چيسلاو ميلاوس

چيسلاو ميلاوس (۳۰ جون ۱۹۱۱-۱۴ اګست ۲۰۰۴) يو پولنډي الاصله امريکايي شاعر، نثر ليکونکی، ژباړن او ديپلومات و. نوموړی چې د شلمې پېړۍ يو له سترو شاعرانو څخه بلل کېدو، په ۱۹۸۰ز کال کې يې په ادب کې د نوبل جايزه ګټلې وه. د سويډن اکاډمي په خپل اقتباس کې ميلاوس يو داسې لیکوال بللی دی، څوک چې د «د سختو ټکرونو په نړۍ کې د انسان لوڅ حالت ته اواز ورکوي».[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

چيسلاو ميلاوس
چيسلاو ميلاوس
چيسلاو ميلاوس

د شخص معلومات
پيدايښت۳۰ جون ۱۹۱۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مړینه14 اگسټ 2004 (93 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۷][۸][۹][۱۰][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره
تابعیت پولنډ

د امریکا متحده ایالات (۱۹۷۰–) ليتوانيا (۱۹۳۹–)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مذهبکاتولیکه کلیسا [۱۳]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رکن
ښځه
ژوند ملګری
اولاد
پلار
خور/ورور
کورنۍ
عملي ژوند
تعلیم
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه
کار ورکوونکی
ځانګړي کړنې
مؤثر
لاسليک
چيسلاو ميلاوس
چيسلاو ميلاوس

ويبپاڼه
ويبپاڼهد تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ميلاوس د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال په وارسا د المان له نيواک څخه خوندي پاتې شو او له جګړې وروسته پړاو کې د پولنډ د حکومت کلتوري اتشه وګرځېد. کله چې کمونستي واکمنو د هغه امنيت ته ګواښ پيدا کړ، نوموړی فرانسې ته ولاړ او بالاخره په امريکا کې يې د تبعيد ژوند غوره کړ، چېرته چې نوموړی د برکلي، د کلفورنيا په پوهنتون کې فروفيسر شو. د هغه شاعري – په ځانګړي ډول د جګړې پر مهال د هغه د تجربې په اړوند – او د « The Captive Mind» په نوم د یو نثري کتاب کې د سټالنيزم په اړه د هغه ارزونې هغه ته د يو پېژندل شوي کډوال هنرمند او روڼ اندي په توګه شهرت ورکړ.

د خپل ټول ژوند او کار په اوږدو کې، ميلاوس له اخلاقياتو، سياست، تاريخ او عقيدې اړوند پوښتنو سره سروکار درلود. د يو ژباړن په توګه، نوموړي لوېديځ اثار پولنډي مخاطبينو ته وړاندې کړل او د يو پوهاند او ليکوال په توګه، نوموړي په لوېديځ کې د سلاوي ادب په اړه تر ټولو ډېر پوهاوی پیدا کړ. عقيدې د هغه په اثارو کې يوه مهمه ونډه درلوده، ځکه چې هغه خپل کاتوليکي مذهب او شخصي تجربې وارزولې.

ميلاوس په ۲۰۰۴ز کال کې په پولنډ کې ومړ. نوموړی په «سکالکا» کې خاورو ته وسپارل شو، دا په پولنډ کې یوه کليسا ده چې د نومياليو پولنډيانو د وياړ د ځای په توګه پېژندل کېږي.

په اروپا کې ژوند

نسب او د ژوند لومړي کلونه

چيسلاو ميلاوس د ۱۹۱۱ز کال د جون په دېرشمه نېټه د روسي سترواکۍ د «کوونو» ولايت په « Šeteniai»  کلي کې زېږېدلی و (اوس دا د ليتوانيا د کاوناس ښارګوټي د کيډانيا ولسوالۍ ده).  نوموړی د اليګزانډر ميلوس (۱۸۸۳-۱۹۵۹) زوی و، څوک چې يو پولنډی ملکي انجنير و، د مور نوم يې «ويرونيکا و(د هغې اصلي نوم کوناټ و؛ ۱۸۸۷-۱۹۴۵).[۲۹]

ميلاوس په يوې نوميالۍ کورنۍ کې زېږېدلی و. د هغه مورنی نېکه «زيګمونټ کنات» و، څوک چې د يوې پولنډۍ کورنۍ غړی و چې د خپل نسب سلسله يې تر ديارلسمې پېړۍ پورې رسولې ده او په «کراسنوګرودا» (اوسني پولنډ کې) د شتمنۍ څښتن و. په وارسا کې د کرنې په برخه کې تر زده کړو وروسته، زيګمنټ د ميلاوس له نيا «جوزيفا» سره تر واده وروسته په « Šeteniai» کې مېشت شو، نيا يې د شريفې « Syruć» کورنۍ غړې وه، هغه ليتوانيايي توکمه وه. د هغه د پلرونو او نيکونو له ډلې څخه يو يې « Szymon Syruć» و، د پولنډ د پاچا او لتوانيا د لوی ډيوک « Stanisław I» د شخصي سکرتر په توګه يې دنده تر سره کړې وه. د ميلاوس پلرنی نېکه «ارتور ميلاوس» هم د يوې شريفې کورنۍ غړی و او د ۱۸۶۳ز کال د جنورۍ په پاڅون کې د پولنډ د خپلواکۍ لپاره جنګېدلی و. د ميلاوس نيا « Stanisława» د ليتويا د «ريګا» د سيمې د يو ډاکټر لور وه او د المانۍ/پولنډۍ « von Mohl» کورنۍ غړې وه. د ميلاوس شتمني په «سربيني» کې وه، يو نوم چې د ميلاوس ژوند ليکونکي «اندرزيج فرانزيک» وړانديز کړی دی چې د سربيايي توکم ښودنه کولای شي؛ شونې ده چې د ميلاوس کورنۍ په سربيا کې پيل شوې وي او پېړۍ مخکې له المان څخه تر ايستلو وروسته د اوسمهال په ليتوانيا کې مېشته شوي وي. د ميلاوس پلار په «ريګا» کې زېږېدلی او هلته يې زده کړې کړې وې. د ميلاوس مور په « Šeteniai» کې زېږېدلې او په « Kraków» کې يې زده کړې کړې وې.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د دې شريف نسب سره سره، په Šeteniai کې د خپل مورني نيکه په ملکيت کې د شتمنۍ يا لوړې طبقې د دودونو کمښت و. نوموړي د ۱۹۵۵ کال په خپل ناول کې د خپل کوچنيوالي يادونه کړې ده، د دې ناول نوم « The Issa Valley» دی همداراز د « Native Realm» په نوم د ۱۹۵۹ز کال په يادښتونو کې يې هم يادونه کړې ده. په دې اثارو کې، نوموړي د خپلې نيا «جوزيفا» د کاتوليک اغېز، له ادب سره د  مخ پر زياتېدو مينې او د هغه د ابتدايي ويښتابه او په ليتوانيا کې د پولنډي غوره ټولنيز ځای د يو غړي په توګه په ټولنه کې د طبقاتي ونډې په اړه تشریح ورکړې ده.[۳۴]

د ميلاوس د ژوند لومړي کلونه له بدلونونو سره ملګری و. کله چې د هغه پلار په سربيا کې د بنسټيزو پروژو په برخه کې د کار کولو لپاره وګومارل شو، نو هغه او مور يې له هغه سره د اوسېدو لپاره په سفر ولاړل. کله چې په ۱۹۱۴ز کال کې لومړۍ نړيواله جګړه پيل شوه، د ميلاوس پلار په روسي پوځ کې استخدام شو، هلته د پوځيانو د نقل او حرکت لپاره د سرکونو او پلونو د جوړولو کار ورکړل شو. ميلاوس او د هغه مور ته په «ولنيس» کې مېشت ځای ورکړل شو، کله چې په ۱۹۱۵ز کال کې الماني پوځ هغه ونيو. له دې وروسته، دوی يو ځل بيا د ميلاوس له پلار سره يو ځای شول، په داسې حال کې چې هغه مهال د هغه په تعقيب ولاړل کله چې جګړه ييز محاذ په روسيه کې مخکې ولاړ، چېرته چې په ۱۹۱۷ز کال کې د ميلاوس ورور «اندرزيج» وزېږېد. بالاخره، له ايستونيا او ليتويا څخه په تېرېدو سره، دا کورنۍ په ۱۹۱۸ز کال کې بېرته Šeteniai راستنه شوه. خو په ۱۹۱۹ز کال کې پولنډي-شوروي جګړه پيل شوه، د کومې په اوږدو کې چې د ميلاوس پلار په هغه ناکامه هڅه کې ښکېل و چې نوې ازاده شوي ليتوانيا په دويم پولنډي جمهوريت کې شامله کړي، د دې په پايله کې نوموړی له ليتوانيا څخه و ايستل شو او د هغه کورنۍ هغې سيمې ته وکوچېده چې هغه مهال د «ولنو» په نوم پېژندل کېده، کومه سيمه چې په ۱۹۲۰ز کال کې د پولنډي-ليتوانيايي جګړې پر مهال د پولنډ په واک کې راغلې وه. د پولنډ-شوروي جګړې دوام پيدا کړ او دا کورنۍ بيا کوچ ته اړت شوه. د جګړې پر مهال په يو وخت کې، پولنډي سرتېرو په ميلاوس او د هغه په مور ډزې وکړې، دا هغه څپرکی دی چې نوموړي يې په « Native Realm» کې يادونه کړې ده. په ۱۹۲۱ز کال کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته کورنۍ بېرته «ولنو» ته ستنه شوه.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

د جګړې پر مهال د وقفه يي سرګردانۍ د خنډونو سره سره، ميلاوس د ژبو له اسانۍ سره يو استثنايي زده کوونکی ثابت شو. په پايله کې هغه پولنډي، لتوانيايي، روسي، انګريزي، فرانسوي او عبري ژبې زده کړې. په «ويلنو» کې د « Sigismund Augustus Gymnasium» څخه تر فراغت وروسته، نوموړي په ۱۹۲۹ز کالکې د قانون د زده کوونکي په توګه په « Stefan Batory» پوهنتون کې داخله واخيسته. په پوهنتون کې ميلاوس د زده کوونکو له يوې ډلې سره يو ځای شو ې د روڼ اندو کلب يې باله، همدا راز د زده کوونکو د شاعرۍ په يوه ډله کې شامل شو چې « Żagary» بلل کېده، په دې ډله کې د « Jerzy Zagórski, Teodor Bujnicki, Aleksander Rymkiewicz, Jerzy Putrament» او « Józef Maśliński» په نومونو نور ځوان شاعران هم شامل وو. د هغه لومړي خپاره شوي شعرونه په ۱۹۳۰ز کال کې د پوهنتون د زده کوونکو په مجله کې راڅرګند شول.[۳۹][۴۰][۴۱]

په ۱۹۳۱ز کال کې، نوموړي له پاريس څخه لېدنه وکړه، چېرته چې هغه لومړی د خپل لرې تربور سره وليدل چې «اسکر ميلاوس» نومېدو، نوموړی د ليتوانيايي نسب د فرانسوي ژبې شاعر و، څوک چې سويډن بورجين (د پوهاند ايمانويل سويډنبوګ پلوی) ګرځېدلی و. اسکر د هغه لپاره يو پالونکی او الهام بښونکی وګرځېد. کله چې «ولنو» ته بېرته راغی، د طبقاتي توپير په اړه د ميلاوس ابتدايي پوهاوی او له خپل ځان څخه د کمو نيکمرغو خلکو سره د خواخوږۍ په اړه يې په پوهنتون کې د يهودي محصلینو لپاره دفاع ته وده ورکړه، د چا چې د يهوديانو ضد خوځښت له خوا سپکاوی کېدو. د دې خوځښت او يهودي محصلينو په منځ کې په راتګ سره، ميلاوس دا بريدونه بند کړل. يو زده کوونکی هغه مهال ووژل شو چې په سر يې يوه ډبره ووېشتل شوه. [۴۲][۴۳]

د ميلاوس د شاعرۍ لومړی جلد چې د « A Poem on Frozen Time» په نوم په ۱۹۳۳ز کال کې په پولنډي ژبه کې خپور شو. همدا کال، نوموړي په «ولنو» کې د توکم پالنې مخالف « Poetry of Protest» په يوه غونډه کې، په عام مجلس کې خپله شاعري ولوسته، کومه غونډه چې په المان کې واک ته د هټلر له رسېدو سره برابره وه. په ۱۹۳۹ز کال کې، نوموړي د قانون د سند په تر لاسه کولو سره فارغ شو او د « Żagary» په نوم د شاعرۍ ډله له منځه ولاړ. ميلاوس د يو کال لپاره د زده کړې تر لاسه کولو او «ولنو» کې بېرته په يوه ورځپاڼه کې د مقالو ليکنو لپاره په مالي مرسته پاريس ته ولاړ. په پاريس کې نوموړي له خپل تربور اسکر سره بيا بيا ليدنې کولې.[۴۴][۴۵]

سرچينې