په امریکا کې د اروپا استعمار

که څه هم نارویژیانو تقریباً په ۱۰۰۰ میلادي کال د شمالي امریکا شمال ختیځه برخه کشف او استعمار کړه، په امریکا کې د اروپا د استعمار وروستنۍ او ډېره نامتو څپه د کشف د دوران په ترڅ کې د ۱۴۹۲ او ۱۸۰۰ میلادي کلونو ترمنځ ترسره شوه. د دې دورې په ترڅ کې ډېرو اروپایي سترواکیو - په ځانګړې توګه اسپانیا، پرتګال، بریتانیا، فرانسې او هالند د امریکا د طبیعي زېرمو او بشري پانګې په کشف او ادعا کولو پیل وکړ چې د امریکا د بومي وګړو د بې ځایه کېدو، تیت کېدو، غلامۍ او نسل وژنې او د څو استعماري کډوال مېشته دولتونو د رامنځ ته کېدو سبب شو. د اروپایي کډوالو ځینې پخوانۍ مستعمرې لکه په شمالي امریکا کې نوې مکسیکو، الاسکا، پریېري یا شمالي لویې دښتې او "شمال لوېدیځ سیمې"؛ په مرکزي امریکا کې د تهوانتیپیک خاکنا، یوکاتان ټاپو او داریان ګپ؛ او په سویلي امریکا کې شمال لویدیځ آمازون، مرکزي اندیز غرونه او ګیانا تر لا ۲۱ پېړۍ پورې نسبتاً کلیوال، کم نفوسه او بومي پاتې وو، که څه هم څو استعماري کډوال مېشته دولتونه لکه برازیل، کلمبیا، مکسیکو، ارجنتاین او متحده ایالات په خپله خوښه په مهاجرمېشته سترواکیو بدل شول. روسیې د اتلسمې پېړۍ په نیمایي کې د آرام سمندر د شمال لوېديځ برخې استعمار پیل کړ چې د وړیو د سوداګرۍ لپاره د څرمنې په لټه کې و. ډېر ټولنیز جوړښتونه لکه دینونه، سیاسي پولې او منځګړې یا سوداګریزې ژبې چې په ۲۱ پېړۍ کې په لوېدیځه نیمه کره کې برلاسي دي د هغه جوړښتونو پاتې شوني دي چې په دې دوره کې رامنځ ته شول. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د شتمنۍ او ځواک هغه چټکه کچه چې اروپا په کې وده وکړه د ۱۵ پېړۍ په لومړیو کې د اټکل وړ نه وه ځکه چې په داخلي جګړو کې ښکېله وه او د تور مرګ د وبا له امله خپل نفوس په تر لاسه ورکولو په کراره په رغېدو وه. د ترکیې د عثماني سترواکۍ ځواک چې آسیا ته د سوداګرۍ په لارو برلاسې وه د لوېدیځې اروپا پاچاهان یې وهڅول ترڅو بدیلې لارې ولټوي چې د کریستوف کولمب د سفرونو او د "نوې نړۍ" د ناڅاپي بیا موندنې لامل شو. [۹]

په ۱۴۹۴ کال کې د توردسیلاس تړون له لاسلیک څخه وروسته پرتګال او هسپانیې هوکړه وکړه چې ځمکه په دوو برخو وویشي، داسې چې پرتګال په ختیځ نیمه کې او هسپانیا په لوېدیځ نیمه کې په غیرعیسوي خاوره واکمني ولري. په اصل کې په هسپانوي ادعاګانو کې  ټولې امریکا ګډون درلود، خو د توردسیلاس تړون د سویلي امریکا ختیځه برخه پرتګال ته ورکړه چې هلته یې په ۱۵۰۰ کلونو کې په لومړیو کې د برازیل هېواد بنسټ کېښود. په اوسنی فلوریدا کې د سنت آګوستین ښار چې د هسپانويانو له خوا په ۱۵۶۵ کال کې تاسیس شو، په متحده ایالاتو کې تر ترټولو پخوانی دایمي مېشته اروپایي مستعمره ګڼل شوې ده.   [۱۰]

نورو لویدیځو اروپایي ځواکونو ته ژر څرګنده شوه چې دوی هم کولای شي لویدیځ ته له سفرونو څخه ګټه واخلي او بریتانويانو او فرانسويانو د ۱۵۳۰ لسیزه کې د امریکا د شمال ختیځو برخو استعمار پیل کړ. سویډنیانو د یوې پېړۍ په اوږدو کې د نوي سویډن بنسټ کېښود، هالندیانو نوی هالند تاسیس کړ، او دنمارک-ناروې د نورو پورته ذکر شویو ځواکونو سره یوځای په کارابین کې د ډېرو ملکیتونو ادعاګانې کړې وې او په ۱۷۰۰ کلونو کې، دنمارک-ناروې په ګرینلند کې خپلې پخوانۍ مستعمرې بیا و رغولې او روسیې د الاسکا څخه تر کلیفورنیا پورې د آرام سمندر د سواحلو کشف او د ملکیت ادعا پیل کړه.

د دې دورې په پیل کې مرګونو نښتو زور واخیست ځکه چې بومي وګړو سخته جګړه وکړه ترڅو د اروپايي استعمارګرو د زیاتیدونکي شمېر او همدارنګه د بومي ګاونډیو دښمنانو پر وړاندې چې د یور-آسیایي پر تیکنالوژۍ سمبال وو، خپله ځمکنۍ بشپړتیا وساتي. په امریکا کې تر ۱۸۰۰ کلونو پورې د بېلابېلو اروپایي سترواکیو او د بومي ملتونو ترمنځ نښتې مهم خوځښتونه ګڼل کېدل او که څه هم په هغه وخت کې د براعظم ځینو برخو له اروپا څخه خپله خپلواکي ترلاسه کوله، نورو سیمو لکه کالیفورنیا، پاتاګونیا، "شمال لوېدیځ سیمو"، او شمالي لویې دښتو تر ۱۸۰۰ کلونو پورې لږ یا هېڅ ډول استعمار تجربه نه کړ.    

د لوېدیځې اروپا ځواکونو ته کتنه

ناروېژیان

ناروېژي پلټونکي لومړني اروپایان وو چې په اوسنی شمالي امریکا کې یې پښه کېښوده . تاریخي او لرغوني شواهد ګرینلنډ او کاناډا ته د ناروېژیانو سفرونه ثابتوي. ناروېژیانو په ګرینلنډ کې د لسمې پېړۍ په وروستیو کې یو مستعمره جوړه کړ او د ۱۵مې پېړۍ تر نیمایي پورې یې دوام وکړ، محکمه او پارلماني مجلسونه (þing) یې درلودل چې په براتهلید کې تر سره کېدل او یو کلیسایي مشر یې درلود چې په ګاردر کې و. د کاناډا د نیوفوندلنډ  په لانس آکس شنو دښتو کې د استوګنې پاتې شوني په ۱۹۶۰ کال کې کشف شول او د ۱۰۰۰ کالونو (د کاربن پر بنسټ د تاریخ اټکل ۹۹۰-۱۰۵۰ کلونه) په شاوخوا کې تاریخ لري. د لانس آکس شنې دښتې یوازینی ځای دی چې د کولمب څخه مخکې د سمندر ها خوا د کشف شوي ځای د ثبوت په توګه په پراخه کچه ومنل شو.  په ۱۹۷۸ کال کې د یونیسکو له لوري د نړیوال میراث په توګه ونومول شو. دا ځای د وینلند له مستعمرې سره د احتمالي اړیکې له امله چې د لیف ایریکسن له خوا په امریکا کې د ناروې استعمار په دوران یا د هغه شاوخوا کې را منځ ته شوه، د پاملرنې وړ دی. داسې انګېرل کېږي چې د لیف ایرکسن ورور د شمالي امریکا د بومي خلکو سره چې د سکریلنګ په نوم پېژندل کېدل لومړنۍ اړیکه درلوده. د اتو تنو بومي خلکو له نیولو او وژلو وروسته، په خپلو ساحلي کښتیو کې چې دوی یې دفاع کوله تر برېد لاندې راغلل. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچینې