په شمالي اتلانتیک کې د غلامانو سوداګري

په اتلانتیک سمندر کې د غلامانو سوداګري، د اتلانتیک سمندر تر منځ د غلامانو سوداګري یا د اروپا-امریکا تر منځ د غلامانو سوداګري چې تر ډېره د غلامانو د سوداګرو له‌خوا د امریکا قاري ته د بېلابېلو افریقايي غلامانو لېږد رالېږد په‌کې شامل و. د غلامانو سوداګرۍ په منظم ډول د مثلثي سوداګرۍ او د منځني مسیر له لارې څخه کار اخیست او له ۱۶مې څخه تر ۱۹مې پېړۍ پورې موجوده وه. ډېری هغه کسان چې غلام شوي وو او د اتلانتیک سمندر د غلامانو د سوداګرۍ له لارې لېږدول کېدل د مرکزي او لويديځي افریقا اوسېدونکي و چې تر ډېره د لویديځې افریقا د اوسېدونکو له‌خوا د غلامانو پر سوداګرو پلورل شوي و، حال دا چې ځينې نور یې په مستقیم ډول د اروپايانو په ساحلي بریدونو کې چې د افریقا د ساحلونو په کلاګانو کې اسیر/بندي شوي وو د غلامانو د سوداګرو له‌خوا ونیول شول او وروسته يې امریکا قارې ته راوړل. د پرتګالیانو او د غلامانو د اروپايي سوداګرو پرته نورو په عمومي ډول په دغه بریدونو کې ګډون نه کاوه، ځکه د غلامانو د سوداګرۍ په دوره کې د افريقا د صحرا په سویل (سب-صحرا) کې اروپايانو ته د ژوند کولو هيله له یو کال څخه لږ وه (د ملاریا له پراختیا څخه د مخنیوي په موخه کوانین/ Quinine ته تر لاس‌رسي مخکې و). د کارابین او استعماري سویلي اتلانتیک اقتصادونه تر ډېره د نیشکر پر تولیداتو او د ګڼو نورو شیانو پر کاري ځواک ولاړ وو. دا چاره د لویديځي اروپا د هغو هېوادونو تر منځ ډېره اړينه وه چې د ۱۷مې پېړۍ په وروستیو او اتلسمه پېړۍ کې يې د سیندونو هاخوا امپراتورۍ پر رامنځته کولو له یو بل سره سیالي کوله.    [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

په ۱۶مه پېړۍ کې پرتګالیان لومړني کسان و چې د لویدیځې افریقا له غلام‌لرونکو څخه يې غلامان واخیستل او له اتلانتیک سمندر څخه يې تېر کړل. هغوی په ۱۵۲۶ کال کې تر اتلانتیک هاخوا برازیل ته د غلامانو سفر بشپړ کړ او نور اروپایان هم ډېر زر په هغوی پسې لاړل. د بېړيو څښتنانو به غلامانو ته د هغې کارګو/بار په سترګه کتل چې باید زر تر زره په تر ټولو لږ لګښت سره د امریکا قاري ته ولېږدول شي، تر څو هلته د قهوې، تنباکو، کاکاوو، بورې او پنبې په راټولولو، د سپينو او سرو زرو په معدنونو، د وريجو په کروندو، په ساختماني صنعت، د بېړیو لپاره د لرګیو په پرې کولو، د مهار کاري ځواک او د کورنیو خدمت‌کارانو په توګه کار وکړي. لومړني افریقایان چې انګریزي مستعمراتو ته وتښتول شول، د قراردادي خدمتکارانو په توګه طبقه‌بندي کېدل د هغو قراردادي کاریګرانو سره له ورته حقوقي وضعیت څخه برخمند و چې له ایرلنډ او بریتانیا څخه راتلل.په هر حال غلامي د ۱۷مې پېړۍ په منځنۍ برخه کې د یوې نژادي طبقې په توګه لا ستونزمنه شوې وه، داسې چې افریقاي غلامان او د هغوی بچیان په قانوني ډول د خپلو څښتنانو ملکیت وو، ځکه هغه ماشومان چې له کنیزو/غلامو میندو څخه زېږېدل غلام وو (چې په لاتیني ژبه د partus sequitur ventrem اصطلاح ورته کارول کېده). خلک به د یوې شتمنۍ، توکو، یا کاري واحدونو په توګه په پام کې نیول کېدل او په بازارونو کې به د توکو او نورو خدمتونو په بدل کې پلورل کېدل.    [۹][۱۰]

د اتلانتیک سمندر له لارې د غلامانو د سوداګرۍ تر ټولو عمده ملتونه چې د سوداګرۍ د حجم پر بنسټ ترتیب شوي وو، پرتګالیان، بریتانویان، اسپانویان، فرانسویان، هالنډیان او ډنمارکیان وو. د افریقا په ساحلونو کې يې څو سنګرونو رامنځته کړي وو چې هلته يې د افریقا له سیمه‌ییزو مشرانو څخه غلامان اخیستل. دا غلامان به د یو فکتور په واسطه چې په ساحل یا ساحل ته څېرمه رامنځته شوی و اداره کېدل تر څو نوې نړۍ ته د غلامانو لېږد رالېږد اسان کړي. غلامان به د لېږدولو په تمه په کارخونو کې بندي کېدل. اوسني اټکلونه ښيي چې نږدې له ۱۲ څخه تر ۱۲.۸ میلیونه افریقایان د ۴۰۰ کلونو په بهیر کې له اتلانتیک سمندر څخه تېر کړل شوي دي. د سوداګرو له‌خوا اخیستل شوې شمېره د پام‌وړ زیاته وه، ځکه دا لاره د مړينې له لوړې کچې سره مل وه او نږدې له ۱.۲ څخه تر ۲.۴ میلیون کسان د سفر په بهیر او میلیونونه نور نوې نړۍ ته تر رسېدو وروسته د کاربین د خوند څکلو په کمپ کې مړه شول. میلیونونه خلکو د غلامانو د بریدونو، جګړو او ساحل ته د غلامانو پر اروپايي سوداګرو د خرڅلاو لپاره د توکو د لېږدولو پر مهال خپل ژوندونه له لاسه ورکړل. د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې بېلابېلو دولتونو د غلامۍ د سوداګرۍ د بندلو پر وړاندې ګام اوچت کړ، له دې سره د انسان ناقانونه قاچاق لاهم شته و. د ۲۱مې پېړۍ په لومړیو کې څو دولتونو په اتلانتیک سمندر کې د غلامانو د سوداګرۍ لپاره بښنه وغوښته.   [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

مخینه

د اتلانتیک سفر

په اتلانتیک سمندر کې د غلامانو سوداګري د نوې نړۍ (امریکا) او پخوانۍ نړۍ (افریقا- اسیا) تر منځ د سوداګریزو اړیکو تر رامنځته کېدو وروسته پراختیا ومونده. جذر او مدي جریانونو د پېړیو لپاره په سمندر کې د هغه وخت د شته بېړیو لپاره سفر کول ستونزمن او خطرناک کړي وو. په دې توګه په یادو قارو کې د مېشتو خلکو تر منځ سمندري اړيکې ډېرې لږې وې. که څه هم په ۱۵مه پېړۍ کې د سمندري تېکنالوژۍ په برخه کې د اروپا نوي پرمختګونه د دې لامل شول چې بېړۍ د مد او جذر له جریانونو د مقابلې لپاره لا مجهزې شي او وکولی شي چې له اتلانتیک سمندر څخه تېرې شي؛ پرتګالیانو د سمندري بېړۍ چلوونکو ښوونځي جوړ کړل (که څه هم د دې ښوونځيو د موجودیت یا نه موجودیت د کره‌توب په اړه بېلابېل بحثونه شته دي). د ۱۶۰۰ او ۱۸۰۰ کلونو تر منځ نږدې ۳۰۰۰۰۰ بېړۍ چلوونکو چې د غلامانو په سوداګرۍ کې بوخت وو د افریقا له لویدیځ څخه لیدنه وکړه. له دې کار سره یې له هغو ټولنو سره اړيکې جوړې کړې چې د افریقا په لویديځو ساحلونو کې يې ژوند کاوه او مخکې کله هم له هغوی سره نه وو مخ شوي. تاریخ‌پوه پېیرچانو د سمندري ځواک ناوړه پایلې «بې وسلې کېدل/له منځه تلل» یاد کړل چې د ځينې ټولنو لپاره د انزوا پای او ځینې نورو ټولنو ته د ټولنیزو اړیکو په جوړولو کې د ډېروالي په معنا و.    [۱۸][۱۹][۲۰]

تاريخ‌پوه جان ټورنټون وايي: «یو شمېر تخنیکي او جغرافیايي لاملونو سره یو ځای شول تر څو اروپایان د اتلانتیک سمندر د کشف او سوداګرۍ په پراختیا کې تر ټولو لېوال کسان کړي.» هغه دا له اروپا څخه بهر د ګټې تر لاسه کولو او د نویو سوداګریزو فرصتونو لپاره یوه انګېزه یاده کړه. پر دې سربېره دا د هغې سوداګریزې شبکې د ځای ناستۍ لپاره تمایل و چې په منځنۍ اسیا کې د مسلمانانو د عثماني خلافت له‌خوا اداره کېده او د اروپايي مسیحیت پر وړاندې یو سیاسي، مذهبي او سوداګریز ګواښ و. په ځانګړي ډول د اروپايي سوداګرو لپاره چې غوښتل يې د سرو زرو سوداګري وکړي چې د افریقا په لویديځ کې پيدا کېدل او همدارنګه یې غوښتل اېنډيز (هند) ته یوه سمندري لار ومومي چې هلته دوی کولی شوی د مدرنو/لوکسو توکو لکه دارو/درملو سوداګري وکړي پرته له دې چې دغه توکي د منځنۍ اسیا له مسلمانو سوداګرو څخه ترلاسه کړي. [۲۱][۲۲]

د اروپا د استعمار د لومړۍ څپې په بهیر کې که څه هم  د اتلانتیک سمندر ډېری لومړني اکتشافات د عبراني فاتحانو له‌خوا هدایت کېدل، د اروپايي ملتونو ډېری غړي لکه اسپانوي، پرتګالي، فرانسوي، د لویې برتانیې، د ايټالیا پاچاهۍ او هالنډ بېړۍ چلوونکي په‌کې ښکېل وو. دا تنوع د دې لامل شوه چې ټورنټون د اتلانتیک سمندر لومړني اکتشافات د یو واقعي نړيوال تمرین په توګه یاد کړي، ان که ډېری اکتشافات د عبراني پاچاهانو په مشرۍ شوي وي. دې مشرتابه وروسته دا افسانه رامنځته کړه چې د اکتشافاتو یوازیني مشران عبرانیان/پرتګالیان وو.   [۲۳]

سرچينې