ډیجیټل پولي واحد

ډیجیټل پولي واحد (ډیجیټل پیسې، رقمي پیسې یا رقمي پولي واحد) هغه پولي واحد، پیسې یا پیسو ته ورته شتمني ده چې تر ډېره د ډیجیټل کمپیوټري سیسټم په ځانګړې توګه د انټرنټ په مرسته مدیریت کېږي او یا هم زیرمه یا تبادله کېږي. په ډیجیټل پولي واحدونو کې ډیجیټل پیسې، مجازي پیسې او د مرکزي بانکو ډیجیټل پولي واحدونه شاملېږي. ډیجیټل پولي واحدونه کېدای شي په انټرنټ کې د ویشل شوي ډاټابیس او یا د بانک یا یوې کمپنۍ له خوا د مرکزي برېښنايي کمپیوټري ډاتابیس په مرسته په ډیجیټل فایلونو یا حتی یو ارزښت لرونکي کارت کې زخیره شي.[۱]

ډیجیټل پولي واحدونه د سنتي پیسو په څېر مشابه خواص لري، خو د دغو پر خلاف د چاپي لوټ یا ضرب شوې سکې په ډول فزیکي شتون نه لري. د فزیکي شکل نه شتون والی یې د انټرنټ په مرسته د چټکې راکړې ورکړې زمینه برابروي او د لوټ او سکو د وېش اړوند لګښتونه له منځه وړي. په معمول ډول ډیجیټال پولي واحدونه د دولتي بنسټونو له خوا نه صادرېږي او همدارنګه دغه مجازي پیسې د قانوني پیسو په توګه په پام کې نه نیول کېږي او له دولتي پولو بهرد هغو د انتقال امکان شتون لري.[۲]

دغه ډول پیسې کېدای شي، دتوکو یا فزیکي خدمتونو د پېرلو لپاره وکارول شي، خو کېدای شي په یو شمېر ځانګړو ټولنو لکه په آنلاین لوبو کې یې ګټنه محدوده شي. [۳]

ډیجیټل پیسې کېدای شي متمرکزې وي، چېرې چې د پیسو په عرضه کولو باندې د یوې مرکزي نقطې کنټرول شتون لري (د بېلګې په توګه: یو بانک) یا هم غیر متمرکزې وي، هلته چې د پیسو د عرضې اړوند کنټرول له وړاندې ټاکل شوی او یا هم په دیموکراتیکه بڼه پر هغو هوکړه شوې وي.

د دولتونو له خوا د دغو پیسو منل کېدل

له ۲۰۱۶ زکال راهیسې له ۲۴ څخه زیاتو هېوادونو کې د ویشل شوي لیچر د ټکنالوژۍ په برخه کې له ۱.۴ میلیارده ډالرو ډېره پانګونه شوې. له دې سربېره له ۹۰ مرکزي بانکونو څخه زیات د ویشل شوي لیچر اړوند بحثونه کړي چې په کې د صادرو شوو ډیجیټل پولي واحدونو مفهوم هم شاملېږي. [۴]

  • د هانګ کانګ د اوختوپوس کارت سیسټم: دغه سیسټم په ۱۹۹۷ زکال کې له عمومي ټرانسپورټ څخه د ګټنې په موخه د برېښنايي بکس په توګه رامنځته شو، چې له تماس پرته د ځیرکو کارتونو د کارولو تر ټولو بریالی او مخکښ سیسټم و او د عمومي لېږد رالېږد/ټرانسپورټ سیسټم په برخه کې ترې ګټنه کېدله. یوازې د ۵ کلونو په تېرېدو سره د اوختوپوس  ۲۵ سلنه راکړې ورکړې ټرانزیټ ته اړوندې نه وې او له ۱۶۰ زیاتو سوداګرو هغه د خپلو راکړو ورکړو په موخه منلی و. [۵]
  • په لندن کې د ترانسپورټ د اویسټر کارت سیسټم: اویسټر پلاستیکي ځیرک کارت دی چې کولای شي pay-as-you-go کریدیت، مسافرتي کارتونه او همدارنګه د بس او تراموا فصلي ټکټونه وساتي. له یو اویسټر کارت څخه په ګټنې کېدلای شي په بس، مترو، تراموا، DLR، برېښنايي بسونو او د وسپنۍ د پټلۍ د ډېری خدمتونو په برخه کې ګټنه وشي. [۶]
  • د جاپان FeliCa: له تماس پرته هغه ځیرک RFID کارت دی چې د مختلفو لارو چارو لکه د عمومي ټرانسپورت د ټکټ اخیستو، برېښنايي پیسو او د کور د کلي په توګه ترې ګټنه وشي. [۷]
  • د هالنډ Chipknip: په هالنډ کې د برېښنايي پیسو هغه سیسټم دی چې د هالنډي بانکونو ټول ارزښتمن کارتونه د هغو د اتومات صرافۍ ماشینونو په کارولو سره چارج کېدلای شي. هغه کسان چې بانکي حساب نه لري کولای شي د Chipknip له وړاندې ادا کېدوني کارتونه د هالنډ په بېلابېلو ځایونو کې وپېري. د ۲۰۱۵ زکال د جنوري له لومړۍ نېټې وروسته د Chipknip په واسطه نور تادیات نه کېږي. [۸]
  • د بلجیم پروټون: په بلجیم کې د برېښنايي پیسو سیسټم دی. دغه سیسټم د ۱۹۹۵ زکال په فبروري میاشت کې په کوچنیو معاملاتو کې د نغدو پیسو د کارولو پر ځای معرفي شو. دغه سیسټم د ۲۰۱۴ زکال د ډسمبر په ۳۱ مه نېټه وتړل شو. [۹]

د ۲۰۱۸ زکال په مارچ میاشت کې مارشال ټاپوګان لومړنی هېواد و چې خپله کریپټوکرنسي یې وړاندې کړه او هغه یې د قانوني پولي واحد په توګه تائید کړه. دغه پولي واحد ته یې "sovereign" ویل.[۱۰]

د امریکا متحده ایالات

د متحده ایالاتو د توکو د راتلونکې سوداګرۍ د کمیسیون لارښود

د متحده ایالاتو د توکو د راتلونکې سوداګرۍ کمیسیون (Commodity Futures Trading Commission یا CFTC) څرګنده کړې چې په ۲۰۱۵ زکال کې مجازي پیسې د توکو په توګه تعریف شوې دي. CFTC پانګوالو ته د مجازي پیسو په برخه کې د پورته یوسه او وه یې پېره (pump and dump) چلوټۍ اړوند خبرداری ورکړی.[۱۱][۱۲]

د متحده ایالاتو د داخلي عواید د خدمتونو لارښود

د متحده ایالاتو د داخلي عواید خدمتونو (US Internal Revenue Service یا IRS) په خپل 2014-21 ګڼه یاددښت کې هر ډول مجازي پیسې، کریپټوکرنسي او ډیجیټل پیسې د مالکیت په توګه تعریف کړې او د هغو په ګټه او تاوان کې یې د مالکیت د سټنډرډ سیاستونو له مخې مالیات شامل بللي. [۱۳]

د متحده ایالاتو د خزانه دارۍ لارښود

د ۲۰۱۳ زکال د مارچ په ۲۰ مه نېټه د مالي جرایمو څخه د مخنیوي کمېټې د هغو کسانو اړوند چې مجازي پیسې جوړوي، تبادله کوي او یا یې هم لېږدوي؛ د متحده ایالاتو د بانکي اسرارو د قانون له مخې وضاحت وړاندې کړ. [۱۴]

د متحده ایالاتو د بورس او قیمت لرونکو پاڼو د کمیسیون لارښود

د ۲۰۱۴ زکال په مۍ میاشت کې د متحده ایالاتو د بورس او قیمت لرونکو پاڼو کمیسیون د «بیټ کوین او نورو مجازي پیسو د ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ».[۱۵][۱۶]

د نیویارک ایالتي مقررات

د ۲۰۱۴ زکال په جولای میاشت کې د نیویارک د ایالتي ادارې د مالي خدمتونو څانګې تر نن ورځې پورې د مجازي پیسو اړوند د جامع مقرراتو وړاندیز وکړ چې په معمول ډول د بیټ لایسنس (BitLicense) په نامه یادېږي. د دغو مقراراتو ټاکلو په موخه یې د ۲۰۱۴ زکال د اکتوبر تر ۲۱ مې نیټې پورې د بیټ کوین د ملاتړو او مالي بنسټونو عامه څرګندونې او تبصرې راغونډې کړې وې. دغه وړاندیز د NY DF له خوا په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وړاندې شو چې «له دغو پیسو څخه یې د کار اخیستونکو ترمنځ د تعادل د خوندیتوب او د غیرقانوني چارو څخه د مخنیوي په برخه کې مرسته کوله». دغه وړاندیز د کوچنیو شرکتونو له خوا د جوړو شوو بنسټونو څخه د ملاتړ په موخه له کلکو نیوکو سره مخ شو او د بیټ کوین چیني صرافیو شکایت وکړ چې دغه قوانین « له متحده ایالتو څخه بهر د هغو د ګټې اخیستنې له مخې له حده زیات پراخ دي». [۱۷]

کاناډا

د کاناډا بانک د بلاکي زنځیر په اډانه کې د خپل ډیجیټل پولي واحد د جوړولو شونتیا ارزولې د کاناډا بانک د هېواد له پنځو نورو لویو بانکونو او د زنځیروي بلاک له R3 شرکت سره په سلا مشورې د هغه څه په برخه کې مرسته کړې چې د Jasper پروژې په نوم پېژندل کېږي. په ۲۰۱۶ زکال کې مرکزي بانک ایتوریم ته په ورته بلاکي زنځیر کې خپله CAD-Coins صادره کړه. بانکونو د ورځې په پای کې CAD-Coins  ته د خپلو پیسو په تبادلې سره د خپلو اصلي حسابونو تصفیه کوله. [۱۸][۱۹]

ډنمارک

د ډنمارک دولت وړاندیز وکړ چې پرچون پلورونکو ته د نغدو پیسو د ورکړې د سیسټم د پای ته رسولو په موخه د خپل هېواد اقتصاد «له نغدو پرته» اقتصاد ته نږدې کړي. د ډنمارک د سوداګرۍ خونې هم له دغې پرېکړې ملاتړ وکړ. نږدې یو په دریمه ډنمارکي وګړي له MobilePay ګټنه کوي، هغه چې په ځیرکو ټلیفونونو کې د پیسو د راکړې ورکړې اپلیکشن دی. [۲۰][۲۱]

ایکواډور

د ایکوادور د ملي شورا له خوا تصویب شوي قانون دولت ته اجازه ورکړه، څو تادیات د برېښنايي پیسو په مرسته ترسره کړي او د یو ملي ډیجیتل پولي واحد د جوړولو وړاندیز یې وکړ. د دغه هېواد ملي شورا د یوې اعلامیې په ترڅ کې څرګنده کړه چې: «بریښنايي پیسې اقتصاد په خوځښت راوړي او ډېر هغه ایکواډوري وګړي جلب کوي چې په یوازې توګه د چک حساب، پس انداز حساب او یا هم اعتباري کارتونه نه لري. د دغو برېښنايي پیسو ملاتړ د اکواډور د مرکزي بانک د شتمنۍ له خوا کېږي». د ۲۰۱۵ زکال په ډسمبر میاشت کې د برېښنایي پیسو سیسټم («Sistema de Dinero Electrónico») رامنځته شو او السلوادور لومړنی هېواد شو چې د پیسو دولتي برېښنايي ورکړه یې پیل کړه.[۲۲][۲۳]

السلواډور

د ۲۰۲۱ زکال د جون په ۹ مه نېټه د السلواډور د قانون جوړوونکې شورا په پرېکړې سره السلواډور لومړنی هېواد شو، چې بیټ کوین یې د قانوني کرنسۍ په توګه طبقه بندي کړه. د دغې پرېکړې له تائید ۹۰ ورځې وروسته هره سوداګري مکلفه وه چې بیټ کوین د توکو یا خدماتو لپاره د قانوني پیسو په توګه ومني، یوازې له داسې حالت پرته چې وه نشي کولای د لېږد په موخه ټکنالوژیکي اړتیاوې پوره کړي. [۲۴]

هالنډ

د هالنډ مرکزي بانک د بلاکي ځنځیر پر مټ د "DNBCoin" په نامه د مجازي پولي واحد په ارزونې بوخت دی. [۲۵][۲۶]

سرچينې