کلئوپاترا

کلئوپاترا اوومه تیا فیلوپاترا (په یوناني: Κλεοπάτρα Θεά Φιλοπάτωρ تحت الفظي ژباړه یې کلئوپاترا «له پلار سره مینه کوونکې الهه»؛ زوکړه له میلاد څخه ۶۰/۷۰ کاله مخکې – مړینه له ميلاد څخه ۳۰ کاله مخکې د اګست په لسمه) له میلا څخه مخکې له ۵۱ -۳۰ کال پورې د مصر د بطلیموسي پاچاهۍ ملکه او وروستۍ فعاله واکمنه وه. هغه د بطلیموسي کورنۍ له غړو او د بطلیموس د بنسټ ایښودونکي لومړي سوتر له لمسیانو څخه وه، هغه یو مقدوني یونانی سوداګر او د مقدوني سکندر ملګری و. مصر د کلئوپاترا تر مړینې وروسته د روم سترواکۍ په یو ولایت بدل شو چې په  مدیترانه او د سکندر د واکمنۍ پر مهال دور (له میلاد څځه مخکې ۳۳۶-۳۲۳) کې د هلنیسي دورې وروستی دولت و. د هغې اوله ژبه کوینه یوناني وه او هغه یوازینۍ پېژندل شوې بطلیموسي واکمنه وه چې مصري ژبه یې زده‌کړه.

کلئوپاترا له میلاد څخه مخکې په ۵۸ کال کې په احتمالي ډول له خپل پلار دوولسم بطلیموس اولیت سره روم ته تبغید پر مهال په مصر کې تر یوې بلوا وروسته (یو رومي مقنن هېواد) خپلې سیالې لور ته اجازه ورکړه چې د هغه د تاج اړ تخت د ترلاسه کولو ادعا وکړي. برنیکس له میلاد څخه مخکې په ۵۵ کال کې کله چې بطلیموس د روم په پوځي ملاتړ مصر ته راستون شو. کله چې هغه له میلاد څخه مخکې په ۵۱ کال کې ومړ، د هغه د ورور دیارلسم بطلیموس او کلئوپاترا مشترک دولت پیل شو، خو د هغوی تر منځ نښته د کورنۍ جګړې لامل شوه. له میلاد څخه مخکې په ۴۸ کال کې په یونان کې د خپل سیال ژولیوس سزار (د روم دیکتاتور او کنسول) پر وړاندې په فارسالوس جګړه کې تر ماتې وروسته رومي واکمن پومپيه مصر ته وتښتېد. پومپيه د دوولسم بطلیموس له متحدانوڅخه و، خو دیارلسم بطلیموس د خپل دربار د نرښځيو ساتونکو په ټينګار پمپي سزار ته تر رسېدو او د مقدونیې تر اشغال مخکې په کمین کې ګیر وواژه. سزار وروسته هڅه وکړه خپل سیال خور او ورو پخلا کړي، خو د بطلیموس ستر سلاکار پوتینوس د سزار شرایط د کلئوپاترا په ګټه بلل، په دې توګه د هغه پوځيانو هغه او سزار په ماڼۍ کې محاصره کړل. د کومکي پوځيانو په واسطه د محاصرې تر ماتولو لږ ځنډ وروسته دیارلسم بطلیموس د نیل په جګړه کې ومړ. کلئوپاترا له میلاد څخه مخکې په ۴۶ او ۴۴ کلونو کې د قانوني ملکې په توګه روم ته سفر وکړ او د سزار په ویلای کې مېشته شوه. له میلاد څخه مخکې په ۴۴ کال کې  د تزار څوارلسم بطلیموس تر ترور وروسته (د هغې په امر) هغې سزاریون د پنځلسم بطلیموس په توګه ونوماوه.

له میلاد څخه مخکې له ۴۳-۴۲ کلونو پورې د ازادۍ غوښتنې په داخلي جګړه کې کلئوپاترا د روم له دویمې درې‌ګونې واکمنۍ (تریوم ویرات) په طرف شوه چې د سزاد د لمسي او اوکتاویان د وارث، مارک انتوني او مارکوس امیلیوس لپیدوس په واسطه جوړه شوې وه. په تارسوس د هغوی تر غونډې وروسته له میلاد څخه مخکې په ۴۱ کال کې ملکې له انتوني سره نامشروع اړیکې لرلې. هغه د هغې په غوښتنه ارسینو اعدام کړ او په اشکاني سترواکۍ او د ارمنستان پر پاچاهۍ د یرغل په بهیر کې يې په زیاتیدونکي ډول د کلئوپاترا له پوځي او مالي مرستو سره تړاو پيدا کړ. د الکساندر مرستو د هغه بچیان الکساندر هیلوس، کلئوپاترا دویم سلن او بطلیموس فیلادلفوس د انتوني د پوخانۍ درې‌ګونې واکمنۍ په واک کې د بېلابېلو خاورو حاکمان وټاکل. دغه پېښه د هغوی د واده او د اکتاویان له خور اکتاویا مینور څخه د انتوني د طلاق او د روم جمهوریت د نهايي جګړې لامل شو. اکتاویان په یوه تبلیغاتي نښته کې ښکېل شو، د روم په سنا کې یې د انتوني متحدان له میلاد څخه مخکې په ۳۲ کال کې له روم څخه تېښتې ته اړ کړل او له کلئوپاترا سره یې د جګړې اعلان وکړ. د انتوني تر ماتې وروسته د کلئوپاترا جنګي سمندري بېړیو له میلاد څخه مخکې په ۳۱ کال کې او د اکتیوم پوځیانو له میلاد څخه مخکې په ۳۰ کال کې پر مصر برید وکړ چې د انتوني د ځان وژنې لامل شو. کله چې کلئوپاترا متوجه شوه چې اوکتاویان هوډ لري هغه د خپلې بريا رومي لیکو ته راولي، د عام باور خلاف چې هغه د کفچه مار په واسطه مړه شوې، خپل ځان په‌خپله له مسمومیت سره له‌منځه وړي.

د کلئوپاترا میراث په لرغونو او معاصرو هنري اثارو کې پاتې دی. رومي تاریخ لیکنه او لاتیني شعرد ملکې اړوند ټولیز انتقادي لیدلوری رامنځته کړ چې د ورپسې رنسانس او منځنیو پېړیو په ادبیاتو کې يې نفوذ وکړ. په تجسمي هنرونو کې د هغې لرغوني انځورونه رومي نیم تنه، نقاشي او مجسمه، حکاکي او شیشه، د بطلیموسي او رومي سیکو ضرب او نقشونه دي. د رنسانس او باروک په هنر کې هغه د اپرا، نقاشۍ، شعر، مجسمه جوړونې او تیاتري ډرامو موضوع وه. هغه د ویکتوریا له دوران څخه د مصر د پاپ فرهنګ په سمبول بدله شوې او په معاصر دور کې کلئوپاترا په ښکليو او کاربردي هنرونو، بورلسک طنزونو، د هالیووډ فلمونو او د تجارتي محصولاتو لپاره په براند عکسونو کې راڅرګنده شوې ده.    

ایتمولوژي/ لغت پېژندنه  

د کلئوپاترا لاتیني شکل له لرغونې یوناني کلیمې (Κλεοπάτρα) څخه اخیستل شوی چې معنا یې «د خپل پلار جلال» ده چې κλέος  له (kléos «جلال») او πατήρ   له (patḗr پلار) څخه اخیستل شوې.

سرچينې