چېکيان

چېکيان (په چېکی ژبې کې:Češi) یو د لویدیځی سلاوی قوم دی چې په ځانگړی ډول په مرکزی اروپا کې ژوند کوی. دغه قوم په چیکی ژبې خبری کوی او ۱۲ میلیونه تنه لری. چېکیان په ځانگړی ډول مسیحیان دي.

د چېک قوم
Češi
د ټولو وګړو شمېر
د ۱۱-۱۲ ميليونه په شاوخوا کې
د يادولو وړ سيمې
چېک جمهوريت چېک جمهوريت 6,732,104[۱]
کينډۍ:United States1,462,000 [۲]
(including German Bohemians)
 کاناډا98,090 (2006)[۳]
ایټاليا80,000-90,000
انگلستان30,000–90,000
جرمني20,000–50,000
سلواکيا46,000
ارجنټاين38,000
آسټراليا21,196[۴]
اتريش20,000
د کينډۍ پته ترلاسه شوه: کينډۍ:CHE20,000
کينډۍ:اوکراين11,000
 فرانسه10,731 (1990)
کينډۍ:HRV10,510 (2001)
کينډۍ:ISR8,000
سويډن سويډن7,175 (2001)
آيرلېنډ5,278[۵]
اسپانیا5,622 (2006)
کينډۍ:Russia5,000–6,000
برازيل450,000[۶]
کينډۍ:NLD3,500
کينډۍ:ROU3,339 (2002)
Polonia پولېنډ3,000
کينډۍ:ZAF2,300
کينډۍ:SRB2,211 (2002)
کينډۍ:MEX2,000
بوسنيا او هرزه ګونيا600–1,000[۷]
بلغاريه بلغاريه436
ژبې

چیکی ژبه

مذهب

بي مذهب 59%, رومن کاتوليک 26.8%, پروتېستانت 2.1%, چېک اورتودوکس (27,000) نور 3.3%, ناڅرگند 8.8%[۸]

اړونده توکم ډلې

نور سلاويان, په ځانگړې ډول نور لوېديځ سلاويان[۹]
سلاويانو ته تر ډېره اړوند کيږي[۱۰]

تاریخ

د تاریخ پوهانو په نظر چېکیان د لوېدېځ د سلاوی قبایلو څخه دی چې په پنځمه پېړۍ کی د آسیا څخه منځنی اروپا ته راغللې. په لسه پېړۍ کی د پښيميسل حکمرانان چېکی قبایل توحید کړ او د موراوا تر نیولو وروسته یی په مرکزی اروپا کی قوی دولت جوړ کړ. په ۱۳ پېړۍ کې د پښيميسل اوتاکار ۱ د حکومت په وخت کې د چېک حکمراني د چېک په پاچایی تبدیل شو. په دی وخت کی د چېک د پاچایی لوېدېځی سیمې د آلمانیانو لخوا هم آبادې شوې. د دی په سبب تقریپا ۱۰،۰۰۰ چېکیان آلمانی ټبره دي. د پښيميسل اوتاکار ۲ د حکومت په وخت کی د چېک پاچایی اوج ته ورسېده. پښيميسل اوتاکار ۲ د چېک امپراطوری پراخه کړه او په مرکزي اروپا کې یی قوی او لوی دولت جوړ کړ. په ۱۴ پېړۍ کې چېک پاچایی د لوکسنبورگ د حکمرانانو په لاس کې وه. د هغو حکمرانانو څخه پاچا کارل ۴ تر ټولو مشهور حکمران وو. د پاچا کارل ۴ د حکومت په وخت کی د پراگ پایتخت ثقافتی تعلیمی او سیاسی مهم مرکز وو. د ۱۶ پېړۍ څخه تر ۱۹۱۸ کال پورې د چېک پاچایی د هابسبورگ د حکمرانانو په لاس کې وو. د هابسبورگ حکمرانان پر چېکیانو باندی ډېر ظلمونه کول او په دی وخت کې آلمانی ژبه رسمی ژبه وه. د هابسبورگ حکمرانان کاتولیکیان ول او غوښتل چی د چېک په پاچایی کی د کاتولیک دین پراخه وکړي. په ۱۷ پېړۍ کې په اروپا کې د کاتولیکی حکمرانانو او د پروتستان د حکمرانانو په منځ کې مذهبی جگړې پېل شول. په ۱۶۲۰ کال کی د چېک په پاچایی کې د پروتستان اشرافان د هابسبورگ د حکمرانانو پر ضد قیام وکړ. مگر د بیلا هورا په جگړې کی ( په پښتو کې: د سپین غر جگړه) د پروتستانو اردو ماته وخورله. تر جگړې وروسته د چېک اشرافان ووژل شول او نورو دینی عالمان مجبور شول چی د چېک د پاچایی څخه تېښته وکړي. په ۱۹ پېړۍ کی د چیکی ژبی ترقی بیا پېل شوه.په ۱۹۱۸ کال کی د چکوسلواکیا جمهوریت تاسیس شو او توماش گاریگ ماساریک د چکوسلواکیا لمړني ولسمشر شو. دغه هېواد تر څو کلو وروسته صنعتی او بدایی هېواد شو. په ۱۹۳۸ کال کې د چکوسلواکیا د لوېدېځ برخې چې د آلمانیانو لخوا آبادې شوې د چکوسلواکیا څخه بیل شوې او د آلمان سره یوځای شوې. په ۱۹۳۹ کال کې سلواکیا خپلواکی علان کړه او چېک د آلمان د پوځ لخوا ونیول شو. په ۱۹۴۵ کال کې د نړۍ تر دویمې جگړې وروسته د چکوسلواک جمهوریت بیا جوړ شو. په ۱۹۴۸ کال کی چکوسلواکیا سوسیالیستی هېواد شو. په دی وخت کی تقریبًا ۳۰،۰۰۰ چېکیان مجبور شول د چکوسلواکیا څخه نورو غربي هېوادو ته کډه وکړي.

References