ژینو

ژینو (په فرانسوي: جینو یا ژینو) په سویس کې (له زوریخ وروسته) او له رومانډي ورسته، چې د سویس یوه فرانسوي ژبې برخه ده، دوهم ترټولو نفوس لرونکی ښار دی. دا ښار چې د هېواد په سوېل لوېدیځ کې پروت دی، چېرې چې د رون سیند د ژینو جهيل ته وځي، د سویس جمهوریت پلازمینه او د ژینو ولایت مرکز دی. [۱]

د ژینو ښار (ville de Genève) په ۲۰۱۹ کال کې (د جنوري د اټکل پر بنسټ) په خپل ۱۶ کیلومتر مربع (۶ مایل مربع) کم ښاري مساحت  کې ۲۰۱۸۱۸ کسه نفوس درلود خو (د ۲۰۱۹ کال د جنوري د اټکل له مخې) په ولایتي کچه (ښار او دسویس نږدې نیمه ښاري سیمې او له ښار بهر سیمې) په څه د پاسه ۲۴۶ کیلومتر مربع (۹۵ مایل مربع) سیمه کې یې ۴۹۹۴۸۰ نفره نفوس نفوس درلود. همدارنګه په واډ او د ژینو ښاري سیمو د پولو په اوږدو کې د آین او هاوټ-ساوی په فرانسوي اداري سیمو کې لکه څنګه چې په رسمي ډول د اروپا د احصایوي اداري له خوا تعریف شوې، چې له ۲۲۹۲ کیلومتر مربع (۸۵۵ مایل مربع) څخه پراخه ده، د ۲۰۱۹ کال په جنوري میاشت کې (د سویس د اټکلونه او فرانسوي سرشمېرنې پر بنسټ) یې ۱۰۳۲۷۵۰ نفره نفوس درلود.  [۲][۳][۴][۵][۶]

د ۲۰۱۳ کال راهیسې، د ژینو ولایت، د نیون ولسوالۍ (د وا‌ډ په ولایت کې)، او د the Pôle métropolitain du Genevois français  (چې معنی یې "د فرانسې د ژینو د خاورې د ښاري سیمې مرکز" ده)، او د اتو فرانسوي بین-شوراګانو فدراسیون دی، لویه ژینو را منځ ته کړې ده، چې له ملي پولو هاخوا د سیمه ییزې همکارۍ ډله ده (په فرانسوي کې د GLCT په نوم یادېږې، او د سویس په قانون کې یو عامه اداره ګڼل کېږي) او د جنیوا د پولې هاخوا په ښاري سیمه کې (په ځانګړې توګه د ښاري ټرانسپورټ) د همکارۍ د تنظیم مسؤلیت په غاړه لري. د لویې ژینو GLCT له ۱۹۹۶ کیلومتر مربع (۷۷۱ مایل مربع) څخه زیات مساحت لري او (د سویس د اټکلونو او د فرانسوي سرشمېرنې پر بنسټ) یې  په د ۲۰۱۹ کال په جنوري کې ۱۰۲۵۳۱۶ نفره نفوس درلود، چې له ډلې یې ۸۵.۵ سلنه د سویس په خاوره کې ژوند کوي او ۴۱.۵ سلنه یې د فرانسې په خاوره کې اوسېږي.  [۷][۸][۹]

ژینو د ډېرو نړیوالو سازمانونو د شتون له امله، د ملګرو ملتونو د زیاتره ادارو د مرکزي دفترونو او سره صلیب په ګډون، یو نړیوال ښار، مالي مرکز او د نړۍ په کچه د ډیپلوماسۍ مرکز دی. ژینو په نړۍ کې د ډېرو نړیوالو سازمانونو کوربه دی. همدارنګه هغه ځای دی چې د جنیوا کنوانسیونونه په کې لاسلیک شوي، چې زیاتره یې د جګړې پر مهال د غیر نظامي وګړو او د جنګي بندیانو سره د چلند په اړه دي. د نورو ښارونو په څېر، لکه د نیویارک ښار (چې د ملګرو ملتونو د نړیوالو دفترونو مرکز دی)، بازل (چې د نړیوالو تادیاتو بانک په کې دی)، او سټراسبورګ (چې د اروپا شورا د فتر په کې ځای لري)، ژینو هم داسې یو ښار دی چې دېرو مهمو نړیوالو سازمانونو د مرکزي دفترونو د مرکز په توګه کار کوي، پرته له دې چې د کوم هېواد پلازمېنه وي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په ۲۰۲۱ کال کې، ژینو د نړیوالو مالي مرکزونو د شاخص له لوري د رقابت په برخه کې د نړۍ د نهم مهم مالي مرکز په توګه راغئ، په اروپا کې یې له لندن، زوریخ، فرانکفورت او لوګزامبورګ وروسته یې پنځم ځای خپل کړ. په ۲۰۱۹ کال کې، ژینو د زوریخ او بازل سره په ګډه، د مرسر له خوا په نړۍ کې د ژوند کولو لپاره د لسو غوره ښارونو په نوملړ کې راغئ. نوموړی ښار د نړۍ تر ټولو متراکم ښار او د "سولې د پلازمینې" په توګه وپېژندل شو. په ۲۰۱۹ کال کې، میرسر ژینو په نړۍ کې د دیارلسم ترټولو ګران ښار په توګه درجه بندي کړ. په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ د ښارونو د یو بي اس په ډلبندۍ کې، ژینو د ناخالص عاید په برخه کې لومړی، دویم تر ټولو ګران، او د پیرود د ځواک په برخه کې یې څلورم ځای خپل کړ. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

نوم

دا ښار په لاتیني متنونو کې د سیزاز له خوا د Genava په املا راغلی، چې ښایي د سلتیک genawa دgenu-  ریښې څخه اخیستل شوی او د ( د زانو خم، یا زنګون) په معنې دی چې مفهوم یې کوږ شوی سیند یا د سیند پای دی. دا ريښه پېژندنه د ايټاليا د بندري ښار جينوا سره ریښه لري. [۲۲][۲۳]

د منځنیو پېړیو په لاتین ژبه کې د منځنیو پېړیو د ژینو ښار د pagus major Genevensis  یا Comitatus Genevensis (Gebennensis) په نوم هم یادېده. له ۱۴۰۰ کال څخه وروسته د ساووی د ژینو ولایت شو (که څه هم د ژینو د روحاني د څوکۍ تر اصلاحاتو پورې یې د یو ښار ځانګړیا ترلاسه نکړه). [۲۴]

تاریخچه

کله چې رومیانو دا ښار په ۱۲۱ کال مخکې له میلاد نه ونیو، جنیوا د الوبروګ قبیلې سرحدي ښارګوټی و، چې د هیلویټي قبیلې په وړاندې سنګر و. د روم سترواکۍ په وروستیو کې عیسوی شو، او په پنځمه پېړۍ کې یې د روحاني مقام د لومړي ځل لپاره ترلاسه کړ چې له هغه وړاندې په څلورمه پېړۍ کې د ویانا د روحاني تر واک لاندې و.  [۲۵]

په منځنیو پېړیو کې، ژینو د ۱۴مې پېړۍ تر وروستیو پورې د سپېڅلي روم تر سترواکۍ لاندې د یو اشرفي تر واک لاندې و. په دې وخت کې نوموړي ښار ته یو منشور ورکړل شو چې د خپل اختیاره حکومت مقام ورکړل شو. دا وخت، د ساووی کورنۍ لږ تر لږه ظاهراً د ښار واکمنۍ ته راغله. په ۱۵مه پېړۍ کې، د یوې لویې شورا په جوړېدو یو الیګارشي جمهوریتي حکومت راڅرګند شو. د شپاړسمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې، پروتستانت اصلاحات ښار ته را ورسېدل او د دیني کړکېچ لامل شو، چې په ترڅ کې یې د ساووی واکمني ړنګه شوه او ژینو ځان د سویس کنفدراسیون سره متحد کړ. په ۱۵۴۱ کال کې، د پروتستانت پالنې له ودې سره سم، پروتستانت اصلاح کونکی او د کالوینیزم پلوی جان کالوین، د ښار روحاني مشر شو او د ژینو جمهوریت یې تاسیس کړ. په ۱۸مه پېړۍ کې، ژینو د کاتولیک فرانسې تر نفوذ لاندې راغی، چې دا ښار یې خپل وکڼه. فرانسې د عامو وګړو سره تل په شخړو کې وه چې دې کار د ۱۷۸۲ کال د ژینو د ناکام انقلاب هڅې را پورته کړې. دا هغه هڅه وه چې غوښتل یې په حکومت کې د منځلارو کسانو لپاره استازیتوب وګټي. په ۱۷۹۸ کال کې، انقلابي فرانسه د ډایرکتوري (د فرانسې د لومړي جموریت پنځه کسیزه کمېټه) تر واک لاندې ژینو خپله ضمیمه کړ. د ناپلیوني جګړو په پای کې، د ۱۸۱۴ کال د جون په لومړۍ نېټه، ژینو د سویس کنفدراسیون سره یوځای شو. په ۱۹۰۷ کال کې، د کلیسا او دولت جلاتوب تصویب شول. جنیوا په نولسمه او شلمه پېړۍ کې وده وکړه او د ډېرو نړیوالو سازمانونو مرکز شو.[۲۶]

سرچينې