه پییر کلیمینت لپاره  چې د ستنلیویل څېړنه یې ترسره کوله، د شخصي مرستیال په توګه وګمارل شو. په همدې کال کې هغه د des Anciens élèves des pères de Scheut (ADAPÉS)  د ټولنې د سټنلیویل څانګې همکار بنسټ اېښودونکی او ورپسې د هغې رئیس شو. دا د شیوټ ښوونځیو کې د پخوانیو زده کوونکو لپاره یوه ټولنه وه، سره له دې چې هغه په هېڅ یوه کې هم ګډون نه و کړی. په ۱۹۵۵ کال کې، لومومبا د ستنلیویل د سرکلز سیمه ایز مشر شو او د بلجیم لیبرال ګوند سره یوځای شو. هغه د ګوند لیکنې ایډیټ او توزیع کولې. په ۱۹۵۶ کال کې په بلجیم کې له څېړنیزې دوره وروسته، نوموړی د پوستې د دفتر څخه د ۲۵۰۰ ډالرو د اختلاس په تور ونیول شو. هغه یو کال وروسته په ۱۲ میاشتو بند او جریمه محکوم شو.  [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د MNC مشر

لومومبا له خوشې کېدو وروسته، د ۱۹۵۸ کال د اکتوبر په ۵ نېټه د کانګو ملي غورځنګ (MNC) ګوند په بنسټ کې ونډه درلوده او په چټکۍ سره د دې سازمان مشر شو. د نورو کانګویي ګوندونو پر خلاف چې د ودې په حال کې وو، MNC په کوم ځانګړي توکمیز بنسټ ولاړ نه و. دې یو داسې لیدلوري ته وده ورکړه چې په کې خپلواکۍ، په تدریجي توګه د حکومت افریقایي کول، د دولت په مشرۍ اقتصادي پراختیا، او په بهرنیو چارو کې بې طرفۍ ګډون درلود. لومومبا د خپلې شخصي جاذبې، غوره وینا او ایډیالوژیکي تخصص پر مټ په لویه کچه مشهور لاریوان درلودل. په پایله کې، نوموړي د خپلو هم عصرانو په پرتله، چې د بلجیم په اړیکو پورې تړلي وو، زیاته سیاسي خپلواکي درلوده. لومومبا د هغو استازو له ډلې و چې د ۱۹۵۸ کال په ډسمبر کې یې د ګانا په اکرا کې د ټولو افریقایي وګړو په کنفرانس کې د MNC استازیتوب وکړ. په دې نړیوال کنفرانس کې چې د ګانا د ولسمشر کوام نیکروما په کوربه توب ترسره شو، لومومبا خپل پان افریقایی عقیده نوره هم پیاوړې کړه. نیکروما په خپله د لومومبا د ځیرکتیا او وړتیا څخه اغېزمن شو. لومومبا د ۱۹۵۹ کال د اکتوبر په وروستیو کې د MNC د مشر په توګه، په ستنلیویل کې د استعمار ضد پاڅون د هڅولو په تور ونیول شو. ۳۰ تنه ووژل شول. نوموړی په ​​شپږو میاشتو بند محکوم شو. د محاکمې د پیل نېټه د ۱۹۶۰ کال د جنوري په ۱۸ د په بروکسل کې د کانګو د ګردي میز کنفرانس لومړۍ ورځ وه، چې موخه یې د کانګو د راتلونکي لپاره پلان جوړول وو. MNC د لومومبا د بند تر څنګ، په کانګو کې د دسمبر په سیمه ییزو ټاکنو کې غوڅ اکثریت ترلاسه کړ. د لومومبا د محاکمې په اړه د استازو د سخت فشار په پایله کې، هغه خوشې شو او د بروکسل په کنفرانس کې د ګډون اجازه ورکړل شوه. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې