کونراد ادناور

کونراد هېرمن جوزف ادناور (په انګلیسي: Konrad Hermann Joseph Adenauer، په جرمني ژبه یې تلفظ: [ˈkɔnʁaːt ˈʔaːdənaʊɐ]؛ زوکړه د ۱۸۷۶ز کال د جنوري ۵مه ـــ مړینه د ۱۹۶۷ز کال د اپرېل ۱۹مه) یو جرمن سیاستوال و چې له ۱۹۴۹ز کال څخه تر ۱۹۶۳ز کال پورې یې د لوېدیځ جرمني د لومړني مستشار یا صدر اعظم په توګه خدمت وکړ. له ۱۹۴۶ز کال څخه تر ۱۹۶۶ز کال پورې هغه د عیسوي ډېموکراتیک اتحاد (CDU) لومړنی مشر و، نوموړی یو عیسوي دېموکراتیک ګوند و چې هغه یې په بنسټ اېښودلو کې ونډه اخیستې وه، د نوموړي تر مشرۍ لاندې په هېواد کې تر ټولو لاسبری ځواک شو.

کونراد ادناور
کونراد ادناور
کونراد ادناور

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت۵ جنوري ۱۸۷۶[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
مړینه19 اپرېل 1967 (91 کاله)[۲][۲۰][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۸][۱۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتجرمني   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلکقاضي
سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبهآلماني ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)آلماني ژبه [۲۱][۲۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
 ائیټ گرینډ کراس آف دی آرډر آف سینټ مائیکل اینډ سینټ جورج (۱۹۵۶)[۲۳]  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
کونراد ادناور
کونراد ادناور

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ادناور چې یو وفادار رومن کاتولیک او د کاتولیک مرکز ګوند غړی و، د ویمار په جمهوریت کې یو مخکښ سیاستوال و، چې د کولن د ښاروال په توګه (۱۹۱۷-۱۹۳۳) او د پروشیا د ایالتي شورا د مشر په توګه (۱۹۲۲-۱۹۳۳) یې خدمت وکړ. د فدرالي جمهوریت په لومړنیو کلونو کې، هغه خپل پام له نازیزم څخه د اړولو (denazification) نه د سمون راوستلو ته واړاوه، او خپل هېواد یې د دویمې نړیوالې جګړې له ویجاړیو څخه په یو شتمن، هوسا ملت باندې تر بدلېدلو پورې داسې اداره کړ چې له فرانسې، برتانیې، او متحده ایالاتو سره یې نږدې اړیکې رامنځته کړې. د هغو کلونو په بهیر کې چې دی په واک کې و، لوېدیځ جرمني له ډېموکراسۍ، ثبات، نړیوال درناوي او اقتصادي ښېرازۍ ( Wirtschaftswunder یعنې اقتصادي معجزې) څخه برخمن شو. [۲۴][۲۵]

ادناور له خپلو شدیدو کاري عادتونو سره او له خپل عجیب سیاسي شعور سره خپل عمر غلط ثابت کړ. هغه د بازار په بنسټ د لېبرالې ډېموکراسۍ او د کمونېزم ضد پراخ لید ته خپل پیاوړی تعهد څرګند کړ. ادناور یو ځیرک او ستراتېژيک ساستوال و، هغه په ژوره بڼه یوې لوېديځ محورې بهرنۍ پاليسۍ او په نړۍ کې د لوېدیځ جرمني بیا ځای موندلو ته ژمن و. هغه هڅه وکړه چې د لوېدیځ جرمني اقتصاد د دویمې نړیوالې جګړې څخه بیا د اروپا په کچه یو مرکزي موقعیت ته ولېږدوي، چې د اقتصاد له وزیر لودینګ ارهارد سره یې یو ځای د جرمني د اقتصادي معجزې مشري په غاړه لرله، او نوموړی په ۱۹۵۵ز او ۱۹۵۶ز کلونو کې د ملي پوځي ځواکونو (the Bundeswehr) او د استخباراتي ادارې (the Bundesnachrichtendienst) د بیا رامنځته کولو محرکه ځواک بلل کېږي. ادناور د خپل سیال جرمن دېموکراتیک جمهوریت (GDR) او د اودور-نیسي کرښې دواړو د په رسمیت پېژندلو مخالفت وکړ.

نوموړي په مهارت سره په خپلو ټاکنیزو سیالیو کې د سوسیال دېموکرات ګوند پر وړاندې کوم چې د جرمني د دېموکراتیک جمهوریت سره او د جګړې له مخکې پولو سره یو څه زیات خواخوږی درلود، وکارول. ادناور لوېدیځ جرمني د ناټو یو غړی کړ. سره له دې چې ادناور د اروپایي اتحاد ملاتړی هم و، خو د فرانسې پر وړاندې د د متقابل توازن د رامنځته کولو په موخه له متحده ایالاتو سره د پیاوړو اتلانتیکي (Atlanticist) اړیکو په لټه کې و.

ادناور، چې د خپل عمر په ۸۷ کلنۍ کې یې د صدر اعظم په توګه له خپل سِمت نه استعفا ورکړه او د عیسوي دېموکراتیکې اتحادیې (CDU) مشرۍ ته یې په ۹۰ کلنۍ کې تر تقاعد کېدو پورې ادامه ورکړه، زیاتره وخت "Der Alte" ("پخوانی هغه" ) بلل کېده. د برتانوي سیاستوال رای جنکینز په حواله، هغه "تر ټولو زوړ سیاستوال و چې تر اوسه یې په ټاکنیز مقام باندې فعالیت کړی دی" او د معاصرې اروپا په تاریخ کې د یوه ستر هېواد تر ټولو زوړ مشر و. د ۲۰۲۱ز کال د څېړنو پر بنسټ، ادناور تر اوسه پورې په اروپا کې د دولت د تر ټولو زاړه مشر او تر ټولو زاړه ټاکل شوي سیاستوال په توګه (چې یواځې ګیورګیو ناپولیتانو ورسره برابري کړې ده ) پاتې شوی دی. په هر ترتیب، د تونس او مالېزیا حکومتونو په ۲۰۱۰مه زېږدیزه لسیزه کې له نوموړي څخه ډېر زاړه مشران درلودل. [۲۶]

په کولن کې د اوسېدو کلونه

د ژوند لومړني وختونه او زده کړې

کونراد اناور د جوهان کونراد ادناور (زوکړه ۱۸۳۳ز کال ـــ مړینه ۱۹۰۶ز کال) او د هغه د مېرمنې هېلن (چې کورنی منځنی نوم یې سشارفنبرګ  (Scharfenberg) و؛ زوکړه ۱۸۴۹ز کال ــ مړینه ۱۹۱۹) له پنځو اولادونو څخه د دریم په توګه د ۱۸۷۹ز کال د جنوري په ۵مه نېټه د پروشیا د راین ولایت په کولن کې زیږېدلی دی. د نوموړي وروڼه او خویندې په ترتیب سره اګوست (زوکړه ۱۸۷۲ز کال ــ مړینه ۱۹۵۲ز کال)، جوهانس (زوکړه ۱۸۷۳ز کال ــ مړینه ۱۹۳۷ز کال)، لیلي (زوکړه ۱۸۷۹ز کال ــ مړینه ۱۹۵۰ز کال) او الېزېبت وو چې الېزېبت له زیږېدو څخه لږ وروسته د ۱۸۸۰ز کال په شاوخوا کې مړه شوې ده. د ادناور ځوانۍ ته له بڼې ورکوونکو اغېزو څخه یوه یې فرهنګي مبارزه  (Kulturkampf) وه، نوموړې اغېزه هغه تجربه وه چې والدینو یې ده ته نسبت کاوه او نوموړی یې د ټول عمر لپاره د "پروشیانیزم" (Prussianism) څخه کړ کرکجن او له پروشیا سره د راینلنډ ادغام نوموړی د ۱۹مې زېږدیزې پېړۍ د زیات شمېر نورو راینلنډي کاتولیکانو په څېر په شدت سره وځوراوه.[۲۷][۲۸]

هغه په ۱۸۹۴ز کال کې خپل ابیتور زده کړې (چې معمولاً له ۱۲ یا ۱۳ کلونو ښوونځي ویلو وروسته بشپړېږي) بشپړې کړې او د فریبروګ، میونیخ او بُن په پوهنتونونو کې یې د قانون او سیاست زده کړې پیل کړې. په ۱۸۹۶ز کال کې، هغه په ۲۰ کلنۍ کې د پروشیا پوځ ته وغوښتل شو، خو د مزمنو تنفسي ستونزو له امله یې چې له ماشومتوب څخه ورسره مل وې، ونشوی کولی چې په فزیکي ازموینه کې بریالی شي. نوموړی په بن کې د ارمینیا د کاتولیکو محصلینو ټولنې (K.St.V. Arminia Bonn) تر مشرۍ لاندې د رومن کاتولیک محصلینو د انجمنونو غړی و. هغه په ۱۹۰۰ز کال کې فارغ شو او له هغه وروسته یې د کولن په محکمه کې د یو وکیل په توګه کار کاوه[۲۹]

په کولن کې د مشر په توګه

د یو دیندار کاتولیک په توګه، نوموړی په ۱۹۰۶ز کال کې له مرکزي ګوند (په جرمني ژبه: Zentrumspartei   یا یواځې Zentrum) او په همدې کال کې د کولن ښاري شورا ته نوماند شو. په ۱۹۰۹ز کال کې، هغه د کولن مرستیال-ښاروال شو، کوم چې په ۱۹۱۴ز کال کې له ۶۳۵۰۰۰ وګړو سره یو صنعتي لوی ګڼ مېشته ښار و. ادناو له افراطي سیاسي خوځښتونو څخه چې د ده د نسل لویه برخه یې جذب کړې وه، په ډډه کولو سره، د منځنۍ طبقې نجابت، زیار ایستنې، نظم، او عیسوي اخلاقو او ارزښتونو ته ژمن و، او د بې نظمۍ، بې کفایتۍ، بې منطقۍ او سیاسي بې اخلاقۍ له منځه وړلو ته ژمن و. له ۱۹۱۷ز کال څخه تر ۱۹۳۳ز کال پورې هغه د کولن د ښاروال په توګه خدمت وکړ او د پروشیا د اعیانو د مجلس (Prussian House of Lords) غړی شو.[۳۰]

ادناور د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې د کولن مشري پر غاړه لرله، هغه له پوځ سره له نږدې څخه کار کاوه تر څو د لوېدیځې جبهې لپاره د اکمالاتو او ترانسپوت د یوې شاتنۍ اډې په توګه د دې ښار رول اعظمي کړي. هغه د ملکیانو د خوراکي توکو چمتوکولو ته ځانګړې پام واړاوه، او اوسېدونکو ته یې دا زمینه برابره کړه تر څو له هغو شدیدو کمښتونو څخه وژغورل شي چې د ۱۹۱۸ او ۱۹۱۹ز کلونو تر منځ د جرمني زیاتره ښارونه ورسره لاس او ګرېوان وو. په ۱۹۱۸ز کال کې نوموړي دغه ښار د خوړو برابرولو په موخه  د لومړي ځل لپار د سویا له ترکیب څخه یو ساسج راوویست چې د کولن د ساسج نوم ورکړل شو. د ۱۹۱۸ز کال په وروستیو کې د زاړه رژیم د ړنګېدو په درشل کې او د انقلاب د راتګ او د پراخو بې نظمیو د ګواښ پر مهال، ادناور له سوسیال دېموکراتانو سره د خپلو ښو کاري اړیکو په کارولو سره د کولن کنترول وساته. د ۱۹۱۹ز کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په یوه بیانیه کې، ادناور د پروشیا د منحلېدو او په رایش آلمان کې یې د پروسیایي راینلنډ په یو نوي خپلواک ایالت باندې د بدلېدو غوښتنه وکړه. ادناور ادعا کوله چې دا کار په راینلنډ کې د فرانسې د پرمختګ د مخنیوي یواځینۍ لاره وه. د رایش المان او پروشیا دواړه دولتونه د پروشیا د تجزيې لپاره د ادناور د دغه پلان پر وړاندې په بشپړه توګه مخالف وو. کله چې د ۱۹۱۹ز کال په جون کې جرمني ته د ویرسالیس د معاهدې شرایط وړاندې شول، ادناور یو ځل بیا په یو خپلواک ایالت باندې د راینلنډ د بدلېدو پلان برلین ته وړاندیز کړ او د نوموړي دغه پلانونه دا ځل هم د رایش جرمني د حکومت له خوا رد شول.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

هغه له جګړې څخه د راوروسته برتانوي اشغال پر مهال ښاروال و. هغه د برتانوي پوځي چارواکو سره ښې کاري اړیکې رامنځته کړې او له هغوی څخه یې د کارګرانو او سرتېرو د هغې شورا په بې طرفه کولو کې کومه چې د ښار د چپ اړخ لپاره د واک په یوې بدیلې اډې بدله شوې وه، کار واخیست. [۳۷][۳۸]

سرچينې