ډوایټ ډیویډ ایزنهاور

ډوایټ ډیویډ ایزنهاور (د۱۸۹۰ز کال د اکټوبر له ۱۴مې نه، د ۱۹۶۹ ز کال د مارچ تر ۲۸ مې) یو امریکایي پوځي افسر او سیاستوال و، چې له ۱۹۵۳ز کال نه تر ۱۹۶۱ز کال پورې د متحده ایالاتو ۳۴م ولسمشر پاتې شوی دی. د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې هغه په ​​اروپا کې د متحدینو د ځواک د ستر قوماندان په توګه دنده تر سره کوله اود جنرالۍ پنځه ګونو ستورو رتبه یې هم ترلاسه کړې ده. هغه له ​​۱۹۴۲ز کال نه تر ۱۹۴۵ز کال پورې د ډیوې(مشعل) په عملیاتو کې په شمالي افریقا د برید او د لوېدیځې جبهې له خوا(۱۹۴۴ز کال نه تر ۱۹۴۵ز) پر نورماندي د بریالي برید پلان او څار پر غاړه درلود.

ډوایټ ډیویډ ایزنهاور
ډوایټ ډیویډ ایزنهاور
ډوایټ ډیویډ ایزنهاور

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت۱۴ اکتوبر ۱۸۹۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
مړینه28 مارچ 1969 (79 کاله)[۱][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۹][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۶][۱۷][۱۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل
هديره
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد180 سانتي متره   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استعمال ہاتھ
ګوندجمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رکن
طبی کیفیت
ښځه
اولاد
پلار
مور
خور/ورور
واک
عملي ژوند
تعلیم
کار/مسلک
مورنۍ ژبه
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي [۳][۲۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګهد متحده ایالاتو سیاسي نظام   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداريد امریکا متحده ایالات   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
برخه
مقام
جګړه/جګړېلومړنۍ نړېواله جګړه ،  ودويمه نړېواله جګړه [۲۳]،  ود کوريا جګړه ،  وسړه جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ډوایټ ډیویډ ایزنهاور
ډوایټ ډیویډ ایزنهاور

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ایزنهاور د ټیکساس ایالت په ډینیسن سیمه کې زېږېدلی او د کنساس ایالت  په ابیلین سیمه  کې په یوه الماني نسبه کورنۍ کې رالوی شوی. د هغه کورنۍ د مذهبي تندلارۍ مخینه لرله، خو ایزنهاور تر۱۹۵۲ز کال پورې له کومې کلیسا سره تړاو نه درلود. ایزنهاور په ​​۱۹۱۵ز کال کې له ویسټ پوینټ نه فارغ شو او وروسته یې له مامي داود سره واده وکړ، چې له هغې نه یې دوه زامن هم وزېږېدل. د لومړۍ نړیوالې جګړې په لړ کې، په ​​اروپا کې د نوموړي د خدمت کولوغوښتنه رد شوه او د یوې قطعې قومانده یې پر غاړه واخیسته، چې د ټانکونو کارونې لپاره یې خلک روزل. ایزنهاور په ۱۹۴۱ز کال کې له بېلابېلو جنرالانو سره دندې تر سره کړې او په دې توګه یې د برید جنرالۍ رتبه هم ترلاسه کړه. دویم نړیوال جنګ ته د متحده ایالاتو له ننوتلو وروسته، ایزنهاور د شمالي افریقا او سیسلي د بریدونوقومانده پر غاړه درلوده. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته هغه د پوځ د لوی درستیز په توګه (۱۹۴۵ز-۱۹۴۸ز)، د کولمبیا پوهنتون د رییس په توګه (۱۹۴۸ز-۱۹۵۳ز) او د ناټو د لومړي ستر قوماندان په توګه (۱۹۵۱ز-۱۹۵۲ز) هم دندې تر سره کړې ده.

په ۱۹۵۲ز کال کې ایزنهاور د جمهوري غوښتونکو له ګوند نه په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخیسته اوغوښتل یې د سناتوررابرټ ای ټافت د انزوا کوونکې بهرنۍ تګلارې مخه ونیسي. د یادونې وړ ده چې سناتوررابرټ ای ټافت د ناټو مخالفت کاوه او نه یې غوښتل چې امریکا کومه بهرنۍ ښکېلتیا ولري. ایزنهاور دغه ټاکنې او د ۱۹۵۶ز کال ټاکنې په لوی توپیر وګټلې او دواړه ځلې یې دویم اډلای سټیونسن ته ماتې ورکړه. د ولسمشرۍ  پر مهال د ایزنهاور اصلي موخې د کمونیزم د خپراوي مهارول او د فدرالي کسر کمول یاد شوي دي. په ۱۹۵۳ز کال کې هغه د کوریا د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اټومي وسلو په کارولو فکر کاوه او غوښتل یې په دي توګه چین ته هم د اټومي برید ګواښ وکړي که چېرې د اوربند خبرې ژر نتیجې ته ونه رسېږي. چین موافقه وکړه او په یو اوربند سره صلاح شول چې عملي بڼه یې هم واخیسته. هغه د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د هري ایس ټرومن هغې تګلارې ته دوام ورکړ، چې تایوان د چین د مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژني او د فورموسا پر پریکړه لیک یې د کانګرس تصویب هم ترلاسه کړ. د هغه ادارې د اندوچینا په لومړۍ جګړه کې د فرانسې په ګټه د ویتنامي کمونیسټانو سره د مبارزې لپاره ډېرې مرستې وکړې او د فرانسې له وتلو وروسته یې د جنوبي ویتنام د نوي دولت قوي مالي ملاتړ وکړ.

هغه په ​​ایران او ګواتیمالا کې د رژیم بدلونې لپاره د هغې پوځي کودتا ملاتړ وکړ، چې د هغه د ولسمشرۍ پر مهال تنظیم شوې وه. د ۱۹۵۶ز کال د سویز کړکېچ په لړ کې هغه په ​​مصر باندې د اسرائیلو، بریټانویانو او فرانسویانو یرغل وغانده او هغوی یې وتلو ته اړ کړل. نوموړي د ۱۹۵۶ز کال د هنګري د انقلاب پر مهال د شوروي یرغل وغانده خو د دغه انقلاب پر وړاندې یې هېڅ اقدام ونه کړ. وروسته له هغه چې شوروي اتحاد په ۱۹۵۷ز کال کې سپوږمکۍ فضا ته واستوله، ایزنهاور د ناسا د جوړولو اجازه ورکړه، چې د فضايي سیالۍ لامل شو. هغه د ۱۹۵۸ز کال د لبنان د کړکېچ پر مهال ۱۵۰۰۰عسکر دغه هېواد ته واستول. کله چې د متحده ایالاتو یوه جاسوسي الوتکه د شوروي اتحاد په خاوره کې وویشتل شوه، ایزنهاور د خپلې ولسمشرۍ په پای کې له شوروي سره په خبرو اترو کې پاتې راغی . هغه د (Bay of Pigs Invasion)عملیات تصویب کړ کوم، چې جان ایف کینیډي ته د ترسره کولو لپاره پرېښودل شوی و.

د هغه ترټولو لویه برنامه د ایالتونو تر منځ د لویو لارو سیسټم و. د ایزنهاور په ​​دواړو دورو کې په ۱۹۵۸ز کال کې له یوه کوچني کساد پرته بې ساري اقتصادي سوکالي ولیدل شوه. ملت ته یې په خپلې مخه ښه وینا کې؛ د پراخو پوځي لګښتونو، په ځانګړې توګه د کسري لګښتونو او خصوصي پوځي شرکتونو ته د دولتي قراردادونو د خطرونو په اړه اندېښنهڅرګنده کړه. د هغه د ولسمشرۍ تاریخي ارزونې ته په کتو نوموړی د امریکا د قوي ولسمشرانو په ردیف کې راځي.

د ډوایټ ډي ایزنهاور ولسمشري (۱۹۵۳ز کال نه تر ۱۹۶۱ز کال پورې)

ایزنهاور د لوړې مراسمو نه دمخه په پیرل هاربر کې د مشاورینو یوې غونډې ته د خبرو پر مهال مهمو مسایلو ته اشاره وکړه او د بودیجې پر توازن، د کوریا جګړې پای ته رسونې، د اټومي مخنیوي له لارې د حیاتي ګټو دفاع او د نرخونو او معاشونو کنټرول د نوموړي د ولسمشرۍ بنسټیزې موخې وټاکل شوې. هغه د ۱۹۵۲ز کال په وروستیو کې د کابینې لومړۍ غونډه ترسره کړه او په دغه غونډه کې یې د کمونستې روسیې ضد تګلارې په ډاګه کړې، همدارنګه د هغه پرانستونکې وینا بهرنۍ تګلارې، بهرنۍ سوداګرۍ او ملګرو ملتونو ته د ژمنتیا لپاره ځانګړې شوې وه. [۲۵][۲۶][۲۷]

ایزنهاور د نورو پخواني ولسمشرانو په پرتله له مطبوعاتي کنفرانسونو نه ډېره ګټه پورته کړه او د خپلو دوو دورو په لړ کې یې نږدې ۲۰۰مطبوعاتي کنفرانسونه ترسره کړل. هغه له مطبوعاتو سره د ښو اړیکو په ګټه پوهېده او دا یې د امریکا له خلکو سره د نېغو اړیکو ټینګولو او پاللو وسیله ګڼله.[۲۸][۲۹][۳۰]

ایزنهاور په پیل کې یوازې د یوې مودې لپاره د ولسمشر کېدو پلان درلود، خو وروسته یې وویل که چېرې مخکښ جمهوري غوښتونکي وغواړي، هغه به بیا په ولسمشرۍ ټاکنو کې برخه واخلي. ایزنهاور د ۱۹۵۵ز  کال د سپټمبر په وروستیو کې د زړه له حملې نه روغ ووت. نوموړي د جمهوري غوښتونکو د احتمالي کاندیدانو د ارزولو لپاره له خپلو نږدې سلاکارانو سره مشوره وکړه او دې پایلې ته ورسېد چې د ۱۹۵۶ز کال په فبروري کې په ولسمشریزو ټاکنو کې بیا برخه اخلي.[۳۱][۳۲]

ایزنهاور په ښګاره توګه د مرستیال په توګه د نیکسون له ټاکلو خوښ نه و، دا ځکه چې د نوموړي د زړه ناروغۍ ته په کتلوسره دا مسئله مهمه وه. هغه ​​شخصاً د رابرټ بيانډرسن، چې یو ډیموکرات و د مرستیال په توګه ملاتړ وکړ، خو هغه دا وړاندیز رد کړ، نو ایزنهاور پریکړه وکړه، چې دغه موضوع د ګوند واک ته پرېږدي.[۳۳][۳۴]

د ۱۹۵۶ز کال په ولسمشریزو ټاکنو  کې ایزنهاور، بیا له اډیلا سټیونسن سره سیالۍ ته ووت، چې د ۵۳۱ ټاکنیزو رایو نه د ۴۵۷رایو په ترلاسه کولوسره یې ټاکنې وګټلې او بیا ځلې ولسمشر شو. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

سرچینې