کيڼ اړخی سياست

کيڼ اړخی سياست د سياسي نظريو هغه لړۍ روښانه کوي، چې د ټولنيزې برابرۍ او پر برابرۍ باندې د باور ملاتړ او د تر لاسه کولو هڅه کوي، چې زياتره وخت د روحانيونو د ټولنيزې لړۍ مخالف دی. کيڼ اړخی سياست په عمومي ډول ټولنه کې د هغو خلکو په اړه اندېښنه رانغاړي، چې د دې سياست پيروان يې د نورو په پرتله د زيانمنو په توګه پېژني او همدا راز هغه باور هم رانغاړي، چې ټولنو کې ناعادلانه نابرابرۍ شته چې کمولو يا له منځه وړلو ته اړتيا لري. د اقتصاد د متقاعد پروفيسور باري کلارک “Barry Clark” په وينا د کيڼ اړخي سياست پيروان ادعا کوي، چې انساني وده هغه وخت وغوړېده چې ګډې مرستې او د دوه اړخيزو درناوي اړيکو کې ښکېل شول او دا ډول اړيکې يوازې هغه وخت وده کولی شي، چې په دريځ، واک او شتمنۍ برخو کې پراخه توپيرونه له منځه وېوړل شول. [۱][۲][۳][۴][۵]

د کيڼ اړخي سياست د طيف دننه کيڼ او ښي اصطلاحات د فرانسوي اوښتون پر مهال رامنځته شول، چې د فرانسوي املاکو په عمومي رياست کې د ناستې ترتيب يا نظم ته ويل کېږي. هغوی چې کيڼ اړخ ته کېناستل، په عمومي ډول د لرغوني رژيم يا نظام او بوربون “Bourbon” پاچاهۍ مخالف وو او د فرانسوي اوښتون، د ديموکراتيک جمهوريت د رامنځته کېدنې او د ټولنې د ماديت يا سيکولري کولو ملاتړ يې وکړ، په داسې حال کې هغوی چې په ښي اړخ کې وو، د لرغوني نظام د دوديزو بنسټونو پلوي وو. د کيڼ اړخي اصطلاح په ۱۸۱۵ز کال کې د فرانسوي پاچاهۍ له بيارغونې څخه وروسته هغه مهال خورا نامتو شوه، چې د خپلواکانو لپاره وکارول (تطبيق) شوه. د څانګې يا وزر “wing” ويی په لومړي ځل د ۱۹ پېړۍ په وروستيو کې په عمومي ډول د سپکاوي په نيت له کيڼ او ښي اصطلاتو سره ونښلول (ضميمه) شو او کيڼ اړخی “left-wing” د هغو خلکو لپاره پلی شو، چې د خپلو مذهبي يا سياسي نظريو له مخې ارتودوکس [په خپله عقيده ټينګ ولاړ] نه وو. [۶][۷]

هغه نظريې چې د کيڼ اړخي سياست اړوند ګڼل کېږي، په يو ټاکلي وخت او ځای کې د سياسي طيف په اوږدو کې د اورټون کړکۍ “Overton Window” په نوم د کړنلارو د لړۍ د ځای په ځای کولو له مخې خورا توپير لري. د ۱۸ پېړۍ په پای کې د لومړنيو ازادي غوښتونکو يا ليبرالي ديموکراسيو په رامنځته کېدلو سره د «کيڼ» اصطلاح په متحده ايالتونو کې د ازادي غوښتنې يا ليبراليزم او فرانسه کې د جمهوري غوښتنې د بيانولو په موخه وکارلو شوه، چې د دوديزو محافظه کارانو او شاهي پلويو د ښي اړخي سياست په پرتله يې په لږه کچه د روحانيونو د لړۍ په واسطه د پرېکړې کولو ملاتړ کاوه. په معاصر سياست کې د کيڼ اړخي اصطلاح  په عمومي ډول د لرغوني يا کلاسيک ليبراليزم خلاف نظريو او خوځښتونو لپاره کارول کېږي، چې په اقتصادي برخه کې د ديموکراسۍ يو څه ملاتړ کوي. نن ورځ د ټولنيز ليبراليزم په څېر نظريې مرکزي کيڼ اړخي ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې «کيڼ» په عمومي ډول د انارشيزم، کمونيزم، کارګر خوځښت، مارکسيزم، ټولنيزې ديموکراسۍ او د صنفي اتحاديو د اصولو د پېروۍ يا سنديکليزم په ګډون د سوسياليزم په نوم د پانګوالۍ ضد خوځښتونو لپاره په پام کې نيول کېږي، چې هر يو يې په ۱۹ او ۲۰ پېړيو کې نامتو شوي دي. د دې تر څنګ د کيڼ اړخي اصطلاح په کلتوري ډول د ازادي غوښتونکو ټولنيزو خوځښتونو يوې پراخه لړۍ ته هم ويل کېږي، چې له ډلې يې د مدني حقونو خوځښت، د ښځو د سياسي او ټولنيزې برابرۍ خوځښت، د لزبين، ځلاند، دوه جنسيتي او ترانس جنډر يا په لنډ ډول “LGBT” د حقونو خوځښت، د غلامۍ د له منځه وړلو د حقونو خوځښتونه، د ګڼ کلتور اصالت، د جګړې ضد خوځښت او چاپيريالي خوځښت او همدا راز د سياسي ګوندونو يا ډلو يوه پراخه لړۍ يادولی شو. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

دريځونه

لاندې دريځونه په عمومي ډول کيڼ اړخي سياست پورې تړلي دي.

اقتصاد

کيڼ پلوي اقتصادي باورونه د صنعتي ديموکراسۍ او ټولنيز بازار له لارې د کينز له اقتصاد او مرستندويه بنسټونو څخه د اقتصاد او مرکزي پلان جوړونې تر ملي کولو او د شورا او جرګې پر بنسټ د ځاني اداره شوي انارشيست کمونيزم تر انارکو-سنډيکلېست [د انارشيزم او د صنفي اتحاديو د اصولو اصالت تر منځ ګډ ترکيب] پلوۍ پورې لړۍ جوړوي. د صنعتي اوښتون پر مهال کيڼ اړخو د سوداګريو اتحاديو ملاتړ وکړ. د ۲۰ پېړۍ په پيل کې يې د نړيوالتوب په درک کړي استثماري طبيعت، د ټيټ نژاد او د کارګرو پر ناعادلانه ګوښه کولو او ورڅخه ګټې پورته کولو باندې نيوکه کولو ته دوام ورکړ. د ۲۰ پېړۍ په وروستۍ څلورمه کې هغه باور د خلکو له ګټو سره سم واکمن حکومت ته په کار دي، چې د اقتصاد په ورځنيو کارونو کې په مستقيم ډول ښکېل شي، د مرکزي کيڼ اړخو او په ځانګړي ډول د هغو سوسيال ديموکراتانو په منځ کې خپل باور له لاسه ورکړ، چې له ښي او کيڼ اړخو سياستونو څخه پرته يې درېيمه لاره “Third Way” غوره کړه. [۱۶][۱۷]

نور کيڼ اړخي د مارکس پر اقتصادي اصولو باندې باور لري، چې د کارل مارکس په نوم نومول شوي دي. ځيني کيڼ اړخي د مارکس اقتصادي نظريې د نومو ړي له سياسي فلسفې څخه بېلوي او استدلال کوي، چې پر اقتصاد د پوهېدنې په موخه د مارکس تګلاره د اوښتونيز سوسياليزم څخه د نوموړي د ګټندويۍ يا د کارګرۍ يا پروليتاري اوښتون په ناچارۍ يا لازميت کې د نوموړي له باور څخه بېله ده. مارکسي اقتصاد په څرګند ډول پر مارکس باندې تکيه نه کوي او له مارکس پلويو او ناپلويو سرچينو له يوې لړۍ څخه رامنځته کېږي. د کارګرې ډلې او کارګرو دولت د زورواکۍ اصطلاحات د ځينو مارکسيستانو او په ځانګړي ډول د لينن پلويو او د مارکس او لينن د ګډ اصالت د پلويانو له لورې د هغه څه د روښانه کولو په موخه کارول شوي دي، چې دوی يې د چارو د پانګوال دولت او کمونيست ټولنې تر منځ د لنډ‌مهالي دولت په توګه بولي. مارکس د پروليتاريات په نوم کارګر د معاش لرونکو کارګرو په توګه راوپېژندل او هغوی يې د له خپل پوړ څخه د بېلو شويو کارګرانو څخه بېل وګڼل او دا ډول کارګران يې له ټولنې څخه د وېستلو وړ وګړو په توګه ياد کړل. لکه: سوالګر، غولونکي وګړي يا چلبازان، وخت تېرونکي، ټوکماران، مجرمان او بدکاران. د بزګرانو سياسي تړاو کیڼ اړخی سياست وېشلی دی. په ډاس کاپيټل “Das Kapital” کې مارکس په کمه اندازې د دې موضوع يادونه وکړه. ميخايل باکونين “Mikhail Bakunin” فکر وکړ، چې له خپل پوړ څخه بېله شوې کارګره ډله يو اوښتونيز ټولګی و، په داسې حال کې چې ماو زيدنګ “Mao Zedong” باور درلود چې دا به کليوالي بزګران وو، نه ښاري کارګران چې ښايي پروليتاري [کارګر] اوښتون به رامنځته کړي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

کيڼ اړخي ازادي غوښتونکي، ازادي غوښتونکي سوسياليستان او انارشيستان پر نامتمرکز اقتصاد باندې باور لري، چې د سوداګريزو اتحاديو، د کارګرو د شوراګانو، اشتراکيت، ښارواليو او ټولنو له لورې پر مخ ځي، پر اقتصاد د دولت او خصوصي واک مخالفت کوي، ټولنيز ملکيت او سيمه ييز واک ته لومړيتوب ورکوي، چې د نامتمرکز سيمو ملت په کې په يو ګډ اتحاد يا کنفدراسيون کې سره متحد دی. د عدالت نړيوال خوځښت چې د نړيوالتوب ضد خوځښت او د سمون وړ نړيوالتوب ضد خوځښت په نومونو هم پېژندل کېږي، بېوزله، کارګرانو، چاپيريال او کوچنيو سوداګريو لپاره د ګډ يا اشتراکي اقتصاد د منفي پايلو له امله د هغې مخالفت کوي. [۲۲][۲۳][۲۴]

چاپيريال

يو له لومړنيو کيڼ اړخو ګټندويانو څخه توماس پاين “Thomas Paine” و، چې له هغه وخت راهيسې يو له لومړنيو اشخاصو څخه دی، چې د نړۍ د انساني اشتراکي ملکيت د تشرېح کولو په موخه کيڼ او ښي سياسي اصطلاحګانې شوې، چې نوموړی يې په اړه “Agrarian Justice” نومي کتاب کې يادونه کوي. دا چې د چاپيريال ساتنې اصالت ته په پام سره زياتره کيڼ اړخی فکر او ادبيات د ملکيت له دې دندې څخه سرچينه اخلي او د اشتراکي مالکيت مخکينۍ ذکر شوې بڼه په دې معنا ده، چې انسانيت بايد د ځمکې ساتنه وکړي. دا اصل چې وروسته رامنځته شو، د کيڼ اړخي د تاريخي فکر او ادبياتو په ډېری برخه کې منعکس شوی دی، که څه هم په دې اړه د نظر مخالفتونو وو، چې دا څه رانغاړي. کارل مارکس او لرغوني سوسياليست فيلسوف او پوه ويليم موريس په حقيقت کې د چاپيريالي مسايلو په اړه اندېښنه درلوده. د مارکس له نظره ان يوه بشپړه ټولنه، يو ملت يا په ورته وخت کې ټولې شته ټولنې د ځمکې څښتنانې نه دي. دوی يوازې د ځمکې او د هغې د ګټو خاوندان دي او بايد راتلونکو نسلونو ته يې بايد په يو منل شوي دولت کې په ميراث پرېږدي. د روسيې له اوښتون څخه وروسته د اوښتونيز يا انقلابي الکساندر بوګدانوف “Alexander Bogdanov” په څېر د چاپيريال پوهانو او پورليټکلټ “Proletkult” سازمان د شوروي واکمنۍ په لومړۍ لسيزه کې بولشويزم سره د چاپيريال ساتنې اصالت او طبيعي قوانينو او بريدونو سره د توليد د يو ځای کولو هڅې وکړې. د دوی يادې هڅې مخکې له هغې تر سره شوې، چې جوزف سټالين پر چاپيريال پوهانو او د چاپيريال پر پوهې بريد وکړ، د چاپيريال ساتنې پلويان يې له مخې لرې کړل او په ۱۹۵۳ زکال تر خپلې مړينې پورې يې د واکمنۍ پر مهال د تروفيم لايسينکو “Trofim Lysenko” درواغجنې پوهې ته وده ورکړه. په ورته ډول ماو زيډنګ هم د چاپيريال ساتني پلوي ونه منله او باور يې درلود، چې د تاريخي ماديت (مادي اصالت) د قوانينو پر بنسټ بايد ټول طبيعت د اوښتون په خدمت کې کېښودل شي. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

سرچينې