په کوریا باندې د جاپان واکمني

کوریا له ۱۹۱۰ زکال څخه تر ۱۹۴۵ زکال کې پورې د جاپان د سترواکۍ د برخې په توګه اداره کېده. په ۱۸۷۶ زکال کې د جاپان او کوریا د هوکړې پر بنسټ د چیسون لړۍ واکمني د جاپان د نفوذ په سیمه کې شامله شوه؛ دغې هوکړې داسې یو پیچلی ائتلافي جوړښت رامنځته کړ چې له مخې یې د میجي دولت، پوځ او سوداګریزو چارواکو په بشپړه توګه له جاپان سره د کوریا د سیاست، ټولنې او اقتصاد په ادغام پیل وکړ – په واقعیت کې دغې چارې کوریا د جاپان برخه وګرځوله. په ۱۸۹۷ زکال کې د کوریا د سترواکۍ له اعلان کېدو وروسته دغه هېواد د جاپان او کوریا ترمنځ د ۱۹۰۵ زکال د هوکړې پر بنسټ د جاپان تر ملاتړ لاندې (تحت الحمایت) هېواد وبلل شو؛ له دې وروسته کوریا د جاپان له خوا په غیر مستقیمه بڼه په کوریا کې د جاپاني استوګن ګورنر جنرال له خوا اداره کېدله. جاپان په رسمي او اجباري بڼه په ۱۹۱۰ زکال کې د جاپان او کوریا د هوکړې پر مټ د کوریا د پخواني سترواک، ګوجونګ او د سترواک د نایب السلطنت سونجونګ پر ضد کوریا ځانته الحاق کړه. له الحاق وروسته جاپان په یو اړخیزه بڼه اعلان وکړ چې له دې وروسته د کوریا رسمي نوم چوسن (په جاپاني: 朝鮮) دی. دغه نوم په کوریا باندې د جاپان د واکمنۍ تر پایه په نړیواله کچه رسمیت درلود. په دې سره کوریا په کیجو (سیول) کې د چوسن د ګورنر جنرال له خوا اداره کېده. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د جاپان حکومت د کوریا د جاپاني کولو چاره له خپلو لومړیتوبونو څخه وګڼله، د هغو صنعتي کولو ته یې چټکتیا ورکړه چې له ۱۸۹۷ زکال څخه تر ۱۹۰۷ زکال پورې د ګوانګمو د اصلاحاتو په دوره کې پیل شوې وه، عامه زیربنايي چارې یې ترسره کړې او همدارنګه یې د کوریا د خپلواکۍ خوځښت وځپه. په عامه زیربنايي چارو کې یې د اوسپنې د پټلیو جوړول (د ګیونګبکو پټلۍ، ګیئونګوی پټلۍ، ګیونګ وون پټلۍ او نورې) او همدارنګه د سړکونو او اصلي بندرونو پراختیا شامله وه چې له اقتصادي ودې څخه یې ملاتړ کاوه. د چوسن د ناخالصو داخلي تولیداتو کچه د چین او جاپان د دویمې جګړې وړاندې ۲۵ کلونو پر مهال د نایچي (مرکزي جاپان) د ۲.۳ سلنه ودې سره په پرتلې ۴.۲ سلنه زیاتوالی درلود. د ارام سمندر د جګړې پر مهال د چوسن او نایچي صنعتي وده او تولید نږدې مساوي کچې ته ورسېد. [۱۰][۱۱][۱۲]

په کوریا باندې د جاپان واکمني د ۱۹۴۵ زکال د سپټمبر په دویمه نېټه په دویمه نړیواله جګړه کې د جاپان په تسلیمۍ سره پای ته ورسېده. ورپسې د متحده ایالاتو او شوروي ځواکونو دغه سیمه اشغال کړه. د دوی له خوا د کوریا ویش د کوریا ټاپو وزمه په دوه جلا حکومتونو او اقتصادي سیسټمونو ووېشله: شمالي ملکي اداره او په کوریا کې د متحده ایالاتو د پوځ نظامي حکومت. دغه اداري جوړښتونه له جګړې وروسته په ترتیب سره په دوه خپلواکو معاصرو هېوادونو؛ شمالي کوریا او سویلي کوریا واوښتل. جاپان په رسمي توګه د ۱۹۵۲ زکال د اپرېل په ۲۸مه د سانفرانسېسکو د هوکړې په لاسلیکولو سره په کوریا باندې له خپلو ادعاوو لاس واخیست.

په ۱۹۶۵ زکال کې د جاپان او سویلي کوریا ترمنځ د بنسټیزو اړیکو د هوکړې پربنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ پخوانۍ نابرابرې هوکړې په ځانګړې توګه ۱۹۰۵ او ۱۹۱۰ زکال ته اړوندې هوکړې د دغې هوکړې له لاسلیک څخه لا له وړاندې لغو او باطلې وګڼل شوې. په کوریا باندې د جاپان د واکمنۍ تفاسیر لا اوس هم په جاپان، شمالي کوریا او سویلي کوریا کې د بحثونو موضوع جوړوي. [۱۳][۱۴]

جاپان ته د کوریا د الحاق هوکړه (۱۹۱۰ زکال)

د ۱۹۱۰ زکال په مۍ میاشت کې د جاپان د جګړې وزیر ترااوچي ماساتاکه ته دنده وسپارل شوه چې په کوریا باندې د جاپان د کنټرول موضوع یو اړخیزه کړي؛ د پخوانیو هوکړو (د جاپان او کوریا ترمنځ د ۱۹۰۴ زکال هوکړه او د جاپان او کوریا ترمنځ د ۱۹۰۷ زکال هوکړه) پر بنسټ کوریا د جاپان تر ملاتړ لاندې هېواد و او له وړاندې څخه یې د کوریا په کورنیو سیاستونو باندې خپل واک درلود. د ۱۹۱۰ زکال د اګست په ۲۲مه د هغې هوکړې له مخې چې د کوریا له اړخه لومړي وزیر یي وانیونګ او د جاپان له اړخه ترااوچي ماساتاکه لاسلیک کړه، کوریا د جاپان برخه وګرځېده او ماساتاکه د کوریا لومړنی ګورنر جنرال وټاکل شو.

دغه هوکړه په همدغه ورځ نافذه وګڼل شوه او یوه اونۍ وروسته خپره شوه. دغې هوکړې څرګنده کړه چې:

  • لومړۍ ماده: د کوریا اعلیحضرت سترواک به په ټول کوریايي قلمرو باندې خپل حاکمیت په بشپړه او قطعي توګه د جاپان اعلیضرت سترواک ته سپاري.
  • دویمه ماده: د جاپان اعلیضرت سترواک به په پورته ماده کې یاد شوی امتیاز ومني او د جاپان له سترواکۍ سره به د کوریا الحاق تائید کړي.

د تحت الحمایت توب او الحاق دواړو اړوندې هوکړې په ۱۹۶۵ زکال کې د جاپان او د کوریا د جمهوریت ترمنځ د بنسټیزو اړیکو د هوکړې پر مټ له وړاندې لغو اعلان شوې.

دغه دوره همدارنګه د پوځي پولیسو د واکمنۍ د دورې (۱۹۱۰- ۱۹۱۹ زکال) په نوم یادېږي، ځکه چې دغه مهال پولیسو د ټول هېواد کنټرول په واک کې درلود. جاپان د فزیکي قدرت او د رسنیو د کنټرول کوونکو مقرراتو پر مټ، قانون او دولت په واک کې درلود.

د ۲۰۱۰ زکال په مارچ میاشت کې ۱۰۹ کوریايي او ۱۰۵ جاپاني روڼ آندي د جاپان او کوریا ترمنځ د ۱۹۱۰ زکال د هوکړې په سلمه کلیزه کې راغونډ شول او دغه هوکړه یې باطله وبلله. دوی دغه څرګندونې د خپلو هېوادونو په پلازمېنو (سیول او توکیو) کې د هم مهاله مطبوعاتي غونډو په جوړولو بیان کړې.[۱۵][۱۶][۱۷]

د کوریا خپلواکي او وېش

په هیروشیما او ناګاساکي باندې د اټومي بمونو د غورځولو، په منچوریا باندې د شوروي له برید او د کوریا په ټاپو باندې د متحده ایالاتو او شوروي اتحاد د ځواکونو د نږدې برلاسۍ وروسته جاپان د ۱۹۴۵ زکال د اګست په ۱۵مه د متفقینو ځواکونو ته تسلیم شو او په دې سره د جاپان ۳۵ کلنه استعماري واکمني پای ته ورسېده.

د جنرال جان. ار. هاج تر مشرۍ لاندې امریکايي ځواکونه د ۱۹۴۵ زکال د سپټمبر په ۸مه د کوریا د ټاپو وزمې سویلي برخې ته ورسېدل، په داسې حال کې چې شوروي ځواکونه او د کوریا یو شمېر کمونېستان له وړاندې څخه د کوریا د ټاپو وزمې په شمالي برخه کې ځای پر ځای شوي و. امریکايي ډګروال ډین راسک په شمالي کوریا کې د شوري ځواکونو مدیر چیشاکوف ته وړاندیز وکړ چې کوریا باید د ۳۸ شمالي درجو د مدار پر بنسټ وویشل شي. دغه وړاندیز له جګړې وروسته د نفوذ د حوزو د ټاکلو په موخه په یوه بېړنۍ غونډه کې وشو چې بلاخره د کوریا د ویش لامل وګرځېد.

د جاپان له واکمنۍ څخه د کوریا له آزادۍ وروسته د ۳۸ شمالي درجو د مدار سویل لوري ته په کوریا کې د متحده ایالاتو پوځي ادارې د ۱۹۴۶ زکال د اکتوبر په ۳مه د کوریا د نوم د بېرته ټاکلو امر صادر کړ او کوریایي وګړو ته یې دا واک ورکړ چې که چېری دوی یې هیله لري خپل پخوانی نوم ځانته وټاکي. په جاپان کې ډیری کوریايي وګړو خپل جاپانی نوم غوره وګاڼه څو له تبعیض کولو مخه ونیسي او یا هم وروسته وکولای شي د جاپاني تابعیت د ترلاسه کولو په موخه په اړینو شرایطو برابر وي. [۱۸]

د کوریا د خپلواکۍ خوځښت

د سترواک ګوجونګ له مړینې وروسته په ټول هېواد کې جاپان ضد لاریونونه وشول چې په دغو کې تر ټولو مهم یې د ۱۹۱۹ زکال د مارچ د لومړۍ نېټې خوځښت و. د خپلواکۍ اعلامیه په سیول کې ولوستل شوه. اټکل کېږي چې په دغو لاریونونو کې ۲ میلیونه کسانو ګډون کړی و. جاپانیانو له تاوتریخوالي څخه په کار اخیستو اعتراض کوونکي وځپل؛ د کوریايي سوابقو پر بنسټ په څه باندې یو کلنو اعتراضاتو کې ۴۶۹۴۸ تنه ونیول شول، ۷۵۰۹ مړه او ۱۵۹۶۱ نور ټپیان شول. د جاپاني شمېرو له مخې بیا ۸۴۳۷ تنه ونیول شول، ۵۵۳ تنه مړه او ۱۴۰۹ نور ټپیان شول. [۱۹][۲۰]

د پاڅون له ځپلو وروسته د جاپاني واکمنۍ هغه یو شمېر چارو ته پای ټکی کېښودل شو چې د کوریایي وګړو اعتراضات یې پارول. پوځي پولیسو د ملکي مامورینو ځای ونیو او مطبوعاتو ته یې تر یوې محدودې کچې پورې ازادي ورکړه. په ۱۹۲۰ زکال کې د کوریا له دریو مهمو ورځپانو څخه دوه یې، توآ نیپو او چوسن نیپو تاسیس شوې.

په کوریا باندې د جاپان د واکمنۍ اړوندو اعتراضاتو دوام وموند؛ په دې سره د مارچ د لومړۍ نېټې خوځښت د ۱۹۱۹ زکال د اپرېل په ۱۳مه په شانګهای کې د کوریايي کډوالو له خوا د کوریا د لنډ مهالي جمهوري دولت په تاسیس کې د یو کتلېست (آسانه کوونکي) په توګه رول ولوباوه. د سویلي کوریا معاصر دولت د جاپان د واکمنۍ پر مهال د کوریا دغه لنډ مهالی جمهوري دولت د کوریايي وګړو قانوني استازیتوب کوونکی دولت بولي.

سرچينې