ځمکواکي

فيوډالېزم د فيوډالي نظام په توګه هم پېژندل کېږي، چې د حقوقي، اقتصادي، فوځي او کلتوري دودونو هغه ټولګه وه، چې د ۹ او ۱۵ پېړيو تر ممنځ د منځنيو پېړيو اروپا کې وغوړېده. په پراخه کچه پېژندنې له مخې فيوډالېزم د هغو اړيکو شا او خوا د ټولنې د جوړښت يوه لاره وه، چې د خدمت يا کار په بدل کې د ځمکې له تر لاسه کولو څخه تر لاسه شوې وې. که څه هم دا له لاتيني “feodum” يا “feudum” يعنې فيس يا اجورې ‘fief’ ويوکو څخه اخېستل شوی دی، چې د منځنيو پېړيو پر مهال کارل کېدل، مګر د فيوډالېزم اصطلاح او هغه نظام چې فيوډالېزم تشرېح کوي، د هغو خلکو له لورې د يو رسمي سياسي نظام په توګه نه وو درک شوي، چې د منځنيو پېړيو پر مهال يې ژوند کاوه. د فرانکويس لوئيس ګانشوف (۱۹۴۴زکال) له لورې لرغونې پېژندنه د دوه اړخيزو حقوقي او فوځي مکلفيتونو يوه ټولګه بيانوي، چې د جنګيالي اشرافيت په منځ کې وه او د لاردانو (حاکمانو)، رعيت يا مريي او فيس يا اجورې د درې کليدي مفکورو شا او خوا يې بېرته تکامل وکړ. [۱][۲][۳]

د فيوډالېزم يو څه پراخه پېژندنه لکه څرنګه چې ۱۹۳۹ز کال کې د مارک بلوچ له لورې روښانه شوې ده، د جنګيالي اشرافيت د مکلفيتونو تر څنګ د پاچاهۍ ټولو درې واړو رتبو يا طبقو مکلفيتونه رانغاړي، چې اشرافيت، روحانيت او بزګري پوړونه يا طبقې دي او ټول يې د شتمنۍ اصالت “manorialism” د يو نظام له مخې سره تړلي وو، چې همدې ته ځيني وختونه فيوډالي ټولنه وايي. په ۱۹۷۴ز کال کې «د يو جوړښت استبدادي نظام» تر سرليک لاندې د اليزابيت ای ار براون “Elizabeth A. R. Brown” او په ۱۹۹۴ زکال کې د «اجورې او رعيت» تر سرليک لاندې د سوسن ريمولدس د کتاب له خپرېدو راهيسې د منځنيو پېړيو د تاريخپوهانو په منځ کې په دې اړه پرله پسې بې پايلې بحث شته، چې ايا فيوډالېزم د منځنيو پېړيو ټولنې په اړه پوهېدنې لپاره يو ګټور جوړښت دی او که نه. [۱۰]

پېژندنه

لږ تر لږه د پوهانو په منځ کې د فيوډالېزم په عام ډول منل شوې معاصره پېژندنه نه شته. د فيوډال “feudal” صفت چې لږ تر لږه ۱۴۰۵ز کال کې کارول کېده او د فيوډالېزم ‘feudalism’ اسم چې اوسمهال زياتره وخت سياسي او تبليغاتي برخه کې کارول کېږي، په ۱۷۷۱ز کال کې اختراع شو چې له فرانسوي “féodalité” سره برابر يا موازي و. [۴][۷]

د فرانکويس لويس ګانشوف (۱۹۴۴زکال) له لورې د يوې لرغونې پېژندنې له مخې فيوډالېزم د دوه اړخيزو حقوقي او فوځي مکلفيتونو يوه ټولګه بيانوي، چې د جنګيالي اشرافيت په منځ کې وه او د واکمنانو، رعيت او فيس يا اجورې د درې کليدي مفکورو شا او خوا يې له سره تکامل وکړ، که څه هم ګانشوف په خپله يادونه وکړه، چې د نوموړي چلند يوازې د ياد ويي په تنګ، تخنيکي او حقوقي درک پورې تړلی و. [۱۱]

د يو څه پراخه پېژندنې له مخې لکه څرنګه چې د مارک بلوخ په «فيوډالي ټولنه» نومي کتاب (۱۹۳۹ز) کې بيان شوی دی، فیوډالېزم د جنګيالي اشرافيت د ملکفيتونو تر څنګ د پاچاهۍ د درې واړو ډلو يا طبقو مکلفيتونه رانغاړی، چې يادې ډلې اشراف، روحانيون او هغه خلک دي، چې د خپل کاري ځواک پر مټ يې ژوند وکړ او په خورا سيده يا مستقيم ډول يې بزګري بللی شو، چې د شتمنۍ اصالت د يو نظام له لورې راچاپېر شوې وه؛ دې نظم ته زياتره وخت د «فيوډالي ټولنې» په توګه يادېږي، چې د بلوخ کارونې ته غبرګون (انعکاس) ورکوي.[۱۲]

د فيوډالېزم مفهوم له خپل اروپايي شاليد څخه د باندې زياتره وخت د ورته والي يا قياس له مخې ډېری وختونه د فيوډالي جاپان بحثونو کې او ځيني وختونو د منځنيو پېړيو په ايتوپيا کې د زاګوي کورنۍ په بحثونو کې کارول کېږی، چې ځينې فيوډالي ځانګړتياوې يې درلودې او کله کله يې نيمه فيوډال ګڼه. ځينو نور د فيوډالېزم قياس له يو څه لرې وخت څخه اخېستی دی او فيوډالېزم او د هغې نښې له ميلاد  څخه مخکې د ۷۷۱ – ۴۷۶ز کالونو د پسرلي او مني دورې پر مهال د چين، لرغوني مصر، پارتيين سترواکۍ، د هند نيمه لويه وچه کې فيوډالېزم او انتيبيليوم سوت او امريکايي سويل کې د جېم کرو قوانينو “Jim Crow laws” په څېر متنوع ځايونو ويني. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د فيوډالېزم اصطلاح زياتره وخت په سپکونکي يا تحقيري ډول نالويديځو ټولنو کې هم کارول کېږي، چې هغه بنسټونه او کړه وړه يې چې د منځنيو پېړيو اروپا کې له شته هغوی سره ورته دي، په کې خپرېدونکي درک کېږي. ځيني تاريخپوهان او سياسي نظريات پوهان باور لري، چې د فيوډالېزم اصطلاح د کارونې د بېلابېلو لارو له مخې له ځانګړې معنا څخه بې برخې ده، چې همدا د دې لامل کېږي چې دوی يې د ټولنې د پوهېدنې لپاره د يوې ګټورې مفکورې په توګه نه مني.[۱۷][۵][۱۸]

د يادې اصطلاح کارونه د پولېنډ او ليتوانيا په څېر د مرکزي او ختيځې اورپا د ځينو هېوادونو په برخه کې تر پوښتنې لاندې ده او پوهان په دې نظر دي، چې د يادو هېوادونو د منځنيو پېړيو سياسي او اقتصادي جوړښت له هغه څه سره ټول نه، مګر يو څه ورته والی لري، چې لويديځې اروپايي ټولنې يې په عمومي ډول د فيوډالي نظام په توګه څرګندوي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

اصطلاح

د فيوډال “feudal” اصطلاح ريښه له “Proto-Indo-European” ويي «*péḱu» څخه سرچينه اخلي، چې د «غواګانو» معنا لري او په نورو زياتو هندي او اروپايي ژبو کې ريښې لري. لکه: سانسکرت “pacu” چې د غواګانو معنا لري؛ لاتيني “pecus” د غواګانو او پيسو په معنا سره؛ لرغونې لوړه الماني fehu, fihu د غواګانو، ملکيت او پيسو په معناګانو سره؛ لرغونې فارسي fia؛ لرغونې ساکسون fehu او لرغونې انګليسي feoh, fioh, feo, fee. د “feudal” اصطلاح په لومړي ځل د ۱۷ پېړۍ فرانسوي حقوقي پوهن ليکونو (۱۶۱۴ز کال) کې وکارول شوه او انګليسي حقوقي پوهن ليکونو ته د صفت په توګه (لکه فيوډالي حکومت) راوژباړل شوه. [۲۳][۲۴]

په ۱۸ پېړۍ کې ادم سمېت چې د اقتصادي نظامونو د تشرېح کولو په لټه کې و، په ۱۱۷۶ز کال کې يې «د ملتونو شتمني» نومي کتاب کې يې په ګټور ډول د فيوډالي حکومت او فيوډالي نظام بڼې رامنځته (اختراع) کړې. د «فيوډالي نظام» عبارت په ۱۷۳۶ز کال کې د توماس مادوکس په “Baronia Anglica” نومي کتاب کې راڅرګند شو، چې د کتاب د ليکوال له مړينې (۱۷۲۷ز کال) څخه نهه کالونه وروسته خپور شو. په ۱۷۷۱ز کال کې جان وايتاکر “John Whitaker” په خپل «د مانچستر تاريخ» نومي کتاب کې په لومړي ځل د فيوډالېزم ويی او د فيوډالي هرم مفکوره وکارول. [۲۵][۲۶][۲۷]

د “feudal” يا “feudal” اصطلاح د منځنيو پېړيو له لاتيني ويي “feodum” څخه اخېستل شوې ده. د فيوډم ريښه د ګڼو نظرياتو درلودلو له امله پېچلې ده، چې ځيني د الماني يا جرمنيک اصل وړانديز کوي، چې دا په خورا پراخه کچه منل شوی نظر دی، په داسې حال کې چې ځيني نور د عربی اصل وړانديز کوي. په پيل کې د منځنيو پېړيو د لاتيني اروپا سندونو کې د خدمت به بدل کې ورکړل شوې ځمکې ته (لاتيني) بينيفيسيم “beneficium” ويل کېده. وروسته د “feudum” يا “feodum” اصطلاح په سندونو کې د “beneficium” ځای نيول پيل کړل. د دې لومړنۍ ثابته شوې بېلګه له ۹۸۴ ز کال څخه ده، که څه هم يو څه زياتې لومړنۍ بڼې يې سل کالونه پخوا ليدل شوې وې. د فيوډم “feudum” ريښه او دا چې ولې يې د بينيفيسيم ځای ونيو، په ښه ډول نه دي روښانه، مګر په اړه يې ګڼې نظريې شته چې په لاندې ډول بيان شوي دي.: [۲۸]

تر ټولو پراخه منل شوې نظريه په ۱۸۷۰ز کال کې د جوهان هيندرېک کاسپار کيرن “Johan Hendrik Caspar Kern” له لورې وړاندې شوې وه، چې د نورو له منځه يې ويليم ستبس او مارک بلوخ هم ملاتړ کاوه. کيرن ياد ويی له انګېرل شوې فرنګي ويي «*fehu-ôd» څخه تر لاسه کړ، چې *fehu” په کې د غواګانو او “-od” په کې د توکو معنا لري، چې په ټوله کې «د ارزښت د حرکت وړ څيز» معنا ورکوي. بلوخ څرګندوي چې د ۱۰ پېړۍ په پيل کې په پولي اصولو کې ځمکې ته ارزښت ورکول عام وو، مګر بايد د برابر ارزښت لکه وسلو، جامو، اسونو يا خوراکي توکو په څېر څيزونو سره يې بايد اداينه شوی وی. دا د “feos” په نوم پېژندل کېده او هغه اصطلاح ده، چې د پيسو پر ځای د کوم څيز ورکولو عمومي معنا يې خپله کړه. دا معنا وروسته په خپله د ځمکې برخه کې هم وکارول شوه، چې ځمکه په کې د ژمنتيا لپاره د اداينې په موخه (لکه رعيت ته) کارول کېده. په همدې ډول د ‘feos’ لرغوني ويوکي «د حرکت وړ ملکيت» معنا وار په وار “feus” ته بدله شوه، چې د بېخي سرچپه يعنې «د ځمکې ملکيت» معنا لري. دا هم وړانديز شوي دي، چې ياد ويی له ګوتيک “faihu” څخه سرچينه اخلي، چې د «ملکيت» او په ځانګړي ډول د «غواګانو» معنا لري. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سرچينې