ښوونیزه فلسفه

ښوونیزه فلسفه د منځنیو پېړیو یو فلسفي مکتب و چې د فلسفي شننې له نیوکه کوونکې تګلاره یې کار اخیسته او د لاتینې کاتوکلیک خدای پرستۍ پر زدکړو یې خپل بحث را ټول کړی و چې په اروپا کې یې له ۱۱۰۰ څخه تر ۱۷۰۰ کلونو پورې د منځنیو پېړیو د پوهنتونو پر زدکړو یې تسلط درلود. دې مکتب د مسیحي رهباني له ښوونځیو څخه سرچینه اخیسته چې د پخوانیو اروپایي پوهنتونو د بنسټ په توګه ګڼل کېږي. د ښوونیزې فلسفي را منځته کېدل له دې ښوونځیو سره نږدې تړاو درلود چې په ایټالیا، فرانسه، هسپانیه او انګلستان کې یې وده وکړه. [۱][۲]

ښوونیزه فلسفه د یوې ښوونیزې تګلارې په څېر ډېره د یوې فلسفې یا خدای پېژندنې تګلارې په توګه نه وه، لکه څنګه چې په دیالیکتیت (مناظره) استدلال ډېر ټینګار کېده ترڅو د استنباط له لارې پوهه پراخه او تناقص حل کړي. په ټولګې او لیکنو کې ډېری د څرګنده مناظرې بڼه اخلي؛ یعنې له دود څخه یوه موضوع د پوښتنې په ډول راوړل کېږي او مخالف ځوابونه ورکول کېږي، موافق ځوابونه تر استدلال لاندې نیول کېږي او مخالف استدلالونه یې په ځواب کې وړاندې کېږي. په سخت درېځه دیالیکتیکې تګلارې د ټینګار له امله، ښوونیزه فلسفه همدارنګه د زدکړو په نورو برخو کې هم وکارول شوه. [۳][۴]

ښوونیزه فلسفه د یوه پروګرام په توګه د منځنۍ پېړۍ د عیسوي مفکرینو له خوا د همغږي کوونکې هڅې په توګه پیل شوه، ترڅو د دوی د خپل دود بېلابېل چارواکي همغږي کړي او له کلاسیکې او له وروستۍ لرغوني فلسفې، په ځانګړي توګه د ارسطو او نوي افلاطونې فلسفي سره د مسیحي الهیاتو پخلاینه وکړي.[۵]

د ښوونیزې فلسفي ځينې مهمې څېرې د کانتربیري اوسېدونکی انسیلم (د ښوونیزې فلسفي پلار)، پیتر ابیلارد، د هیلز اوسېدونکی سکندر، البیرتوس مګنوس، دونز کاتس، د اوکام اوسېدونکی ویلیام، بوناوینچر او توماس اکویناس دي. د ۱۹۶۵ – ۱۲۷۴ز کلونو تر منځ د اکویناس Summa Theologica لوی اثر (د خدای پېژندنې په اړه د بشري پوهې اثار) د منځنۍ پيړیو، ښوونیزې او مسیحي فلسفو اوج ګڼل کېږي؛ او هغه وخت پیل شوه چې اکویناس د روم د سانتا بینا کلیسا په ولایتی شورا کې د مرشد غړي په توګه کار کولو او د سینت توماس اکویناس د پونټیفیکل پوهنتون مخکښ ګنل کېږي. د ښوونیزې فلسفه په دود کې او همدارنګه د لوتران  او اصلاح شوو مفکرینو تر منځ، ترټولو مهم کار د اکویناس په دوره کې تر سره شوي دي، د بېلګې په توګه د فرانسیسکو سواریز، لویز دی مولینا له خوا. [۶][۷]

رېښه پېژندنه

د "scholastic" او "scholasticism" اصطلاحات د scholasticus له لاتیني کلیمې څخه اخستل شوي چې د یوناني کلیمې σχολαστικός (scholastikos) څخه لاتین ته اړول شوي دي چې له σχολή (scholē)، "school" (ښوونځي) څخه اخیستل شوی صفت دی. Scholasticus ښوونځي ته د اړوند په معنی دی. Scholastics نږدې ټول د «ښوونځي کسان» و.[۸]

تاریخچه

د مسیحي ښوونیزې فلسفې بنسټ د بویتیوس له خوا د هغه د منطقي او خدای پېژندونکو مقالو له لارې کېښودل شو او دې فلسفې ته وروستي بنسټ اېښودونکي (او بیا ملګري) اسلامي علم الکلام، چې تحت الفظي معنی یې "د وینا علم" او یهودي فلسفه، په ځانګړې توګه یهودي کلام وو. [۹][۱۰][۱۱]

پخوانۍ ښوونیزه فلسفه

په لوېدیځ کې د زده کړې لومړۍ بنسټیزه بیاکتنه د منځنیو پېړیو په لومړیو کې له کارولینجې رنسانس سره را منځ ته شو. شارلمان، د پیزا د اوسېدونکي پیټر او د یارک د اوسېدونکي الکوین په مشوره، د انګلستان او ایرلینډ پوهان را جذب کړل. په ۷۸۷ میلادي کال کې د یو فرمان پر بنسټ، هغه د خپلې سترواکۍ په هره کلیسا کې ښوونځي جوړ کړل. دا ښوونځي چې له هغې څخه د ښوونیزې فلسفې (scholasticism) نوم اخیستل شوی، د منځنیو پېړیو د زده کړې مرکزونه وګرځېدل. [۱۲]

د دې دورې په ترڅ کې، د لرغوني یونان پوهه په لویدیځ کې پرته له ایرلنډ څخه، چې د هغې تدریس او کارول په لویه کچه په رهباني ښوونځیو کې پراخه شوې وه، کم رنګه شوه. ایرلنډي پوهانو د فرانک په محکمه کې پراخ شتون درلود، چې د خپلو زده کړو له امله مشهور وو. د دوی په منځ کې جانز سکاتوس ایریوګینا (۸۱۵-۸۷۷) و، چې د ښوونیزې فلسفې له بنسټ ایښودونکو څخه دی. اریګینا د لومړۍ رهباني دورې ترټولو مشهور ایرلنډي روڼ اندی او د اصليت له اړخه یو غوره فیلسوف و. هغه د یوناني ژبې سره ډېر بلدیت درلود او ډېری اثار یې لاتین ته ژباړلي دي، چې د کاپادوشي پلرونو او د یوناني پوهې دودونو ته یې د لاسرسي لرلو لار هواره کړه.  [۱۳][۱۴][۱۵]

د ښوونیزې فلسفې نور درې بنسټ ایښودونکي د یوولسمې پیړۍ پوهان پیټر ابیلارډ، د کانتربیري اوسېدونکی قاعد اعظم لانفرانک او د کانتربري اوسېدونکی قاعد اعظم انسلم وو.

دا دوره د ډېری یوناني آثارو د 'بیا کشف' شاهده وه چې په لاتیني لویدیځ کې له منځه تللي وو. د لسمې پېړۍ په پیل کې، په هسپانیه کې پوهانو د ژباړل شويو آثارو په راټولولو پیل وکړ او د دې پېړۍ په وروستۍ نیمه کې یې د اروپا پاتې برخو ته خپرول پیل کړل. په دولسمه پېړۍ کې د اندلس له بېرته نیولو وروسته د عیسوي پوهانو لاره هسپانیا ته نوره هم پرانیستل شوه او کله چې دا اروپایان له اسلامي فلسفې سره مخ شول، نو د ریاضي او ستورپوهنې په برخه کې یې د عربو د پوهې یو لوی ګنج پرانیستلو. پوهانو لکه د بات اوسېدونکی ادیلارډ هسپانیا او سیسلي ته سفر وکړ، چې د ستورپوهنې او ریاضیاتو، د اقلیدیس د اصولو د لومړۍ او بشپړې ژباړې په ګډون، اثار یې لاتین ته و ژباړل. [۱۶][۱۷]

په همدې وخت کې، د لاون اوسېدونکی انسلم په مقدسو کتابونو د حاشیه لیکنې ترتیب سیستماتیک کړ، چې د ابیلارډ په آثارو کې د دیالیکټیک (د منځنۍ پېړۍ ترویویم یا دریو خپلواکه هنرونو د بحث موضوع) د را پورته کېدو په تسلط سره تعقیب شو. پیټر لومبارد د کلیسا د مشرانو او نورو چارواکو د ویناوو یا نظرونو یوه ټولګه ترتیب کړه.[۱۸]

سرچینۍ